مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دقدروړهيواد واله اختر دي مبارک شه !

حبيب غمخور
زه پدې پو هېږم چي دا مبارکې پر تا څومره ناوړه تأثير کوې ؟ ځکه ته سمدستې وايه، کوم اختر ؟ دچا اختر ؟ دهغواختر چي اوس هر څه لرې ؟ او سبا به په ښکلو جامو او ښکلو موټرانو کي ديو او بل کورته په سياليو ځې؟ او که دهغو چي په خپل وطن کې داوسېدوځاي نلرې اختر دې مبارکووې؟ يا هغو ته چي چارواکو وطن ته راوبلل سوه ، ولې ددوي پر ژړاوو، چيغو او کوکار، بېوزلۍ اوناهېلو دلوکسو موټرونو دتوروښيښو شاته رابلل سوو خوندواخيست ؟ او که دهغو اختر دې مبارک وې ؟ چي په خپل وطن کې کډوال دې؟ بيگانه دې! ، ورته کډوال وايې! يا دهغو افغانانودې اختر مبارک سې چې دپاکستان دملېشواو ISI دافسرانو لخوا يې دتاريخي دښمنيو دسرته رسولو په خاطر په زياته بېرحمۍ او پاکستانې غرور دروژي دمبارکې مياشتې په اوه ويشتمه او اته ويشتمه نېټه يې کورونه ورانېږې ؟ پاکستانيان کوښښ کوې څومره چي يې زړه غواړي افغان وزوروې او توهېن يې کړې؛او دپېغور په ډول ورته ووايې ستاسوپه ملک کې مړه خير يت دۍ هلته ولاړ سۍ ، ته ديو افغان په توگه دغو افغانانو ته چي دپردودسپکاوې په اورکښې کړېږې مبارکې وايې ؟ يا هغو ته چي ايرانيان وايې ، اوغو هستې ؟ بگرېز اوغو امد! هغو ته چي خلک فکر کوې دري ژبي په ايران کې دمذهبې او ژبنې اړېکو پر اساس ځان ارام احساسوې ؟ خو دا هر څه غولونکي دې ،هغه ناوړه کړنې چي په ايران کې ددري ژبو او شعيه افغانانو سره کېږي په تاريخ کې يې چا سارۍ نه دۍ ليدلۍ . دايراني دلاس پوڅو په ليکنو مه غولېږۍ ! . وبخښه کېداي سې ته هغو ته مبارکې ويل غواړې چي دا پنځه کاله دغو دروغجنو دموکراتو او پر وطن مينو له پاکستان ،ايران ،هند اونورو هيوادو څخه بېله دېنه چي هغوي ته په خپل هيواد کي داوسيدو امکانات برابر کړې ،وطن ته راوبلل ، هغوي خو اوس له شرمه څه ويلاي نشي ،او نه يي څوک ږغ اورې ، ددغو سپېڅلوزړونو خاوندو چي ځانونه غولېدلې بولې به کوم اختر وې چي ستا مبارکې ومنې؟ ، تا سو غلطه کړېده ، هغوی له دې کبله چي پر سريې دولتې چارواکو په ميليونو ډالر ترلاسه کړل او هغوي يې هير شوه سرگردان گر ځې ، هغوي له اوبو نېولې ،يوه گوله وچه ډوډۍ او خېمه هم نه لرې چي هلته خپل ماشوم له يخنۍ او باران څخه وساتي ،ددرملواو نوروانساني حقونو په هکله خو زه له پخوا چوپ وم ، نه پوهېږم چي دهغو به څه اختر وي ؟چي ته ورته مبارکي ووايې ؟ هغو ته چي حيران پاته دې څه وکړې ؟ پر کومه خوا ولاړ سې ؟ چاته دچا له لاسه وژاړې او په کومه خوله شکايت وکړې ؟ ځکه دا دوي وه چي دا يي غوښتل ،بياهم اختر؟ کوم اختراو کومه مبارکې ! ممکن تاسو له اروپانه هغو ته داختر مبارکي واياست چي طالبان او سعودې ميليارډر ورته وايې ، موږ نه درته ويل ؟ چي دا امريکا پلوه خلک افغانستان ته هيڅ نه سي کولاي ؟،هر څه دبهرنيانو تر نامه لاندې دځان لپاره غواړې ! ياورته وايي دا دنيا فاني ده اختر په جهاداو ځان وژنه کې دۍ ، که غواړې ټول ژوند دي اختر وې ځان قربان کړه ، وجنگېږه ،ملا او که امې وې خو چي په افغانستان کې اوسې له منځه يي يو سه ، ته دغو نالوستو او دسپېحلوزړو خاوند ولې غولول سوو ته وايه اختردي مبارک شه ؟؟؟ . داختر مبارکۍ پر ځاي هغه په خپلو کړو او له وطن سره په رېښتنۍ مينه اوصداقت په دې پوه کړه چي داپردې دې چي په مختلفونومونوتا غولوې ،فکر وکړه وطن نور مه خرابه وه او خپل مور،خور ، ورور، او وطندار نور مه وژنه . بلې هو وطنداره په هر څه پوهېږم ! زه تاته وايم چي اختر دې مبارک سه . ځکه بېله تانه زه هيڅ يم ، دپښتنو ستر مشر خان غفار خان وايي : ((راشۍ يو کېږو،گنه ورکېږو)) زما عزت ستا په عزت کې دۍ، زما خوښې ستاپه خوښۍ کې نغښتې ده ،زه او ته دواړه افغانان يو ، دا جونگړه مو شريک کور دۍ ،دا مه هېروه چي وطن ددواړو مورده،او داوطن يو شان راباندې گران دۍ ،زه اته په هره ژبه گړېږو،خو يو اوبل سره پوهېږو،مگر دښمن مو نه پرېږدې چي يو او بل سره پوه کړو،چي موږ ټول واړه څه غواړو؟ او دڅه په تکل يو؟. ته هغه څوک يې چي دزمان ټولو توندو بادونو غوښتل ستا داميدونو دونې پاڼې ورژوې ، خو تا په خپله مېړانه اونارينتوب مقامت وکړ ، هيڅ ډول توندو او زورونکوبادونواو فرمانو ته تسليم نه سوې ! پاڼي دې ونه رژېدلې ، تل دې ونه اوڅانگې تازه پاته شوې . دزمان ظلمونواو وحشې هڅو ، دقدرت پر سر دچپو اوښيواړخو بزکشيود لوبغاړو په سياليو کې تا تل وزه دحلال دايرې ته رسولې ده ، تحقير سوۍ يې خو تسليم سوۍ نه يې ،تل دسياليو په ميدان کې قهرمان پاته سوۍ يې . اوس هم کوښښ وکړه چي دنړېوالو سياليواو زبېښاک د توندو بادونو څپې ستا غښتلې او کلکه ملا ماته نکړې ! ستاپه مقاومت او مېړانه کې دوطن پايښت او بقا نغښتې ده . په دې پوه سه چي پردې او په ځانگړې توگه لوبغاړۍ همسايه لکه پاکستان ،کاشکې په دغه نامه نه واي يادسوۍ،ځکه دپاکۍ اثار ددوې دچارواکو په کړنو کې نه ليدل کېږې ،ايران ،شمالي همسايه گان او لېرې لېوالان نور بايد تا ونه غولوې؛ او په هر مقدس نامه چي وي ستا ورور په تا له منځه يونه سې ، دا نه غزااو نه هم ستامرگ شهادت دۍ . دتورې او ډغرو وهلو په ميدان کې تل اتل يې ، خو کوښښ وکړه چي دخبرو او سياست په ډگر کې ، چي اوس اولسونه دهغه نه په گټه اخيستلو سره دزبرځواکوله غلامۍ او منگلو نه ځان خلاصوې اتل اوسې .

پوهېږم چې زيات زورېدلۍ يې او ډيرو ډوکه درکړې ده ، داختر او خوښي دنوم نه دي نفرت راځې ،ځکه اوس لکه اوبو اخيستۍ ځگ ته حملې وهې . خو!

زه فکر کوم پر دغو ټولو ناخوالو، سپکاويواو غولونو سر بېره کولاي سم ځانته ستاسو پشان ديو افغان په توگه دا حق ورکړم چي تا سرکښ او غيرتې وطندار ته داختر مبارکي ووايم ؟؟؟ وطنداره دغمونو او اختر دې مبارک سه !!! خوا مه بده وه پدې اور کي به که خېر ؤ دواړه کړېږو، خو تسليمېږوبه نه .

دآختر د مبارکۍدا پيغام دهيواد دپېژندل سوي ريالست او سرکښ شاعر عبدالوهاب سرتېر په دغه کلام پاي ته رسوم :


څه به خدمت دخپلې خاوري ياد قام وکړې څوک
چې خپل غليم ته په سجده شي او سلام وکړي څوک
تر څوچې يو غلام ژوندی وي،په ازادوطن کې
نه به يووالی شي تامين ،نه به آرام وکړې څوک


سويدن مالمو
2005.11.0

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery