دخپریدو نیټه : 2011-05-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دکرهڼې باغ (Allotment)
توريالی ازاد
سريزه
په دې وروستيو څو لسيزو کې ډېر خلک د کلو او بانډو څخه ښارونو ته د کار موندنې او د ښه ژوند د کولو په په خاطرتللي دي او دغه لړۍ لا دوام لري ، په ښارونوکې د خلکواندازه د نورم څخه زيات شويده او ددې سره سم د چاپېريال ککړتيا هم ډېره شوېده. په اوسني حالت کې ليدل کيږي چې اکثره لويې کورنۍ په ډيرو خرابو شرايطو کې شپې او ورځې تيروي. د مثال په ډول په کافي اندازه غذایي مواد نلري ، د اکثره کورنيوخلک د نورم څخه زيات په يوه کورکې اوسيږي ، پاکو اوبو ته لاس رسی نلري او هم د تازه هوا څخه محروم دي او داسي نور . .. په ښارونو کې د ترانسپورتي وسايلو اندازه زياته شويده ، پارکونه او تفريحي ځايونه د زورواکانو لخوا په زور نيول شويدي، زراعتي ځمکې او باغونه هم په نسبي ډول له منځه تللي دي او هم د ښارونو مسئولين په خپلو شخصي گټو کې ډوب دي، يا واک او يا د کار د پوهيدلو وړتيا نلري .
ددې لپاره چې دښارونو هوا ښه شي ،خوراکي مواد په بازارونو کښي زيات او ارزانه شي ،نو اړينه ده چي د ښار اوسيدونکي ، ښاروالي ، ناحيي ، زراعت پوري اړونده حکومتي اداري ، اجتماعي او سياسي سازمانونه د خپلو کورونو دننه او د کورونو څخه د باندې خالي ځايونه ،پارکونه ، اود سرکونو غاړي په ونوگلانو او چمنونو باندي زرغوني او ښايسته کړي او هم په مناسبو ځايونو کښي ځانونوته د کرهڼي باغچي جوړي کړي او ځانته پکښي تازه ترکاري ، گلان ، شين چمن او د ميوو وني وکري چي د دي کار سره به د يوي خوا ښاريان خپل غذائي مواد په خپله توليد کړي او هم به د کار څخه وروسته ورته د استراحت لپاره ښه شرايط برابرشي، او د بلي خوا به په د ماغي ، رواني او فزيکي ډول به ټول ښه روغتيا ولري .
کله چي په اروپايي هيوادونو کښي د صنعتي انقلاب څخه راوروسته د خلکو اندازه په ښارونو کښي زياته شوه اوهم اوسيدونکي د اقتصادي او محيطي مشکلاتو سره مخامخ شول، نو ددي سره سم د کرهني د باغچو کلتور رواج ومنده او تر نن ورځي پوري د باغچو دغه کلتور لا نور هم انکشاف کړيدي . چي دا بيا ځانته اوږد تاريخ لري او په راتلونکي کښي به مينه والو ته وړاندي شي .
د کرهڼې باغچې
کله چي يوه برخه ځمکه پر ورکوټو مساوي يا مختليفو ټوټو باندي وويشل شي اوبيا د سبزيجاتو او نورو گټورو بوټو دکرهڼي لپاره ښاري خلکو ته په کرايه ورکول کيږي . که څوک غواړي چي د اوسيدني چاپيريال ئي زرغون شي جيب يي ډک ،خيټه يي مړه او دماغ يي تازه شي نو بايده دي چي د کرهڼي د باغچو په پراختيا کښي د زړه د نيته برخه واخلي .
د کرهڼي باغچي ته په انگليسي ژبه کښي Allotment ،په جرمني ژبه کښي Wohnsidlung ، په فرانسوي ژبه کښي Latissements(Jardinage) ، په روسي ژبه کښي Vedelinie(Sadavodstva)او په سويډني ژبه کښي ورتهKoloniträdgård وايي اوهم په لاتين کښي ورته Colonia چي دا بيا د Colonus څخه اخيستل شويده او Colonus د مستعميري ، کروندگرو (دهقانان) او د نوو ابادونکو په معنا هم راتلاي شي . اود سياسي نگاه نه هغه اداري او تشکيلاتي واحيدونه دي کوم چي د بيگانگانو لخوا اداره کيږي .
په اروپايي هيوادونو کښي يوه لويه برخه ځمکه پر وړو ټوټو باندي ويشي چي دغه ورکوټي ټوټي بيا دښارواليو او ناحيو له لاري ديوه بالغه شخص او يا د يوه فاميل لخوا د يوه کال لپاره په کرايه نيول کيږي اوخلک د کرهڼي په باغچو کښي ترکاري ، گلان او د ميوو وني کري، چي دغسي ځمکي د کرهڼي د باغچو په نوم سره نوموو. د معمول له رويه نوموړي لويه برخه ځمکه په لسگونو او يا سلگونو برخو باندي تقسيموي او دهري ټوټي (باغچي) لوي والي د ۵۰ څخه تر ۴۰۰ ميتره مربع پوري وي . اود باغچي خاوند د باغچي د ښي ساتني لپاره اغزي لرونکي سيم ، لرگيو اوږدو تختي او يا د ونو د منډان (غني) د کرهڼي د باغچي څخه گردچاپير را تاووي اويا لښته لرونکي بوټي چي ځنگل کيږي او لوي وني ورڅخه نه جوړيږي گردچاپير کري . د يادوني وړده چي د کرهڼي په باغچه کښي يوه ورکوټي کوټه د سامانونو د ساتلو او يا د لږ وخت د اوسيدني لپاره ابادولي شي لاکين د دايمي اوسيدني لپاره ورڅخه کار نشي اخيستلي . د باغچو خاوندان تر هغه وخته پوري د باغچو مالکين دي تر کومه وخته پوري دوي د باغچو کرايه تحويله وي .
د يادوني وړ ده چي د کرهڼي باغچي د ښارواليو ، ناحيو ، د باغچو د اتحاديو او نورو شخصي خلکو لخوا لکه د کورونو خاوندان چي د کورونو ساحي ته نژدي د ساحي د ښکلا او خپلو مشتريانو د ښه استراحت په خاطر جوړوي ...او نور.
د کارونو د ښه ترتيب او تنظيم لپاره د باغچو خاوندان په اتحاديو کښي سره راټوليږي او هم اتحاديو ته د کال په ډيره کمه اندازه د غړيتوب ونډه ور کول کيږي .د اتحادي ټول غړي بايد د اتحادي اساسنامه او نور اړوند قوانين په ځان ومني . اتحادي د خپلو غړو لپاره د دولت او شخصي خلکو څخه ځمکي په کرايه اخلي او بيايي پر غړو باندي ويشي .
د کرهڼي د باغچو اجتماعي - کلتوري او اقتصادي ارزښت
د du Coin de Terre et des Jardens Familiaux بين المللي بيرو چي په لوکزمبورگ (Luxemburg کښي قرار لري او د ۱۹۲۶ کال څخه راپديخوا په اروپا کښي د دري ميلونو د کرني د باغچو خاوندان چي د کار ښه وړتيا لري نمايندگي کوي اود هغوي نظريې کومي چي د کرهڼي د باغچو اجتماغي ـ کلتوري او اقتصادي ارزښت په هکله وړاند کړيدي په لاندي ډول مينه والو ته وړاندي کيږي :
۱- په ښارونو کښي د شور ،بيروبار او د زياتو گردونو کميدل او د گڼي گوڼي د اوسيدني د چارچاپير د ساحي د زرغونیدلو له کبله د اوسيدونکو د ژوند په کيفيت کښي ښه والي راتلل .
۲- د فاميلونو لپاره په زړه پوري ازاد مصروفيت پيداکيدل، او د خپلو شخصي تجروبو له مخي د تخمونو کرل ،د بوزغلي نيالول ، روزل اود تازه سبزيجاتو راټولول د لوړمنزلو کورونو ، سيميټي سرکونو اوميدانونوپه مينځ کښي .
۳- د ماشومانو او ځوانانو لپاره په آزاده هوا کښي د لوبو کولو لپاره شرايط برابريدل ، د يوبل سره د روابطوجوړول ، د آزاد طبعيت سره اشناکيدل اود مشرانو څخه د کار او فعاليت زده کول .
۴- د کارکونکو خلکو لپاره د تفريح ډير ښه ځاي گڼل کيږي او د هغويي د جسماني اورواني ستړتيا دکميدلو سره مرسته کوي .
۵- د مهاجرو فاميلونه د نورو مختليفو فاميلونو سره پيژندگلوي پيداکوي او هم په يوه ملک کښي د انتگراشون ارزښت لوړيدل .
۶- د بيکارانو لپاره هم گټه لري ، دوي کولاي شي چي يو څه وکري او محصولات يي په مناسب قيمت بازار ته وړاندي کړي .
۷- د معيوبو خلکو لپاره يو داسې ځای دی چې هغوی کولای شي په اسانۍ سره د اجتماعي ژوند څخه برخمن شي ، خلکو سره اړيکې پيداکړي او د تنهايۍ ژوند ته د پای ټکی کيږدي .
۸- د تقاعد خلکو ته د ساعتيري ، د اړيکو د پيداکولو او ټينگولو لپاره داسې يو ځای دی چې کولای شي د خپل مزاج وړ انډيوالان پيدا کړي .
ماخذ
http://en.wikipedia.org/wiki/Allotment_(gardening)