دخپریدو نیټه : 2005-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مورنۍ ژبه او د زده كړې بهير
ګل آغا احمدي وردك
ګل آغا احمدي وردك
ښوونه او روزنه د لوى خداى ج ستر نعمت او د انسانانو د پرمختګ تر ټولو ښه وسيله ده چې د هغه په وسيله له يو بل سره د افكارو راكړه وركړه كوي، نوي څيزونه زده كوي او خپل ژوند ته پرې هر اړخيزه ښكلا بښي.
د ښوونې او روزنې بهير د تاريخ په اوږدو كې د خپل څرنګوالي مختلف پړاوونه وهلي، د ورځې په تيريدو سره د معيار په لوري تللې چې نوموړې سلسله په اوسني شكل تر دې زمانې پورې را رسيدلې ده.
مورنۍ ژبه د ښوونې او روزنې په بهير كې د هغه ډيوې د مركز حيثيت لري چې د تورې تروږمۍ د سفر په اوږدو كې انسان ترې د خپلې لارې د روښانه كولو لپاره ګټه اخلي او خپل روښانه يون ته ادامه وركوي.
دمورنۍ ژبې معياري زده كړه او په هغه باندې د ښوونې او روزنې د بهير مخته بيول د انسان د ژوندون د پرمختګ په هر اړخيزو چارو كې رغنده او جوت رول لري. په همدې توګه انسان ته نفساني او روحي ځواكمنتيا ور په برخه كوي او د خپلې ژبې په پراختيا او پرمختګ سره د خوښۍ احساس كوي. خپله مورنۍ ژبه هغه لوى نعمت دى چې انسان د خپلواكۍ، ملي غرور، كلتوري ودې، هر اړخيزې خوښۍ او ذهني ځواكمنتيا په مشالونو سمبال كوي.
په دې مقاله كې هڅه كيږي څو هغه مثبت بدلولونونه او اغيزې په ګوته شي چې په مورنۍ ژبه باندې د ښوونې او روزنې د بهير د مخته بيولو په صورت كې انسان او انساني ټولنې ورسره مخ كيږي.
لومړى: آسانه زده كړه
د ښوونې او روزنې په چارو كې انسانان كولاى شي چې د بلې هرې ژبې په پرتله په مورنۍ ژبه باندې ښوونيز توكي په آسانه طريقه زده كړي ځكه چې مورنۍ ژبه يې مخكې له مخكې زده وي او دهغه په زياتو اړخونو باندې پوهيږي. په همدې توګه د مورنۍ ژبې زياتره محلي كليمې، يو لړ ګرامر او زيات شمير اړين توكي يې له خپل مور پلار، وروڼو، خويندو، كليوالو او د كلي كور له ماحول څخه زده كړي وي. نو د خپل درسي كتاب محتويات او مطالب په آسانه توګه لوستلى او يادولى شي. زده كوونكى كولاى شي چې د خپلې مورنۍ ژبې په وسيله په ډير خوښۍ سره هغه نوې كليمې او ګرامري اصطلاحات هم په آسانه توګه د ذهن زيرمو ته د ننه كړي چې د ښوونې او روزنې په بهير كې ورسره مخ كيږي. نو په دې توګه ويلاى شو چې د مورنۍ ژبې په وسيله د ښوونې او روزنې د چارو مخته بيول انسان ته په آسانه توګه د دې توانايي ور په برخه كوي چې د هغه ليك او لوست په ډير كم وخت او آسانه توګه زده كړي.
دوهم: روحي آرامي او خوښي
انسان د خپل فطري طبيعيت له مخې د خپلې ژبې ودې، پراختيا او نوښت لپاره خوښيږي او نوموړي خوښي هغه مهال خپل وروستي او لوړ پوړ ته رسيږي چې د ښوونې او روزنې په بهير كې سړى د نوو توكو د زده كولو سره سره د خپلې ژبې پراختيا او نوښت ويني. په هغه باندې ليك لوست كوي، دهغه شعري او نثري ليكنې له خپلې مطالعې څخه تيروي او د هغه د نوښت په چارو ځان پوه كوي.
مورنى ژبه د هر انسان لپاره ځانګړى اهميت لري چې له همدې كبله انسان پرې وياړي، د پراختيا لپاره يې هڅې ګړندۍ كوي او د خپلې خوښۍ بنسټ يې ګرزوي. كه د انسان مورنۍ ژبه ناروغه او د نورو ژبو تر اغيزې لاندې وي نو سړى پرې خفه كيږي، روحي ناآرامي ورته پيدا كيږي او د نورو ژبو له استعمار څخه د خپلې ژبې د خلاصون په لارو چارو غور كوي. نو له همدې كبله ويلاى شو چې دمورنۍ ژبې وده او په هغه باندې د زده كړې د بهير مخته بيول انسان ته روحي خوښي او آرامي بخښلى شي.
دريم: د وخت د ضياع مخنيوى
وخت د انسان په ژوند كې دهغه مهم فكتور په توګه پيژندل شوى دى چې ځينو پوهانو ورته سره زر ويلى او ځينو نورو بيا ورته د هر اړخيز تعمير معمار او ځينو نورو بيا ورته ډول ډول نومونه وركړي دي. په مورنۍ ژبه باندې د ښوونې او روزنې بهير مخته بيول او پياوړي كول د انسان د وخت د ضايع كيدو مخنيوى كوي. همدارنګه ويلاى شو چې د يوې پردۍ ژبې زده كړه د يوه انسان لپاره مهمه خو له ستونزو ډكه مرحله ده ځكه چې داسې يو انسان چې بالغ وي، خپله ژبه يې زده وي، باسواده وي او په ښه او بد پوهيدلى وي نو ايله كولاى شي په دوو يا درې كلونو كې د يوې بلې په لومړنيو بنسټونو په هغه ډول پوه شي چې څه ناڅه په اړوندو چارو كې ورڅخه استفاده وكړي نو يو ماشوم اړ كيږي چې د زده كړې په چارو كې پنځه او يا هم تر دې زيات كلونه يوازې د پردۍ ژبې په زده كړه كې ضايع كړي او نور مفاهيم او ښوونيز توكي خو هسې ورڅخه پاتې دي چې د ماشوم په خواږه او له اهميت څخه په ډك ژوند كې نوموړى كار يوه ډيره لويه ضياع ګڼل كيږي. همدارنګه بايد وويل شي چې كه چيرې د ښوونې او روزنې بهير په خپله مورنۍ ژبه وي نو د يوه انسان او بيا هم د ماشوم انسان د څلورو او يا پنځو كلونو د ضياع مخه نيول كيږي چې د يوه هيواد په هر اړخيز پرمختګ كې ډير ستر رول لري.
څلورم: د بې عدالتۍ مخنيوى
د اسلام د مبارك دين، بشري حقونو، ټولنيز عدالت، بشري ټولنواو د نړۍ د پوهانو د شعري او نثري ليكنو د بنسټونو له مخې انسان حق لري چې د خپلې ژبې په وسيله زده كړه وكړي، ځواكمنه يې كړي او د هغه د هراړخيزې پراختيا لپاره هلې ځلې وكړي. په همدې توګه د مورنۍ ژبې له ودې او پراختيا څخه د انسانانو لرې ساتل او يا د زده كړې په چارو كې هغوى ته حق نه وركول هغه بې عدالتي ګڼل كيږي چې د اسلام د مبارك دين او هرې انساني ټولنې بسټونو غندلې او په هغه يې د بطلان كرښه را كش كړې ده.. په مورنۍ ژبه باندې د ښوونې او روزنې د بهير پياوړي كول د هغه بې عدالتۍ مخنيوى كوي چې په ناروا توګه د يوې ټولنې په وګړو باندې تحميل شوي وي.
پنځم: د غوره استعدادونو غوړيدل
په خپله مورنۍ ژبه باندې د زده كړې حاصلول انسانان د زده كړې په هغو لويو لويو زيرمو برى مومي چې د ښوونې او روزنې د بهير په مخلتفو په مختلفو پړاوونو كې ورسره مخ كيږي. انسان كولاى شي چې خپل استعداد ته د خپلې ژبې په وسيله له بلې هرې پردۍ ژبې څخه ښه وده او ترقي وركړي، را و يې پنځوي او د پوهنې د رڼاګانو د نوو ډيوو په موندلو بريالى شي.
كله چې انسان ويني چې د زده كړې چارې يې په خپله ژبه سر ته رسيږي په ډيره آسانه توګه د اړوند ښوونكي له لوست او ليكچر څخه استفاده وكړي، د ستونزمنو مسئلو په هكله پوښتنه وكړي او په ډاډمنه توګه پوهنيزې چارې مخته بوزي چې نوموړي ټول څيزونه د استعدادونو د غوړيدو، وده او پنځيدو كې رغنده رول لري.
شپږم: د ژبې ښه وده
په خپله ژبه باندې د زده كړې حاصلول لكه څنګه چې د انسان د هر اړخيزې ښكلا سبب ګرزي په همدې توګه د ژبې په سمسوره وده كې هم لوى لاس درلودلاى شي. انسانان كولاى شي چې په ډيره ښه توګه او تدريجي ډول د خپلې ژبې بنسټونه زده او د هغه د پياوړتيا لپاره ګامونه پورته كړي. ژبه د هرې نوې كليمې، هرې نوې كيسې، تاريخي او ساينسي مطلب په بيانولو سره د پياوړتيا او ودې په لوري ګامونه ږدي. په همدې توګه ژبه نوي پوهنيز اصلاحات پيدا كوي، نوى معلومات په نوو ټكو كې د ټولنې وګړو ته وړاندې كوي، نوي ليكوالان او شاعران پيداكوي چې دا ټول څيزونه د يوې ژبې په هر اړخيزه وده كې ستر رول لري او په خپله ژبه باندې د زده كړې په صورت كې د دې غوره بنسټونو شميره ډيريږي.
همدارنګه د زمانې د غوښتنو سره سم ژبه هم نوو سمونونو ته اړتيا لري چې نوموړي سمونونه د ښوونې او روزنې په بهير كې ژبه مومي او د كلتوري بډاينې او ښې ودې په لوري درومي.
په لنډه توګه ويلاى شو چې په مورنۍ ژبه باندې زده كړه د انسانانو لپاره زياتې علمي، پوهنيزې او روحي ګټې له ځان سره لري چې ځينو ته يې په دې مقاله كې په لنډه توګه اشاره وشوه. د دې خبرې يادونه هم اړينه ده چې مورنۍ ژبه په خپلو زامنو او خاوندانو حق لري څو هغه غښتلي، هڅانده او له نورو لويو ژبو سره سياله كړي. په دې هكله ويلاى شو چې مورنۍ ژبه يوازې او يوازې د خپلو بچيانو او ويونكو د هڅو په لړ كې د سيالۍ ډګر ته وتلو چانس لري او د پرمختګ نمرې اخيستلاى شي.