دخپریدو نیټه : 2011-02-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٨٨ برخه( شيتک)
دکتور لطيف ياد- استراليا
د پښتنو قبيلوپه ډله کې دکرلاڼيو په ټو لنيز ګروپ کې دشېتک قبيله ډېره مشهوره ده ٠ دشيتک د قبيلې نه په مجمو عي تو ګه مقصد دوړ ، بنو څي او تڼي دي٠
ويل کيږي چې ددغې قبيلې مشر نيکه شاه فريد نو ميد چې وروسته په شيتک سره مشهور شو ٠ نوموړی دککۍ زوی او دکرلاڼ لمسی دی ٠ په پيل کې دشيتک د قبيلې خلک د سليمان دغره په يوې لړۍ کې چې شوال نو ميږي استو ګنه درلوده چې اوس هم په دغه غره کې دخلکو پخوانی استو ګنځی په ککۍ ميله(*) مشهوردی ٠ ويل کيږي چې دشيتک دمير منې نوم بانو يا بنو و او له همدې کبله دوی په بانوزو يا بنو زيو باندې مشهور شول چې وروسته دوخت په تېرېدو سره دغه کلمه د زيات استعمال په وجه په بنو څيو بد له شوه٠ (١)
شيتک درې مير منې درلودلې٠ ديوې مير منې اولاده يې تڼي او دوړدي، ددويمې مير منې يعنې بانو( بنو) اولاده يې کيوي او سوراڼي او درېيمې مير منې اولاده يې جيم يا زيلم او هويد نو مېدل چې ددوی اولاده ډېره لږه او په کيوي او سوراڼي کې شا مله ده٠ (٢)
دوی په پيل کې دتو چي په جنوب کې دغره په لمنه کې او سېدل، خو دسلطان شهاب الدين غوري دواکمنۍ په وخت کې شيتکو دبنو په سېمه باندې بريدونه پيل کړل٠ دبنو دسيمې د تسميې وجه په اغلب ګومان سره دهماغې ښځې يعنې دبنو دنوم له کبله دی ٠ کله چې شيتکو پر دغه ځای برېد وکړ نو په هغه وخت کې دلته منګل او هني پښتانه اوسېدل ٠ ددې حملو په نتيجه کې دشيتک په اولاده کې دکيوي او سو راڼي اولس بريدونه جاري وساتل چې بيا وروسته منګل او هني له دغه ځايه وليږ دېدل ٠ دهني دقبيلې لږ شمېر خلک دهندوستان خواته لاړل او يو شمېر دمنګلو دقبيلې سره يو ځای دسپين غره په جنوب کې اباد شول ٠ دهني او منګلو د قبيلې تر وتلو ورو سته ددغې قبيلې خلک دخپل پېر په لار ښوونه د بنو سېمه په خپل منځ کې په دې ډول سره وويشله چې دميری د مشر زوی کيوي اولا دې ته يې سهيلي بر خه چې اوس په ميري سره مشهوره ده ورکړه، دککي اولادې ته يې تر ختيځو بر خو پورې چې په هغه وخت کې زياده اباده او ښه سېمه وه ورکړه،دکيوي دويم زوی سمي ته يې تر نار پورې منځنۍ بر خه ځمکه او د سوراني او لا دې ته يې دکورمې درود شمال ته تر ټل پورې سيمې ورکړل شوې٠ (٣)
د شيتکو داولادې يعنې دوړو، بنو څيو او تڼيو ذکر دمخه په خپلو خپلو رديفو نو کې راغلی دی٠
---------------------------------------------------------
*- مېله=(مېنه = ځای= ټا ټوبی) ليکوال
١-پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ٣٦٩ مخ٠
٢-پښتني قبيلې، ددانش چاپ، پېښور١٨١- ١٨٢ مخونه٠
٣-حيات افغاني،ددانش چاپ، پېښور،٥١٠ مخو نه٠