دخپریدو نیټه : 2011-02-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غوره ويناوې
عطاءالله نکيمل
بسم الله الرحمن الرحيم
(١)دحاکم يوه شيبه دانصاف د٦٠کالوعبادت نه غوره ده .
(٢)يتيم هغه نه دي چې د خپل پلار او مورله سوري څخه محروم شي،بلکه يتيم هغه دى چې داخلاقونه محروم شي .
(٣)هميش رښتيا وايه !که څه هم ترخه وي .
(٤)مفت شى چاته ورکول اوبېرته ورنه غوښتل داسې دي لکه انسان چې خپل قى وخوري .
(٥)سلام کوونکى ته٩٠نيکۍ اوجواب ورکوونکى ته ١٠نيکۍ ورپه برخه کيږي .
(٦)دشرک نه وروسته لويه ګناه انسان ته ضرر رسول دي .
(٧)له ايمان نه ورسته تر ټولوغوره نيکۍ مخلوق ته ارام وربښل دي .
(٨)دچادعيب په لټه کې مه اوسه،دچاپټې خبرې مه اوره .
(٩)ديومسلمان ورور پرل مسلمان پنځه حقوق دي ١دسلام جواب ورکول٢دناروغ پوښتنه کول٣دجنازې سره تلل٤دعوت قبلول٥دپرنجي ځواب ورکول .
(١٠)دمؤمن ژبه د زړه نه ورستۍ ده يعنې کله چې خبره کوي لومړى سوچ وهي بياخبره کوي .
(١١)ګنهکارسخى دالله تعالى په نزدتربخيل عابد غوره ده.
(١٢)دالله تعالى په نزددوه څاڅکي ترټولوغوره دى١هغه څاڅکى چې دالله تعالى له ويرې توى شي٢دوهم هغه څاڅکى چې دالله تعالى په لاره کې توى شى.
(١٣)ديومسلمان سره چې دبل مسلمان غم نه وې هغه زماله امت څخه نه دى.
(١٤)سخى سړى الله تعالى ته نزدى،جنت ته نزدى،خلګوته نزدى،له دوزخ نه لرې دى.
(١٥)هغه انسان په ماايمان نه دى راوړى چې خپله خيټه يې مړه کړه اوويده شو اوحال داچې ګاونډي دهغه وږى پاتې شي.
(١٦)ترټولوغوره کارهغه دى چې په انصاف سره وشي .
(١٧)دمسلمان اوکافرترمنځ توپيرپه لمانځه سره ده .
(١٨)کوم انسان چې دراکړې عادت خپل کړي الله تعالى به په هغه دمحتاجي دروازه خلاصه کړي .
(١٩)دالله تعالى ذکرداسې په کثرت سره کوئ چې خلک موليوني وبولي.
(٢٠)په سلام سره ابتدا کوونکى له کبرنه خالي وي.