دخپریدو نیټه : 2010-12-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
روح څه شی ده ؟ په بدن کې د روح ځای۱۸
پوهنمل محمود نظری
مغز د انسان دبدن یو پیچلی غړی دی چې سل ملیارده عصبي سلولونه ( نورون) لري چې دنده يې د اطلاحاتو پروسس او زیرمه کول دی دی سلولونو یوازې لس په سلو کې د ماغزو حجم جوړوي.
ماغزه چې د انسان داخلی خزانه ده نو په کار ده له هغه څخه سمه ګټه واخیستل شی او د ددې خرانې ور خلاص کړی.تراوسه ډیر انسانان له دې معنوی بې پایه خزانې څخه خبر نه دي.
ژوند ټوله په مغز اړه لري او د بدن ټوله دننه غړي د هغه د امر اطاعت کوي.
محیطی اطلاحات د پنځو حسونو په واسطه هغه حس او درک اوپه مختلفو ځایو کې زیرمه کوي.
په عقلا نی نیرو، فهم او هوښ سره دژوند چارې پر مخ بیايي سوچ کول ، هوښيارتیا ،د احساساتو بیان او تعقل کنترولوي
د مغز په ناسم کړه سره درد ، ژړا ، ستړیا، استرس، ناتوانی، منځ ته راځي همداسی احساسی او عاطفی عکس العملونه یې پر ژ وند ډیره مثبه اغیزه کوي لکه :خندا، هیجان، خوشالی، مینه، نو ویلی شو د انسان ماغزه د مختلفو عواطفو او احساساتو مرکز دی
ژوند بې احساساتو او عواطفو یو بې مانا او پوچ شی دی .
نو مغز د ژوند یو حیاتي شی دی او زموږ هر شی زموږ ماغزه دی
د همدی مغز په اساس انسان تر ټولو نورو ژو وېښیارموجود دی نو ځکه د اشراف المخلوقات لقب ورکول شوی دی
نو مغز ته مادی روح هم ویل شوې ده
د انسان ماغزه اتکلا (۱۵۰۰) ګرامه وزن لري چې په ککرۍ(جمجه) کې دننه قرار لري:
ماغزه د لاندینو برخو څخه جوړ شوي دي:
۱- دوې د ماغزو نیمې کرې:
۲- تالاموس او عصبی غوټې :حسی پیامونه د حرکتي فعالیتونو په اړیکه درک او هم اهنګ وی او درد او محیطی محسوسات حسوي.
۳- منځني ماغزه: وېښاری، د سترګو د تور د خوځښت او د اندامونو واک کنترول وي.
۴-د ماغزوتنه :د سترګو، ژبې، مخ ،مرۍ او ستونی دخوځښتونو مرکز دی
۵- د سترګو رشتې:دتنفس، دوینو د جریان، داعصابو او عکس االعملی ټوخي مرکز دی.
۶- سیلیبیلیم:عصبی باطری ده چې عصبی انرژی له هغه وځي او هم د انسان تعادل کنترولوي
د ماغزو دوې نیمی کرې د مغز تر ټولو ښه برخه او د خدای (ج)اصلي ډالۍ انسان ته ده که داکرې نه وای انسانان به بې شعوره وای.
د شعور پیدایښت دژوندینکو په زیاتوالی اړه لري او هغه د محیطي او دننني اطلاعاتو ځای دی د دې برخې د مړینې په صورت کې د ټول ماغزه جوړښت له منځه ځي .
په ماغزوکې ژورې شته ،چې دوې يې په دوو نیمايي کرو کې دی، درېیمه يې په ماغزو په لاندیني برخي کې او څلورمه يی د سر د شا ماغزو کي قرار لري چې له یو ه ډول نخایی مایع څخه ډک دی، دوی نیمايي کرې د یو پینه ډوله جسم چې عصب دی د یو بل سره موښتی دی
په دې دوونیمايي کرو کې دا لاندې برخې شته:
۱- Fronta Lobe l: دتندی مغزی عضله :
د سترګو او تکلم په وخت کې د خولې خوځښتونه کنترولوی او هم د شعور ،منطق او تفکر مرکز دی.
-دیوالی مغزی عضله : چې درد، تودوخه او لمسول کنترولويParietal Lobe۲-
- دڅټ یا د سر دشا مغزی عضله : بینایی کنترولوي.Occipital Lobe۳-
:درنګ دتشخیص، د شامعې دحس او حافظې مرکز دي.Temporal Lobe۴-
- بغلی مغزی عضله : جنسی غرایض کنترولوي.Marginal Lobe۵-
ښی نیمه کره: د اعدادو تخمیني محاسبه، دتکلم د زیر او بم ،تکیه کول. اورښتنوالی کنترولوي،
کیڼه نیمه کره:د اعدادو دقیقه محاسبه، د اطلاعاتو د پیداکولو، د وییونو دجرړو او ماناو پيدا کولو مرکز دی.
تر اوسه د ماغزو نوری دندی او کړه نه دی مالوم شوی او دا ډیر څیړني غواړی چې د ماغزو په راز پوه شو تر اوسه ډیر ی پوښتنې ته ځواب نه دی ویل شوی لکه
فعاله حافظه څرنګه په وجود راځي؛؟، د مغز اړیکی څه ډول دی؟ د مغز ارتباطي او کیمیاوي ژبه څه شی ده ؟ او داسې نور ې پوښتنې چې امید د ساینس په پرمخ تګ سره دی سوالو نو ته هم ځوابونه پيدا شي.