مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رباني د قانوني سره په سيالي كي

زلمی مشال

زلمی مشال

 

د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو د ټاكنو د پای ته رسيدو سره سم د پارلمان درئيس د ټاكني موضوع د ورځي په تودي خبري اوښتي، ځينو رسينو خو لا افغانستان ته د زلمي خليل زاد سفر هم په دي اړه وباله او ويي وليكل چي ځلمي خليل زاد غواړي په افغانستان كي دخپلو اړيكو په مټ د كرزي دخوښي كانديد ته كمپاين وكړي، سره له دي چي تراوسه لا څرګنده نه ده چي ښاغلي كرزي به له كوم كانديد نه ملاتړ كوي او يا څوك څوك دي څوكي ته كانديد دي خو په رسينو كي د قانوني، رباني، نعيم فراهي اويو شمير نورو نومونه په دي اړه يادول كيږي، البته په دوی كي يوازي قانوني دی چي لا دمخه يي د خپل كانديداتوري اعلان كړي، قانوني په هغه مطبوعاتي مركه كي چي د پارلمان رياست ته دخپلي كانديداتوري نيت څرګنداوه، دا هم وويل چي استاد سياف او محقق دي مقام ته ځانونه نه كانديدوي او د رباني سره د جوړ جاړي په هكله خبري او اتري رواني دي، د قانوني د دي مركي مطلب دا وو چي ځان ترټولو ځواكمن كانديد معرفي كړي ترڅو هغه شميرد پارلمان وكيلان چي د پارلمان د رئيس په هكله زړه نازړه دي هغوي هم قانوني ګټونكي كانديد وګڼي او ده ته راي وركړي، خو برهان الدين رباني د ديكشنبه په ورځ د آزادي راديو سره په خپله يوه مركه كي چي د ورځي په ۱۱ بجو نشر شوه د قانوني سره د راتلونكي پارلمان درياست په هكله د دواړو خواوو د خبرو اترو خبره رد كړه اوويي ويل چي هغه قانوني تل د جمعيت اسلامي د يو فعال په توګه ځانله منلي او د راتلونكي پارلمان د رياست په هكله يي ورسره هيڅ رنګه خبري اتري نه دي کړي .

د رباني دا مركه ډيره په زړه پوري ده يو خو دا چي چي قانوني په دي هكله دروغ ويلي او بله دا چي ښكاري اوس هم د رباني او قانوني ترمنځ د اختلافاتو واټن پراخ دي او دوي په دي ندي بريالي شوي چي په دي اړه  موافقي ته ورسيږي، د رباني او د نظار دشوري ترمنځ د اختلافاتو ګونګوسي خو لا د جهاد له وخت نه اوريدل كيدي خو بياهم د نظار  شوري  په ښكاره رباني د خپل لار ښود اومشر په توګه مانه  او له همدي امله يي د مجاهدينود حكومت په مهال د جمهوري رياست كرسي ده ته سپارلي وه ، خو كله چي د بيړني لويي جرګي په درشل كي مارشال فهيم د رباني پرځاي د ښاغلي كرزي د كانديداتوري نه خپل ملاتړ اعلان كړ د دوي ترمنځ د اختلافاتو واټن لاپراخ او په ډاګه شو، په ځواب كي رباني او زوم يې احمد ضيا مسعود د جمهوري رياست په ټاكنوكي دقانوني پرځای د كرزي نه ملاتړ وكړ او دهمدې ملاتړ په مټ ښاغلي كرزي په بدخشان كي ښي ښايسته رايي واخستي، دي اختلافاتو يوځل بيا قانوني او رباني سره د سيالي په ډګر كي مخامخ كړل.

دابه وخت مالومه كړي چي په دي لوبه كي څوك ګټونكي دي او څوك بايلونكي، خو البته درباني اوقانوني سيالي به په پارلمان كي د ملي دريځ خاوندانواو روښان اندو ته دا زمينه مساعده كړي چي وكولاي شي دپارلمان رياست ته خپل كانديد بريالي كړي،.

د څرګندو دلايلو له امله د روښان اندو او دملي دريځ خاوندانو ونډه په پارلمان كي ډيره كمزورې ده، زه نه غواړم په دې هكله وغږيږم چي روڼ اندو ولي ونشول كولاي چي پارلمان ته لار ومومي خودا بايد ووايم چي په تيرو دريو لسيزو كي ټوپك سالارانو د ولسي شخصيتونو او روښان اندو د رابرسيره كيدو مخه ټپ كړې وه چي دې كار كي د ګاونډيو ملاتړ هم ورسره وو، بله دا چي ټوپك سالارانو د كلونو كلونو تالان په مټ وكولاي شول په ټاكنو كي د مليون هاوو افغانيو مصرف وزغمي او په دي توګه وكولاي شي د خلكو رايي په بيه واخلي، همدارنګه ټوپك سالارانو يواځي قومي رايي اخستي، د ولسمشرۍ په ټاكنوكي دا خبره بالكل په ډاګه شوه چي څوك ملي رايي لري او څوك قومي او سمتي رايي چي ښه بيلګه يي محقق اوقانوني دي، دوي دواړو ونشول كولاي چي دولسمشري په ټاكنوكي ملي رايي خپلي كړي، اوس هم همداسي وشول ډير شميرټوپك سالارانو يواځي قومي رايي اخستي.

روښان اندي او دملي دريځ خاوندان بايد له دي فرصت نه ګټه واخلي او پري نږدي چي د پارلمان په رياست هم هغه ټوپك سالارانو لاس ته ولويږي چي دا څو لسيزي يي افغانستان د قومي او ژبنيو تربګنيو په اور كي سوځولي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery