دخپریدو نیټه : 2011-03-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د خوب او خوب لیدولو راز ۱۲ برخه
پوهنمل محمود نظری
د دانیال لخوا د ځینو خوبونو تعبیرونه
که څوک ځان د سپنې واورې لاندې وویني – هغه ته خدای ( ج) علم او حکمت ورکوي
په خوب کې بادام لیدل- د نعمت او روزي مانا لري
په خوب کې غمچینه لیدل – دلږ مال مانالري
په خوب کې کالی لیدل – کسب او کار مانا لري
په خوب کې کاتبی کول – بډې اخیستل اود خلکو مال خوړل مانا لري
په خوب کې ښځه لیدل – د نعمت او شته مانا لري
په خوب کې وهل خوړل -غمجین کیدل مانا لري
په خوب کې غاړه لیدل – امانت مانا لري
په خوب کې میاشت لیدل – وزیر کیدل مانا لري
په خوب کې د نارنجو لیدل - د ښه خوب مانا لري
خوب د دانیال د سفر وروسته په نورو دیني کتابونو کې بې اثره ګڼل شوي دي
اشعیا ۸: ۲۹ ؛ ایوب فصل ۸:۲۰؛ آ؛ ټولنه فصل۶: ۵ ؛ خوبونه خپسکې ګڼل شوي دي
ایوب ۲۰:۸- «...هغه به لکه خوب محو شي»
یعقوب ۷:۲۱ سام ۱۳:۳ کې خوب مړینه ته اشاره ده
اول کینګ -۲:۱۰ ـ داود د خپل پلار سره ویده شو
اول کینګ ۱۶:۲۸ - ځینې ددې پاچاهانو با تقوا وه او ځینې نه وه لیکن ټوله په مړینې ویده شول
د انجیل په لرغونو کتابونو کې «هغه د پلار سره ویده شو» ( ۳۵) واري راغلی دی خو په نوی انجیل کې دا نه دی راغلی.
په عمومي ډول زړو او نیو انجیلونوکې د خوب لپاره شپز ډوله سمبولونه راغلې ده
۱- هغه موږ ساتي(هغه نه ویده کیږي)سام ۱۲۱:۳-۴ «هغه نه پریږدي ستا پښه وښویږي هغه چې ستا ساتنه کوي نه ویده کیږي هغه د اسرایلو ساتنه کوي نه ویدیږي او خوب يې نه و ړي »
۲-راپورته شه خد ایه موږ وژغوره سام ۴۴:۲۳«اې خدایه ویښ شه ! ولي ویده يي»
۳- ویده یانی لټ «سترګو ته خوب مه ورکوه او باڼه مه چرتي کوه»
۴- پوهه
«اې لټه څومره ویده کیږې »
۵-خوب د ګناهکارو اخیره جزا ده
۶- خوب د د خدای سره دلیدلو په مانا
خوب مړینه ته ویل شوی ده.
له ځایه پورته او له قبره پورته یو شی په کې راغلې دی
خوب په یهودیزم کې
په تورات کې د یوسف (ع)خوب، د فرعون خوب چې اوه چاغه غوییان اوه ډنګر خوري راغلي دی
تلمود خوبوته سمبولونه بیان کړی دی لکه
ځوان چرګ لیدل ------د زوی زېږیدل
حوض ته ننوتل ------- د مذهبي مدرسې رییس کیدل
سپین اس په څلور نعل ولاړ ----- نیکمرغی
ټول ژوی بیله فیل او بیزو په خوب لیدل------ د ښو نښه ده
په یهودي سنت کې د ویریدونکو خوبونه مانا اړول په ښو مانا ته هم لارې چارې راغلي دي
د هغوی په باور په دعاکولو ،صدقه ورکولو روژه نیولو او د د شنبې په ورځ په روژه نیولو سره د خوب بده مانا په ښه اوښتلای شي.
خوب په انجیل کې
په انجیل کې خوب د مړینې په ما نا راغلی او هم په خوب کې لاره ښول راغلي دي
متی -۲:۱۲- هغه په داسې سوچونو کې وو چې خوب ورغی په خوب کې یې ملایکه ولیده هغه ته يي ویل یوسف د داود زویه له مریمي سره د واده مه خواښینی کیږه هغه ماشوم چې د هغې په نس کې دی له روح القدس څخه دی
متی۲۲ : ۲- ځکه په خوب کي خدای هغه ته ویلی وه چی د بلی لاری وطن ته راشه