دخپریدو نیټه : 2011-10-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دډاکټر نجيب دحکومت عروج او زوال - دوهمه برخه
ن قران مل
دزابل ولايت دساتني په موخه وروستۍ بريالۍ هڅه
ددکتور نجيب په دستوردجنرال دوستم او دهغه ٣٥زره کسيزي مليشئي ډلي په وسله تجهيز دپښتنوپه سيمه كي خصوصاً په جنوب كي دا سي څه وكړل چي دسيمي ډېرخلګ دنجيب له حكومت څخه بېزاره سي حتي تردې چي همدا ازبك مليشې په ځينو مواردو كي پخپله ددولت پلوه پښتني مليشياودعصمت مسلم له مليشئ قومندانانو ((محمدعوض او.... ))سره په كندهارښاركي دترپګنيو سره مخ سوې ددې سره جوخت دكندهار ي مجاهدينوسره په سختومخامخ جګړوکي راايساري سوې چي هره ورځ ورته ناتاروو چي سخته جګړه يې په د۶۶سنې په مني كي په محاله جات كي دشهيد عبداللطيف شيرزي ، قومندان حاجي اسدالله خان او ملا بور جان له شديد مقا مت سره مخ او له سهاره تر غرمې يې ۹۵ تنه مړي تلفات ور كړل او بيرته ماپښين دماله جات له سيمي را ووتل خوهغه وخت دوخت دتنظيمه ريس نورالحق علومي په وړانديز بيرته کابل ته ستنې او بياپه دوهم ځل کندهار ته را واستول سول څو پرقلات ښارباندي دجمعيت اسلامي قومندان ملانقيب الله ((ملاګل اخند)) په مشرۍ محاصره ماته کړي دا مخامخ جګړه په ١٣٦٩لمريز کال دکندهارـــ قلات دلاري تر منځ دحاجي ((عبدالحليم)) ګراني اونورومجاهدينوترسختوبريدونوراغلل چي نوموړي ولايت ته يې دمرستي رسول هدف وه دڅوكلونو په تېرودو سره دې مليشاوي چي څو مره په جلال اباد زابل او نورو سيمو كي پاته كېدل هغومره دافغان عامه اولس په ځانګړي ډول پښتنوپرنجيب بې باوري زياتېدله
دخوست فتحه
دانجينيرفيض محمداوجلال الدين حقاني په مشرۍ· دخوست په سيمه کي ددې سيمي دنيوني په موخه پراخ عمليات پر٢٧حوت١٣٦٩پيل سول سره تر دې چي دنجيب په حکومت کي دپياوړو جنرالانوجنرال عبدالظاهرسوله مل او دوخت مقتدر وزيرجنرال نظرمحمد له خوسته ساتنه کوله پسله څو ورځو د١٣٧٠ کال دحمل پر١٦· نېټه خوست مجاهدينو ونياوه پردې اساس چي ددې جګړې څه موده مخکي دنجيب حکومت دجلال ابادڅخه بريالۍ دفاع کړې وه او دخپلو سر تېرو روحيه يې ډېره پياوړې کړې وه ده خوست دې نيوني يې داردو روحيات ورکمزوري کړل حتي دځينيو رواياتو پر بنسټ چي دخوست دسقوط پر مهال نجيب دجمهوري ارګ دننه ځان خپله بندي کړي او له کوم چا سره دملاقات زمينه نه برابروله
دمجاهدينو پلاوى روسيې ته
دسعودي عربستان اوعراق دحکومت په وساطت په جده کي دروسي سفير له پروفيسوربرهان الدين رباني سره په داسي حال کي وکتل چي مولوي محمد نبي محمدي ،کريم خليلي ، او ..... ور سره مله وه دروسي سفيرپه بلنه دمجاهدينودې پلاوي د١٣٧٠ کال دعقرب په مياشت کي مسکو ته سفر وکړ· دې هيئت د((رباني )) په مشرتوب په مسکو دروسي لوړ پوړو چارواکو سره دلړم له ٢٠ تر ٢٤ پوري متفرق ملاقاتونه لرل چي ترراستنېدوترمخه يې دروسيې ددباندينو چارو له وزارت سره موافقه لاسليک کړه
له روسيې څخه دراګرځېدو پرمهال هغه له اسلام اباده وتهران ته سفر ودرلودچي په دې سفرکي يې دايران ددباندينوچاروتروزير سربېره د تاجکستان ددبانديو چارو له وزيرسره ليدنه ودر لوده درباني دې کړني په مجاهدينوکي نوره هايو لارا منځته کړه ددې ملاقات اړوند دنورو جهادي ډلو اړخ په کلکه له دې ليدني څخه مخالفت وکړاودايې په راتونکي کي دپروفيسور برهان الدين رباني اواړوند هيئت او روسيې دهيوادترمنځ ترکاسه لاندي نيم کاسه جوړجاړئ وباله حزب اسلامي دايو فارسي مثلث وباله چي دروسيې پوره حمايه يې ترشالرله ملل متحد پردې اساس چي داسلامي جمهوريت په نوم په افغانستان کي درباني دنوي حکومت په اړوند اندېښنه وښوول او په غير مستقيم ډول په افغانستان کي داسلام په نوم دبل روسي پلوه حکومت داقتدار تر لاسه کولو نخښه وبلله ·
په شمال کي تحريکونه او ائتلاف جوړوني
١٣٧٠لمريز کال پايلامې او١٣٧١دلمريزکال پيلامې ددکتورنجيب الله دحکومت لپاره يوښه شګون نه درلودداوخت دافغانستان دجمهوريت حکومت په يوه اومړي تارمانده وو هره ورځ ددې انتظارکېده چي څه بايدپېښه سي خوست اوځينو نورواولسواليونوي سقوط کړي ووله دکنړ ، تخاراوروزګان پرته دنورو ولايتونو ښاري حوزې دکابل دحکومت په لاس کي اوپاتي سيمي دلويو لاروپه شمول دمجاهدينوپه ولکه کي وې هغه سيمي چي دحکومت په واک کي وې دامنيت له پلوه ډاډ حاصل اوتريوې اندازې خلګودارام ساه پکښي اخيستاى سواى يوازي دکابل،کندهار،هرات،جلال کوټ اومزار په ښارونوکي دمجاهدينوله طرفه ديوه پراخ هجوم دراوړلو ويره وه چي نا څاپه شمال کي ښوروښ رامنځته سو
ښورښ اود جنرال مؤمن سرغړونه
دښوروښ اصلي علت ددې نظام داعلي قومندان په توګه ددکتور نجيب الله له امره دجنرال مومن سرغړونه وه ،نجيب وغوښتل چي نوموړئ له حيرتان بندرڅخه کابل راتبديل کړي ؛ده داپرېکړ ونه منله وروسته ددې پېښي په ښکيل کي دازبک مليشاوو مشردوستم هم برخه واخيسته نجيب دوضعي دارامۍ په موخه دملي دفاع وزرات لوى درستيز جنرال محمد نبي عظيمي دستونزي دهواري په موخه سيمي ته واستاوه ددې په عوض چي هلته دنوموړي په ورتګ شخړه هواره سي نور يې زور واخيست دمزاري ولايت والي او دشمالي سمت تنظيمه ريس محمد جمعه اڅک نجيب ته وړانديز وکړ چي دوستم، با با جان ، جنرال مومن ، رسول پهلوان او له کابل څخه رالېږل سوى لوى درستيزنبي عظيمي دتوطئې په لټه کي دي اوبريد ته اماده ګي نيسي خو داوخت په ولکه کي راتلاى سي دئ(جمعه اڅک)) کولاى سي چي لاس تړلي يې راايسار او دښوروښ مخه ونيسي ولي نجيب دې کار ته زړه ښه نه کړ اوعوضاً يې محمد جمعه اڅک له دندي ګوښه کړ
دپروان ولايت نيونه
په دې وخت کي دحاجي عبدالصبورفريد،قومندان محمد کريم اغا او .. په توسط دحزب اسلامي قومندانانوشکردره،ګل دره اوبيايې دپروان ولايت ونياوه
دجبل سراج معاهده
ددې سره سم شوراي نظاردجبل سراج اولسوالي ونيوله په نوموړې اولسوالۍ کي دنجيب په وړاندي دمخالفو ډلو مشران چي عبارت دي له :احمد شا مسعود ، سيد نادرکيان ، جنرال مومن،جنرال عبدالرشيددوستم او ..... را غونډسول او ترخپل منځ يې دائتلافي حکومت جوړولو معاهده لاسليک کړه
پېښور
ددې معاهدې ترڅنګ په پېښورکي جهادي ګوندونو ديوه حکومت پرسردجوړېدوسلا او مشورې پيل کړي وې چي په ساعت کي به يې بدلون رامنځته کاوه جمعيت اسلامي افغانستان اسرار کاوه چي کابل نورزموږ په لاس کي دى حکومت جوړولوته اړتيا نسته هورې ټوله پرهمدې حکومت را غوڼدېدلاى سوولي ددې خبروترڅنګ محمد يو نس قانوني دجمعيت اسلامي په استازي توب دهمدې جهادي ډلو په غونډه کي موجود اودخپل ګونداستازي توب يې کاوه حزب اسلامي خپل مرستيال او دسياسي کمېسيون ريس قطب الدين هلال جهاد ي شوري ته داستازي په توګه معرفي کړي وو ولي پخپله يې مشرلوګرته دکابل دفتحې په نيت تللۍ چي داوخت يې دکابل ولايت جنوب اولسوالي دقو مندان ابوبکر په توسط نيوله سوې وه
همداوو چي دملګروملتونوداستازي بېننسيوان هم په دې ورځو کي يوه پښه ترکابله اوبله تر پېښوره سوه چي وروسته دنوموړي دمنډو ترړو په پايلو کي پردې توافق وسوچي کابل به مجاهدينو ته ور کول کېږي ددې پروسې په پيلامه سره همدا وو چي ددوو مياشتو لپاره
· حضرت الله صبغة الله مجددي جمهورريس وټاکل سوتردوومياشتووروسته دڅلورو مياشتو لپاره برهان الدين رباني دجمهوريس په توګه تعينېږي ولي ددې دواړودورولمړۍ وزير به حکمتيار وي
کابل ته دانتقالي حکومت ننوتل او ستونزي
کابل ته داوضاع دکنترول په موخه دنبي عظيمي لخواله نجيب څخه دقواوودرا انتقال دامر غوښتنه وسوه هغه په نافهمي سره پرځان دکړۍ درا ټينګولوداامرصادرکړ چي دوستم قوتونه راوغواړي
مزارجمعيت اسلامي او حزب وحدت اسلامي ونيوله
په پروان ولايت کي دحزب اسلامي نفوذلرونکى قومندان استاد عبدالصبور فريد دخپل ولايت دساتني په ملحوظ له مسعوداودوستم دوئ سره ځان په شخړه کي راګيرنه کړهغوى ته يې لاره ورکړه چي دپروان له لاري کابل ننوزي
نجيب په کابل کي دسالم انتقال په موخه ددبادنيو چارووزير جنرال عبدالوکيل جبل سراج ته ((مسعود))او دملي دفاع وزير جنرال محمد رفيع يې چهار اسياب ته ((انجنير حکمتيارته ))ور واستول
دې کار ګټه ونه کړه همغه وو چي د١٣٧١لمريز کال دوري دمياشتي پر(٢٦) نېټه له کابله وتلو ته اړسوددوستم قوتونودخواجه رواش له ميدانه راوګرځاوه او بيرته يې دملګروملتونودفترته پناه يووړه
په درنښت