څیړونکی لیکوال : نصیر احمد مهمند
سدنی ــ آسترالیا
افغانانو ته درسوا اوشرمیدلی دښمنانو سره څه کول پکار دی ؟
دامریکا ولسمشراوباما د دوه زره یوولسم میلادی کال دمی دمیاشتی دوهمه نیټه په یولڼده ځانګړی تلویزیونی وینا کښی وویل چی اسامه بن لادن دالقاعدی دسازمان مشردیوی امریکایی خاصی کوماندویی ګروپ لخوادیوحملی په ترڅ په پاکستان کی اسلام آباد ته نږدی دایبت آباد دیوی نظامی ډوله ښارګوټ ددوی په کورکښی په قتل ورسید.
وروسته له دی درسنیوپه خبرونوکښی دامریکایی اوپاکستانی مقاماتواومنابعودخولی څخه پدی اړه راز راز د ابهاماتواوتناقضاتونه ډکی خبری اوتبصری خپاره شویدی چه نړیوالوته بغیردشک اوتردیداوبی باوری تراوسه داسی کومی سپینه اوروښاته خبره یاعمل پکښی نه لیدل کیږی چه دحقایقواوواقعیتونونه پرده پورته کړی .
داخګه نننی بهیرپه یاد راوړی چی پخوا له دی نه هم دوه ځلی دبی نظیربوتود پاکستان پخوانی صدراعظمی او جنرال مشرف دپاکستان پخوانی ولسمشرلخوا ددوی دواکداری په مها ل همداسی یومجهول خبراواعلامیه خپاره شوی و چی اسامه په قتل رسیدلی دی. دا چی اوس هم یوډیرمهم بی وسلی سړی دیوعادی مجرم غونډی دیوامن اوآرام ځای په قتل رسیږی اوبیا ددیروابهاماتواوتناقضاتوسره اعلانیړی ،اوورپسی داسی په پت اوعاجلی اومافیایی ډوله مړاوجسد یی په سینداچول اوښخول او بیای ویل کیږی چی دغه عمل داسلامی مراسموسره صورت موندلی دی ، داټول دسالم اوعاقلوفکرونواومنطقوسره نه جوړیږی اودبی باوری اوشک وتردید وړ ګرځیدلی دی.
بله داچه دویناګانی اوخبرونوپراساس اسامه بن لادن په یوه داسې ځای کې په قتل رسول شویدی، چه هلته د پاکستان دیرمهم پوځي اکادمی موقعیت لری او له پنځوکلوراهسی هلته هسټوګڼه درلود.مګرددوی په خوله نه یوازی د پاکستان حکومت ،أردو اواستخبارات یی« آی، اس ، آی» بلکی دڅه ناځه څلویښتو نه زیات هیوادونه چه دالقاعدی اومشریی سره په مقابله کی ملاتړلی او ښکیل دی له هغه نه خبرنه وو . په سل ها پوښتنی دی چه ځواب غواړی خویوازی ښاغلی اوباما خوشحال دی چی پخپل زعم کی عدالت پلی کړیدی او په دی وسیله ددویم دوری دپاره ځانته دامریکی ټول تاګڼوته دبریالیتوب لاره پرانیستیده .خودا چه څومره اوکوم بی عدالتی ګانی او مصیبتونه په کومه قمیت صورت موندلی یوبی وسلی سړی ولی په قتل رسیړی اوداسراراو اسناد او حقایقو زیرمټون له مینځه وړل کیږی .خپله یوبل اولوی بحث تشکیلوی.
سیاست پوهان اود نظرخاوندان پدی عقیده دی چی عدالت یوازی تش په خوله اوویلو پلی کیږی نه ، که دامریکی ترکاسی لاندی نیم کاسی موجوده نه وی بایداسامه ژوندی نیول شوی وای اواقلادامریکی دتروریزم دمبارزی سره او دافغانستان په اشغا ل کی دانډیوالانواوناتواستازی اوخبریالانوته په جریان کښی قرار ورکړی اوښودل شوی وای اوبیا محکمی ته درولی چی په رښتیاسره عدالت هم پلی شوی وای اوهم ټول حقایق نړیوالو ته روښانه شوی وای .ځکه چی اسامه اودالقاعدی سازمان خبره اوداعیه هم کومه واړه شخصی ګروپی او یا محلی بڼه ندرلود،بلکی که خپله یی مشکوک هویت درلود ،مګرپرته له شک نه چی دی سره رازونه اوپلانونه اوترشایی حتما لوی ملاتړکوونکوموجوده وه . له بلی خواپه دی اړه ملیاردونو پیسی لیګیدلی په لس هاو زرو دانسانانو وینه تویه شوی ، یوازی په افغانستان کښی په دی لس کاله دامریکی او ناتو لخوانه له لسو زرو نه زیات بی ګناه او بی دفاع افغانان وژل شویدی دتروریستی او ځان وژنی خولا پریږده دا دغو نړیوال دښمنیو او داعیو اسامه بن لادن ته دپام وړهیولاګرځولی و اوپه نړیوال کچه ،برحق یا ناحق ویره او خطررامینځ ته شوی څرګنده ده دغه بهیردنړی ملتونواوهیوادونوپه ژوند اومقدراتو باندی مستقیما اغیزه لری اوواقعات یی دتاریخ یو بخش تشکیلوی. ښه به دا و چه ددی «پخوانی هیرو او نننی هیولا» دخولی نه حقایق او واقعیتونه اوریدل شوی وای .
نوپردی بڼست ضرورت وچی هرمعامله پدی اړه په روښانه،صادقانه اوسپنه ټوګه صورت نیولی وای ، نه دیوعادی غله یامجرم په څیرپه تورتم کښی ورسره چلندشوی وای . ترڅوپه سپین اوڅرګنډ عمل اومستند خبرو، اسناداوشواهدو سره هم دغسی پلی شوی عدالت نړیوالوته دقناعت اوتسل وړګرځیدلی وای اوهم راتلونکونسلونواوتاریخ ته دقضاوت ، زده کړی اوعبرت لپاره رښتینی ، دقیق ،مستند فکتونه اوپرحقایقو باندی ولاړواقعیتونه وړاندی شوی وای . افغان ویښ ولس مټل لری «که شپه تیاره دی مڼی په شماردی » اویا ددری ژبه په اصطلاح « شتر دزدی به خم خم رفتن نمیشود» .خوتراوسه هرشی پټ اوپه اوبوکی لاهوشویدی . مګرباوردی چی دزمان تیریدنه خپله محک دی اوهرشی سپینوی .نور په دی اړه مخکی نه ځوداوضاعو ورستی بهیراووده یی تعقیبه وو.چه نور څه اود څوک مخ توری څرګنډیږی .
خوراغلوپدی کښی چی په دری ژبه یومټل دی چی « درمرده خانه هرکس غم وګریه جان خوده میکنه» .راځی دخپل خلک اوهیواد په هکله سرپه ګریوان کړوخپله کورپه دننه دولس وضع اوامکانا ت او دقدرت خاوندان او مدعیانوته یوځلنډه نظرواچووچه دخلکواوهیواد دنجات دپاره اوس څه کول پکاردی ؟او څرنګه لاره وڅیړوا وغوره وکړو؟.
اساسی ټکی دا دی چی افغانان اوافغانستان دهرولس اوهیواد په پرتله زیاته قربانی ورکړی دی اوهمدا اوس داسامه دراماتیکی موندل اوقتل په پاکستان کښی افغانانودپاره یوانکارنه منونکی بیلګه ده چی دعراق په څیرپدی لس کال پرته له اسناداو ثبوت پرافغانستان باندی دامریکا اوناتواونوروحملی اولښکرکښی اوورسره جوخټ دبن دغیرعادلانه اوبی محاسبه درامی پربڼسټ دګاوندی دولتونه په ملګرتیا نه یوازی په افغان مسلمان باټورولس باندی صریح ظلم شوی ،بلکی دملی مقدراتود ټاکلو پروسه شنډه شوی اودملی رغونی اوسمونی مخه یی ډب کړیدی، زمونږ هیواد په نوی استعماری بڼه اشغا ل اودیوه ملی مستقل هیواد په حیث هستی او موجودیت یی له جدی ګواښ سره مخامخ دی ، زمونږ هیواد ددغونړیوالوښکیلاکی لوبو، سیالیواورقابتونودرشل اوستیج ګرخول شویدی .
دغه دلوبواوځغاستوسیاستونه دی چی دبیارغونی اوسمونی پرځای زمونږ ولس اوهیواد په دا تیرلسیزه کښی لا بی ثباته اوله تباهیواوورانیو سره مخامخ اوزمونږ فرهنګ اوفرزانګیوته زیانمن کړیدی ، زمونږاسلامی او افغانی « ملی هویت »ته زیان رسولی دی، اومونږتردی حده رسولی دی چی لاس ترځنی بایدکینواودخپل مادی او معنوی شتمنیو،فرهنګی ارزښتونو، هنجارونواوملی اخلاقی معیارونوتباهی اوبربادیواوهمداسی دیوفاسد اوپرته د صلاحیت اومسوولیت نسل ته دتکوین شاهدان اوسو .داځګه چه دزمریانوکوراوخاوری نه د کید ړوکوریا په بل عباره« دکوڼدی اویتیمانوکور» ورنه جوړکړیدی .
مخکی تردی نه دانتی سویتزم ترشعارلاندی زمونږ خلک اوهیواد تباه او برباد کیدل. خونن امریکاییان او متحدین یی،ګانوندیو ګرګسان اولاش خوران اودهغوپه پل تلونکی یعنی د بن القاح ددی شعارلاندی «کسیکه باماست ازماست ، کسیکه با مانیست دشمن ماست »کومی چی د ډوی په طبع اوتوکه برابراوموافق نه وی« دښمن اوتروریست» اودافغانستان او نړۍ ته ګواښ وایی اوګڼي او«ملګري ترورېستان » که څه هم تردښمن هغوی هم افغانستان اوهم نړۍ ته خطرناک دي هغوي نازوي اوپالنه یې کوي ،قدرت او پیسی هم ورته ورکوی ، خودهغوی دپاره نه عدالت مطرح دی نه جنایت اونه دبشری حقوقونه تیری اوضدیت، افغانان دی ته وایی « یک بام ودوهوا». خو دا د لسټوني ماران به خا مخا یوه ورځ دوی هم و چیچي.
پدی خبره او نظربایدبشپړیقین اوټینګ باوروی، ترڅوچې دافغانانوملک کی داحالت چه دمافیایی غلواوکاروان ګډ شوی غږجلا اوتوپیراوتصفیه نشي، دبن دطراحانو اشتباه ګانی اوبی عدالتی تصیحیح او جبران اوافغان ملت ته مرسته اوپریښودل او مجال ورکړنشی چی خپل مقدرات وټاکی اود بشری حقوقوضد اودجنایتونو مسوولین که هغوی پروني دي که ننني، که ښي لاسي دي اوکه کیڼ لاسي او که په هررژیم اوډله پورې اړه لري، عدالت ته را کش نه شي او دخپلو کړنو ځواب ونه وایي، افغانستان او افغانان به هیڅکله هم د ریښتنې او دایمي سولې مخ ونه ویني.
ځګه چه افغان جلا نه منونکی ویښ اوباټورولس ښه پوهیږی اودوی پیژنی چی څوک څوک دی اوڅه کوی ،کوم لاملونه یا اسبا ب چی د خوځښت اوپا یښت جرړی تشکیلوی اودهغوی دډنډودپه ترسره کولومرستی اوملګرتیا سبب ګرځی توکمیز، ژبنی ، مذهبی سیاسی متضا د لاملونه اودریځونه دی چی په وسیله د« یو ایتلاف دیو شمیرناخلفو اومطرودوګړو،ګروهونواو سیاسی نحلو ، دهوسونواوعقدو،د فردی اوګروهی ګډوګټو اوغوښتنودیوګډمحور په شاوخوا کښی داجنبی استعماری ځواکونو ترسلطی لاندی راټول شویدی» رسما اوعلنا دآزادی اودموکراسی ترچترلاندی ترورځه ویری اونفاق اچوی اومصیبت زیږوی اوورته لمن وهی اووډه یی ورکوی .دمختفلونومونو او تش په نامه شعارونوخپله بڼه اوباداران تغییرورکوی اوامیدوارکوی که ښی اړخ دی یا کین ترکومه ځایه چی ثابت شویدی هغوی دهیڅ قوم اومحل نه استازیتوب او ملا تړنلری خوټوپک اوبهرنی استعماری ملاتړدوی ته هرشی جوړکړیدی ، کاذب شخصیتونه اوپرستیژورکړیدی .
ددغه کاذب مدعیان تیروکړو وړو افغان ولس اونړیوالو ته څرګند دی چی دملی ټولنی دجوړیدو کوم ټاکلی پلان او پروګرام هم نلری ، یوازی دکلمواوشعارونوترشاخپله بڼه پټوی ،دحقوقو اوعدالت عامی مسالی مطرح کوی ، کله دپراخ بنسته حکومت او کله دفدرالی جوړښت یا دهیواد دنوم دبدلولو، کله هم داسلامی او اعلای کلمه الله مطرح کوی . خواوس دغربی بی بندوباره دموکراسیواوبی مسوولیته آزادیو ،تش په نامه عدالت ا و...پسی لګیا دی خودتلی یا ترازودروندټوپ ته ګوری اوهرشی په خوله او خبری غواړی یی اوجوړوی.مګردهغوی دپاره هم کوم مشخصی علمی اوعملی ، اقتصادی ،ټولنیزاو سیاسی محتویات نلری او وړاندی کولی نشی چی عملی وی اوڅه ناڅه لس ، شل قیصده دافغان ولس اوهیواددپاره په ګټی وی اوسوکالی اوامن راوستلای شی.
لس کاله تیرشول له بیدریغه نړیوال نظامی،آقتصادی اوسیاسی ملاتړسره دڅومتری په پلازمینه کی دخپل ځان نه ساتنه اوڅارنه کولای نشی هرورځ په سل هاوملکی او بیګناه افغانان وژل کیږی ملک لابربا داو ویجاړاوخلک وږی ، تږی ، بی دارو او درمل ،بی کوراو بی ګورشو ی یوه خوله او ګډ پلان نلری. دصلحی سره ضدیت کوی ،نورهم امریکای عدالت غواړی ، مګراقلا دصلحی اوعدالت پرمفاهیم اوتړاو یی هم دمکث کول وس اوتوان نلری بلی خوا ملت هم دا غوښتنه لری دوی خپله اونورو عدالت ته راکښ شی . په حقیقت کی یوازی دضدیتونواواختلافا تو حاملین اوعاملین دی ، چی په سیاسی اقتدارکی لیوال اوهغه څه غواړی چه بل ته روا داری نلری اونه ورکوی. اوکه چیرته خبره سپینه وشی په اصطلاح «جفن یا سفسطی »وایی اویاهم په سیاسی قدرت کی دخود مختاری التزام اوضمانتونه غواړی .چی دا مطالبه دموجوده ګروپونوداقتدارپه سلسله کی هیواد په مستقلوبرخودویشلی لامل هم ګرځیدلی دی.
که خبری اوږد نشی ډیرش کلن تجربه په څرګند ډول دی ته په لاس ورکوی چی دوی یوازی دخپل شته والی نه دفاع کوی ، پدی څو محدود اومعدوه ګروهونو یا اتحادیواو ایتلافونو کی ایدیالوژیک يووالی اوګډ مساعی نشته . څرګنډ ه ده کوم ځواکونه چی دتضادونوپالونکی وی هیڅکله دحل وړګرځیدل شوی ندی اونګیږی . دافغان ولس کرکه او خپګان هم د دوی په اړه څرګند او واضح دی ترکومه ځایه چه روښانه شویده په عملی ټوګه اودټولو بهرنی اوکورنی په پروسه کی ځنګه چی مخکی ذکر شول کومه ډنده چی دغوکړوپونو یا ځواکونوته سپارل شویده« دواړخواوته »دبهرنی سیمه ایزی استراتیژیکی لوبی په لمن کی دسیاسی پوځی مورچلونوساتل دی .
له پورتنیو څرګندونو دې پایلې ته رسیږو، اوس چی داسامه په موندلواوقتل سره که رښتیا وی که غلط دسیمی او نړی پالیسی ګانی اوسیاستونه دبدلیدلواوتغییر په حال کی را روان دی افغانان اوافغانستان يوځل بیا دنازکوشیبوسره مخامخ دی مګرپه یقین سره چی که افغانان سیاسی شعوراوبیداری دیو واحداویوموټی عمل اونظرپه ډګرکی دګړنډی هوش اوزیرکی او خلاصی سټرګی په ملتیا سره خپل کړی ډیرمناسب اومساعد فرصت لاس ته راغلی اودښمنان رسوااوشرمیدلی دی او دیومفتضح ماټی سره مخامخ دی، کیدای شی چی دافغانستا ن دنجات او ګټی دپاره دیورښتین هراړخیز ملی برنامی او سیاسی اوټولنیزواستراتیژیو په چوکات کی وخت له لاسه ورنکړی تر څو چی ترینه له ژوری پام سره موثره استفاده وشی ، دا چه «هرسخن جایی وهرنقطه مکانی دارد » . دخبراوکرداروخت او ځای باید.وپیژندل شی . زمونږ دخلکوپه ساده خبرو یا مټلونه اوکرداروکی په ډیری لوړی کچی سیاسی پوهه،منطق اوګټی نغښتی دی، په دی اړه یوکیسه را یاد شوه هغه داسی وچی «یو سړی دجکړی دګرخواته روان واو ژوندی بیرته ګرځیدل یی امکان ډیرضعیف ښکاریده ، خو ښځی یی بام پاس ته وختل او ورباندی غږ وکړ ، فلانکیه! فلانکیه!ماته دالوان پرټوګ راوړی » . یا خودا هم پرځای دی چی په ګوته شی چی زمونږ خلک حتی دهغه چرګ چی وخت نه پیژنی اوبی وخته اذان ورکوی ورته په نظر نګوری اوورباندی ونه رحمیږی سریی غوڅوی.
که پورته مټلونه دمطایبی په ټوګه ومنوپراصل مطلب راشو ، دا چی یوعادی سړی هم درک کولای شی اوپوهیږی نن چې د افغانانو دښمنان دبن لادن دملاتړپه وجه باندی دافغانانواونړیوالوپه مخ رسوا شرمساراومخ تورشوی اوترسختو نیوکولاندې دي ، په داسې مهال پکاردي چې ټول افغانان لکه یوموټي او سوک ددښمنانوپرسریوګوزارشي او دپښتنی میرمنودا مشهوره لڼډی . « که دځلمو نه پوره نشوه xxx فخرافغانه جینکی به دی ګټینه ». پربنا ځانته تکان ورکړی او خپل احساس اومیړانه دملی او دینی ډنډو پروړاندی وښایی . په داسې مهال د افغانانو په کوردننه اختلافاتو ته لمن وهنه د دښمن په ژرنده اوبه ورسمول دي .مع الاسف ښاغلوعبدالله عبدالله اوځوان امرالله صالح دواړویوه غونډه په داسې مهال جوړه وکړه چې افغانان پنجاب سره د القاعدې دمشردموندلوپرسرپه پریکنده شخړه کې ښکیل دي . له افغانانونه سربیره په همدی اړه نړیوالوهم پنجاب ترسخت فشارلاندې نیولی دی . په داسې وخت دافغانانو له خوږې ګوتې نیول او ستونزوپیښول د پنجاب لپاره لویه مرسته ګڼل کیږي .
بیا په ډیرخواشینی سره دذکروړدی چی دډوکټورنجیب الله د روغې جوړې تګلارې په اړه هم دغسې منفي دریځونه نیول شوی وو . هغه مهال هم د افغانستان لپاره دملګروملتود سولې اوانتقالی کړنلاره دملل متحد دسرمنشی خاص او فوق العاده استازی دښاغلی بننسیوان داهمال په وجه تس نس شوه. اود پردیو په لارښوونه کورنۍ شرموونکی اوتباه کوونکی جګړه پيل شوه. دمۍ دپنځمی نیټې غونډه کټ مټ سړي ته د تیرمهال بغاوتونود پیل بهیررا یادوي .هیله ده چی بیاهسی مصیبت باربهیرتکرارونشی اوله تیروبهیرونه دقدرت لیوانیان اومدعیان زده کړی او پند واخلی اوتوبه وباسی چه هغه فضا او زمینی ته مساعد نشی او موقع ورنکړی . سره له دی نه چی خبری اوږدیږ ی خوبیا په دی حساس اومهم مهال ددینی اوملی ډندی له مخی پرموقع او ضروری بلل کیړی چی دښاغلوعبدالله او امرالله دمی دپنځمی نیټی په اړه یو لڼد مکث وشی او ددوی اونورولکه دوی په دی حساسوشیبو پام راوګرځول شی .
د دوه زره یوولسم میلادی کال د مۍ په ينځمه نیټه کی د یوې غونډې په ترڅ په کابل کې دملي امنیت پخواني مشراو«دملی تفکریا تنفر!؟مخکښ » ښاغلی امرالله صالح د سولې په نوم روان بهیردافغان حکومت یوه معامله وګڼله او ښاغلی عبدالله عبدالله » پرښاغلی حامدکرزي باندی نیوکه وکړه چې عدالت نکوی او بل دا چی نوموړي ولي د بن لادن د وژنې په اړه پخپله وینا کې ونه ویل چې احمدشا مسعود د بن لادن په لاس وژل شوی دی!پدی اړه اوپدی حساسوشیبوداسی غیرمسوولانه اوغیرمستند بیموقع غونډی اوخبری دیوآګاه اودلویوادعاګانی خاوند ښایسته نه ښکاریده اوداسی خبرواواعمالودملی ګټواومصلحتونوسره هم کاملا تناقض لری. حال داچی پدی مهال پکاردی چی دو ی ټول دملت او دخدای په مخ او رضاء خپل مخونه ومینځی اوسپن کړی . خوبیا ددوی د سرخلاصی دپاره یوڅه وضاحت ورکول په کار دی .
لمړی خبره داده چی سوله ایزلاریون ،غونډه ،روغ ،جوړونکی اوپرمعنی اومستدل نیوکی اودمشکلاتو اومعضلو دوتلولارښودل چې هیواد کې د جوړونکواورغونکوغوښتنو په موخه وي دهرانسان اوټولنی دپاره دمهموډندو اواړتیاوڅخه ګڼل کیږی او روا مدنی حق دی ، خوبل اړخ یی هم باید له پامه لری نه وی چه هیڅوک حق نلري چې لاریون اویاغونډه د داسې موخولپاره وکاروي چېملت او دولت ته د ننګونو په مهال بیموقع او بی ځایه په واړه شحصی هوسونواوخوښی خیالونواوخبرومصروف کړی چه په پایل یی دملی مقدراتوتصمیم نیولو په اړه فکراوعمل اوفرصت ته ستونزی اوتاوان رامینځ ته کړی او دملي ګټو پرځای ، دپردیودغوښتنواوګټو لپاره تمامه شي .
دا څرګنډ ه ده چی په هیڅ دین اوآیین کی سړی وژنه جوازنلری اومونږ دهیچا د نا حق وژنی یاقتل خوښ اوراضی نه یو. خودذکروړدی یوځل بیا را په یاد شی. چی داسلامی شرعی حدودواوحقوقی اصلونو پربناء دقاتلین یاجنایتکارانو په وژنی سره پرته له ثبوت اومحاکمی هم عمل کول انسانی طبعی حقوقوسره لوی جفا ، بیعدالتی اوله حدودواواصلونونه انحراف اوسرغړونه ده اودغه عمل خپله یو بل سټرجنایت ګڼل کیږی . زمونږ ستونزه او بد مرغیو لامل او دخلکوغوښتنی هم همدی ځای کی دی چی ای کا ش دغه ټول وژل شوی کسان چه دافغان ولس اوویجاړهیوادافغانستان دننی مصیبوتونواوبدمرغیواساسی نقش لوبونکواصلی عاملان ګنل کیږی ژوندی وای اودخپل ځان اوکړووړونه دخلکو اودخدای په رضا اومخ غاړه ایښودلی وای او دوارد شویو فکتونواواتهامونوپه هکله دفاع کولی اوبراءت یی اخیستلی وای او خپل ځای مشخص کړی وای. خو په خواشینی سره دا دارتجاع او استعمارفطری خصوصیت دی لکه چی پورته ذکرشوخپل ایجنتان اوګوداګیانوته کله چی ورکړشوی ډنډویی ترسره کیږی ،نورشتون اوموجودیت یی د پټو رازونواوشوموموخودافشاکیدلو لامل ګڼی ،لذا په مختلفو ذرایعو اووسایلو له مینځه وړی او وژنی یی اوهماغه قاتلانو ته د مزدپه ډول دبل مهری په بل بڼه اوجا مواستخداموی .
خو خبره داده چې په افغانستان کېپه دی ځه دپاڅه ډیرش کا ل کښی د ولس اوهیواد په سرډیری معامله ګران اوقاتلان له ترکی ،حفیظ الله امین ،کارمل، یعقوبی ، داکتر نجبب الله نه ترنوروچی وژل شوی اوپټ اسراراو رازونه خاوری ته یوړل شوی او دمصیبتونواوبربادیو لړی دیونافرجام سریا ل په ټوګه بدل کړی دی . پل تلونکی شریکان اوانډیوالان یی هم چه پاتی دی هغوی هم په زرنګی سره پوښتنی اوعدالت وواژه او دفن یی کړه اوځا نونه هم وبخښل چه پدی ترتیب ښاغلی حامدکرزي سربیره دبخښنی دهریوه په وژلوسره باید یوه وینا هم وکړي؟
په هرصورت دی ښاغلی بایدهیر ونکړی چی بن لادن د استاد رباني د واکمنۍ پرمهال چې مسعود په دې واکمنۍ کې هرکاره اوخپله ښاغلیه اودنظار شورا نوروغړواوتشکیلات یی په واک هم ورسره و، د اریانا په الوتکه کې له سوډان څخه افغانستان ته راوړل شو . په افغانستان کې د جمعیت اونظارشورا په وسیله ځای په ځای او ونازول شواو ډیری پیسی هم ورته ورکړشو .
همدارنګه تاسی ټول بن لادن سره په خواخوږی اویوعقیدتی باوروی اوبرخلاف مدنی ټولنی ، دموکراسی اوعطر وپودرنه کرکه درلودی اوتقبیح کولی .
همدا ډول ښاغلی امرالله صالح هم وايي « د سولې په نوم روان بهیردافغان حکومت یوه معامله ده» لمړی بایدوویل شی چی بزګران یومټل لری«خوشه چین ، خوشه را نمی خواهد وصاجب ملک را» خوبیادسولی دمقدسه کلمی په درنښت دی باید ددغسی خبروپرځای چی تفکرملی سره تضاد لری ،په غونده کی رابلل شوی هغه تنکی ځوانانواونوروته داسی وپوهوله « چی معقول اوعلمی اوګټوره ملی تفکراوخبره داده، چی په سیاست کې معامله چې دملت په خیراوښیګڼه وي او دولس نه پټ اوپرته له غوښتنی نه وی په خبرتیا اوعلنی ترسره شي اودپردی له خولی او لمسون نه وی ،نه یوازې دا چې ناروا نه ده بلکې روا ، قانوني او ګټوره هم ده .سیاست له معاملوپرته عملي مفهوم نلري ».
هراصیل مسلمان افغان اوهیواد دوست وګړی ډنده لري چه درسول کریم حضرت محمد «ص» دغزواتونه زده کړی ، پند اوالهام واخلی ، افغانستان کېبدحالت دی د سولېپه موخه مخالفینوسره چې جنګیږي دشرایطوپراقتضاء چه نورمصیبتونه او بدمرغی نه جلوګیری وشی او افغانانوته خپل مینځی تفاهم اوتسامح اوتساهل راوړی ، معامله وکړي . هغوی ته په واک کېبرخه ورکړي او واکمنۍ کې يي شریک کړي . که طالبان د پنجاب ، القاعدې ،عربو،اوهمداسی دغه نورودروس.امریکا ،انګلیس ، ایران ،هنداواروپاییانوله منګولونه راخلاص شي اوبیرته وګرځی اننګه وکړی خپل ملی هویت خپل کړی یودبل په څڼګ یوموټی په ورورولی ودریږي اودهیواد په ساتنه ودانولوکې لاس پکارشي ، ددې معاملې کومه برخه یی ناوړه ده ؟
همدارنګه که په هیواد کې د سولې دراوستلولپاره یوواقعی ډودیزلويه جرګه جوړه شي چی جګړه ځپلي افغانستان ته سوله راوړي نه یوازی تاوان نلري بلکی یومثبت ګام بلل کیږیری چه دخیراوښیګڼی په لاره کی اوچتیږی ، په شرط ددی چی دحسن نیت او صداقت سره مل وی او دواړوښکیلو خواوی ددی په اهمیت او حساسیتونه یی ځان پوه کړی .
د ملي دودونو اواصطلاحاتو سره ددښمني پرځای چه دهیواد دبربادیو په بیه تمامیړی دروناو ی وکړی او غاړه کیږدی کمال دانسانیت او وطن پالنه ده.
نن سبا چې تاریخ افغانانو ته یوښه مناسب موقع په لاس ورکړي اوافغانان يي باید د ملي پیوستون او یووستون په مټ د هرغلیم پروړاندې وکاروي ، او هوښیار اوسی چی دا چانس له لاسه ونه ووځی .
اوس باید کورني توپيرونه یوې خوا ته کیږدی اوپه سیاسي هوښیارتیا دښمن ته رسوا او مات کړی او خپل ولس ددغه بدمرغیواوتباهیوله منګولونه نجات ورکړی .