مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٩٢ برخه ( علي خېل)

دکتور لطيف ياد

که چيرې دپښتنو دنسب شجره يا دنسب ونه په غور سره تر څيړنې لاندې ونيوله شي نو جوته به شي چې علي خېل دغلجيو پښتنو په ټو لنيز ګروپ کې يوه مهمه قبېله ده، ځکه چې سليمان چې او لاده يې دسليمان خېلو په نامه سره يا ديږي د هغه دويم ورور علي نو ميد چې اوس دهغه او لاده په علي خېلو سره مشهوره ده ٠
تاريخ حيات افغاني چې له نن نه ١٤٦ کلونه وړاندې ليکل شوی دی دعلي خيلو غلجيو په اړوند داسې ليکلي دي :
" دزرمت سېمه چې پښتانه يې زرمله هم بولي نيمايې او سيدونکي يې علي خېل دي ٠ پا تې علي خېل په مقر او نورو سېمو کې استو ګنه لري٠ دعلي خېلو دمندوزي دښاخ يوه څانګه اسما عيلزي دي چې دوې وړې څانګې يې پيدن خېل او چندڼ خېل نو ميږي چې د درې کو ټي په نا مه سره هم يا ديږي چې دخوست په سېمه کې د دوی څلور سوه کورنۍ مېشته دي ٠ (١)"
د علي خېلو دقبيلې نورې څانګې دادي :
مموزي، مش خېل،يوسف خېل، علي خان خېل، علي شېر خېل، مندوزي،کريم خېل، مشي خېل،نوروز خېل،باړي خېل،ازاد خېل، کړو خېل،خيري خېل، جباري خېل،ادم خېل، جانو خېل، اخوند خېل،سر مست خېل،ازارخېل،بنګي خېل،فرار خېل،فتح خېل،دريا خېل،نيکنام خېل،ميرزاخېل،،ګيدازي،زيبا خېل، عمر خېل،پارو خېل،سلطاني،اسماعيلزي، پيراخېل،مقرب خېل، تتي خېل ،شکي خېل،ملککي،شالي خېل، شهباز خېل،فاطمه خېل،نيک زنخېل،تاو خېل،کشي خېل،هبت خېل،محمد خېل، مقام خېل،پير خې، جوري زي،غو رګي، مير خانخېل، دوري خېل،کمال خېل، اعظم خېل، سني خېل (٢)
يو زيات شمېر علي خېل دپکتيکا ولايت په مر کز شرنه کې هم استو ګنه لري چې ددوی شمېر د١٣٦٠ لمرېز کال د سر شميرنې له مخې ٣٦٨٤٨ تنه دی چې ښا يې اوس به يې شمېر تردې لا نور هم زيات وي٠
دغزني په ولايت کې دعلي خېلو دقبيلې خلک ددغه ولايت په مرکز او هم دمقر، ګيلان، قره باغ او د اب بند په ولسواليو کې استو ګنه لري چې په نو موړي ولايت کې د١٣٦٠ لمرېز کال دسر شمېرنې پر بنسټ ددوی مجمو عي شمېر ٣٢٨٤٨ تنه ښودل شوی دي چې ښايې اوس به يې شمېرډېروي٠ (٣)
دننګر هار دولايت مرکز جلال اباد ښار ته نږدې دعلي خېلو په نامه يو کلی شته٠ همداراز دهند دپنجاب ايالت په جلندهر کې هم دعلي خېلو دقبيلې خلک شته ٠ دسهيلي پښتونخوا دژوب په سېمه کې هم دعلي خېلو په نامه يو ښا رګو ټی شته، خو هغه علي خېل چې دپکتيا ولايت دځا ځيو په ولسوالۍ کې استو ګنه لري هغه دځا ځيو په قبيلې پورې اړه لري٠ هغه علي خېل چې په وزير ستان کې استو ګنه لري هغه دوزېرو دقبيلې يوه څانګه ده٠ (٤)
علي خېل زړور ،جنګيالي ،ميلمه پا لونکي او په پښتني نګ او غيرت ټينګ خلک دي٠ دوی ډېر ښه اس ځغلوونکي دي او په نېزه بازۍ او سانګې وهلو کې مشهوردي ٠
لنډه داچې په ټول افغا نستان کې ددوی شمېرد ٨٣٥٤٣ تنو په شا او خواکې اټکل شوي وو چې ښا يې اوس به يې شمېر خورا زيات وي٠
-----------------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١-تاريخ حيات افغاني،٢٨٧-٢٨٨ مخونه، ددانش چاپ، پېښور٠
٢-دياد شوی اثر د٢٨٦ مخ دنسب ونه٠
٣-پښتني قبيلې، ١٩١-١٩٢ مخونه،ددانش چاپ، پېښور٠
٤- ددې مقالې دلېکوال شخصي يادداشتونه٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery