مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٨٦ برخه( شلماني)

دکتور لطيف ياد- استراليا

زموږ پښت پو هان او نسب پېژندونکي شلماني له اره سړبني پښتانه ګڼي چې د مومندو پر سترې قبيلې ورګډيږي٠ دوی دپښتونخوا دخيبر ايجنسۍ کې دشلمان په دره کې دتاترې په شا اوخواکې استو ګنه لري او ددوی سېمه په لوی شلمان، کم شلمان ويشلې شوې ده او دلنډي کوتل نه ٢٥ کيلو متره واټن لري او مشهور ښاخونه يې اليم زي،ترکزي او کم شلمان دي (١)٠ ددوی په ګاونډ کې شينواري، اپريدي او ملا ګوري مېشته دي٠ دخيبر ايجنسۍ نه پر ته ځيني شلماني په سوات، الا ډنډ،دېر،باجوړ، بو نير، شنګله، هريپور، ملکنډ، ډارګۍ،سخاکوټ، صوابۍ، چارسده او عمر زيو( هشتنګر) چې مانا يې اته ښارونه دي اوپښتانه يې په خپله ورځنۍ محاوره کې اشنغر بو لي مېشته دي٠ داسې ويل کيږي چې دشلمانيو ځينې کورنۍ دننګر هار ولايت دسپين غر په لمنه کې دپچير اواګام دولسوالۍ دتورې بورې په سيمه کې هم شته٠
په پښتونخواکې دشلمانيو داستو ګنې سيمې او ځايونه :

١-په خيبر ايجنسۍ کې دوی دشلمان په دره کې استو ګنه لري٠ چې پېښور ته نږدې موقعيت لري٠
٢- په صوابۍ کې
٣- په چارسده کې دعمرزيو او تور لنډي په کليوکې چې نوښار ته نږدې موقعيت لري٠
٤-دملکنډ ايجنسۍ په سخاکوټ،ډارګۍ،بټخېله،الا ډنډ، ډهيرې، تهاڼه او ګاټ کوټۍ کې٠
٥- دسوات په بريکوټ٠ مېنګوره،شېر پالم، جورا، خاري رای، سيجبان، بولکرای، برتهاڼه،پېشتونای،باربارو او سواتيه کې( چې دسوات او دېر تر مينځ پوله ده )
٦- دشانګله په کوټکۍ او نورو کليوکې٠
٧- ددېر په ټايمر ګړه،بلمباټ، ناوه ګۍ او چکدره کې٠
٨- دهزاره په هريپورکې
٩- په بونېر کې(٢)
دشلمان کلمه دسلم، سريمان او سليمان سره ډېره ورته ښکاري چې دپښتنو ديوې لر غو نې سيمې( روه) نوم دی او دتاريخ حيات افغاني دروايت نه هم دشلمان او سليمان اړيکه ښکاري ٠
تاريخ حيات افغاني دشلمانيو په اړوند داسي ليکلي دي :
"شلماني په پيل کې دکورمې دسيند په غاړو کې اوسېدل چې دشلمان دسيمې له کبله دوی په شلمانيو باندي مشهو ر شول٠ تردې وروسته دوی له دغه ځايه تېراه ته لاړل او بيا له دغه ځايه يې هم ولېږد ېدل او بيا دپېښور په شااو خواکې په هشتنګر( اشنغر) کې مېشته شول ٠ په پنځلسمې ميلادي پېړۍ کې يو سفزيو دوی له دغه ځايه بې واکه او وشړل٠ اصلي علت يې داو چې کله يو سفزيو دافغا نستان نه پښتو نخوا ته مهاجرت وکړ او دپېښور حدودو تهورسېدل نو ددلا زاکو دقبيلې نه يې دخپلې ګوزارې لپاره يو ه اندازه ځمکه وغوښتله هغوی هم يو سفزيو ته ځمکه ورکړه ،خو کله يې چې دشلمانيو نه يې دخپلو ځمکو دخړوبولو لپاره داوبو غو ښتنه وکړه نو شلما نيو هغوی ته مثبت ځواب ورنکړ٠ په پای کې يوسفزي ددو ابې سيمې ته راغلل اود شلماني قبيلې سره يې چې له پخوا نه يې دهشتنګر په سيمه کې يې خپل واک ټينګ کړی و په جګړې لاس پورې کړ٠ دجګړې په نتيجه کې شلمانيو ماتې وخوړه اودد شلمانيو دقبيلې مشر چې خالو نومېد و وژل شو، خوبيا وروسته سلطان اويس سواتي هغوی ته دسوات دسيمې په الا ډنډ کې ځای ورکړ چې اوس هم يو شمېرشلماني د يو سفز يو په سېمه کې مېشته دي٠ "(٣)
شلماني ډېر ميلمه پال او غيرتي خلک دي ٠ دوی دميلمنو لپاره ښې حجرې لري او دميلمنو ډېر قدر کوي٠ شلمانيو په تاريخ کې ډېرې توري وهلي دي ٠ دوی دمغولو او انګرېزانو په وړاندې په مېړانه جنګيدلي او خپل پښتني رسالت يې سرته رسولی دی٠ شلمانيانودمغولو پر خلاف د ايمل خان مومند او درياخان اپريدي دمبارزو ټينګه ننګه کړې ده ٠ (٤)
شلماني خوارېکښه خلک دي او زياتره دسو داګريو په چارو بوخت دي، ځکه چې سېمه يې غرنۍ او کرکېله پکې کمه ده ٠په ټوله پښتونخواکې دشلمانيو مجموعي شمېر٣٠٠٠٠ تنه خلک ښودل شوي دي ٠
دشلمانيو دقبيلې مشهور شخصيتونه :
١- راحت خان شلمانی چې دهند دنيمې وچې تر خپلواکۍ دمخه دشلمانيو نا متو مشر و او ويل کيږي چې دال انډيا دکانګريس دګوند دمشر او دهنددلومړي وزير پنډيت جواهرلال نهرو سره يې دهغه سفر په تر څ کې چې پښتونخوا ته يې کړی و ليدلي و او دپښتنو دراتلونکي برخليک په اړه يې ورسره خبرې اترې کړې وې٠ نو موړی دملکنډ ايجنسۍ دسخاکوټ دشلمانيو نه و٠
٢- ارواښاد نيک عمل خان شلمانی
٣-ارواښاد حاجي زبير شاه شلمانی
٤-ارواښاد ملک حضرت شاه شلمانی
٥-ارواښاد حکيم شاه شلمانی
٦- ارو ا ښا د نيک شا ه شلما نی
٧- ارواښادشا کر ا لله شلمانی
٨- ارواښا د رحمن الله شلمانی چې په بابو مشهورو او دسرکايې بالا اوسيدونکی و٠
٩- ارواښاد ملک رحيم شاه شلمانی
١٠- ارواښادګلستان خان شلمانی
١١- ار واښاد زيبانشاه شلمانی
١٢-ارواښاد زيرن شاه شلمانی
١٣-ارواښاد محمد نثار شلمانی چې دملکنډ ايجنسۍ د سخاکوټ دبازار اوسيدونکی و٠
١٤- متوکل خان شلمانی دبهاما ډهيرې او سيدونکی٠
١٥- ګران باچا شلمانی
١٦- حبيب الله خان شلمانی
١٧-محمد سعيد غمګين چې دپښتو ژبې شاعر او دملکنډ ايجنسۍ دبټخيله دالا ډنډ او سيدونکی دی ٠
١٨-بابا عبد الر حمن شلمانی چې دپښتو ژبې شاعر او دملکنډ ايجنسۍ بټخيله دالا ډنډ او سيدونکی دی٠
١٩-شيخ ګل صاحب شلمانی
٢٠- ارواښاد ملک غازي ګل شلمانی وزير خېل
٢١-فرېد شهزادخان شلمانی دمټه دسجبان او سيدونکی
سيد کريم خان شلمانی
٢٢- قاضي عبدالحی شاه شلماني
٢٣- شهيدقاضي عبدالکريم شاه شلمانی چې دانګرېزانو سره په جګړه کې په ١٨٩٥ ميلادي کال شهيد شوی واو مزار يې بای پاس تهاڼې ته نږدې دی ٠
٠٢٤-محب ګل شلماني
٢٥- عمر رحمن شلماني
٢٦- سيد احمد خان شلماني
٢٧- فضل کريم شلماني
٢٨-پروفيسر خورشيد روشن شلماني
٢٩- ډاکټر احمد خان شلماني
٣٠- فضل غفار شلماني
٣١-جميل تاج شلماني
٣٢-ارشد کريم شلماني
٣٣- محمد امين خان شلماني (٥)
---------------------------------------------------------

ماخذونه او سر چينې :
١- پښتني قبيلې،دکتور لطيف ياد،١٨٠ مخ ددانش چاپ ،پېښور

٢-http://www.shalman.iwarp.com/whats_new.html

٣- تاريخ حيات افغاني،٤٨٠ مخ،ددانش چاپ، پېښور٠
٤- پښتني قبيلې، ١٨٠ مخ٠

٥-http://en.wikipedia.org/wiki/Shilman

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery