مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حكومت اوپارلمان دسترازمايښت په لور

وحيد سپين غر_كابل
 وحيد سپين غر_كابل
 په ازادواودموكراتيكوټولنوكي پارلمان دولس دنماينده ارګان په توګه دنده لري ترڅودهغوي دغوښتنودپلي كولوپه لاره كي نه ستړي كيدونكي هڅي اوهاندوكړي
 پارلمان دنده لري چي دحكومت كارونه اوكړني ترڅارني لاندي ونيسي
 اود حكومت دټولوهغوپلانونواوكارونومخه ونيسي چي ولس ته زيان رسوي
 زموږ په هيوادكي نوي پارلمان په داسي وخت كي منځ ته راځي چي ولس داوږدي جګړي په كلونوكي رازرازناخوالي ليدلي اوګاللي اودويرلړلي ژوندډيركلونه يي تيركړي دي
 كه څه هم چي داوسني پارلمان په هكله دهيوادسياسي څيړونكواوكارپوهانوبيلابيلي څرګندوني اووړاندويني كړي اوكوي يي ،خويوه خبره دټولوترمنځ ګده ښكاري اوټول په دي عقيده دي چي دپارلمان دنشتوالي نه ديوه ضعيف پارلمان شتون هم ډير اړين اوپرځاي كاردي .
 دابه له وخته وړاندي خبره وي چي ووايواوسني پارلمان به په حقيقي توګه دافغانستان جنګ ځپلي ولس ته دخدمت مصدروګرځي ؟ خوداخبره هم بايد له ياده ونه باسوچي دپارلمان په اوسنيو نماينده ګانو ولس اعتمادكړي اوله هغوي نه دخدمتونودترسره كولوهيله لري .
 دافغانستان اوسني كلونه دبحران كلونه دي ،افغانستان ديوه وروستي پاتي اوجګړه ځپلي هيوادپه توګه ديوي ازادي اوسوكالي ټولني په لور مخ په وړاندي درومي ،داسفر يوپيچلي او دبحرانونوسره تړلي سفر دي ،سوكالي يوازي دستونزوپه ګاللو ترلاسه كيږي نه په اسانه اوساده توګه ،دنړي اوسنيوپرمختللوټولنوهم همدادبحران نه ډك كلونه اوددي سفر ډيري پيچلي اوسختي لاري وهلي دي
 زموږ دهيوادپه دي حساس اوبحراني پړاوكي دهيوادپارلمان ترډيره بريده كولي شي چي خپل جوړونكي رول ولوبوي
 دپارلمان په جوړيدوسره نه يوازي ولس ته داهيله پيداسوي چي دولس دهيلواوارمانونو غوښتونكي شته ،بلكه حكومت هم پارلمان ته دځواب وركولومسئوليت پرغاړه لري له همدي امله پارلما ن ديوه ډيرسترارګان په توګه دحكومت اوملت ترمنځ ديوه غښتلي پل حيثيت لري ، دپارلمان غړوته لازمه ده ترڅو ددي ارګان په اهميت اودولس په وړاندي پخپل مسئوليت ځانونه پوه كړي
 كه څه هم چي وړاندي داسي انګيرني اوانديښني موجودي وي چي په راتلونكي پارلمان كي به دجنګي ډلواوداپوزيسيون دغړوشمير زيات وي اوپارلمان به ددولت په وړاندي ديوه سياسي مورچل په توګه وكارول شي اودولس حقيقي نماينده ګان به پارلمان ته لاره ونه مومي خودټاكنوپه پايلي كي څرګنده شوه چي په پارلمان كي د جنګي ډلو دكانديدانوپه پرتله دولس دحقيقي نماينده ګانوشمير زيات دي اودانماينده ګان نه غواړي چي پارلمان ددولت په وړاندي دسياسي لوبي دميدان په توګه وكاروي
 دولس غوښتنه اودهيوادخير په دي كي نغښتي دي چي دولس نماينده ګان اودپارلمان غړي دهيواددآبادي اودهيوادوالودسوكالي بهير چټك اوغښتلي كړي
 كه دهيوادبيا رغونه اودآبادي كارونه پياوړي شي ،له يوي خوابه هيوادوالوته دكارزميني برابري شي اوله بلي خوابه دجګړي وراني له سره ورغول شي اوپه ديتوګه به په هيواد كي داقتصادي پرمختيا اوانكشاف لپاره لاره اواره شي
 اوسني پارلمان هم دپارلمان دغړولپاره اوهم دحكومت لپاره ديوه ستر آزمايښت حيثيت لري.
 كه څه هم ددريوڅلوروكلونوپه موده كي ددولت له لوري يولړ دپاملرني وړكارونه ترسره شوي اوافغاني ټولنه يي دمدني ټولني اساساتوته ورنژدي كړي ده ،خوپه اقتصادي ډګر كي داسي دپاملرني وړكارونه نه دي ترسره شوي ترڅودولس دارامي اوقناعت وړ وګرځي
 په هيوادكي لاتراوسه دبيا رغوني بهير هسي چي لازمه اواړينه ده مخ په وړاندي نه دي روان ،كه چيرته دابهير همداسي كمروزي وي نوولس به نورهم ناهيلي اونااميده پاتي شي
 ښكاره خبره ده چي داوسني منتخب حكومت په وړاندي ډيري ستري اودرندي دندي پرتي دي چي بايد په پاتي موده يعني څلوروكلونوكي يي ترسره كړي
 دولت دنده لري چي په پاتي موده كي پربنسټيزواقتصادي پروژوكاروكړي ترڅوپه هيوادكي اقتصادي خوځښت رامنځته شي اوهيوادداقتصادي رغوني پرلورروان شي
 چي داكارهغه وخت شوني ښكاري چي حكومت اودولس نماينده ګان په ګډه يواوبل ته لاسونه وركړي اوپه بشپړه هم غږي دولس دخير اوښيګڼي په لاره كي ګامونه واخلي
 موږ هيله من يوچي هم حكومت اوهم دپارلمان غړي بايد دهيوادپه اوسنيوحساسو شيبوكي خپلودرندواوتاريخي مسئوليتونوته توجه وكړي اودافغانستان جګړه ځپلواو كړيدلو خلكو ته دخدمت په لاره كي له هيڅ رازسرښندني ډډه ونه كړي اووران ،ويجاړ هيواد دترقي اواقتصادي پرمختيا پر لور روان كړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery