دخپریدو نیټه : 2011-01-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپېژنئ! ٨٧ بر خه ( شملزي )
دکتور لطيف ياد- استراليا
زموږ پښت پو هان او نسب پيژندونکي د شملزيو يا شمولزيو دقبيلې خلک غلجي پښتا نه او دتو خو دقبيلې يو ښاخ ګڼي٠ د شملزيو دقبيلې خلک دزابل ولايت د شملزيوپه ولسوالۍ ، دغزني په ولايت ، دپکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې چې زرمله يې هم بولي او دنيمروز ولايت دکنګ په ولسوالۍ کې استو ګنه لري٠ (١)
دزابل ولايت د شملز يوولسوالي دهمدې قبيلې دنامه له کبله د شملز يو دولسوالۍ په نا مه سره يا ديږي٠ دشملزيو ولسوالي دزابل ولايت ددرېو نورو ولسواليو يعنې اتغر، شينکۍ او نو بهار سره ګډه پو له لري٠ همداراز د شملز يو ولسوالي د ډيورنډ د کر ښې سره هم ګډه پو له لري او د شملز يو دولسوالۍ دخلکو مجمو عي شمېر ٣٣٣٥١ تنه ښو دل شوي دي٠ په دغې ولسوالۍ کې دناصرو دقبيلې خلک هم استو ګنه لري٠ (٢)
شملزي غير تي ، مېلمه پالو نکي، زړور او په پښتو او پښتو نوالې باندې مين خلک دي٠ شملزيو يو دنورو غلجيو قبيلو سره يو ځای دمغولو پر خلاف په زابل کې دوياړه ډکې مبارزې کړي دي٠ همدارز دافغان- انګرېز په درو ګونو تاريخي جګړو کې هم د شملزيوونډه درنه ده ٠ دروسي ښکېلا کرو او بلو سګرو ځواکو نو پر خلاف د شملزيواو په مجمو عي تو ګه دتو خيو مبارزې زموږ دوياړلي هېواد په تاريخ کې په زرينو کر ښو ثبتې دي ٠
د شملز يو دقبيلې خلک دزابل ولايت دنورو پښتنو په څېر دکر کيلې او مالدارۍ په چارو بو خت دي ٠ددوی په سېمه کې غنم او نورې غلې دانې کرل کيږي٠ همداراز بادام، انګور، مڼې او نور ډول ډول ميوې هم پکې شته ٠ځمکې يې ز ياتره د کاېزونو په اوبو خړوبيږي، خو په وروستيو وختونو کې خلک د خپلو کر نې دځمکو لپاره دواټر پمپونو نه هم ګټه اخلي ٠ ددوی دودو نه او رواجو نه کټ مټ دهغې سيمې دنورو پښتنو قبيلو په څېر دي٠
د شملزيو ولسوالي دزابل ولايت دمر کز دکلات نه ٧٠مېله واټن لري٠ له بده مر غه دافغانستان دولت دغې سيمې ته هيڅ ډول پا ملر نه نه ده کړې ٠ نه پکې کوم روغتيايي مرکز شته چې خلک دخپلونارو غانو علاج پکې وکړي او نه هم دولت دغې سيمې ته دبر يښنا،ښوونې او روزنې او نورو بر خو کې کو مه پا ملر نه کړې ده ،نو ځکه يې زياتره خلک ډېر بېوزله او دپو هې له نعمته بې بر خې دي ٠ که څه هم چې ددغې قبيلې خلک دعلم او پو هې سره مېنه لري او زيات شمېرليکوالان او شاعران يې په خپلې غېږه کې روزلي دي ٠ ددغې د لېکو الو او رو ښا نفکرانو نه يو هم ښاغلی حليم شملزی دی ٠ بر سېره پردې چې د پښتو ژبې يو ښه او تکړه لېکوال دی، په ديني او مذهبي او ديني بر خه کې هم دبشپړې پو هې خاوند دی٠ د شملزيو دقبيلې ځينې نور مشهور کسان حاجي عز يز الله خان شملزی، غلام شملزی او عبدالسلا م خان شملزي دي ٠ (٣)
------------------------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١- پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف،١٨١ مخ ،دپېښور ددانش خپرندويه ټولنه٠
٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Shamulzayi_District
٣- دشملزيو دقبيلې په بر خه کې ددې مقالې دليکوال شخصي يادښتو نه ٠