مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بخت څه دی؟؟

عبدالحلیم همت وردګ


هر انسان ته چې د الله پاک په حکم سره په دغه فاني نړۍ او بشري ټولنه کې د یو  څه وخت لپاره د یوه ژوندي ژوي په څېر د ژوند تېرولو فرصت ورکول کیږي، نو د ژوندانه په بېلابېلو پړاوونو کې به هرو مرو له هسکو ټیټو، خوږو ترخو، سوکالیو، خوښیو، هوسونو او یاهم ستونزو سره مخامخ او لاس او ګریوان وي، ښکاره خبره ده چې د هر انسان ژوند و بل انسان ته خورا توپیر لري، په دې مانا چې ځینې انسانان په خپل ژوند کې تل له شخړو ، بربادیو، رسواییو ، ستونزو او زیاتره د نیمګړو ارمانونو سره مخ کیږي، خو بله خوا بیا ځینې  وګړو ته الله پاک پخپل امر سره څه نا څه هوسا، سوکاله او د خوشحالیو څخه ډک ژوند ور په برخه کړی وي. که څه هم په فاني نړۍ کې د هیڅ انسان غوښتنې نه بشپړېږي خو بیا هم د انسانانو تر منځه  ډېر توپیر وي.

هغه څوک چې په ټولنه کې لږ غوندې سوکاله ژوند لري، نو خلک ورته د طالیمن یا بختور په سترګه ګوري او په ژوند کې چې څه لري نو د هغه د ښه بخت په مټ یې بولي، ان تر دې چې ځینې خلک یې داسې هم انګېري، چې ګواګي دغه انسان چې د ښه ژوند خاوند دی نو الله پاک به ورته تر نورو بنده ګانو څه نا څه بهتري ورکړې وي...
تاسې پوهیږئ چې د قرآن عظیم الشان متن ته په پام کې دا خبره په ځای نه بلکه سوچه غلطه ده، ځکه الله پاک فرمایي : (ستاسې له منځه تور او سپین، عرب او عجم، ټول یو شان دي او یو تربله د خدای په وړاندې هیڅ توپیر نلري، خو ستاسې توپیر به یوازې ستاسې په تقوا پورې اړه لري).  موږ او تاسې پخپل ورځني ژوند کې وینو چې ډیر پرهېزګار او الله پاک ته تسلیم وګړي دومره د ښه شان او شوکت خاوندان  نه دي او په ټولنه کې عادي ژوند لري، حتی د ځینو ژوند خو لا د ډېرو خلکو په پرتله ستونزمن او کړکېچن تیرېږي. خو بل پلو ته بیا په خپل چاپېریال کې ځینې داسې وګړي هم لرو چې په بشپړه توګه متقیان او پرهېزګار هم نه دي خو نظر ډېرو خلکو ته د ښه شان او شوکت خاوندان او نسبتاً سوکاله ژوند ورته په برخه وي، چې له بده مرغه زموږ د ټولنې زیاتره وګړي داسې خلکو ته د طالېمن او یا بختور لقب ورکوي.

د بخت تعریف:
بخت هغه معنوي قوه ده چې انسان په لنډه، هوسا او آسانه لاره د ژوندانه لوړو لوړو پوړونو او هسکو څوکو ته رسوي، تر ډېرې کچې یې ورته غوښتنې او آرمانونه پوره کوي او همدارنګه ټولنې ته یې د یوه ارزښتناک وګړي په څهره کې ورپېژني.

اوس پوښتنه دلته ده چې آیا بخت فطري دی او که یې کسبي وبولو؟
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې بخت ته تل فطري بڼه ورکول کیږي او حتی زیاتره خلک خو ورته د انسان د تقدیر سره هم تړاو ورکوي، آن تر دې چې  ځینې خلک ورته هغه آیت مبارک هم بیلګه ګرځوي چې وایي ( وتعز من تشاء و تزل من تشاء بیدک لاخیر و...............). یعنی اې پروردګاره پرته له شکه ته پر ټولو شیانو باندې واکمن یې، هر ښه ستا په واک کې دي او ستا خوښه ده چې چاته عزت ورکوې او څوک هم ذلیل ګرځوې، پرته له شکه چې په ټولو شیانو باندې واکمن یې. که چیرته پورتني آیت مبارک ته سم ځیر شو نو و به وینو چې  دلته  د بخت او طالع خبره نه بلکه دعزت او ذلت څخه یادونه شوېده.
زموږ په ټولنه کې بخت د بریاؤ، سوکالیو، سرلوړیو، پرمختګونو او لوړو پوړونو ته د رسېدو معنی لري او پورتني آیت مبارک ته په پام کې عزت هغه ځانګړې توښه او د الله پاک ورکړه ده چې هم دنیوي او هم اخروي اړخونه رانغاړي. نو داسې ښکاري چې په دغه قرآني آیت مبارک کې اخروي اړخ ته ډیره نغوته شوې ده، ځکه چې د اسلام د سپېڅلي دین له نظره دا نړۍ فاني او ژوند پکې یو ډېر لنډ سفر او ازمیښت دئ، ریښتینی او تلپاته ژوند پس له مرګه دی چې ابدي او تل تر تله وي. لدې سره سره دا خبره هم بېځایه نه ده چې د اخرت کښت  په دنیا کې کېږي. لکه چې په یوه حدیث مبارک کې وایي: الدنیاء مزرع الآخره یعني دنیا د آخرت کښت دی. همدارنګه هغه متل دی چې وایي: (دین په دنیا ګټل کیږي) زما په اند په یاد شوي آیت مبارک کې دعزت خبره یوازې د الله پاک سره معامله ده او بس....

له موضوع څخه به خورا لرې نه ځو او بېرته اصلي مطلب ته مخه کوو.

د بخت په هکله علماؤ، فیلسوفانو، لیکوالانو او شاعرانو هر یوه پخپل وار سره ډېر څه ویلې دي، خو زه دلته د صوفي شاعر رحمان بابا کلام د نمونې په شکل تاسې ته وړاندې کوم، لکه چې وايي:
عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه
عقلمند د طالیمنو نوکران دي
که څه هم عبدالرحمن بابا یو صوفی او عالم شاعر تیر شوی او تل یې د حقیقت په راڅرګندولو کې هڅه او زیار ایستلی دی. دا به هېڅ وړ مبالغه نه وي که ووایو چې د رحمان بابا د ټولوشعرونو معنوي اړخ تل په حقیقت باندې ډډه لګولې او د حقیقت پټ او پېچلي رازونه یې پخپلو منظومو الفاظو باندې سپړلي او دحقیقت په هنداره کې یې ځلولي دي. د دغه پورتني شعر خبره به تر ډیره بریده ریښتیا وي، خو زه پخپله په ټولنیز ورځني ژوند کې له دغې خبرې سره په بشپړه توګه موافق نه یم، چې ګواکي طالیمن په عقلمند باندې واکمن وبولم، ځکه دا جوته خبره ده چې په یوه ټولنه کې په شا پاته او د پښو لوېدلی وګړی به هرومرو د حالاتو په لړکې تېروتنې کوي یا به ناپوه او یا د سستۍ په ناروغۍ اخته وي چې د حالاتو په سوک د ژوندانه ژورو کندوته لوېږي او د راختلو لاره یې ورڅخه ورکیږي.

دغه ډول وګړي ته موږ بې بخته نشو ویلی، ځکه که همدغه وګړی وغواړي، هڅه وکړي په ځان باندې باوري وي او ټینګ عزم ولري، نو ښکاره خبره ده چې خپل ژوند ته به په یوه نوې څهره ورکوي، که څه هم ستونزمنه به وي... خو ناوشونې نده او دحقیقت نه به لرې نه وي چې د وخت په تېرېدلو سره ډېرو لوړو پوړونو ته ځان ورسوي.

لکه چې مخکې مې یادونه وکړه چې زیاتره خلک بخت په فطری شکل باندې پېژني خو ماته بیا یوه فطري توښه نه بلکه یوه کسبي قوه ښکاري. پدې هکله زه دا ویلی شم چې که هر انسان په ځان باندې باور ولري او ددې قوې د لاس ته راوړلو په لټه کې شي، خپلو ټاکلو موخو ته متعهد او د ټینګې پریکړې خاوند وي نو د الله په ملتیا او خوښه به هرو مرو بختور ورڅخه جوړیږي، ځکه الله پاک موږ ته په خپل قران عظیم الشان  سورۀ رعد (۱۱ آیهُ) کې فرمایي: ( اِنَّ اللهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّی یُغَیِّرُوا مَا بِااَنْفُسِهِم) ترڅوچې یو قوم پخپل ځان کې پخپله بدلون رانه ولي نو زه به هېڅکله هم هغوی ته بدلون ورنکړم. ښکاره خبره ده چې دژوندانه چارې پخپله نه بلکه د انسان په هوډ، پرېکړه، هڅه ،هاند او کوښښونو بدلون او سمون مومي ، پدې هکله یو شاعر وایي:  .

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا وېل چې په دریاب کې ګوهر نشته

په عربي ژبه کې وایي:       من طلب فقد وجد.    همدارنګه په دري کې وایي:  جوینده یابنده است.
اوس مو چې په دې هوکړه سره وکړه چې بخت یا طالع یوه فطري توښه نه بلکه یوه کسبي قوه ده، نو بېځایه به نه  وي چې ددې پدیدې اصلي غړي یا عناصر په ځانګړې توګه په ګوته او د مطلب خبره نوره هم را لوڅه کړو.
زما په اند پورته بحث ته په پام کې دغه کسبي معنوي قوه له دریو عمده عناصرو څخه منځ ته راځي الف: صداقت یا ریښتینولي،    ب: جرأت یا میړنتوب، ج: هوښیاري یا ځیرکتیا.
کله هم چې په یوه انسان کې دغه درې عناصر پیاوړي وي نو هرو مرو به هغه پړاوونو ته رسیږي چې په ټولنه کې ورته سترګه ور اوړي، او یا هم د چا خبره ځینو سستو خلکو ته ناشوني غوندې ښکاري.
څرګنده خبره ده چې د خپل زړه موخې به حتمي لاس ته راوړي او په خپلو آرمانونو او ستونزمنو حالاتو باندې به برلاسی،  د سوکاله ژوند څښتن او خپلې ټولنې ته به هم د پوره ارزښت خاوند وي، نو همدا دي چې په طالیمن او یا بختور باندې به هم شهرت مومي. 
بېځایه به نه وي چې ددغه دریو عنصرونو له یو بل سره د تړاو په هکله هم یوه لنډه رڼا واچوو.

الف. صداقت یا ریښتینولي:
ریښتیا هغه څه دي چې الله ، رسول او په ټولیزه توګه انسانیت ورته درناوی لري، خوښوي یې او ښه یې بولي. هېڅکله څوک ورڅخه انکار نه شي کولی ، که څه هم  کله نا کله ډېر ترخه او سخت وي. د ریښتیا په هکله قرآن ، احادیثو، فلسفې او نورو علمونو زښته زیات څه ویلي دي چې د هرې برخې د بحث یادونه خورا وخت ته اړتیا لري او په دلیو دلیو کتابونه ورباندې ډکېږي خو په لنډه توګه دومره ویلی شم چې ریښتیا یا صداقت هغه څه دي چې د الله پاک له نامه (حق) څخه سرچینه اخلي. د ریښتیا مخالف لوری دروغ دي، چې تل الله او رسول له هغې څخه کرکه کړېده او د شیطان تګلاره ، تلناره او کړنلاره یې بللې ده. د سرورکاینات وینا ده چې وایي د هر ناوړه او رټل شوي کار پیل او یا هم د هغه د سر ته رسولو سبب یوازې او یوازې دروغ دي. که چیرته څوک ریښتینی وي ، هغه انسان به هیڅکله د خدای په فضل سره لار ورکی نشي اود الله له لارې څخه به هیڅ وخت انحراف ونکړي او تل به الله ، رسول او د الله مخلوق ته منلی وي.
ټول خلک پدې ښه پوهېږي چې ریښتیا هغه جوهر دی چې هېڅوک ورته ناوړه او بد نشي وېلی، خو د ریښتیا عملي کول او په ډاګه کول هم دومره آسانه او د هرچا کار نه دی. ښکاره خبره ده چې دریښتیا رابرسېره کولو او ځلولو لپاره بیا میړنتوب ته اړتیا ده.

ب. جرأت یا میړنتوب:
ریښتیا د جرأت او یا میړنتوب تومنه ده ځکه په دروغو کې هیڅ وخت څو ک زړور ګام نشي اوچتولی، پداسې حال کې چې جرأت له ریښتیا سره خورا لنډ تړاو لري او دغه دواړه عناصر د لازم اوملزوم حیثیت لري، خو بیا هم دا جلا او ځانګړی عنصر دی. ځکه که جرأت نه وي نو د ریښتیا را په ډاګه کول کله نا کله ناشوني ښکاري خو همدارنګه که چېرته ريښتیا نه وي نو په هغه ځای کې د میړنتوب ځای نشته. زموږ په ټولنه او فلکلور کې کله نا کله  میړنتوب ته  د ایمان سره هم تړاو ورکوي، لکه چې وایي: پلانی ډېر بې ایمانه دی (یعني پلانې ډېر ډارن دی). پدې خبره موږ او تاسې ټول ښه پوهیږو چې زموږ پیداکوونکی او دکایناتو ستر واکمن هم غیرت او میړنتوب خوښوي، خو میړنتوب هم خپل ځای لري، هسې نه چې میړنتوب د انسان د وروسته پاته کیدو ، بربادۍ او تباهۍ سبب وګرځي او په بېځایه ستونزو او شخړو کې راښکېل شي او یا هم بل څوک ورڅخه زیانمن شي. نو ویلی شو چې  دلته بیا د هوښیارۍ اړتیا پیدا کېږي او په کارده چې دژوند په هر پړاو او هره لحظه کې انسان ځیرک و اوسي.

ج. هوښیاري یا ځیرکتیا:
که یو انسان په بشپړه توګه ریښتنی او زړور وي، نو ورته په کار ده  چې هوښیار او ځیرک هم وي، ځکه صداقت هغه عنصر دی چې انسان باور ته وربولي او په هره خبره باندې زر باور کوي.
صادق انسان دټولنې ټول وګړي پخپله آینه کې ویني. پدې هکله د سرورکاینات حدیث مبارک هم شته چې وایي: هر انسان ټولنه له خپلې هندارې څخه ګوري. یعني کوم عادتونه، ځانګړنې او صفتونه چې په انسان کې موجود وي، نو ټولنه هم په همغه شکل ورته بریښي.

الله پاک په دغه نړۍ کې هر انسان له بیلو عادتونو، مفکرو، عقیدو، خیالاتو، غوښتنو، تمایلاتو ... او داسې نورو سره پیدا کړی دی، لکه چې په قرآن عظیم الشان کې وایي: خلق الانسان من التفاوت (یعنې الله پاک انسانان په تفاوت پیدا کړي دي) پدې مانا چې هر انسان تر بل انسان پورې په اخلاقو، عادتونو، کړووړو، عقیده، مخ (ښکلا او بدرنګوالي) او د ژوندانه په ټولو چارو کې خورا توپیر لري.

له آدم علیه السلام څخه رانیولې تر خاتم النبیین پورې چې الله پاک خپلو بنده ګانو ته د دوی د لارښوونې لپاره صحیفې، سپېڅلي کتابونه او پیغمبران رالیګلي دي، ددې تر څنګ یې عالم اسلام ته یو ستر دښمن (شیطان) هم په نړۍ کې زیږولی. دا لعین په هره جامه او لباس کې انسان ته ورڅېرمه کیږي او دغه د انسانیت او په ځانګړې توګه د مسلمان دښمن تل غواړي چې مسلمان د خپلې سپېڅلې کره او سمې لارې څخه په بله کش او تاریکۍ ته یې وغورځوي. نو که انسان ځیرک نه وي هرو مرو به د ده په جال کې لوېږي او سوکاله ژوند او راتلونکی به یې په بربادۍ او رسوایۍ بدلیږي. نو دغه ځای دی چې هوښیاري ورته په کارده او ځیرکتیا هغه مشال دی چې انسان ته دبدو او تیارو لارو څرک لګوي

د پورتني بحث په پایله کې دا ویلی شو چې  که چیرته په یوه انسان کې دغه درې عنصرونه پیاوړي وي، نو له بدو، کرغیړنو او رټل شوو لارو او چارو څخه به ځان ژغوري اوتل به د حق آواز اوچتوي، ظالم او جابر ته به د ریښتیا ویلو او حتی د هغه د مخنیوي او یا ورته د دیوال جوړېدو میړنتوب ورسره وي. بیا نو دا خبره په بشپړه توګه بیځایه نه ده چې داسې وګړي ته بختور او د ټولنې غوره انسان ووایو.

ومن الله توفیق
کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery