د شمالي افريقا په يوه برخه ليبيا کې د تېرو ٤١ کلونو راهيسې يو ديکتاتور حکمران حکومت کوي، دا ديکتاتور حکمران ډگرمن معمر القذافي نومېږي. چې په ١٩٦٩ عيسوي کال کې د يو خونړي بغاوت په نتيجه کې يې د ليبيا واگى ترلاسه کړ، ده د خپلې واکمنۍ په دوران کې د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره له هيڅ ډول حربې درېغ نه دى کړې، معمرالقذافي د خپلې يو څلويښت کلنې واکمنۍ په دوران کې تل د انساني حقونو د سرغړونکي په توگه ياد شوې دى. او د نړېوالو له لورې له بېلا بېلو گواښونو سره مخ شوې خو معمرالقذافي نه يوازې دا چې په دفاعي حالت کې پاتې شوى بلکې دهغوى نيوکو ته يې په زغرده او ډېره بې باکۍ ځواب ويلې دى، دې په خپل ځان ډېر مطمئن سړى ښکاري او تل په چارو برلاسى پاتې شوې.
قذافي دوه ودونه کړي، چې لومړۍ مېرمن يې فاتحه خالد وه، فاتحه خالد په ښوونځي کې د ښوونکې دنده درلوده، قذافي دا واده د مور او پلار په خوښه او په ساده او روايتي انداز کې ترسره کړ، دې وايي چې مېرمن يې فاتحه خالد ترهغې نه وه ليدلې تر کومې چې ورسره واده نه و کړې، خو ددوى ترمنځ دې گډ ژوند ډېر دوام ونکړ، تر شپږ مياشتو وروسته جلا شول. د فاتحه خالد نه د قذافي يو زوى محمد القذافي پاتې دى، محمد القذافي د انجنيرى په څانگه کې زده کړې ترسره کړي د ليبيا د اولمپيک کميتې مشر او د يوې نړيوالې پوستي او مخابراتي کمپنۍ مالک هم دى.
دويمه مېرمن يې صفيه فارکس نومېږي، صفيه د ليبيا په روغتونکې نرسه وه نوموړى د بن غازي سيمې اوسيدونکى ده، بن غازي هغه سيمه ده چې دا مهال د قذافي د مخالفينو په ولکه کې ده. صفيه د خپلې سيمې د يوې پرنفوسه او علمي کورنۍ لور ده. د صفيې شپږ اولادونه دي چې پنځه زامن او يوه لور ده، مشر زوى يې سيف الاسلام د انجنيرى په څانگه کې زده کړې کړي دي، د ترابلس د پوهنتون رئيس او د حکومت وياند هم دى.
ويل کېږي چې سيف الاسلام د خپلو نورو ورونو او خور معتصم، حنا بل، السادي او عايشې سره ښې اړيکې نه لري، حنا بل د فوتبال شوقي او د فوځ د يوې فرقې قوماندان دى. خو دده په هکله ويل کېږي چې ډېر بد اخلاقه او په ډېرو بدو کړنو مشهور دى، دې يوازې په ليبيا کې نه بلکې په اروپا کې هم د يو معتاد، شرابي او نورو بداخلاقيو په نوم شهرت لري خو دده بل ورور او خور سيف الاسلام او عايشه په ليبيا کې په ښه نامه يادېږي.
د قذافي دويمه مېرمن صفيه د مصر او تونس د جمهور رئيسانو د ښځو په څېر د سرو زرو د جوړولو او جمع کولو ډېره لېواله ده په وروستيو خپرو شوو راپورونو کې وايي چې د قذافي مېرمن صفيې شل تنه سره زر او نور قيمتي جواهر لري او د يوې شخصي تيارى مالکه هم ده، صفيې په کور کې د نړۍ د وتلو کمپنيو موټرى شته او د کال تر ټولو نوې موټر ترلاسه کوي. د صفيې ملگرتيا د تونس د جمهور رئيس د ښځې ستاش البراسي سره ده.
د ليبيا واکمن يو عجيب ولسمشر دى هېڅوک په نړۍ کې د هغه په هکله سم فکر نه شي کولى، چې هغه د سبا لپاره څه کول غواړي او نن په څه چارو بوخت دى، څو اوونۍ وړاندې کله چې په ليبيا کې ولسي بغاوت پيل شو نو هغه وويل چې ددې بغاوت ترشا د القاعده لاس دى، خو وروسته يې وويل چې غرب دې دده د مخالفينو سره د کمک نه لاس واخلي او پر ليبيا دې د هوايي بريدونو ډډه وکړي که نه دې به له القاعده سره ملگرى شي او د غرب پرخلاف به لوى جنگ پيل کړي. دې په خبرو کې د يو سياستمدار په انداز کې نه بلکې د يو جگړه مار په توگه خپل خيالات څرگندوي.
دده ملگرو ملتونو په يوه غونډه کې د سوماليا د قذاقانو او د افغانستان د طالبانو په ملاتړ يوه احساساتي وينا وکړه. دده په دې احساساتي وينا او دومره جرأت د غونډې گډونوال هک پک شول، دده مزاج يو جگړه ييز او جنجالي مزاج دى هغه څه چې نورې کوي او وايي دا يې بايد مخالفت وکړي. دې يو نه يو ځاى کې په جگړه او لانجه اوړي، يو ځل په يو رسمي سفر نايجريا ته ولاړ، ده په دې سفر کې له ځانه سره دوه سوه مسلحې ښځينه ساتونکى يوړى کله چې تياره د نايجريا په هوايي ډگر ښکته شوه، ځايي امنيتي چارواکو د سلاح د اخيستو غوښتنه وکړه پر دې خبره قذافي داسې غوسه شو چې گومان يې نه کېده شخړه تر ولسمشر ورسېده، د نايجريا ولسمشر د شخړې د هواري او د قذافي د درناوي په خاطر هوايي ډگر ته راغې. د نايجريا ولسمشر وړانديز وکړ چې اسلحې دې ثبت او تر ثبتولو وروسته دې بېرته د قذافي ښځينه گاردانو ته ورکړ شي خو قذافي ويل چې له همدې ځايه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي که څه هم چې مثأله څنگه چې نايجريا غوښتل حل شوه خو ده خپل شوق پوره کړ.
قذافي خپله سياسي تگلاره شېبه په شېبه بدلوي او همدا علت دى چې دهغه اصلي څېره تر هغې چې په دې ملک جنگ نه وه راغلې چا نه وه پيژندلى. په څلور لسيزو حکمرانى کې دا اندازه چا ونه لگوله چې رښتيا هم دا په خپل ولس گران دى لکه څنگه چې دې ځان ښايي او رښتيا هم دا د استعماري قوتونو مخالف دى او که دا هم يوه ډرامه ده. لکه څنگه چې د ليبيا ولس دده د سياست او عادتونو ناخبره دى همدارنگې دده د اصلي نومه هم پوره خبر نه دى، دده نوم په بېلا بېلو ښارونو کې په بېلا بېل تلفظ کېږي، ځنې خلک ورته گهتافي، ځنې ورته کدافي او ځنې يې د قذافي په نامه يادوي.
لکه څنگه چې مو مخکې يادونه وکړه دې د عجيبه خواصو او عادتونو خاوند دى، دې خپل عادت په خپل او پردي ملک کې يو شان کوي، هميشه چې کوم هېواد ته سفر وکړي ددې پر ځاى چې د ولسمشرى په ماڼۍ او يا يو لوړ پوړي هوتل کې ديره شي صحرا ته ځي او هلته خيمه وهي. خو نور عادتونه يې بيا ددې عمل پرخلاف دى د بېلگې په توگه د قذافي لباس په نړۍ کې ځانگړي شهرت لري، دې عجيبه کارونه کوي په دوه زره اووم کال کې يې فرانسې ته سفر درلود په دې سفر کې ورسره څلويښت کسيز پلاوى مل و او د پلاوى ترڅنگ يې ځان سره يو اوښ هم فرانسې ته يوړو، دا سفر په پنځو تيارو کې ترسره شوې وو. بله عجيبه خبره داده چې دده ساتونکي يا گاردان ټولې ښځې دي چې شمېر يې تر پنځو سوو رسېږي.
قذافي له اقتدار نه مخکې په خپل يو کتاب کې چې شين نومېږي ليکلي وو چې ښځې بايد د کور چارې سمبال کړي او په نورو چارو کې زياته ونډه وانخلي دا چې ولې قذافي خپلې ساتونکې ښځې غوره کړي ويل کېږي چې عربان د ښځو مرگ په ښځو گوزار او هغوى سره شخړه د ځان لپاره پيغور گڼي نه غواړي چې له ښځو سره جگړه وکړي او ښځې د نارينه وو له لاسه مړى شي.
خو قذافي په دې هکله وايي چې ښځې عسکري زده کړې ښه کوي او د دښمنانو د سازشونو ښکار کېږي نه، خو ليبيايان وايي چې له دې ښځو د ساتونکو په توگه نه بلکې د قتلونکو په توگه کار اخيستل کېږي.
په ١٩٩٨ کال کې پر قذافي يو وژونکې حمله وشوه په دې حمله کې د قذافي يوې نږدې ساتونکي عايشې پر قذافي ځان وروغورزاوه، او پر قذافي راتلونکى ټولې گولۍ پر عايشې ولگېدى، عايشه په ټکى مړه شوه خو قذافي ته يې نجات ورکړ. وايي چې هغه نجونې چې په د جمهور رئيس په گارډ کې شاملېږي نو څوگند ورکول کېږي چې خپل ځان به پر قذافي قربانوي. دا نجونې چې کله په گارد کې داخلېږي باکره وي، او په گارد کې تر شاملېدو مخکې يې طبي معاينات کېږي دا نجونې تر هغې ځوانى وي تر کومه چې د قذافي په گارد کې شاملې نه وي، دا نجونې وروسته بيا د قذافي د هوسونو ښکار کېږي خو پخپله قذافي دا ډول تورونه په کلکه ردوي.
د ساتونکو نجونو دا پنځه سوه کسيز ټولگى د قذافي له لورى د الثورات، الراهبات او الانقلاب په نامه ياد شوى خو غربي مطبوعاتو دا گارد د امازونين په نامه ياد کړى دى، له دې پنځه سوو تنو يې څلويښت تل د قذافي ترڅنگ وي. په گارد کې د شاملېدونکو نجونو غوره کول په خپله د قذافي کار دى، د نجونو د عسکري زده کړو لپاره يې کالج جوړ کړى چې هلته دې نجونو ته سخت نظامي تربيت ورکول کېږي په کالج کې د مارشل ارټس چې يو ځانگړى فوځي تمرين دى ورکول کېږي او د هر ډول اسلحو د استعمال ورښودل کېږي، قتلونکى نجونې په رنگارنگ زيوراتو او ښکلى کوونکو شيانو ښکلى وي. د جگو پوندو درلودونکو بوټان يې پر پښو وي او تل د تيار اوسېدو په حال کې وي. د غرب په لباس کې ملبسې ساتونکى نجونې په ليبيا او نوره اسلامي نړۍ کې تل د نېوکو سره مخ شوي خو قذافي وايي چې په گارد کې ددوى شتون د ښځو روحيات لوړ کړي دي او دوى ته يې د ښه ژوند زمينه برابره کړې ده.
دوه اوونۍ وړاندې يوه اوازه خپره شوه چې پر قذافي د خپلې يوې ساتونکى له لورې ډزې وشوې خو قذافي دا ځل هم له بريده روغ ووتو. د قذافي يوه پخوانۍ ساتونکى عزيزه ابراهيم چې ولس کاله يې د قذافي په گارد کې تېر کړي دي وايي زه په خټه لبنانى يمه په ١٩٨٢ کال کې ليبيا ته راغلم او دلته مې د جمهور رئيس په گارد کې يوه اوږده موده د ساتونکى دنده ترسره کړې. عزيزه وايي کومه نجلۍ چې د قذافي په گارد کې داخلېږي هغه به د خپلې کورنۍ او اقرباو سره خپلې اړيکې شلوي دا وايي د گارد د لوړې سطحې نجونې به هغه نجونې وې چې په گارد کې تر نورو ښکلى وې. عزيزه ابراهيم د قذافي د ظلمونو په هکله وايي چې يوه ورځ د قذافي يو دوست د قذافي په څه خبره شخړه راغله قذافي ماته امر وکړ چې وېولم ما هم په نوموړي تن د ټوپک ډزې وکړى او هغه مې ځاى پر ځاى وواژه. عزيزه ابراهيم زياتوي يوه ورځ څلور تنه د مکتب زده کوونکى قذافي ته راغله او په خپلو ماشومانه عادتونو يې د قذافي سره بحث پيل کړ دا بحث تريخ شو قذافي هغه څلور تنه د مکتب زده کوونکى په خپله ماڼۍ کې اعدام کړه.
خو موږ گاردانو يوازې دهغوى تماشه کوله دا د يوې بلې پېښې يادونه هم کوي او وايي چې يوه ورځ ولسمشر قذافي ولس تنه تنکي ځوانان چې د کالج زده کوونکى وو په دې تور چې د حکومت پرخلاف دي زموږ ترمخې په خپل لاس حلال کړل، هغوى به چغې وهلى چې زموږ څه گناه ده خو د قذافي مداهانو به ورته د خائن خائن چغې وهلى حال دا چې هغوى هېڅ گناه نه درلودله يوازې په داسې مرگونو يې نور خلک وېرول.
عزيزه وايي دهغو تنکو او بې گناه ځوانانو چغې نن هم زما په غوږو کې انگازې کوي او زه چې هغه وخت راياد کړم نو بيا پر خپل ځان نه پوهېږم او فکر کوم چې په دې ډول مرگونو کې موږ ټول شريک يو، دا وايي که چېرې اوس زه د قذافي په گارد کې وى نو له دې موقع به مې ښه استفاده کړې وې او قذافي به مې ددې مظلوم ولس له اوږو ښکته کړې و او هم به مې دهغو تنکيو ځوانانو انتقام اخستې و چې زما پر وړاندې يې په تېره چاړه حلال کړه. دا وايي اوس وخت رارسېدلى چې د قذافي د بې رحمانه چلند کېسې خلکو ته وکړو ځکه د ليبيا ولس د هغه د ظلمونو په وړاندې راولاړ شوې دى او غواړي نور دې اوږدې ظالمې واکمنۍ ته د پاى ټکى کېږدي. خو قذافي اوس هم پر خپل خره سپور دى او په ملي تلويزيون کې د وينا پر مهال وويل چې ما تر اوسه د طاقت د استعمال حکم نه دى کړې گنې هر څه به وسېزم او ليبيا به ايره کړم ده خپلو نږدې ساتونکو ته پيغام ورکړ چې د وروستۍ حربى په توگه د تيلو پايپونو ته اور واچوي چې ليبيايان پکې وسوځي