بريالی هلمند - هندوستان ۲۱/۱۱/۲۰۰۵
په افغانستان کي دتيرو څلورو کلونو ( ۲۰۰۱ - ۲۰۰۵) په بهیر کي د ټولني دنور اړخونو تر څنګ د دې هیواد مطبوعاتوته هم څه ناڅه پاملرنه سوې ده ، دا پاملرنه کیدای سي په لاندي ډول وښیو :
۱- دافغانستان د دولت له لوري
۲- دمرستندویه ټولنو لخوا
۳- دټولني دلیکوالو ، شاعرانو او ژورناستانو له طرفه (دملی روحیې او احساس له مخي )
دلته که چیري د افغان دولت پاملرني ته فکر وکړو نو په لاندي اړخونو کي یې احساسولای سو :
الف - په ډیرو ولایتونو کي د خپلواکو ټولنو او خپرونو رامنځته کيدل
ب- د fm راډیو ګانو ډیرښت
ج-دنادولتي تلویزوني چینلو پیلیدل
پورته نوښتونه که څه هم د مرستندویه ټولنو او په ځانګړی ډول دعامو وکړو په مټو رامنځ ته سوي دي خو داچي دولت ورته شرایط برابر کړي یا په بل عبارت ستونځي یې نه دي ورته زیږولي نو کیداسي ووایو چي دولت هم یو څه ونډه اخستې ده .
خو که له بلي خوا ددولت په واک کي خبري سرچینو ( ملي تلویزون ، ملي راډیو ) او دهغو خپرونو او نشراتو ته ځیرسو نو لاندي ټکي یې د ګوت نیوني وړدي :
ـ په خپرونو او نشراتو کي دژبو دانډول نه ساتل
ـ ددولت پراخ سانسور
ـ دعصري وسایلو سره سره شاته پاتوالی
ـ دژورنالیزم د ډیرو پخوانیو میتودونو کارونه
پورتنیو ټکو په هیواد کي دبیان ازادۍ او د وزارت اطاعاتو او کلتور مرسته او پاملرنه تر پوښتني لاندي راوستې دي .
اوس به راسو دې ته چي بهرنیو مرستندویه ټولنو د رسنیو په وړاندي تګ کي څه کړي او یا یې هم کوي ، که څه هم بهرنیو مرستندویه ټولنو هغه ټول امکانات یا مرستي چي دوی یې له نړیوالي ټولني دافغانستان دمطبوعاتو د ودي له پاره اخلي او یا یې هم اخستي دي دافغان مطبوعاتو په لاس کي نه دي ورکړي یعني ډیري پیسې یي پر خپلو لوړو لګښتونو لګولي دي خو بیا هم څه چي یي کړي د ستایلو وړ دي او له دي جملې څخه د انټرنیوز مرستندویه ټولنه د یادولو وړ ده چي په هر ولایت کي یي یوه fm راډیو یوه خپلواک اورګان یا شخص ته په واک کي ورکړې ده ، ددې ترڅنګ څینونورومرستندویه ټولنو د مختلفو مجلو او ټولنو سره مالي مرستي کړي او یا یي هم دهیواد په کچه سیمینارونه غونډکړي دي .
دلته دعام اولس د منځ څخه د لیکوالو ،شاعرانو او ژورنالستانو هڅي ډیردپام وړ،خوشاله کوونکي او دستایلو وړدي هغه ځکه چي دوي دملي احساس له مخي بیله کوم معاش یاامتیاز څخه به خپلو شخصي امکاناتو او لګښتونو ناپیلي خپروني او ټولني رامنځ ته کړي چي دا کار مخکي نه وو سوی او په ځانګړي ډول دویب پاڼو رامنځ ته کول .
دلته که څه هم زما څخه خبره وغزیده خو د موضع تر پیل وړاندي د یادو سو ټکو په ګودته کول هم راته ښکاره سول .
اصلي موضع په خبري رسنیو کي دیوې ملي او پیاوړي تګلاري نشته والی دی پورته ټولي یادي سوي خبري سرچینې که دولتي دي که نادولتي خو چلوونکي یي ټول لیکوالان ، شاعران او ژورنالستان دي نوموړي کسان پخپلو منځونو کي ډیري ښې اړيکي لري ځکه چي دکار سیمه یې ګډّ ده دوي زیاتره په مشاعرو ، سمینارو اوغونډو کي سره ویني او هغه چي نه سره ویني د خپلو لیکنو ، شعرونو اوخپرونو له لاري سره اشنا دي .
خو دا چي ددغو اړیکو سره سره بیا هم ولي ددوي په منځ کي فکري همږغي او یوه پیاوړې ملي تګلاره نسته نو لاملونه په افغانستان غوندي یو هیواد کي کي طبعي ډول امکان لري ډیروي ، خو ددې لاملونو له منځ څخه تر ټولو ناوړه او کرغیړن لامل په هیواد کي د تعصب شتوالی دی او داتعصب دتیرولسیزو د اړودوړ په بهیر کي د پردیو په زیار او هڅو دهیواد والو منځ کي اوج ته رسیدلي دي او په هیواد کي په لاندي شکلو لاپاتي دي .
- ګوندي تعصب
- قومي تعصب
- ژبني تعصب
دافغانستان ټول وکړي له دغو دریو کړیو څخه په یوه نه یوه کړۍ کي راګیر دي او داچي لیکوال او ژورنالستان او ددغو وګړو له ډلي نه دي نو څرګنه خبره ده چي دوی به هم پدې ناتار کي راښکیل وي ، خوددغو دریوپه منځ کي زموږ خبري رسنۍ دژبني تعصب سیلاب تر ډیره بریده ځپلي دي ، هغه داسي چي په پښتو خپرونو کي دري نه تر سترکو کیږي او په دري خپرونو کي پښتو ، په کومه خبري سرچینه کي که پښتون مشر وي نو په هغه کي دري نه نوي او په کومه کي چي دري ژبی واکمن وي ... پښتانه بیا پخپل منځ کي پرننګرهارۍ او کندهارۍ لهجه ستونځه لري ،او دري ویوونکي بیا د دري او د پارسي په ستونزه اخته دي ، هره خبري سرچینه د خپل مشر د فکر او ایډیالوژۍ پر بنسټ ولاړه او روانه وي ، زموږ لیکوال او ... هم اوس لکه زموږ ددولتي مشران وا یي یو څه کوي بل څه دتګلاري مهم ټکی یي ملي یوالی وي خو په په لیکنو ، شعرونو او نشراتو کي بیله احساساتو بل څه نه ښکاري ، چي په نتجه کي زموږ د رسنیو د تګلارو او عمل ترمنځ توپیر رامنځته کیږي ، او کله چي دتګلاري او عمل ترمنځ توپیر پیداسي ، نو هدف یا موخه له منځه ځي .
دلته نو زموږ خبري رسنۍ او د هغوی چلونکي د رسنیو او مطبوعاتو اصلي او بنسټیزه دنده او مسولیت نسي ترسره کولای ، د خبري رسنیو مسولیت د عامو وکړو د ذهنونو خلاصول ، په دولتي اورګانو کي دستونزو رابرسیره کول ، د ټولني مختلیفو مثبتو او منفي اړخونو او دهغوی د حل لارو ته اشاره کول او په ځانګړي ډول په افغانستان کي د پردیو شوم اهداف د ولس په وړاندي روښانول او ددوی تر غوږو رسول دي .
خو زموږ رسنیو د یادو سو ستونزو او لاملونو له کبله په ډېره کمه اندازه وملي ارزښتونو ته پاملرنه کړېده .
حل لاره :
حل لاره یې زما په اند د یوې پیاوړي ملي تګلاري لرل او عملي کول دي ، داسي یوه تګلاره چي په هغه کي :
۱- د هیواد هر وګړی ، ژبي او قوم ته پوره درناوی سوی وي
۲- ملي ارزښتونو ته ارزښت ورکول سوی وي
۳- په هیواد کي سیاسي او ټولنیزي ستونزي د هغوي لاملونه او حل لاري د عامو وګړو ترغوږو نو ورسوي .
په داسي یوي تګلاري همږغي پداسي حال کي چي د لیري والي ، امکاناتو د نه درلو دلو په صورت کي ښایي داکار
ګران وي خو ناشونی نه دی .
پايله :
که چیري زموږ رسنۍ او دهغوۍ چلوونکي تر وړو ګټو ملي ګټو ته ارزښت ورکړي نو په طبعي ډول تګلاره یوه کیږي او کله چي د ټولو تګلاره یوه ( ملی یوالی ) وي ، هدف ته رسیدل اسانه کیږي اوکله چي هدف ترلاس سو ( ملی یوالی ) نو ستونزی او کړاونه خپله له منځه ځي .