دخپریدو نیټه : 2011-03-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٨٩ برخه ( شيراڼي)
دکتور لطيف ياد استراليا
که چيرې دشيراڼيو دقبيلې دنسب شجره په غور سره وڅيړو نو جوته به شي چې دغه قبيله د سړبن په ټو لنيز ګروپ پورې يوه اړونده قبېله ده ٠ د شيراڼيو دقبيلې شمال ته دوزيرو قبيله، لو يديځ ته يې ژوب او دمندو خيلو دقبيلې سېمه ، جنوب ته يې دکاکړو قبيله او ختيز ته يې هغه قبايل مېشته دي چې په دېره اسماعيل خان کې استو ګنه لري ٠(١)
دروايتونو پر بنسټ شر خبون پنځه زامن درلودل يعنې شيراڼی ،ترين، پاڼه ،بړيڅ او اورمړ٠ ويل کيږي چې شيراڼی دشرخبون مشر زوی و، خو پلار يې دمشرۍ پګړۍ ترين ته ورپه سر کړې وه (٢)، له همدې کبله شيراڼی دخپل پلار او وروڼو نه خپه او يو پيغام يې کاکړ ته چې دده مورنی نېکه و په دې شرحه ورواستاوه:
"زه دلته ډېر په تنګ شوی يم، راشه او ماله ځانه سره بو ځه!"
کله چې کاکړ ته دغه پيغام ورورسيده نو دخپلو څو تنو ز امنو سره دشر خبون کورته ورغی او ورته يې ويل چې شيراڼی پرېږده چې زما سره لاړ شي ٠ شر خبون پردې خبره راضي نه و، خو کله چې شيراڼي په تللو باندې ټينګار وکړ نو په دغه وخت کې ترين په غو سه شو او شر خبون ته يې وويل چې شيراڼی پرېږده چې دکاکړ سره لاړ شي او که چيرې هغه دلته نه وي نو څه به وشي ٠ په پای کې کاکړ ، شيراڼی له ځا نه سره بوت او شيراڼي هم ژمنه وکړه چې دده اولاده دې هيڅکله هم په سړ بنيو پښتنو کې نه شمېرل کيږي(٣) او په دې تو ګه دخپل مو رني نيکه يعنې دکاکړو په کورنۍ کې چې غر غښتي پښتانه دي شامل شو او اوس په ښو او بدو کې دغر غښت د ټو لنيزې ډلې سره اړيکي لري٠
شيراڼي د سهيلي پښتو نخوا دشير اڼيو په ډيسټريکټ يا ولسوالۍ کې استو ګنه لري چې ددغه ډيسټريکټ دخلکو ژبه پښتو ده٠ دشيراڼي ديسټريکټ دژوب، ديره اسماعيل خان او مو سی خيلو دولسواليو سره ګډه پو له لري٠ دشيراڼيو سېمه دګو مل جنوب ته پر ته ده چې دسليمان غر هم ددوی په سېمه کې مو قعيت لري ٠ دوزير ستان په څېر ددوی سېمه هم غر نۍ ده٠ شيراڼي زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي٠ که څه هم دکرنې ځمکې يې لږې او او به هم چندانې پکې ډيرې نه دي خو خلک غنم، جوار، اوربشي، وريجي او تنبا کو کري ٠ هغه شيراڼي چې په غر نيو سيمو کې ژوند کوي دوی د غرونو لمنې په للمي ډول سره کري٠ددوی حيوانات غوايي، پسونه او وزې دي٠
ددوی په غر نيو سيمو کې د جڼغوزيو او انارو ونې هم شته چې خلک يې ټولوي او په بازارونو کې يې پلوري٠ همداراز ددوی په غر نيو سيموکې ډول ډول وحشي ځناور، ژوي او مر غان شته چې په دغو ځناورو او ژوو کې وحشي ګډان ، سوی، وحشي پيشوګانې ،وحشي ليوان،ګيدړې ، وحشي وزې او هو سۍ شته٠
مشهور کلي يې :
شيراڼي دپښتونخوا ايالت په دېره اسماعيل خان او د سهيلي پښتو نخوا د شيراڼيو په ډيسټريکټ کې استو ګنه لري،خو ځينو خلکو يې دموسی خيلو دډيسټريکټ دسنغر سيمې ته چې اوس ورته تونسه شريف وايې ليږ ديدلي او ددغې سيمې ددرنګ په تحصيل کې ژوند کوي٠شيراڼيو دقبيلې مشهور کلي دادي :
لهار کلی،کازا مليزي، ستانو راغه،چچوبي(څڅو بی)، مير علي خېل، ماني خوا، سور لکۍ، شنه پو نګه،احمدي درګا،لاوارا، مرغ بل، تور راغه، دب شيخان، مغال کوټ او شين غر٠(٤)
مشهور ښاخونه او څانګې :
دشيراڼيو قبيله په لاند نيو ښاخو نو او څانګو ويشلې شوې ده :
حسن خيل،اوبه خيل،کپيپ،کرمانزي، محمدزي، سالار خيل،مروت خيل،سپندزي،جوهر خيل٠
ميلمه پا لنه:
شيراڼي ميلمه پا لونکي خلک دي٠ دوی دخپلو ميلمنو ډېر قدر کوي٠ دوی خپلو ميلمنو ته ډول ډول خوندور خواړه تياروي٠ دوی په خوړو کې دلاندي دغوښو، کړايي کباب، سره کړو غوښو،سابو او اوګرې نه ګټه اخلي٠
ښوونه او روزنه :
که څه هم شيراڼي دعلم او پو هې سره مينه لري ،خو له بده مرغه دهغه ځای چارواکي دغې مهمې مسالې ته کو مه ځانګړې پا ملر نه نه کوي ،نو ځکه د ښونځيو او تعليمي مو سسو دکموالي په وجه د دغه ځای ډېر خلک او په تېره بيا ځوانان او نجونې دعلم او پو هې له نعمته بې برخې ساتل شوي دي او خلک مجبوردي چې خپل اولادونه او زامن ديني او مذهبي مدر سو ته وروليږي٠
شيراڼي په عمو مي تو ګه غريب خلک دي٠ ددوی خلک زياتره دکرنې په چارو بو خت دي ،خو يو شمېر خلک يې دخليج په عربي هېوادونو کې هم مزدورۍ کوي ٠
شيراڼي زړور او په خپلواکی مين خلک دي٠ دانګريزي ير غلګرو په وړاندې يې له وياړه ډکې مبارزې کړي دي٠ ددغې قبيلې په نامتو مبار زينو کې يو هم ماشو خان شيراڼی و چې دانګرېزانو سره په جګړه کې دژوب دسيمې په سليازي نو مې سيمه کې شهيد شویدی٠
د دېره اسماعيل خان او د سهيلي پښتو نخوا سر بېره يو شمېر شيراڼي د هندو ستان دراجستهان ايالت دناګور شيراڼي اباد په سېمه کې استو ګنه لري چې ددوی سيمې په څلورو محلو باندې ويشل شوي دي يعنې، صو فيه، غو ثيه،نجميان او نوري ٠ همدارز هلته څو کلي هم شته چې شيراڼي پکې استو ګنه لري ٠ ددغو کليو نو مو نه په دې ډول دي :
برنيل،بهينياد،دانتا، حميد پور او ډونګاري ٠ مشهور ليکوال حافظ محمود خان شيراڼي او دهغه زوی اختر شيراڼي دراجستهان دناګور دسيمې شيراڼي دي٠ ويل کيږي چې شيراڼي هندوستان ته لو مړی ځل دمغول واکمن همايون په وخت او دوهم ځل داکبر پاچا په وختو نو کې راغلي دي٠ دهند دراجستهان ايالت دشيراڼيو نه سربېره يو شمېر شيراڼي دهندوستان دګجرات دايالت دوادنګر،کاليګام او احمد اباد کې هم استو ګنه لري ٠ (٥)
په عمو مي ډول شيراڼي قبيلوي خصو صيات لري او د قوانينو تابع نه دي٠
-------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١-اضلاع، ايجنسي ها وقبايل ايالت پښتو نستان،٩٢ مخ٠
٢- پښتانه دتاريخ په رڼا کې،١٢٧٧ مخ٠
٣- حيات افغاني١٧٣-١٧٦ مخونه٠
٤ -http://en.wikipedia.org/wiki/Shirani
٥-http://en.wikipedia.org/wiki/Sherani_District