دخپریدو نیټه : 2011-03-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - لسمه برخه
ژباړه : قریب الرحمن سعید
(۱۰۴)
د علېرض له اړخه د نجران د خلکو له پاره د وثیقې نوې کول :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا لیکنه د عبدالله علیرض ابن ابې طالب امیر المؤمنین له اړخه د نجران د هستوګنو له پاره :
تاسې د حضرت نبي الله صلې الله علیه وسلم لیکلې امن لیک را وښود ، چې دهغې له مخې یی ستاسې دځان او مال مسؤلیت په غاړه اخستې دې .
زه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر صدیقرض او عمررض درې واړو په لیکنو عمل کونکې یم ، او حکم کوم چې هر مسلمان چې تاسې ته د محصول د اخستلو له پاره درځي ، ستاسې دمال او ځان ساتنه وکړي .
هسې نه چې هغه پرتاسو ظلم وکړي اوتاسې دحقوقو دکمولو په مصیبت کې ککړ کړي .
محرر : عبدالله بن ابورافع :
۱۰ جمادي الاخرة ۳۷ هجري
(۱۰۵)
دیمن دمامور عمرو بن حزم په نوم نبوي فرمان :
کله چې د بني حارث (بن کعب) هیئت د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د کتلو وروسته بیرته ستون شو ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم عمرو بن حزم په هغوې دخپل مامور په څیر ور ولیږه . تر څو هغوې ته فقه ، سنت او داسلام نور اړوند مسایل ور زده کړي ، او صدقات ترې تر لاسه کړي .
هغه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا لیک ورکړ . په دې لیک کی یی خپل شراېط او احکام داسې تشریح کړي دي .
بسم الله الرحمن الرحیم
دا (لاندې ) څرګندونې د الله او رسول له اړخه دي :
یا ایهاالذین امنوا اوفوا بالعقود (۱:۵)
( اې مؤمنیانو : دخپلو ژمنو (میثاقونو) ډیر زیات خیال وساتئ )
« رسول الله صلی الله علیه وسلم دا لیکلې فرمان عمرو بن حزم ته د هغه د یمن په لور دلیږدلو په وخت کې ورکړ »
په دې فرمان کې دعمرو بن حزم له پاره ( لاندې ) لار ښوونې شوي .
1- په هر کار کې د الله څخه ویریږه . « فان الله مع الذین اتقوا و الذین هم محسنون »(«۱۲۸:۱۶»
(الله د هغو خلکو ملګرې دې چې د خداې څخه ویریږی اودا خلک خپل ځانونه د خداې ترمخه ځواب ورکونکی ګڼي .)
2- دالله د (امر ) په مطابق په هره معامله کې صداقت په نظر کې نیسه .
3- (ددې ځاې ) اوسیدونکو ته په نیکۍ زیرې ورکوه، او دهغې د تلقینولو سره یو ځاې پرې قران لوله ، په (قران ) کې ورته د غور(تدبر) کولو له پاره لارښوونه کوه ، د طهارت ( پاکوالي ) پرته دې هیڅوک قران نه مسحه کوي ، او د بدو کارونو څخه یی مخه نیسه .
4- خلکو ته د اسلام حق او په اسلام کې دهغوې حقوق ور زده کوه .
5- دهغوې په سهې کارونو کې پر هغوې مهرباني او د ظلم کولو په وخت کې ترې پوښتنه وکړه . الله تعالې ظلم نه خوښوي ، او دهغه څخه منه والې کوی . ( الا لعنة الله علی الظالمین ) «۲۱:۱۱»
( خبر اوسئ چې په ظالمانو باندې د الله لعنت دې )
6- هغوې ته د نیکو اعمالو په کولو سره د جنت او د بدو کارونو په کولو سره ددوزخ زیرې ورکړه .
7- دهغه ځاې د اوسیدونکو سره په مینه اومحبت مخته ولاړشئ ، تر څو هغوې په دین باندې وپوهیږي ، هغوې ته د حج او عمرې احکام ور زده کړه او د فرضو اوسنتو تر منځ د توپیر څخه یی هم خبرکړه .
8- هغوې د ې په کومه کوچنۍ ټوټه کې( په را تاویدو سره) لمونځ نه ادا کوي ،که چیرې ټوټه دومره ستره وي چې دهغې لمن یی تر دواړو اوږو پورې خپره شي نو بیا روا ده . همدا راز یوڅوک دې بربنډ د یوه څادر لاندې نه ویده کیږي ،هسې نه چې زنګون یی د ګیډې سره و نښلي او دهغې څخه یی دشرم ځاې را ښکاره شي .
9- هیڅ نارینه دې خپل ویښتان د غاړې په لور نه ګونځې کوي .
10- دقبیلې او کورنۍ په نوم (څوک) جګړې ته دعوت نه کړئ . دا کار دلاشریکه خداې د عظمت له پاره باید تر سره شي . هر هغه څوک چې د الله په ځاې دقبیلې په لور د عوت ورکړي ،هغوې ته توره ور و ښییي او د لایزاله خداې په لور یی دعوت ورکولو ته مجبور کړئ .
11- په اوداسه کې مخ تر غوږونو پورې ، لاسونه پنجې او پښې تر پټکیو سره ووینځئ او دسر د مسحې کولو حکم ورکړئ .
12- لمونځ په خپلو ټاکلو وختونو کې ادا کړئ، سهار په تیاره ، ماسپښین د زوال په وخت کې ، د ښکته په لور دلمر دورکیوتو په وخت کې د مازدیګر ، دشپې دپیل سره سم د ماښام ( نه چې تیاره را خپره شي ) ، ماڅښتن د تیاره په وخت کې . د جُمعي لمونځ داذان داوریدو سره سم دغسل ( ځان پریمنځلو)د تیارۍ نه سمدستي وروسته ، په رکوع کې پوره والې او خشوع .
13- د لاسته راغلي غنیمت څخه د الله په نامه خمس ( پنځمه برخه ) واخله .
14- اوزکات په لاندې توګه وصول کړه :
دغلې حاصلات :
د باراني او یا لښتې په اوبو دخړوبه شوې زمکې څخه لسمه برخه
دغلې حاصلات د کوهی د اوبو په خړوبیدو سره شلمه برخه
په هرو لسو اوښانو ۲ اوزې
په هرو شلو اوښانو ۴ اوزې
په هرو څلویښتو غواګانو یو خوسکې
په هرو دیرشو غواګانو یو د اوزې بچې
په هرو څلویښتو وزو یوه اوزه
دا نصاب دالله له اړخه ټا کل شوې دې ، چې ددې څخه دزیاتې ورکړې اجر به نور هم ډیر وي .
15- د یهودو اونصاراو څخه چې څوک په خپله خوښه مسلمان شي نو په ټولنه کې به دهغه مسؤلیت اوپه نورو دهغه حقوق دلمړیو مسلمانانو سره برابر وي .
16- هیڅ یهودې اونصراني په زور مسلمان نه کړئ دهغوې په بالغه نر او ښځه ، دهغوې په غلام او ازاد دواړو باندې یو پوره سور دینار ، یا دهمغې قیمت په اندازه رخت دې ، ددوې نه چې څوک جزیه ورکړي نو دهغې دخوندي ساتنې مسؤلیت د الله او رسول صلی الله علیه وسلم په غاړه دې . خو د منه کونکي له پاره یی الله ، دهغه رسول او ټول مؤمنین دښمنان دي .
(۱۰۶مه ) ضمیمه :
(۱۰۶ مه ) ضمیمه د ابن شهاب د روایت له مخې :
ماد عمرو بن حزم په نوم د رسول الله صلی الله علیه وسلم مکتوب ولوست . هغه ته یی دامکتوب یمن ته د ور لیږلو په وخت کې ورکړې و . دا مکتوب د ابن حزم د زوې ابوبکر په لاسو کې و .
(رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته لیکلي و چې :)
دا څرګندونې د الله اود هغې درسول له اړخه دي :
(یا ایهاالذین امنوا اوفوا بالعقود) «۱:۵»
( اې مؤمنانو خپلې ژمنې پوره کړئ ،الله له تاسې ډیر ژر حساب اخستونکې دې )
د زخمونو په اړه ددیت احکامات :
په قتل کې (۱۰۰)سل اوښان
د یوې سترګې (۵۰) اوښان
د یوې پښې له پاره (۵۰) اوښان
په سر کې د ژور زخم دراپیدا کیدو په خاطر ۳۳ اوښان
په جائفه باندې : (سنن نسائي دویم ټوک ۲۲۱ مخ کې لیکي چې : سر کې داسې زخم چې ترکلمو پورې ورسیږي . ۳۳ اوښان
د مثقلې ( سختې ضربې ) په صورت کې ۱۵ اوښان
په دیت کې دا اندازه فرض کړل شوې ده :
په هرې ګوته باندې : ۱۰ اوښان
په هر غاښ باندې ۵ اوښان
تر هډوکې پورې زخم ۵ اوښان
په یوه بل روایت کې دي چې : په قتل او دپوزې په پوره پریکیدو سره په هر یو باندې سل سل اوښان دیت دې او تر کلمو پورې زخمی کیدو باندې دردیرشو اوښان دیت دې .
(۱۰۷)
دیمن د شاهانو په نوم تبلیغ لیک :
د حارث ، مسروح او نعیم بن عبد کلال وارثان، دحمیر شاهان !
تاسې په خداې اورسول باندې دایمان په راوړولو سره د سلامتئ مستحق یاست . په یاد ساتئ چې الله تعالې لاشریک دې ، هغه حضرت موسې علیه السلام ته کلام ورکړ او مبعوث یی کړ . حضرت عیسې علیه السلام یی د خپلې کلیمې څخه را پیدا کړ . (خو) یهودیان عزیر دخداې زوې او نصارا عیسې علیه السلام د تثلیث یوه برخه او ابن الله ګڼی .
(۱۰۸)
د یمن د شاهانو ځواب :
دحمیرد شاهانو دالیک دهغوې سفیر مالک بن مراره رهاوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راوړ او دهغوې د مسلمانیدو اطلاع یی ورکړه : ( خو ددې لیک نقل نه دې تر لاسه شوې )
(۱۰۹)
درسول الله ص له اړخه د (۱۰۸ م) لیک ځواب :
دمحمد ص رسول الله له اړخه :
د حارث بن عبد کلال او نعیم بن عبد کلال او نعمان قیل۱ ، ذي رعین ، او معافر او همدان – ازقیل
وروسته !
زه ستاسې تر مخه د لاشریک خداې حمد اوثنا وایم .
د روم (تبوک ) څخه زمونږ د راستنیدو وروسته ، ستاسې قاصد له مونږه سره په مدینه کې وکتل ،او ستاسې پیغام یی مونږ ته را ورساوه . ستاسې دحالاتو څخه یی خبر کړم ستا سې داسلام د منلو او دمشرکینو سره ستاسې د جنګ خبرې مې هم ترې واوریدې ، تاسو ته الله خپله لاره ښوولې ده ، خو که چیرې تاسې د زړه نه هدایت قبول کړئ او د الله اورسول په اطاعت باندې کلک و دریږئ!
لمونځ ( اداء کړئ ) او ذکات ( ورکړئ ) او د غنیمت ( دمالونو ) ړ څخه د خداې اورسول خمس او درسول د خوښې د شي په وړاندې کولو، او دنورو مؤمنینو په څیر په دې تفصیل سره دصدقاتو په ورکولو عمل وکړئ .
1- په باراني او د لښتي په اوبو خړوبه شوې زمکې د محصولاتو څخه لسمه برخه .
دکوهي او یا لاسې اوبو په واسطه خړوبه شوې زمکې دمحصولاتو څخه شلمه برخه .
د اوښانو ذکات :
په هرو ۴ اوښانو یوه اوزه
په هرو ۳ اوښانو یوه وزه
په هرو ۵ اوښانو یوه وزه
په هرو ۱۰ اوښانو دوه وزې
په هرو ۲۰ غواګانو یو خوسکې
په هرو ۳۰ غواګانو یوسخوندر
اودهرو ۴۰ وزو نه وروسته .....
2- د صدقاتو دا نصاب پر مؤمنینو باندې د الله له اړخه فرض شوې دې ، هر څوک چې د ټاکلي نصاب څخه ډیر ورکړي سبحان الله ! او کوم وګړي چې د ذ کات د ادا کولو سره په خپل اسلام باندې په ژبه شهادت او دمؤمنینو ملاتړ او د مشرکینو سره جنګ وکړی ، همداسې وګړې مؤمن دې ، په ټولنه کې دهغه درجه زمونږ سره برابره ده ، هغه دنورو په څیر په ټولو مسؤلیتونو کې برابر شریک اومکلف دې اوهغه د الله او رسول په پناه کې دې .
3- یهودان اونصرانیان د مسلمامیندو نه وروسته د عامو مسلمانانو په څیر برابر دي .
4- هیڅ یهودي او نصراني په زوره مه مسلمانوئ او دهغوې په هر بالغه نر او ښځې ، غلام او ازاد باندې یو سور دینار جزیه ده ،( چې د معافر قیمت دې ) او یا د یوه سور دینار په ارزښت سره د ټوټې رخت . ددوې څخه چې هر څوک جزیه ورکړي ، هغه د خداې اورسول په پناه کې دې ، او نه ورکونکې یی د خداې او رسول دښمن ګڼل کیږي .
او دا چې :
5- د خداې رسول محمد ص زرعه ذی یزن ته لیک ور استولې او ورته یی ویلي دي چې زما سفیران هر یو معاذ بن جبل ، عبدالله بن زید ، مالک بن عباده ، عقبه بن نمر او مالک بن مره دي .
اودا چې :
6- صدقه او د غیرمسلمانانو څخه تر لاسه شوې جزیه همدوې ( نمایندګانو) ته وسپارئ ،دوې به ستاسې ځاې ته ډیر ژر در وګرځي ، چې امیر یی معاذ بن جبل دې .
او دا چې :
محمدص د یوه خداې د وحدانیت او د خپلې بندګۍ او رسول (عبد ورسولص ) کیدو اقرار کړې دې .
هو ! د حمیر څخه ،ستاسوتر ټولو لمړۍ دمسلمانیدو خبر مالک بن مراره رهاوي راکړې او دمشرکینو سره یی ستاسې د جنګ یادونه کړې ده ، نو په دې خبره زه تاسې ته د خیر زیرې درکوم او د حمیر سره دنیکۍ او ښګینې په کولوسره د مخکې تللو هدایت ورکوم .
7- واروئ ! خپل منځي خیانت او یو د بل سپکوالې مه کوئ ، رسول الله ص ستاسې د امیر اوغریب ، دواړو، دوست دې .
8- او دا چې : صدقه د رسول الله ص اودهغه دکورنۍ له پاره حلاله نه ده ، دا مال د محتاجو مسلمانانو او د په لاره تیریدونکو له پاره مباح دې .
او ګورئ !
9- مالک ستاسې ستاینه کړې ده او ستاسې د وروسته مخکې ټولو خیر غوښتو پسې دې . هغه به مخامخ هم تاسې ته د خیر تلقین کوي، زه تاسې ته داسې وګړي در استوم چې د نیک کړچار ، (ښه) قابلیت ، دیندارۍ او د علم او پوهې خاوندان دي ، زه تاسو ته د خپلو دغو درلیږل شوو سره د نیک سلوک غوښتنه کوم ، هغوې ددې څخه خوشحالیږي .
والسلام علیکم و علیکم ورحمة الله وبرکاته .