شينواری د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز ګروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننګرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه دپښتونخوا ايالت په لواړګی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنګلونو کې،پېښور، د کونړ ولايت په سره کمر، د پروان ولايت د شينوارو په ولسوالۍاو کشمير کې هم استوګنه لري.
((پښتانه د تاريخ په رڼا کې)) د شينوارو دقبيلې په اړه ليکي دي: (( لکه چې ددغې قبيلې د شجرې نه معلومېږي چې کاسيان په يوولسو څانګو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لورې مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې (شينواری) د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول٠ (١)
د شينوارو شمال لوېديځ ته د خوګياڼيو قبيله، شمال ته يې د کابل سيند او د مومندو قبيله، ختيځ ته يې د ډيورنډ کرښه تر لواړګی پورې امتداد لري او د اپرېديو د قبيلې سره پوله لري او جنوب خواته يې سپين غر موقعيت لري. دوی دننګر هار ولايت د هسکې مېنې (ده بالا)، مومنددرې، نازيانو، اچين ، دوربابا،غني خيلو،سپين غر،روداتواود چپرهار په ولسواليوکې استوګنه لري.
دشينوارو قبيله په لومړی سر کې په دوو پلارو وېشله کېږي چې يوه ته سه پای او بل ته عبدالرحيم خېل وايي. چې سه پای مشر ورور او عبدالرحيم خېل کشر ورور دی. مشر ورور په خپل منځ کې اووه تپی دي؛ حسن خېل، حمزه خېل، الياس خېل(لياس خېل)، رينداد خېل، حيدرخېل، بابرخېل، سليمانخېل او کشر ورور يې په دې تپو وېشل شوې دي او هغه علي شېرخېل، عدل خېل او سنګوخېل دي٠
دشينوارو دقبيلې دخيلونو داستو ګنې سيمې او ځايو نه :
:١. حسن خېل:
حسن خېل د هسکې مېنې د ولسوالی په اوغز، ګورګوری، پايی، شيخ ميدان، ياغی بند، شپوله او ګيزاره کې پراته دي. يو شمېر حسن خېل په غوښت دره کې هم استوګنه لري. ويل کېږي چې د حسن خېلو شمېر به (١٦٠٠٠) تنه وي.
٢. حمزه خېل:
دوی په خپل منځ کې دوه تپي دي چې يوه احمد خېل او بل يې مغدود خېل دي. احمد خېل اکثره په هسکه مېنه او لږ شمېر يې په تنګی، شرمبنی او لرو احمدخېلو کې اوسېږي. مغدود خېل په ګاګره، ګجڼه، مريز، سنګوټا او راوګی کې استوګنه لري. .
٣- الياس خېل:
ا لياسخېل:الياس خېل چې لياس خېل يې هم بولي اکثره په هسکې مېنې، ګيزاره، لږ شمېر يې د هسکې مېنې په تنګی او يو شمېر په نرۍ اوبو کې اوسېږي او د جعفريانو په نامه څو کورنۍ يې بيا د کوچيانو په ډول ژوند کوي.
٤. رينداد خېل: د مامند په تنګی، باغ، اچين او ګردی کې پراته دي. دا ښاخ په څلورو څانګو وېشل شوی دی او د پاخېلو، اليکه خېلو، بام خېلو او خليفه خېلو نه عبارت دي.
٥. حيدرخېل:
دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي چې يوه ته ((نيمې در)) او بل ته ((ممه خېل)) وايي. ممه خېل په لنډی، مورګی چينه، د اوڼی، اسدخېلو، تريلی، ميدانک، سره کلا او هجوم کلی کې مېشته دي.
٦. سيلمان خېل:
په توتګی، وچکتوټ او د کوشتل په کليو کې اوسېږي.
٧. بابر خېل:
دا يوه کوچنی څانګه ده چې يو شمېر يې په صندق، بټن او چهل ګزي کې اوسېږي.
٨. علي شېرخېل: دا د عبدالرحيم خېلو يوه څانګه ده چې څه برخه يې په لواړګی او څه يې په افغانستان کې مېشته دي. دوی په اوو تپونو باندې وېشل شوې دي او هغه له عيسی خېلو، باخېلو، تړخېلو، پيروخېلو، اش خېلو، خوګاخېلو او شودن خېلو نه عبارت دی.
٩. عدل خېل:
دا هم عبدالرحيم خېلو يوه پښه ده. دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي يعنې عثمان خېل او کرګوخېل.
١٠. سنګوخېل:
سنګوخېل په درېو پلرونو باندې وېش شوې دي؛ ګدوخېل، څلورپلاری او غني خېل، سنګوخېل د مندتی نه تر غني خېلو پورې د نازيانو په درو کې پراته دي٠(٢)
له دې کبله چې د شينوارو يوه برخه د خيبر د تاريخي درې په شاوخوا کې استوګنه لري نو د خيبريانو په نامه سره هم يادېږي چې اورکزی او اپرېدي هم په همدې نومونو مشهور دي. د تورخم او شمشاد سيمې هم د عليشېرخېلو شينوارو د استوګنې سيمي دي. د لواړګی شينواری په خپلو خېلونو کې وېش د حجرې له مخې ترسره کوي چې اوس د هر خېل حجري په لاندي ډول دي:
خوګاخېل (١٧٢) حجرې، شېخ مل خېل (٦٨) حجرې، اش خېل (٢٣) حجرې، مختارخېل (٢١) حجرې او غني خېل (٣٥) حجرې. د لواړګی شينواری اکثره د سوداګری په چارو بوخت دی او هغه ترانسپورتي تجارتی لارې چې د کابل او پېښور تر منځ چلېږي د همدې خلکو په لاس کې دي. (٣) دلواړګی شينواري د افغانستان د شينوارو سره ښې اړيکې لري. د لواړګی د شينوارو شمال خواته شلمان، ختيځ ته يې ملاګوری او جنوب ختيځ ته يې اپرېدي موقعيت لري. د لواړګی سيمه د تورخم نه د خيبر د اپرېدو تر پوله شپږ ميله اوږده او درې څلور ميله پلنه ده. شينواري په مېلمنه پالنه کې مشهور دي. د دوی حجرې تل د مېلمنو او مساپرو پر مخ خلاصې وي. د حجرو تر څنګ يې جوماتونه هم شته، په دوی کې د جرګې سسټم ډېر قوي دي او اکثره خلک خپلې لانجې د قومي جرګو له لارې اواروي. د لواړګی شينواری اکثره خپلې جرګې په سپين جومات کې چې د لواړګی تر منځ د لويي هديرې سره موقعيت لري جوړوي.
په شينوارو کې د نورو پښتني قبيلو په څېر د ننواتی دود هم ډير قوي دي چې ارو مرو يې قبلوي او مني يي. په دوی کې د سولې کولو دود هم د پخوا په شان په خپل حال پاتې دی چې (تيږه) يې بولي او اپرېدې ورته (کاڼی) وايي (٤)
همدا راز د باجوړو په الينګار، چمرکنډ، څاوګی، شېخ بابا او سره کمره کې هم شينواری استوګنه لري. د شيګل شينواری تقريباً درې سوه کاله پخوا د ځينو عواملو له کبله د سره کمره خواته تللی دي او د شيګل ځمکه يې له نورو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نيولی وه. د شينوارو راګ شيګل ته او د نورو قومونو څخه د شيګل نيول د شيخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم يې (ذکريا) دی ترسره شوې دي. د دوی سره د شيګل په نيولو کې ماموندو هم ملګرتيا وکړه. شينواری د کافرانو د سخت مقاومت سره مخامخ شول په تېره بيا هغه وخت چې د کنډرو کلا محاصره شوه نو شېخ بابا امر وکړ چې ټول شينواری دی د کلا د سوځولو لپاره يوه يوه ګېډۍ لرګي راوړي نوموړي کلا وسوځل شوه او شينواری بريالی شول چې وروسته شېخ بابا د شينوارو تر منځ شيګل ووېشه چې په دې وېش کې ادرم (عبدالرحيم خېلو) ته کټه سيد، امان کوټ، ګربوړی، کنډرو، زبړبت ډاګ، ملاعلم کلی، شينکی، غرتنګی او شنګر شا ورسېدل. سليمانخېلو ته چاکوړی، شينګرګل، نيم لاچی، سيمه لام، بنوديت، سورمل، برګله يی او ماټينه ورسېدل. (٥).
په لواړګی کې د عليشېرخېلو څانګې دا دي؛ خوګاخېل، شېخ مل خېل، پيروخېل، ميردادخېل، اش خېل، مختارخېل، غني خېل، پتمی خېل، بسی خېل، طالب خېل، سيدخېل، اشرف خېل، طوطی خېل، شربی خېل، بابی خېل، شدان خېل، مادور خېل، مياخېل او عالم خانی. د ننګرهار په ولايت کې د شينوارو شمېر ( ١٥٥٢٧) تنه، د کونړ په ولايت کې (٥٠٠٠) تنه د لواړګی شينواری (١٢٧٧٠) تنه او د سره کمر شينواری (١٣٠٠٠) تنه ښودله شوې دي.
دننګر هار ولايت پر شينوارو سر بېره يو شمېر شينواري دکندز ولايت په مر کز، ددشت ارچي، امام صاحب او خان ابا د په ولسو اليو کې مېشته دي٠ دپروان په ولايت کې هم دشينوارو په نا مه يوه ولسوالۍ شته چې داو سيدونکو شېر يې٣٩٠٥٧ تنه ښودل شويدي ،خو په مجمو عي ډول په ټول افغا نستان کې دشينوارو دقبيلې شمېر ٤٠٠٠٠ تنه ښودل شويدي٠ همداراز دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې هم يو شمېر شينواري استو ګنه لري٠ دکابل په سمټ خانه، کلای زمانخان، ششدرک او ده خدايداد کې هم ډېر شمېر شينواري استو ګنه لري٠
شينواري په هېواد مين خلک دي ٠ دوی دتاريخ په اوږدو کې دهېواد دهر غليم اوير غلګر په وړاندې په مېړانه جنګيدلي دي او دخپل ګران هېواد افغا نستان ددفاع لپاره يې خپل هېوادنی رسالت سر ته رسولی دی٠
دشينوارو دقبيلې مشهور او پيژندل شوي څيرې :
دشينوارو قبيلې په خپلې غيږ کې په افغا نستان اوپښتونخوا کې ډېر نامتو شخصيتونه روزلي دي٠ په دغو شخصيتونو کې شاعران، ليکوالان، انجنيران ،ډاکتران، محققين،پوځي جنرالان او صاحبمنصبان،قا ضيان او ځيني مشهور قو مي شخصيتونه په لاندې ډول دي ٠
١-دپښتو ژبې نا متو شاعر ښاغلی ارواښاد امير حمزه خان شينواری چې پښتانه ورته ددرناوي له کبله حمزه بابا وايي٠
٢- ارواښاد ښاغلی سرمحقق دوست شينواری چې دپښتو ژبې دادبياتو، ګرامراوژبپوهنې په برخه کې يې ستر خد متونه کړي دي٠
٣-ارواښاد ښاغلی سر محقق محمد اکبر معتمد شينواری چې نامتو محقق او متر جم و ٠
٤- ارواښاد ښاغلی محقق خير محمد سادچې په پښتو ژبه يې ډېر اثار ليکلي دي٠
٥- ارواښاد ښاغلی محقق شهزاده زيارنچې په پښتو فولکلوريکه برخه او په تېره بيا دشينوارو دقبيلې دنرخونو، رواجونو او څلو په برخه کې يې ډېرې مقالې ليکلي دي ٠
٦- ارواښاد ښاغلی ډاکټر جکړ شينواری چې يو علمي شخصيت و او په پښتو ژبه يې ډېر اثار کښلي دي٠
٧- ښاغلی ډاکټر ماه خان شينواریچې دپښتو ژبې يو تکړه محقق او څيړونکی دی ٠
٨-ارواښاد ښاغلی رفيق شينواری چې دپښتو مو سيقۍ ته يې دقدر وړ خدمتونه کړي دي ٠
٩- ښاغلی حبيب الله زړه سواند چې دپښتو ژبې ښه شاعردی ٠
١٠- ښاغلی سلطان جان کليوال
١١- ښاغلی انجنير ستانه مير زهير شينواري
١٢- ښاغلی قاري استادبر کت الله سليم چې په افغا نستان کې دسپيڅلي قران نامتو قاري دی٠
١٣- ښاغلی مثل خان شينواری
١٤- ښاغلی عبدالو کيل سوله مل شينواری
١٥- ښا غلی چټک شينواری چې دپښتو ژبې شا عر دی٠
١٦- ارواښاد ښاغلی فضل هادي شينواری چې په شينوارو مولوي صاحب باندې مشهور او دسترې محکمې رئيس و٠
١٧- ښاغلی دکتور محمد ابر اهيم شينواری چې ښه ليکوال ، دسياسي مسا يلو شنونکی اوژورناليست دی٠
١٨- ارواښاد ښاغلی ماما زرغون شاه شينواری چې مجرب عسکري صاحب منصب و٠
١٩- په ولسي جر ګه کې دشينوارو دخلکو استازی ښاغلی ببر ک شينواری٠
٢٠- په ولسي جر ګه کې دخلکو استازې اغلې ملالۍ شينوارې٠
٢١- دافغانستان دکريکيټ دبورډ غړی ښاغلی سميع الله شينواری٠
٢٢- ښاغلی هنر غيرت
٢٣-ښاغلی ډاکټر بر هان الله شينواری
٢٤- ښاغلی شمله دار خان شينواری
٢٥- ښاغلی غلام نبي شينواری
٢٦-ښاغلی اجمل شينواری
٢٧- دمحاکمو پخوانی رئيسا رواښاد حبيب الله خان شينواری
٢٨- ارواښادقاضي شيندي ګل خان شينواری ٠
٢٩- ښاغلی قا ضي محب الله خان شينواری
٣٠-انجنير هو ښيار شينواری٠
٣١- په ولسي جرګه کې دشينوارو دخلکو استازی ښاغلی ډاکټر عصمت الله شينواری (٦)
٣٢- دافغانستان مشهور ليکوال، ژورناليست او مبتکر کارتونيست ښاغلی هژبر شينواری ٠
٣٣- ښاغلی مراد شينواری
٣٤- ښاغلی عبدالمحمد شينواری
٣٥- ښاغلی قاضي کمال شينواری چې دپښتو ژبې ښه ليکوال او متر جم و٠
په پښتو نخوا کې دشينوارو مشهورې څيرې په لاندې ډول دي :
١- ښاغلی انجنير اعظم خان شينواری دورسک دډيم مشر انجنير
٢- د وفډا مشر ښاغلی ذاکر شينواری
٣- سيا ستوال ښاغلی ناظر خان شينواری
٤-ښاغلی بريګيډر قيوم شېر شينواری
٥- سيا ستوال ښاغلی شهباز ګل شينواری
٦- دپوليسو افسر ښا غلی اسرار خان شينواری(٧)
د١٣٨٣ کال په پیل کې یوشمېر شینوارو دکابل دښار دباغ علیمردان په سېمه کې غونډه وکړه اودیوې قومي شورابنسټ یې کیښود چې دشینوارودقومي شوراپه نامه ونومول شوه چې نوموړې شورابیادهمدې کال دچنګاښ په میاشت کې په رسمي توګه دعدلیې وزارت دسیاسي ګوندونواوټولنیزو سازمانونو په ریاست کي ثبت اوراجستر اوپه فعالیت یې پیل وکړ٠ نوموړې شورا خپل یوځانګړی ویبسایټ (ویبپاڼه)هم لري چې پته یې په دې توګه ده www.shinwari.org ٠ددې شورامرکزي دفتر دکابل ښار دقوای مرکزداریانا کارتې دشینواري مارکیټ په دریم پوړ کې دی اوولایتی دفتر یی دننګرهارولایت دمرکزجلال اباد دښار دپوهنتون روغتون ته مخامخ موقعيت لری٠ داشوراځانته یوه اساسنامه اونشان هم لري٠
---------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١- پښتانه دتاريخ په رڼا کې ١٣٢٦-١٣٢٧ مخونه٠
٢- پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف،١٨٦-١٨٧ او١٨٨ مخونه، دپېښور چاپ٠
٣- اضلاع، ايجنسي ها وقبا يل ايالت پښتو نستان،٥٧ مخ٠
٤- پښتانه، ١٨٠- ١٨٦ مخونه، کابل،١٣٤٩ کال٠
٥-دپښتنو ټولنيز- اقتصادي جوړښت، ٢٨، ٢٩ او ٣٠ مخونه، کابل٠
٦- زما( ددې مقالې دليکوال) شخصي ياددښتونه٠
٧- http://en.wikipedia.org/wiki/Shinwari_tribe