مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حافظې وَړَنده کمزوري (ولادیمرپوتین ته رباني لیک)

ژباړه : رحمت آریا

ژباړه : رحمت آریا
 سپتمبر ۲۰۱۱
لېکوال : بروس ریچارډسن

هماغسې چې وړاند ویینه ېې کېدله، په دې وروستیو کې، د جمعیت د لقبي مشر برهان الدین رباني پر وژنې باندې د اوباما د ادارې ویندویانو او د لوېدېزې نړۍ خبري کانالونو خپلې ساندې ووهلې، چې د رباني د مړي په بیا ژوندي کولو، د هغه د شهرت د زیاتولو او ورته د نوي تأریخي ژوند د ورکړې یوه هڅه ده. موږ باید تخیل شا ته وغورځوو او حقیقت ته مخه کړو. د یوه شخصیت له سخاوته ډک وړیا تاﺋـیدونه چې له حقیقت او تأریخي ریکارډ څخه د تېښتې استازیتوب کوي، ټول ېې د بریتانوي ښکېلاک او د شوروي د پیر د « بیل ېې کړه، اېل ېې کړه» د ستراتیژیو د بیا راژوندي کولو بېلگې دي.

شک نه شته چې لوېدېزې نړۍ له ډېرې مودې راهېسې د پښتنو ضد پر لېد لوري باندې ډډه وهلې، او پر ځای ېې د شمالي ټلوالې د لږکېو په منځ کې د ټلوالۍ د موندلو لټه را خپله کړې ده، هغه ټلواله چې د شوروي د همکارو لانجه مارو ډلو، شریرو جنگسالارانو او د نیشه يي توکو د قاچاقچیانو له ټولگې څخه جوړه یوه ډله ده. سره له دې چې د امریکا د دولت په منځ کې بېلابېلو لنډ الواکو ایجنسیو ته مخکې له مخکې له جنگي جنایتکارانو ډلو سره د راکړې ورکړې په اړوند ویل شوي ول او ټینگار شوی وو چې دا ډول چلند به د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسې یوه برخه وگرځي، مگر له دې سره سره داسې برېښي چې امریکا په لنډپارۍ او لوی لاس غوښتي د بریتانېې د نولسمې پیړۍ او د شوروي د بیلتون پارونکو پالیسیو تاکتیکونه راخپل کړي چې منځپانگه ېې د لږکیو د قومي مرکزيت پر شپول راڅرخي.

ددې لپاره چې دغه تگلاره په ډاډمنه توگه پلي شوي وي ، امریکا خپل روان مشکوک ملگرتوب د قومي سیالۍ او بیلتون د ستراتېژۍ پر ستنې درولی ترڅو خپل ملگري په نړۍ والې کچې د ډاډمنې ډلې په توگه مطرح او په دې توگه د طالبانو مشروعیت، مقاومت او د خونړي نېواک پر وړاندې نړۍ وال ملاتړ، د ملکي وگړو پر وړاندې د ړندو بریدونو غبرگون او هغه څه چې د نړۍ په هر گوټ کې په افغانستان کې د یوې لسېزې غیر قانوني او نا انصافه جگړه گڼل کېږي کمزوي کړي.

یو شمیر نامتو شنونکي د ښکیلاک د پير د پخواني بې شکله نړۍ وال سیاست په تړاو دې پاېلې ته رسېدلې چې د امریکا د پښتون ضد د لېوالتیا جرړه له پرنگیانو سره په همدردۍ او همغږۍ کې نغښتې ده، دا د ښکیلاک د پير د هغه درد د همدردي، د دماغي / احساساتي ویر او د سیاسي څپړې خماري کړس دی چې زموږ بریتانوي تربرونو پر خپلو مخونو احساس او د افغانستان پښتنو درې ځله په شا وتمبول، نو ځکه ددغه هېواد د ډېرکیو د کمزوري کولو په لټه کې ده چې په دې توگه د هېواد د کنترول واگې په خپل لاس کې ولري.

د حافظې وړنده « مناسبه» کمزوري :
د ربانې پر مړي باندې د رسنیو ساندې او ویر د رباني له هغه الزام لېک او تورونو سره اړخ نه لگوي چې د شوروي له وتلو وروسته ېې ډله ییزو وژنو ته لاره هواره او د جنگي مجرم په توگه ورباندې تور لگول شوی دی، برهان الدین رباني د افغانستان د تجزېې په مفکورې کې د مرحوم احمدشاه مسعود ملاتړ وکړ چې غوښتل ېې د هېواد یوه برخه د « ستر تاجیکستان» تر نامه لاندې بېله کړي، رباني د طالبانو پر وړاندې ودرید او د یوه پلورل شوي سیاستوال په توگه ېې د سیاست پلورنې ریکارډ مات کړ ، هغه د ( شوروي، روسیې، ایران او امریکا) سیاست پيرودونکو ته ځان د پيرودنې لپاره وړاندې کړ، له همدې امله ده چې نوموړی د امریکايي میډیا په ډگر او د سپېنې ماڼۍ هېواد – مشرۍ په ادارې کې له گوتنیونو معافیت تر لاسه کړ، او د امریکا د یرغل پر مهال ېې د امریکا د سخاوت له برکته ېې په بیلیونونو ډالر تر لاسه کړل. وگورﺉ [ لمنلېک ]

د رباني « رښتوني » ژوند ته یوه ځغلنده کتنه ښيي چې د هېواد مشرۍ ددرېز هغه افسانوي انځور چې ده ته د افغانستان د هېواد مشر په توگه کي. جي. بي. KGB ، جي. آر. یو. GRU ، ام. آی شپږ MI6 ، سي آی اې او غوړه مالو رسینو ورکړی د هغه له رښتوني انځور سره په ژرو مخالفت کې ده؛ کله چې رباني د مشرتابه په درېز کې وو هغه ته د هېواد مشرۍ د جعلي انځور دغه ورکړه د اوسنۍ لنډ پارۍ ، وړیا او سیاسي مصلحت یوه څرگنده بېلگه ده چې دده د بهرنیو ملاتړ والو د سخاوت له کڅوړو ور ډالۍ شوی دی.

د رباني پر مړي باندې د غوره شویو لوېدېزو رسنیو ساندي په افغانستان کې د امریکا د روان مأموریت په چوپړ کې ساندې دي، له دې امله موږ ته ښايي چې دغه ساندې په خورا ځېر و څېړو. د « ترهگرۍ پر وړاندې» تش په نامه « جگړې» په لړ کې د جگړو د ډگر روایاتو او پېښو ته د همغږۍ او د نوې بڼې ورکړې چاره، څارگرې ټولنې په خپل لاس کې ونېوله. په دې وروستیو کې گلوبل ریسرچ Global Research گزارش ورکړی چې د سي آی اې لپاره ۴۰۰ تنو ژورنالیستانو دندې تر سره کړې دي. د هغو ادارو په منځ کې چې د سي آې اې لپاره ېې دندې تر سره کړې یو شمېر ېې دا دي : American Broadcasting Company ، NBC ، AP ، UPI ، Reuters ، Hearst Newspapers ، Scripps-Howard ، Mutual Broadcasting System ، Miami Herald ، Saturday Evening Post او New York Herald Tribune . د سي آی اې د رسمي چارواکو په وینا ، سي آی اې ته تر ټولو غوره رسنۍ، نیویارک ټایمز، CBS او Time Inc ول. سي آی اې د روزنې یو شمېر پروگرامونه لري، په دغو پروگرامونو کې سي آی اې خپل ایجنټان د ژورنالیست په توگه روزي او بیا ېې د رسنیو د ادارو د مشرۍ په مرستې په رسنیو کې ځای پر ځای کوي. په دې وروستیو کې څرگنده شوې چې پورته یادې شوې رسنې د سي آې اې له بودیجې پېسې تر لاسه کوي او دنده ورکړل شوې چې د ترهگرۍ ضد تبلیغاتو په لړ کې ترهگرۍ ضد جگړې ته د تقدس د جامې واغوندي او د رباني وژنه په ډېر احتیاط د افغانستان د یوه سیاسي مشر په توگه د یوه لاسوند په ډول وړاندې کړي. لوستونکي به د رباني له ژوند لېک څخه سم خبر وي چې یوه لنډه بېلگه ېې دلته وړاندې کېږي :

۱۹۹۲ ز کال :

په ۱۹۹۲ ز کال کې د افغانستان د هېواد – مشر په توگه د رباني لومړنی گام مسکو ته سفر وو چې د خپل حکومت د پوځي او اقتصادي ملاتړ د تر لاسه کولو په بدل کې له روسېې سره د افغانستان د جنگي غراماتو پر حق سوداگري وکړي ؛ ددغو جنگي غراماتو بیه د سلگونو بیلیونو ډالرو په ارزښت وه. رباني د جنگي غراماتو له امتیازه په تېرېدنې د « روسېې » په شان هېواد او د « ولادیمیر پوتین» په شان هېواد – مشر سره په داسې ژبې غږېږي چې د افغانستان دوه میلیونه وگړي ېې وژلي، د هېواد د اتلسو زرو د کلیو له منځه ېې یولس زره کلي وران کړي، تر یو میلیون زیات کورونه ېې نړولي، یولس زره جوماتونه ېې « شهیدان - ژ» کړي او دوه ویشت سوه لومړني ښوونځي ېې نړولي دي، لاندنی لیک په ډاگه څرگندوي چې لنډپاری لنډ الواکی رباني، واک ته د رسیدلو لپاره په هره بیه چمتو وو. لاندې له « دَري» انگریزي ته د رباني د « جنگي غراماتو - ژ» د امتیاز سپارنې د هغه لیک ژباړه ټکی په ټکی وړاندې کوم چې په ۱۹۹۹ ز کال کې ېې د یوې بېلگې په توگه هېواد مشر ولادیمیر پوتین ته لېږلی وو :

۱۹۹۹ ز کال، د دسامبر ۲۵ نېټه

جلالتمآب ښاغلی هېواد مشر :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د افغان پرگنو په استازیتوب، او د ځان له پلوه اجازه راکړﺉ له دغې شېبې په گټه اخېستلو تاسو ته د ۲۰۰۰ ز کال د راتگ مبارکۍ، وړاندې کړم. نوی کال دې تاسو، د روسیې ملگري دولت او د روس ولس ته نېکمرغه وي.
ښاغلی هېواد – مشر! له دغې شېبې په گټه اخېستنې غواړم تاسو ته د ټینگې ژمنې، همکارۍ او د هغو مهمو مساﺋـلو په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دریز ډاډ درکړم چې زموږ دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي. زموږ دولت او پرگنې په دې باور دي چې د سولې ، ټېکاو او همدا شان په نړۍ او سېمې کې د یووالي او عدالت لپاره بنسټېز عناصر په یوې یو موټې، پیاوړې او ډیموکراتیکې روسیې کې نغښتې دي. ستاسو تر مشرۍ لاندې روسیې، په دغه لاره کې مثبت گامونه اوچت کړي دي.

د ولسې جرگې د ټاکنو وروستۍ پایلې ستاسو ستره بریا په زباد ورسوله. له دې امله دروند او جلالتمآب هېواد – مشره ، زما مبارکۍ ومنـﺊ. زه تاسو ته ډاډ در کولای شم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت خپله ټوله هڅه کوي او له تاسو سره به اوږه په اوږه د دواړو هېوادونو د گډو دښمنانو، ترهگرۍ، قاچاق او بې عدالتۍ پر وړاندې ودرېږي.

د پراخ نېواک او انارشۍ پر وړاندې د افغانستان د ولس غښتلی مقاومت نه یوازې د خپل حق ددفاع بلکه د بې ثباتۍ پر وړاندې ، د خپلې خپلواکۍ د حق او د ملي حاکمیت او استقلال په لاره کې یوه هڅه ده چې په خپل وار به په سېمې او نړۍ کې سوله ډاډمنه کړي. د افغانستان ولس ،له همدغه دریزه د روسیې له دوست دولت، همدارنگه له نورو ملتونو او له نړۍ والې ټولنې څخه د ملاتړ هیله کوي.

د افغانستان او روسیې ملگرتوب تأریخي او ستراتیژیک ارزښت لري. له دې امله موږ لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لرو او په اوسمهال او راتلونکي کې د لېوالتیاوو او ټینگو اړیکو هېله کوو.
په درنښت،
پوهاند برهان الدین رباني
د افغانستان د اسلامي جمهوریت هېواد – مشر

[ له در دري انگریزي ته ژباړه : سید نورالحق حسیني : افغانستان : رښتیا پلټنه. بروس ریچارډسن، پ. ۴۵۰. کال ۲۰۰۹]

لنډه دا چې د جمعیت د گوند د مشر او د سیاسې څېرې او یا د لنډ مهال هېواد مشر په توگه د هغه ستاینه او لوړوالی هېڅکله نه شي کولای دده تر څار او مشرۍ لاندې هغه ناتار، هر اړخیزه ترهه او جنگي جنایات چې د شوروي له وتلو وروسته د جگړې په لړ کې رامنځته شوي پټ او د گوندي ایډیالوژۍ او تش په خبرو منځتشې خیالې تگلارې ته سپېنې رڼې جامې ورواغوندي. ددې تر څنگ له بهرنیو کړیو سره د ربانې سولندې اړېکې په ډېره ښه توگه پیژندل شوي، د هغه د ژوندلېک ریکارډ د وراشې او شننې وړ نه دی. د شوروي – افغان په تأریخي ټپي اړیکو کې د روسیې هېواد مشر ته د رباني امتیاز لېک یوه بېلگه ده، د رباني کړه وړه یوازې د هغه د نړۍ لېد استازیتوب کوي...د رباني پر مړینې باندې د ځان - گټو څارگرو ادارو ساندې نه د شرحې وړ او نه بخښنې وړ دي.

بروس ریچارډسن

د رباني د تصدي په اړوند د لا زیاتو مالوماتو لپاره وگورﺉ : [ افغانستان : رښتیا پلټنه. بروس ریچارډسن. ۲۵۰ – ۲۵۱ کال ۲۰۰۹ ]

Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, p330n, 2006, and American Raj, Liberation or Domination, Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, P196, 200

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery