دخپریدو نیټه : 2011-06-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - دیار لسمه برخه
ژباړه : قریب الرحمن سعید
(۱۵۵)
د جهنیه د قبیلي بني شمخ ته عطیه ورکول :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا د محمد النبي له اړخه د جهنیه د قبیلي د بني شمخ له پاره عطیه ده .
دا چې هغه د صفینه په څه زمکې باندې قابض دې نو دهغې په کډون دزراعتې برخو دا زمکه ټوله صفینه ته ورحواله کیږي . په دې زمکه کې د مداخله کونکې استحقاق به هیڅکله هم تسلیم نه کړل شي ، بلکه هغه به همغه بني شمخ ته ور حواله کیږي .
محرر : علا بن عقبه د ګواهانو سره .
(۱۵۶)
دا هم یو ځل بیا د جهینه له پاره :
د عبدالله بن عکیم الجهني د روایت له مخې :
زه ځوان وم او د جهینه په زمکو کې اوسیدم . چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات نه یوه یا دوه میاشتې مخته دا لیکل شوې فرمان مونږ ته را ورسید .
«دمردارو ځناورو پوستکي اود هغوی دپلو څخه ګټه مه پورته کوئ » (۱)
(1) (مراد ترې خام پوستکې دې . که پوستکې پوخ شي نودهغې استعمال او بدل دواړه حلال دي . «کل اهاب دبغ فقد طهر » په همدې باندې دهغې دپلو او کلمو قیاس هم کیداې شي والله اعلم.)
(۱۵۷)
یو ځل بیا د جهینه د قبیلي له پاره :
دا در سول اللهصر دخولې وثیقه ده چې د خداې په حکم صادق لیکلې ده :
د عمرو بن جهینه بن زید الجهني له پاره :
تاته ( زمونږ له اړخه ) ناستې او لوړې دواړه ډوله زراعتي او غیر زراعتي زمکې په ولکه کې درکول کیږي ،په هغې کې دهغه ځاې غرونه ، غونډۍ اودهغې لمنې هم شاملې دي . دهغې په وښو او اوبو باندې هم ستا مالکانه حقوق تسلیمیږي . په دې شرط چې :
الف - ته ( دغیمت د مال څخه ) خمس ورکوې .
ب- په اوزو(۱) او اوښانو دواړو ډولو(۲) به دهغوې لمړنې دنصاب حد دوه وزي دی اوهغه دواړه په لاندې ډول دي :
1- تیمه : د ۴۰ څخه دزیاتو وزو رمه چې په ځنګل کې په ګرزیدو باندې ځانونه مړوي،
2- صریمه : د شلو نه تر دیرشو پورې د اوښانو ګله .
ج- البته دمکې په شاوخوا کې د مشیر په غرونو کې په څریدونکو حیواناتو باندې زکات نه شته .
په دې وثیقه باندې ددواړو اړخو تر منځ خداې او په دې ځاې کې حاضر مسلمانان ګواه دي .
محرر : قیس بن شماس (الرویاني) .
1) (خو د (عربي عبارت ) مفهوم دهغې پر خلاف دې : دا که په ځنګل کې څریدونکې اویا په کورو کې خړوبیدونکې وزې وي دواړه یو بل ته ورته والې ولری نو دهغوې په څلویښتو باندې یوه اوزه زکات واجبیږی .
2) که چیرې دواړه ډوله جدا جدا وي نو په هغوې هم یو وزه کیږي او په دې (۴۰) هم یوه اوزه ده)
(۱۵۸)
د جحدم بن فضاله الجهني له پاره :
ددې لیک مضمون نه دې تر لاسه شوې .
(۱۵۹)
دبني ضمره له پاره امن لیک :
دمحمدرسول الله له اړه بني ضمره ته :
په دې شرط چې هغه د الله د دین مخالفت و نه کړي او زمونږ له اړخه د اعلان سره سم ځان را ورسوي .
تر هغو چې په سمندر کې اوبه موجودې وي نوزمونږ له اړخه به دهغه ددښمن سره دمقابله په وخت کې دهغه سره کومک کیږي دهغه د ځان اومال حفاظت دالله اورسول په غاړه دې . اوپه انفرادي توګه هم دهغوې د هر متقې او نیک کړچاره انسان کومک پر مونږ باندې فرض دې .
(۱۶۰)
دمجدي بن عمروسید بنې ضمره سره تړون :
د رسول الله له اړخه د نعیم بن مسعود بن رخیله اشجعي له پاره تړون :
بسم الله الرحمن الرحیم
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دویم هجرې کال په دولسم تاریخ دشپې په وخت د خپلو اویا (۷۰) کسو ځان ځارونکود یوې ډلې سره ووت . په دې ډله کې د انصارو هیڅوک هم نه و . مقصد یی د قریشو او بني ضمره لټون و . د لټون په وخت کې یی د مجدی بن عمرو سیدبني ضمره سره لیدنه وشوه ، او ددواړو تر منځ دا ډول تړون و کړل شو .
«ددواړو اړخونو څخه به هیڅوک هم یو دبل پر خلاف د جنګ له پاره تیارې نه نیسی او نه به یو په بل حمله کوي اونه به دکوم دښمن سره د خپل حلیف پر خلاف اعانت کوی .
( خوددې تړون نقل نه دې تر لاسه شوې .)
(۱۶۱)
د بني غفار له پاره :
مسلمانان او بني غفار دواړه یوپه بل برابر حقوق لري ، اللهج او نبيص د بني غفار دمالونو او نفوسونو دمسؤلیت د اخستلو تر څنګ دهغوې د دښمن پر خلاف د هغوې سره د کومک وعده هم کړې ده .
خو هغوې به ددې پابند وي چې کله هم نبيص هغوې ته د کومک له پاره غږ وکړي نوهغوې به سمدستي را حاضریږي ، په رسول اللهص باندې دهغوې ملاتړ تر هغه وخته پورې واجب دې ترڅو چې په سمندر کې روانې اوبه موجودې وي .
په دې تړون کې به هیڅ ډول خنډ را پیدا کول رو ا و نه ګڼل شی .
(۱۶۲)
د نعیم بن مسعود اشجعي له پاره معاهده :
دواړه به تر هغه وخته پورې یو دبل خیر غوښتونکې او ملاتړي وي ، تر څو چې په سمندر کې روانې اوبه موجودې وي .
محرر : علي
(۱۶۳)
دبلال بن حارث مرني له پاره د جاګیر ورکول :
(لیکوال : رسول الله صلی الله علیه وسلم بلال ابن حارث مزني ته د قبلیې کانونه په ملکیت کې ورکړل . دا د فرع نومي غره په لمن کې پراته وو ، ددې کانونو د استخراج څخه تر ننه پورې زکات نه اخستل کیږي .)
بسم الله الرحمن الرحیم
رسول اللهص بلال بن حارث مزني ته د قبلیه کانونه اوددې ټوټې ټولې ښکته او لوړې زمکې د جاګیر په ډول ور کوي ددې ترڅنګ د قدس د زراعت وړ زمکې هم . خو (یادکړل شوی ) بلال ته یی دکوم مسلمان دحق نه څه ورنه کړل .
محرر : اُبې بن کعب .
(۱۶۴)
یوځل بیا : د بلال بن حارث المزني له پاره دزمکې د ورکولو وثیقه :
د رسول الله ص له اړخه :
که چیرې بلال په جغرافیایی توګه سهی خبر را کړې وي نوزه ورته دغه لاندې زمکې د جاګیر په توګه ور بښم .
1- د نحل سیمه
2- د جزعه سیمه
3- د ذوالمزارع ( نیمایی برخه )
4- دقدس مزروعه زمکې
5- دمضه سیمه
6- د جزع سیمه
7- دغیله سیمه
محرر: معاریه .
(۱۶۵)
د اسلم د قبیلې له پاره فرمان :
دا مضمون د خزاعه (۱) د قبیلې د شاخ اسلم قبیلې له پاره دې : د اسلم د قبیلې څخه چې هر څوک مسلمان شي او تر څنګ یی د لمانځه قیام او د زکات د ورکړې پابند و اوسي نودهغوې له پاره به دا لاندې مراعات ورکول کیږی
الف - مونږ به دهغوې ددښمن په مقابل کې دهغوې نصرت وکړو .
ب - دا کومک به دهغوې د ښارې او کلیوالو دواړو له پاره وي .
ج - دوې چې هر چیرې میشت وي ، مهاجر فې سبیل الله به ګڼل کیږی .
محرر : علاء بن حضرمي .
(۱)(د رسول الله ص د نیکه عبدالمطلب او د محمدص د نورو قبیلو خلکو په پرتله بنوخزاعه د عبدالمطلب ډیر ملاتړ کړې دې ، د الله رسول هغوې د حدیبیی په سوله کې خپل حلیفان ومنل .)
(۱۶۶)
د (۱۶۵م) فرمان بله نسخه :
لیکونکې: حضرت بریده بن الخصیب دخپله ځانه سره د اسلم قبیله راوړه اود د غدیر الاشطاط په سیمه کې یی پړاو وکړ . بیا بریده د رسول اللهص خدمت ته ورغې او ورته یی غرض وکړ:
«یا رسول اللهص ، دا خلک د اسلم دقبیلي څخه دي ،اودوې اوس په غدیر الاشطاط کې پړاو کړې دې، ددوې یو شمیر خلک هلته په پړاو کې دخپلو سامانونو او حیواناتو ساتنه کوي .»
رسول اللهص اسلمین ته وویل « مونږ په مدینه کې ستاسې د میشت کیدونه پرته هم تاسې دمهاجرو په څیر منو.» بیا یی علاء بن حضرمي را وباله او دا لاندې فرمان یی ورته ولیکه :
« دا فرمان د محمد رسول اللهص له اړخه داسلم دقبیلې هغو وګړو ته دې چې د پخوانيو رسومو د پریښولو وروسته یی دالله د کلیمي د ویلو په لور هجرت کړې وي ، کلیمه یی لوستې وي او دخداې په یووالي اود رسول محمدص په بندګۍ او رسالت باندې یی اقرار کړې وي . همداسې خلک په الله مؤمن دي اودهغوې ذمه وار الله اورسول دې .
هر هغه څوک چې په بنو خزاعه باندې په ناحقه حمله وکړي نودهغوې په مقابل کې به مونږد بنوخزاعه ملاتړي اوسو ، ځکه چې مونږ اوهغوې دواړه یو قوم یو او ددواړو فتح د یوه قوم فتح ده . د بنو خزاعه کوچیانو ته هم همدا ډول حقوق شته اودهغوې ښارې اوکلیوال دواړه د مهاجرو په څیر منل کیږي .»
محرر : علاء بن حضرمي .
(۱۶۷)
دحصین بن اوس اسلمي له پاره فرمان :
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حصین بن اوس اسلمي له پاره دوه سیمی ور وبښلې:
لمړۍ : دفرغین سیمه ،
دویم : د ذات اعشاش سیمه .
اګاه اوسئ : چې هیڅوک په دې سیمو کې دهغوې پر خلاف مداخله ونه کړئ!
محرر : علی
(۱۶۸)