دخپریدو نیټه : 2010-12-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د بنګله دېش بې ستري ( پرله پسې اوومه برخه )
غلام محمد زرملوال - انګلستان
په تیر پسي ....
مګر کله چې يحيى خان ته څرګنده شوه چې د ايوب خان د رژيم انحراف داسې حد ته رسيدلى و چې بايد له کوچني څخه تر لويه پورې ټول اداري چوکاټ له منځه تللى واى نوو ټولې هڅې يې بې اغيزې پاتې شوې او ځاى يې ونه نيوو. نو داسې پريکړه وشوه چې يواځې هغوچا ته چې د ډيرو لويو خيانتونو مرتکب شوي دي متوجه شي.
د پوځي جرنيلانو په جرمونو سترګې پټې شوې او د دې خبرې مانا دا وه چې د ساري ناروغي زړي بيا لکه د ايوب خان د رژيم په شان ته پاتى شول.
د لمړى وعدى په هکله دومره څه وشول.
د عمومي انتخاباتو په هکله د يحيى خان ډلې ته د تيرو شوو مياشتو نتيجې پوره څرګندې وې او داسې ضرورت ليدل کيده چې بايد د حکومت بڼۀ بدله شي. لکه څنګه چې مو پخوا وليدل د ١٩٥٨ پيښه يوه ډيره لويه او عمده غلطي وه. نو نوي رژيم ته دا پوره څرګنده وه چې هرو مرو بايد يو څه ډول حکومت چې اولس يې د ورځ په ورځ احوال څخه خبر وي منځ ته راشي. څنګه چې درويشت کاله په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو په هکله کومه نښه نښانه نه وه ليدل شوې نو په ناڅاپه د دې کار کول هم بې وخته او هم د منلو وړ نه ښکاره کيدل. د حکومت لپاره دا کار خورا لوى اوله ربړو څخه ډک و.
يحيى خان د انتخاباتو کولواعلان وکړ. زما په خيال د انتخاباتو په هکله هم د نوموړي هڅې جدي او په رښتيا وې، مگر دا چې قدرت د اولس نمايندګانو ته وسپاري ځانګړې اوجلا مسئله وه. او دا وعده يې لکه څنګه چې په ژبه کړې وه په زړه کې يې داسې نه وه.
يحيى خان له نورو څخه زيات په دې باور درلود چې قدرت د پوځ په لاس کې و او وي به. نو ده هم داسې هڅه کوله چې خپل دريځ ټينګ وساتي. دى د قدرت په ويشلو او وړاندې کولو کى هغو چا ته چې هيله يې لرله خورا سخي طبيعته و مګر تر هغه پورې چې د خپل ځان او دريځ خطر ورته پيدا نه شي. ما په دې حقيقت باندې ټول خپل ملګري خبر کړل. د پيښو له بهير څخه داسې څرګنديده چې خلکو ته د قدرت سپارلو مانا دا نه وه چې د هغو له خوا ټاکل شوو نمايندګانو ته دې ورکړ شي مگر مفهوم يې دا و چې ځينې په ګوته شوي کسان په مخکې کړي او پخپله به شا ته د پوځ په ملاتړحکومت کوي. د دې ستراتيژي په هکله زه يوه پوځي افسر چې ملګرى مې و پوه کړم او وېويل: "يحيى خان دومره کم عقل نه دى په ځاى د دې چې د کراچۍ په کشولو ځان ستړى کړي ولې په ارامي په شا کې نه کېني او د کشولو لپاره يې نور خره پيدا کړي! وبه ګورې چې گڼ شمير ګازرې مخ ته کړي چى هغوىورته ټوپونه ووهي. دا خبره د ١٩٦٩ کال د جولاى په مياشت کې وه او هغه وخت د اولسونو د ازادۍ نشه مخ په الوتو وه. ځينو ته دا خبره په ډاگه شوې وه چى صوبې او ايالتونه به خپل حکومتونه ولري مګر رښتينى قدرت به بيا هم د يحيى خان او نظامي ډلې په لاس کې وي. او هيڅ يو اساسي قانون چې دا شرايط نه شي پوره کولاى، د دوى لپاره به د منلو وړ نه وي. د باوري منابعو له خبر سره سم دا پاليسي لا پخوا د راولپنډى په پوځي مرکز کې منل شوې وه مګر په سطحي ډول د (ملي مصالحو) شعار په ژبه روان و.