دخپریدو نیټه : 2010-12-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د خوب او خوب لیدولو راز
پوهنمل محمود نظری
دویمه برخه
خوب د ټولو ژوندیوموجوداتو د بدني او روحي سلامتيا لپاره ډیر اهمیت لري په موجوداتو کې خوب او وېښتوب خپل ډولونه او پړاوونه لري
ټوله ژوندی موجودات دخوب ډولونه لری خوپه تي لرونکو او الوتونکو کې دوه ډول خوب شته یو د سترګو دتیزو خوځښتونه خوب اوبل دسترګو د نه خوځښتونه خوب ،چې هر یو يي فیزیولوژیکي ، نیرولوژیکي او سایکلو لوژیکي توپيرونه لري.
دخوب دو ه ډولونه دا دي
هغه خوب چې په کې سترګې نه ښوريNON REM -1
هغه خوب چې په هغه کې سترګې ښوري REM- 2
)هغه خوب چې په کې سترګې نه ښوری:REM Sleep)-1
په دي ډول خوب کې د بدن ټولغړی کار کوي، فلج یا ني نه بې حسه کیږي خو فعالیت یې کمیږي. ، تنفس ورو کیږي ، د مغز فعالیت اخیري حد ته رسیږي ، دبدن او ذهن فعالیت کمیږي اوسترګو ته روښانه انځورونه کمزوره ښکاري.
د انسان د خوب( ۷۵ )په سلو کې همدا ډول خوب دی په دې ډول خوب کې انسان لږ خوب وینې که خوب هم وویني هغه لنډ ، ټوټه ټوته او لږ هیجانی وی او ژر هیریږي . خوبونه یې ډیر د ورځنیو پېښو سره تړاو لري دا ډول خوب د ټول خوب
( ۴-۶ )ساعتو پورې نیسي
دا ډول خوب درې پړاوونه لري چې له سپک خوب څخه تر ژور خوب په پام کې نیولو سره ډلبندي شوی دی .
لومړی پراو: دا لومړی پړاو د خوب پيل دی، چې سترګې ورو خوځښتونه لري، په دې پړاو کې خلک سوچ کوی وېښ دي یانې د د ا دچرت پړاو دی، چې د سترګو دنه ښورولو د د خوب دډول پېنځه په سلو کې برخه نیسي دا پړاو سپک خوب ته لاره یا پل ده .
د بدن غړي او ساه ایستل کراریږي. په دې پړاوو خوب کې خلک له خوبه اسانه راکښېني یا اسانه راوېښېدلي شي.
دویم پړاو:داد نه وېښیاري پړاو دی چې انسان په اسانې له خوبه راویښیدلي نه شي دا پړاو د سترګو د نه ښورولو خوب ( ۴۵ )په سلو کې برخه نیسي .
درېیم پړاو: دا د ژور خوب پړاو دی چې په مشکله څوک له خوبه راوېښیږي دا پړاو د دسترګو د نه ښورولو د خوب د ( ۱۲ )په سلو کې برخه نیسي.
څلورم پړاو:دا تر ټولو ډیر ژور خوب دی په دې پړاو خوب کې له خوبه راکښینول ګران او که څوک له خوبه راکښېنول شي هغه د څو دقیقو لپاره سر بداله ويې دا پړاودسترګو د نه ښورولو د خوب ( ۱۳ )په سلو کې برخه نیسي.
ددې پړاونو وروسته په خوب کې د سترګو ښورولو ډول پيل کیږی هغه خوب چې د خوب کوونکی سترګې د باڼو لاندی ژر ژر لغړی
REM- 2
په دې ډول خوب کې چې تړلي سترګې په حدقه کې حرکت کوی او باڼه ګان ښوري. په دی ډول خوب کې مغز فعاله وی خو د بدن غړي استراحت وي او سترګي په سرعت راسته او چپه خوا ته لغړی.
په دی ډول خوب کې د بدن ټول غړې سستیږي، دزړه غورځېدنګ ډیریږی او نفس کښل غیرنارمل کیږی ، دا ډول خوب د شپي څو واري تکراریږي چې هر وار یې د یو خوب یو پر پنځمه برخه نیسي.
دا ډول خوب د غټانو دخوب اټکلاً( ۲۰-۲۵ )په سلو کې نیسې بیا هم دا خوب په سن اړه لري د یو نوی زېږیدلې ماشوم خوب (۸۰ ) په سلو کې جوړوي
او یو انسان نارمل خوب په یوه شپه کې (۴-۵) دسترګو ښورولو خوبونو لري چي هر یو يي د( ۹۰-۱۱۰ )دقیقو پوری وخت نیسي .
څېړونکي وايي په دی خوب کې د لیدو ، اوریدو ، بویولو او لمسولو حسونه او د بدن تعادل دمغز په فعالیت پورې اړه لري.
دارواء پیژندونکو په اساس ددې ډول خوب خوب لیدل ډیر اهمیت لري او ډیر روښانه، ژور او منظم وی په یاد پاته کیږی نو نه هیريدونکي خوبونه په دی ډول خوب کې لیدل کیږي.
په دې ډول خوب کې خوب وړونکی خپل ځان نهشوای کنترولی په یوه څېړنه کې یوه پیشو د یو ډ نډ ترڅنګ پری ایستله شوه کله چې پر هغې داډول خوب راغي هغه ډنډ ته ولوېدله.
که انسان او حیوان دې ډول خوب ته نه پرېښوول شي هغه ډیر ډنګراو بې اشتها کیږی . انسان دا ډول بې خوبی د شپږو ورځو زیات نه وشوای زغملی دا خوب ډول خوب د ټول خوب دوساعته نیسي
په دې ډول خوب کې د بدن سروتونین (Serotonin )کمیږي نو په ستړو خلکو کې دا ډول خوب ژر راځي ځکه چې بدن ستړي شی د بدن دسروتونین ماده لږ یږي.
نور بیا