مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پاکستان نوې توطیه

پوهندوی دکتور طاوس وردګ


پاکستان د۱۹۴۷ کاله را پدی خوا دافغانستان دتجزیې او در بدرئ په لټه کې وو اودی
او تاسی وینۍ چې زرداري واي دافغانستان کشاله بیدون دپاکستانه نشي حل کیدلای ایا دا سریع مداخله نه بولۍ ، ایا پاکستان زموږ دشمنانو ته پناه نه ده ورکړی ، ایا پاکستان بن لادن او ملاعمر او حقانی او جناب حکمتیار په غیږ کې نه دي نیولي ، ایا د کرزي دکابینې ځنې غړی دای اس ای سره نږدې اړیکې نه لري ، ایا نواز شریف علنی ونه ویل چی ماته رایه راکړی چې ما دافغانستان پوځ مضمحل کړو ، دا دروغ ده ، ایازموږ مالونه همیشه د پاکستان له خوانه په کراچۍ کې ددمبرج سره نه وو مخامخ شوي ، ایا پاکستان دافغانستان په ضد دمجاهدینو کمپونه او دمجاهدینو وسله وال کیدل او هغوی ته تربیت ورکول که نه ، دا دروغ ده ، ایا دطالبانو شورا په کوته کې موقیعیت نه لري ، راځم ددیورند سند ته پاکستان هغه وخت چې ازادي اخلي وروسته دافغانستان دکوم پادشاه یا ریس جمهور نه دغه سند تر لاسه کړی ووچې کویټه او پیشاور ددوی خاوره ده ، ددیورند سند هغه وخت دانګریز میرتیمور دیورند او امیر عبدالرحمان خان له خوانه امضا شوی وو چې هغه وخت پاکستان دانګریز مستعمره وه تاسی لاړ شی دفضل رحمان مروت کتاب چې نوم ې دی محاجرتر مجاهده او بیا محترم زرملوال په پشتو ترجمه کړی ولونی چې څرنګه حقایق پکې لیکل شوي دی ، او دپارلمان په مورد یا دمجاهدینو دچپ پاتې کیدو په مورد کې چې ولی ې دا نه کاله خولی بندې وی دوی د ځواب ووايي او که د یونس قانونی درشوت خبره اصلاح غواړی نو لاړ شی دشمشاد دتکړه خبریال محترم حاتف نه پوشتنه وکړی ، او که دیونس قانوني خبره درواغ ده لاړ شی د کابل پرس اخبار مطالعه کړی ، او که دا ټول غلط دي لاړ شی دجرمنی تلویزیون څخه پوشتنه وکړی چې ولې مو دقانوني ملیون ډالره غلا افشا کړه ګویا قاچاق افشا شوه وڅیړی همیشه ې زموږ وطن تر مستقیم او غیر مستقیم فشار لاندې لرلو اوس زه نه پوهیږم چی کوم سړی څه ډول اشتباه یا غلطی په دغو مضمون کې پیدا کړی چې زه ورته ځواب ووایم زما تلفون هم در ته لیکل شوی دی رابه شو بیرته د پنجابي مداخلې ته ،اول خبره داده چې تاسی ښه توجه وکړی چې پاکستان په څومره بی هیایی سره دانګریزانو څخه ددیورند سند تر لاسه کوی او ځانته حق ورکوی چې دافغانانو په سرنوشت همیشه بازی وکړی ، زموږ بی کفایته پادشاه ظاهر شاه تاسی که په دې خپه کیږی چې ظاهر شاه ته توهین شوی دا ډیره مهمه خبره ده چې دی ډیر بی کفایته وو ، په دې چی دکتور نجیب ا لله ورنه خواهش ورکړو چې زه درته بیرته تابعیت درکوم او درنه هیله کوم چې راشه افغانستان ته او دافغانستان دلانجې دحل له پاره یو تهداب کیږده ، چی ظاهر شاه په ځواب کې واي من به حرف بچه نمې کنم او دغه اخبار ما تر جمه کړو هغه وخت زه دتوخي معاون وم او توخي ما ته راکړو ورنه پوشتنه وکړی ، او کله چې دکلبدین نفروظاهر شاه په چاړه ووهلو نو ببرک کارمل ورته تسلیت د سادات په واسطه ولیږلو ، خو ظاهر شاه وایی چې که ببرک کارمل دغه تسلیت په ریښتینې توګه راته راکوي نو تحریري ې راته راولیږي نو بیرته ببرک کارمل سادات تهچې په جرمني کې شارد زافر وو هدایت ورکوي چې تحریري ېې ورکړی ، نو له پاره ددې چې خبرې بلې خواته اوږدې نه شي زه غواړم بیرته دظاهر شاه بی کفایتی ته را وګرزم او هغه داچی دی شهید دکتور نجیب ا لله ته واي در حضورداشت روسها من به افغانستان بر نمی ګردم ، اقایون که سر انتقاد خفه شدین لطفا بګویید که چطور با ګرباچوف - دکتور نجیب ا لله موافقه نمودین که به افغانستان پس امدني هستین وباز بهانه می کنید که در موجودیت روسها به افغانستا نمی ایم ولی زمان که ۴۴ کشور امپریالستی افغانستان را به همکاری دشمال ټلواله اشغال می کند دران وقت چطور به کابل مثل شاه شجاع همرای سربازان دشمن تاریخي افغانستان در تاریکي شب در بګرام پیاده شدین، ورو جانه زما سره ټو ل تاریخي اسناد دي او هر څه چې زه لیکم دهغو نه دفاع کوم زما ټول مواد یا قبلا نشر شوي یا نورو لیکوالانو ماته ویلي دي ددی موضوع له پاره ګویا دظاهر شاه دمطلب له پاره لاړ شۍ دلندن ایکونومیک پیپر چې په ۱۹۸۸کی یا شاوخوا سنه کې نشر شوی پیدا او مطالعه کړی ، نو زه نه پوهیږم چی کوم ورور نیوکه لري ،ظاهر شاه په ۴۰ کاله حکومت کی ونه شوای کولای یوه ورځ په پشتو خبرې وکړي او دیوې خبرنګارې سره چې افغانه وه په مرکه دداسی سوال په ځواب کی واي: ( لطفا ووایاست چې تاسی ولې پشتو خبرې نه کوۍ ، په ځواب کې واېې فارسي زبان دلیکاتس است ) نو راشه ووایه چې زموږ پادشاهان څرنګه انسانان وو ایا، تر پشتو بله کومه خوږه ژبه هم شته ، او د ده د پکتیا دسفر داستان به ېې هغه وخت چې چیکړ منګل یاغي شوی وو دمرحوم فیض محمد خان لوګري سره چې د پکتیا والي وو هلته تللی وو ډا ډیر اوږ داستان دی بل وخت ې درته لیکم ، ددیورند لانجه دپشتونستان دخلکو مخصوصا افغانستان په نفع حل شي اسراییل دپردی خاورې دعوا لري داقصی په جومات کې پیغمبر دخدای رسول اکرم (ص) دپیغمبرانو امامت کړی نن ېې اسراییل دعوا لری زموږ خلک ولې خپله خاورنه غواړی ، که خبره دببرک کارمل په چا بده لګیږی معني ېې داده چې خلک نه غواړی تاریخ ولوني زه چې څه وایم حقیقت دی لور ېې یوه پشتونستاني ته ورکړه ، کوکي خیل ته ۱۶۰۰ میله وسله ورکړه نامردانه د پنجابی سره ودریدو ، او فیض محمد وزیرۍ د پشتونستان دداعې قربانی شوو ، او د دکتور نجیب الله په مورد کی که سوال وی دا یو واقعیت دی چی هغه هم دطالبانو په ذریعه ددیورند دنه امضا کولو په خاطرد ای اس ای په فرمان په دار شوایا دسرخ دیوال قضیه تاسی هیره کړه چې پاکستانی کوماندوګان ورسره وو ، ایا د طالبانو منځ ته راتګ او هغوی قدرت ټه رسول دا افغانان نه تاییدوي بهتره ده د پاکستان دمداخلو په ارتباط دکرزی صاحب او شخص مجددي صاحب نه پوشتنه وکړی، او دبلی خوانه پاکستان پوهیدو که نجیب ا لله هند ته ورسیږی یو کال وروسته بیرته دخلکوپه خواهش راځی او تر څو چې ژوندی وي سیاسی قدرت به په لاس کې لري او دیورند به له منځه ځي او ګوادر به دافغانستان بحری بندر کیږي ، موضوع ډیره ګډه وډه شوه ، هیله ده ما وبخشی ! چې درته مفهوم شوې وي څه چې لیکل شوي ټو ل حقایق دي څوک ېې چې نه مني ددوی حق دی او بیا لیکم چې ددیورند مساله باید دکوزی پشتونخوا دخلکو په خوشه حل او فصل شي خو د پاکستان سره زموږ خط باید معلوم شی چې زموږ په داخلي او خارجي کارو کې هیڅ مداخله ونه کړی نن ۲۰ اتومي بمونه لري که ۱۰۰ اتومی بمونه لکه اسراییل ېې چې لری هم ولري طاوس وردګ نه ورنه ډاریږی ، میړونه یو ځلې مړه کیږی او نامردان او ډارن هره لحظه مړه کیږي رابه شوددیورند سند ته چی څرنګه ېې تر لاسه کړی دا دافغانستان دپارلمان دنده ده چې پیدا کړی او دغه موضوع وڅیړي زه دافغانستان خلک
دې ته را بولم چې پوه شي ددیورند سند دانګریزي میرتیمور دیورند او امیر عبدا لرحمان خان تر منځ امضا شوی دی مګر په کوم اساس یا په کوم ډول پنجابیانودانګریزانو څخه تر لاسه کړو او نن ېې دعوا لري انګریز قصدی دا کار کړی چې یو ځلې بیا موږ د پنجابي سره په جنګ واچوي او ظاهر شاه یوه ورځ پارلمان را ونه غوشتو چې په دی مورد فیصله وکړي؟؟

پاکستان دتاریخ په اوږدو کی څو ځلی داسی تکراري غوښتنی دظاهر شاه ـ داودخان څخه کړی وې خو یوه هم ورسره نه وه منلې چې دیورند ګویا دکوزې پشتونخوا خلک پاکستانیان دي او دوی په ریفراندم کې دپاکستان سره ژوند او یو ځای پاتی کیدل خوش کړی وو ، خو داخبره خان عبدالغفار خان رد کړې وهاو دوزیرو قوم په ابتدا کې ددیورند دسند سره مخالفت شودلی وو البته صرف څو تنه خرڅ شوي کسان ې بوولی او دِغه سند ېې ورسره امضا کړی وو ، ، لکه تاسې ټول خبر یاست چې د دورانیو اولین حکومت څلور مرکزونه درلودل چې عبارت وو له هرات - قندها - کابل او پیښور څخه چې پیښور ېې دژمنی پایتخت په حیث پیژندل کیدو ، او ګوادر دغه د پښتنو ګودر چې په بلوچستان کې موقیعیت لري دافغانستان یوازنی بحري بندر وو ، خوله بده مرغه ددیورند په امضا کولو سره افغانستان ددغه بحري بندر څخه محروم شوو چې پنجابیانو همیشه هڅه کوله ددی بندر دپاره تاریخي سند ترلاسه کړي چی دخلک دیموکارتیک ګوند دحاکمیت په دوران کې هم جنرال ضیاوالحق په پټه پغمان ته سفر وکړو او دنورمحمد ترکي سره ېې وکتل او ترکي ته ېې وویل چی موږ به دتاسې دثور انقلاب په رسمیت وپیژنو خو تاسې دغه سند را سره دتل له پاره امضا کړی ، نورمحمد ترکئ چې یو وطن پرست انسان او مبارزسړی وو ضیاوالحق ته وایی چې دیورند داسې زهر لرونکئ ناسور خنجر دی چې په ۱۹ پیړی کې دافغانانو په خیټه ننه ایستل شوی دی او موږ هیڅکله دغه توره ننګینه کرښه په رسمیت نه پیژنو ، اګرچه ځنی دشمال ازبکان یا تاجکان داکرښه منی او ورته چندان اهمیت نه ورکوي دغه خبرې په وار وار دتلویزیونو او انترنیت له لارې نشر شوي دي ، خو زه وایم هغه څوک چې دغه کرښه منی هغه افغانان نه دي ، او دوهم دا چې دوی دبحری بندر په مزایاوو نه پوهیږی او دریم داچې هیڅوک خپله خاوره بل چا ته نه ور پریږدي ، ببرک کارمل ددیورند دماتیدو له پاره اول خپله لور جناب څارنوال صفدر خان دعوامی ملی پارټی یوه کدر ته ورکړه او بیا ېې کوکي خیل مسلح کړو خو هغه نامرد وختو او وطن فروش وو ، بیا یی فیض محمد وزیری دببرک کارمل دسرحدونو چارو وزیر په دغو لاره کې له لاسه ورکړو ، روسانو موافقه کړی وه چې سرحد په سیم خاردار بند کړي او نور اشرار دې خواته را نه شي، که داشرار په کلمه څوک خفه کیږی نو دکمونست په خبره هم ډیر خلک خفه کیږی ، او بل داچې هر هغه څوک چی خپله مور بی ستره کوي هغو ته اشرار وايي ، مګر ببرک کارمل ونه منله ځکه په سیم خاردار سرحد بندول معنی ېې ددیورند په رسمیت پیژندل وواو دیوې مور اولاده چې وینه ېې شریکه ده ولې سره جلا شي اوبه په ډانګ نه بیلیږي ، نو ددی خاطره یی دروسانو سره لانجه پیدا شوه دغه موضوع زما په کتاب کې چې نوم ېې دی دافغانستان دخلکو بیستري په تفصیل سره راغلې هلته ولونۍ ، او دوظیفی نه ېې ګوښه کړو ، دا یو تریخ واقعیت دی که ېې څوک مني که یی ڼه مني ، بیا دکتور نجیب ا لله ددې کرښې دقربانیانو څخه دی خو په تاسف سره چې دمجاهدینو دحکومت داری په دوران کی وایی چې یونس قانونی ۶۰۰۰،۰۰۰ دالره رشوت دپنجابی نه اخیستی وو چې دا خبره په پارلمان کې را پورته نه کړي ، ولې یوه ورځ بیرته اصیل وطن پرستان دافغانستان دحکومت واکې په لاس کې اخلي او دیورند به ماتیږی او پشتونخوا به ازادیږی او بیربند به بیا ماتیږي او پنجابۍ به شرمیږي او دا تقدیر دی چې نه بدلیږی ؟

نورمحمد ترکي چې دضیاوالحق سره قبوله نه کړه نو ضیاوالحق دوه مرتجع اخوانیان ګلبدین حکمتیار او پنجشیری احمد شاه مسعودپه پاکستان کی تر اساسی تربې لاندی نیسی او هر یوه ته یوه یوه دستی تفنچه بخششي ورکوي او دافغانستان دبربادی له پاره ېې ګماري ، بیرته لاړ شی د فضل رحیم مروت کتاب چې زرمل وال صاحب ژباړلی او یا د ( ګوست وار په انګلیسی ژبه ) یعنی د (ارواحو) جنګ کتاب ولونۍ ، او بیا نور جهادي اسلامي تنظیمونه چې رهبران ېې حضرت صاحب مجددی - پیر ګیلانی - مولوي محمد نبي - برهان الدین ربانی - مولوي خالص - عبدالرب رسول صیاف - ګلبدین حکمتیار دای اس ای سره دخاصو پروتوکولو دامضا کولو وروسته د پیښور په شار کی لکسې ماڼی او قرار ګاوی تر لاسه کوي او د پطرو ډالرو سره یو ځای دافغانستان په بې ستری کې برخه اخلي چې تاسې کولای شي زما هغه کتاب چې نوم ې دافغانستان دخلکو بې ستري ده ولوني او وګوري چې دغه وطن چا او ولې بې ستره کړو او تر ننه پورې بی ستري ادامه لري او بیا هم دچا له خوانه ادامه لري ، ، نن پاکستان چې ولیدل امریکا دا ددوی پخواني متحد او دوست په افغانستان کې پاتې کیږي نو یی داسې توطیه را منځ ته کړه چې طالبان باید یو هم ونه وژل شي او دیوه پزه هم خوږ نه شي ، دا ولیې؟؟
دا په دې چې پاکستان دطالبانو څخه دافغانستان په بربادی او تخریب کې پوره کټه اخلې او دغه بی سیواده زموږوروڼه پښتانه بیرته زموږ سره په جنګ اچوي او دبلی خوانه دغه طالبان دوی دهندوستان سره دکشمیر دلانجې له پاره استخداموي او جنګ ته ېې ساتی زه درته وایم لرو برو پښتنو دپنجابي بازي مه خوری او نور خپل وطن خپله خاوره خپله مور نوره مه بې ستره کوی او لږ بیدار شی دخدای روی دی تر کومه به تاسې دارزانه وسیلی او ښې ارزانه وسلې په حیث کاروي ؟؟

پاکستان چې ولیدل دامریکا بی پیلوټه الوتکې هره ورځ بمباري کوي خو داسې اهداف نه ولي چې هلته طالبان، بن لادن - ملاعمر - الظواهری - ګلبدین - حقاني زخمي او یا شهید شي ځکه که دغه کسان چې مایی نامونه ذکر کړل له منځه لاړ شي نو جنګ په افغانستان کې ختم دی او هغه بهانه چې دوی دتروریستانو دله منځه وړلو له پاره تکراروي دوی ته نوره بهانه نه پاتې کېږي او باید دافغانستا نه ووزي ، نو پاکستان پوه شو چې دوی بل اخره د امریکا له خوانه خلع سلاح اتومي کیږي نو یی ډیره توجه دې ته کړې چی په خپله کرار کرار سیاسي قدرت طالبانو ته ورکړي او دوی به ېې سیاسي رهبري په لاس کې لري او امریکا به ډاروي چې با خبر که په پاکستان فشار راولې نو اتومی سلاح دطالبانو سره ده او طالبان هره شیبه کولای شي اسراییل او دامریکا بحري اډې بمبارد کړي او هر هیواد کولای شي په اتومي بمو ووهي په شمول د هندوستان - افغانستان امریکا وغیره ، نو نن یی په خپله زور ورکړی چې طالبان هم په افغانستان کې او هم په پاکستان کې په قدرت ورسوي او امریکا ته دا مجال نه ورکوي چې پاکستان خلع سلاح اتومی کا ،پاکستان ته همدا نن دیورند بخشش ورکړی بیا دافغانستان څخه لاس نه اخلي ، ځکه دافغانستان له لاری مرکزی اسیا ته خپل تجارتی مالونه وړی او صادرات او واردات کوي کرزی یوه دقیقه د پاکستان د تاثیره نه دی وتلی او همیشه دپاکستان ډیکتاټ ورباندې چلیږي،پرویز مشرف ته خلکوویل چې په کنړ کې بند برق مه جوړوه ، مشرف ورته وای ( بهایو آفغانستان همارا پانچ سوبه هې ځکه تاسې وینی چې هره ورځ پنجابیان ورته وایی بیدون له پاکستانه د افغانستان معضله دحل لاره نه لري ؟ او کرزی هم واېې پاکستان در وقت جهاد به افغانها بسیار کمک کرد ، ولې سوال این است که چي کمک پاکستان نموده ، بلی یک کمک نموده که وطن خودت را سر خودتان به ویرانه ومخروبه تبدیل ساخت وتا امروز ادامه می دهند از برکت جهاد صاحب سلاح اتومي شدن ، بلی دا خبره درسته ده ځکه افغانستان وسله وال پوځ نه لري او هغه دنواز شریف په امر او قومانده دمجاهدینو په واسطه مضمحل شوو له منځه لاړو، وسلې اومهمات یی ټوټه ټوټه شول ، تخریب شول لوټ شول په پنجابی، دمجاهدینو له خوانه خرڅ شول که نه نو راشی دوزیر دفاع نه پوښتنه وکړی چې څه د کړل ؟؟

پاکستان ډیر په خوا تصمیم نیولی چې افغانستان ترقي ونه کړې ځکه که افغانستان پوهنتونونه ولري - لیسې ولري - مکتبونه ولري - شفاخانې ولري مدرسې ولري اوبرق او ګاز ولري ښه سرکونه، فابریکې ، زمیني او هوایی ترانسپورت ولري دخلکو ژوند به ښه شي نو دکوزی پشتونخوا خلک په خپله دافغانستان سره یو ځای کیږي او هغه وخت ضرورت نشته چې ددیورند په سر دپنجابی سره ډغرې ووهو؟؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery