دخپریدو نیټه : 2010-12-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د بنګله دېش بې ستري ( پرله پسې شپږمه برخه )
غلام محمد زرملوال - انګلستان
له هغه نه وروسته که څه هم د ورځپاڼو رواجي غږ بدل شو، مگر ډير څه يې موندلاى شول چې شخوند پرې ووهي. لږ تر لږه نوى پريزيډنټ د خلکوغوښتنو ته خوږ ځواب ويللاى و. د ايوب د ډلې په جمهوري قانون چې د غير مستقيم نمايندګي پر بنسټ ولاړ وى بايد د بطلان کرښه وکښل شي او قدرت د اولس نمايندګانو ته چې د خللکو له خوا ټاکل شوي وي وسپارل شي! اومتنفره بيروکراسي پاى ته ورسيږي. د يحيى خان په برودکاست کې هر څه شامل وو، خو يو څه په کې نه وو: هغه څه د زړه-کومي رښتينې هيله وه او د دې تريخ حقيقت د څرګندولو لپاره څو مياشتې په کار وې. اوس اوس هر څوک د اولس خوښى اوخوښحالي پټه خوله کړي وو او د زړه له کومي او رښتيا د ازمايلولپاره لا ډير وخت و.
نوي رژيم ته بايد لږ څه وخت ورکړ شوى واى. د خوشبيني په توګه د اولس سترګې داسې پټې وې چې نه پوهيدل د ديموکراسي لپاره د مبارزى له بشپړولو څخه لا خورا لري وو.رښتيا خبره وه چې هغوى په [يوه] نښته کې بريالي شوي وو، د ايوب خان اود هغه د دارو دستې کډى يې وربار کړې وې، مگر لويه جګړه راتلونکې وه. قدرت لا اوس هم د مستبد پوځ اود هغوىد ملکي مشاورينوپه لاس کې و. بايد ومنل شي چې زاړهدروازه وانان تللي وو او نوې ډله مجبوره وه چې اولس ته سم او سيخ ځواب وړاندې کړي. مګر په حقيقت کې د يوه لاس ګوتې وو. په عملي ډول دا د هغو ډلو له منځه يوه بله ډله وه چې د پاکستان سياست ته يې له ١٩٤٨ کال څخه وروسته کرکټر او بڼه ورکړې وه. دا صحنه د هغو چا لپاره چى د پېښې واقعي اړخونه يې ليدلاى شول ډيره خواشينې کوونکې وه. زيات شمير اولسونه د يوه ګڼ شمير سياست پوهانو په ګډون ډير زيات د دې برياليتوب په نشه مست وو. دا خبره د دوى لپاره کافي وه چې ايوب خان له صحنې وتلى و او يحيى خان د نوي پيل ژبه ورسه کړې وه. دوى د دې حقيقت د پوهيدلو په هکله ړانده کاڼه شوي وو چى دا ډول خبرې او وعدې د پنجابي دکتاتورانو رواج او هيڅ کله يې ورباندې وفا نه ده کړې. دا لمړى ځل نه و چې د پاکستان اولس ځانونه غولولي وو.
ايا د يحيى خان د ١٩٩٦ کال د مارچ د شپږويشتمې نيټې وعدى رښتيا او د زړه له کومي ووې؟
د پورتنۍ پوښتنې ځواب د پاکستان سياست دوه نيم کاله کړکېچن کړى و اود شيخ مجيب الرحمن د زوال د علتونوله منځه يو غوره علت همدا و. هغه څوک (د باندني هيوادو د ژورنالستانو، برتانوي پارلماني غړو، ديپلوماتانو او د نړۍ د ليډرانو په ګډون) به په دې هکله له ما سرهم عقيده وي. هغوى ته دا خبره چې هغه څومره منحرف انسان و د منلو وړ نه ښکاري. که چيرې په هيواد کې ويجاړې او وران کارۍ ډيرې شي نو هر څوک به دا ووايي چې: نه! يحيى خان خو داسې نه دى دا يې ټول څلور خواوې خلک دي چې د ده له باور او اعتماد څخه يې ناروا ګټه اخستې ده. په دې خبره کې به څه ناڅه رښتيا هم وي، [خو] په پوځي کل اختياري باندې يې سترګې پټې شوې دي.
که څه هم خلکو فکر کاوه چى يحيى خان له دې نه چې عياش انسان و نو ټولې پريکړې يې د حکومت د غړو په لاس کې وې، مگر دا خبره صحيح نده او حقيقت داسې و چې ټول واک او اختيار د ده خپل و. اوپخپله يواځې ده ټولې فيصلې کولې. مشاورينو به يې څه مشوره ورکوله مګر د پريکړو او فيصلو په هکله يې کوم واک نه درلود. نوموړى پخپله د پوځونو د ستر قوماندان، د مارشلا اداره چي او پريزيډنت وظيفې اجرا کولې.
اوس به بيرته د زړه کومي (اخلاص) پوښتنې ته راوگرځو. پريزيډنت يحيى خان د ١٩٦٩ کال د مارچ په شپږويشتمې نيټې د دريو شيانو وعده کړې وه:
الف – عمومي ازاد انتخابات.
ب – د منحرف او بى کفايته اداري ارګان له منځه وړل.
ج – د خلکو ټاکل شوو نمايندګانو ته د قدرت سپارل.
زما په خپل اټکل لمړنۍ دوه وعدې رښتينې وې او سهو او غلطيو ډير څه ور زده کړي وو. مگر د وروستنۍ وعدې (د قدرت سپارل) په هکله رښتينى نه و اودا خبره يې په زړه نه لګيده.
د اداري فساد د پاکولو لپاره يې د سياسي ريفورم د مقدمې په توګه څه ګامونه واخستل. نظامي او ملکي پلټونکو ادارو بيله درنګه د ناپاکيو په رالوڅولو او لرې کولو پيل وکړ. زما په زړه دي چې يوه د بحر پوځي افسر د خپلې مرکې پهترڅ کې وويل: "هره ډبره چې اړوي ترې لاندې يې هرو مرو يو ناپاک موږک راپورته کيږي!" او په بل ځاى کې يې د يوه لوى افسر په هکله داسې تبصره وکړه: "د دې افسر دسيه دومره غټه شوې ده چې د کوټې تر چته پورې رسېږي اولا پسې لويېدونکې ده!"
نور بیا ....