دخپریدو نیټه : 2011-10-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عبدالرشید دوستم : د افغانستان د تأریخ په وینو ککړ څپرکی
بروس ریچارډسن
ژباړه : رحمت آریا
اکتوبر ۲۰۱۱
د جنگسالارانو سروال ته لنډه کتنه
عبدالرشید دوستم : د افغانستان د تأریخ په وینو ککړ څپرکی
لېکوال : عبدالقدیر مهاجر[1]
د مقالې لېکوال : بروس ریچارډسن
عبدالقدیر مهاجر د افغانستان د جنگسالارانو د سروال : د کتاب لېکوال د خپل خواږه ژوند شل کاله پر پلټنې تیر کړل چې په پای کې ېې دغه ټولگه راټوله کړه، دداسې پلټېنزې لړۍ تر لاس لاندې نېول تل له فزیکي ربړي او د ژوندانه له گواښ سره بدرگه وي چې لېکوال هم د حقیقت موندنې د یون د همداسې یوه گواښ په منلو، د افغانستان شپږو ولایتونو ته کوټلی تکل په غاړه اخیستی وو. د لېکوال دغه گواښجن او اوږد مهاله پلټنېز کار په ځان کې د بدغوني غدار، عبدالرشید دوستم، د پخوانیو همکارانو، زړه تورنو بولندویانو، ملگرو او ملاتړوالو مرکې رانغاړي. په مرکو کې د ښاغلي مهاجر ورهڼې ته په نړۍ والو رسنیو کې په درنښت کتل شوي او هغه ېې په ستاینې پنځولی دی، له همدې امله زموږ په شان د افغانستان د تأریخ ژمنو او لیوالو کسانو ته د هېلې ځای دی چې د کتاب له شرحو څخه د افغانستان د شمال ددغه د غندنې وړ، مرتد او اکاږ « ددمنش» مشر په اړوند نوي ټکي زد ه کړو، هغه مشر چې د روس او امریکا د سرو زرو د زور لومو را پارولی وو او راپارول کېږي.
آیا ددوستم د ونډې په هغه راښکون « انجذاب» کې کوم شک شته چې مسکو ته ېې د جگړې د گټلو په هڅو کې لاس ورکړ تر څو په افغانستان کې د شوروي اقتصادي او ستراتیژیک برلاسی وگټي او یا په اوسنیو روانو شخړو کې د دوستم د وینې بهونې هغه ونډه چې د بهرنیو ملاتړوالو په امر او نغوتو د وینو لښتي په کې وبهېدل؟ آیا د افغان پرگنو په بې شمېرو انساني او اقتصادي تاوانونو کې کوم شک شته چې له شوروي سره د دوستم او د هغه په څېر د نورو څو ډلو د ونډې او ملاتړ له کبله افغان پرگنو ته ور په برخه شول، آیا زموږ په منځ کې څوک شته چې له روسېې، ایران، هندوستان او وزبکستان سره د دوستم د ځانگټو اړیکو او د هغه د همکاریو پر تورونو باندې شک ولري؟ دا او دې ته ورته نورې ځانگړتیاوې هغه سکالو دي چې لېکوال د خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په لړ کې په لاسوند ډول راټول او په افغانستان کې ېې د شوروي، ایران، هندوستان او روسېې د لوبې له مخې پرده لېرې کړې ده. شک نه شته چې دا کتاب ، د جگړو په منگولو کې، ددغه راښکیل هېواد په تأریخ کې یو هر اړخیزه او زړه راښکون کتاب دی او په څرگنده د افغانستان د بدغوني « گوډاگي» کرغېړنه ونډه رابربنډوي.
د جنگسالار کتاب په زباد رسوي چې همکاري، غدر او ټولوژنه نه داسې غمېزه ده چې کله ناکله او یو ناڅاپه پیښه شي او نه داسې ناورین دی چې هرومرو دې له اقتصادي پرمختگ ، ملي جنون او یا ټولنېز اضمحلال سره کوم تړاو ولري. په ټولوژنه کې د عبدالرشید دوستم لېوالتیاوې خپله ځانگړې بڼه لري چې د حکومتي فعالینو په ملتیا د ځانځاني گټو لپاره تر سره شوې ده. هماغسې چې لېکوال په لنډو ټکیو وايي، ژوند او مرگ دواړه بنسټېز سکالو دي، ځکه دواړه په یوازې سر د نورو ټولو سکالو د ازمیښت لپاره لازم الشرطه دي. دغه پياوړې څېړنېزه ټولگه د دوستم د ونډې په پړوالي راچورلي ؛ دا د گناهونو هغه پېټی دی چې ټولنپېژندونکي ېې د « دمو ساید ‘democide’» په نامه پيژني..... دموساید هغې په لوی لاس وژنې ته ویل کېږي چې د یوه دولت او د هغه د ایجنټانو له خوا د جنوساید genocide ، پولتي ساید politicide ، ټولوژنې او ترور له لارې تر سره کېږي. ښاغلی مهاجر په خپل پياوړي قلم د افغانستان د وینو په سره حمام کې د کرغېړن قصاب څېره څېړلې او هغه ونډه رابربنډوی چې دوستم په کې لوبولې ده.
افغانانو د شوروي له وتنگ وروسته هڅه وکړه چې خپل ټولنېز او اقتصادي توازن بیا تر لاسه کړي، لېکوال په ډېرۍ هوښیارۍ د پروپاگندچیانو یا مبلغینو تږې شهواني ونډه په ځېر راسپړي، دا هغه ونډه ده چې شمالي ټلوالې د خپلو رسنیو تش په نامه شنونکو، ددولتي مأمورینو، او د ټلوالې د رټل شویو بیروکراتانو له خوا ولوبول شوه : دا پر ژب - قومېزې ستنې ولاړ گوند ته د پالیالو کدرونو یوه ډله ده چې هڅه ېې وکړه نورو سترو رسنیو ته د خپلو سفسطو لارې د بربنډو غلطو مالوماتو په وړاندې کولو یوه تشه رامنځته کړي لکه په نر – واکو اسلامي ټولنو کې د ښځې او نر ترمنځ د حقونو غلط تعبیر او شننه، ترهگرۍ، بنسټپالنې او پر طالبانو د وحشت د تورونو لگونه او نور.... دوی ددغو لوڅو پوڅو تر سیوري لاندې هڅه وکړه چې د « پراخ بنسټه حکومت» تش په نامه اصطلاح ته د ځان په گټه مؤجه بڼه ورکړي او بې خبرې بهرنۍ نړۍ ته ځانونه د همداسې یوې غوړې او خوږې اصطلاح تر سیوري لاندې ورڅرگند کړي. اوس د بهرنیو لاسوهونکو له شامت او د « پراخ بنسټه حکومت» د اصطلاح د جارچیانو د سرنا په پای کې وینو چې دغه تش په نامه « پراخ بنسټه حکومت» د جنگسالارانو،..... د خپل سرو وینو څښونکو ، د پردیو د گوډاگیانو، غدارانو، مفسدینو، د نیشه يي توکو او د وسلو د قاچاقچیانو، د خیانت او ژمنې ماتونونکو له ټولگې پرته بل څه نه دی.
هغه کسان چې جنرال دوستم پیژني پوهېږي چې نوموړی په افغانستان کې تر ټولو تیرغمال جنگسالار دی. دوستم د رسوا جوزجاني یا د « گیلم جم د ملیشو» مشر وو، دا هغه لقب وو چې ددوی د سپين سترگۍ او بې شرمۍ د پیژند نښه وه؛ دې ډلې به لومړی په یوې سېمې کې د چور، لوټ او تالان لپاره لاره پرانیستله بیا به ېې د غالیو او گلیمونو په گډون هر څه لوټل او له همدې کبله په همدغه نامه و پیژندل شول؛ دوستم شوروي اتحاد ته یو سرښندونکی پالیاله وو چې د یوې شوروي پالې ډلې مشري ېې په غاړه وه او، د بهرنیو یرغلگرو پر وړاندې د جنگېدونکو مجاهدینو پر ضد، د شوروي او افغان دولت له سرتیرو سره اوږه په اوږه جنگېده. وگورﺉ [لمنلېک] [2]
همدا دوستمي ملیشې وې چې د پخوا په شان ېې د بهرنیو چوپړ ته راودانگل او د امریکا تر مشرۍ لاندې یرغل ته ېې د همکارۍ ملا وتړله ، د څرگندونو لاسوندونو پر بنسټ یوه بېلگه ېې په « دشت لیلي» کې په جگړه کې د نیول شویو ۲۰۰۰ طالب بندیانو د وژنې پازوالي ده ؛ نوموړي بندیان تر هغه دمه د کارگو د کانتیرونو په بنده هوا کې وساتل شول چې مړه شول. ددې تر څنگ چې دوستم د نیشه يي توکو په قاچاق کې یو بنسټېز لوبغاړی دی ، د وسلو د مخ په ودې په غیر قانوني سوداگرۍ کې هم تورن دی. وگورﺉ : [ لمنلېک [3] ]
د برخلیک د ملنډو او پیغور غږ ته په ځواب کې عبدالقدیر مهاجر لېکي چې څنگه عبدالرشید دوستم او د هغه تر لاس لاندې کسانو په لوی لاس افغانستان ونړاوه او د ترهې په راپارولو ېې افغان پرگنې د ویر پر ټغر کښېنولې،.... د خپل هېواد پر خویندو ېې جنسي تیري وکړل، د خپلو هېوادوالو شتمنۍ ېې ولوټلې، خو دا د هماغه هېواد پرگنې دي چې نیکونو او پلرونو ېې په ډېر خطرناک وخت کې خپلې پراخې غېږې هغو همنژادو کډوالو ډلو ته پرانیستلې چې تر پښو لاندې ېې د روسیې په خونړي تأریخ کې اوربل شوی وو او په ورین تندي ېې ورته ته پناه ورکړه. دا هغه مهال وو چې تزاري روسیې د منځنۍ آسیا د مسلمانانو پر وړاندې د ترهې او وژنې بې ساری کمپاین پيل کړی وو او د ژوندي پاتې کېدلو لپاره یوازېنی بدیل افغانستان ته کډه کول ول چې افغانستان د تگ تکل د سر د وینو په بیه اخېستل کېده.
د جنگسالار کتاب د سیاستپوهنې د پوهانو، ټولنپېژندونکو، انترا پالِجستانو، د جنگي جنایاتو د پلټونکو، د بشري حقونو د څېړونکو او مینه والو لپاره یو بنسټېز کتاب دی ، دوی به د کتاب په لوستنگ وویني چې په یوه خپلواک هېواد کې د بهر له واگو وتلې لاسوهنه ، د ژب- قومیز پر چورلېځ د ولاړې یوې ډلې او یا د خپل هېواد د پرگنو پر وړاندې د پردیو همکارۍ او څاروي گرۍ ته د یوه لېوال جنگسالار له خوا، څه نه دي چې نه دې وي تېر شوي.
دا په څرگندو ټکیو، اکاډیمیک اثر، په زښتې هوښیارۍ او ژور لید لېکل شوی، په ځانگړې توگه هغه زهر خند چې د افغانستان پر هېواد مشر کرزي وهل شوی چې د سیاسي جوړجاړیو او ځانغوښتنو پر بنسټ ېې په گناهونو کې ډوب او نوم توری عبدالرشید دوستم په ۲۰۰۹ ز کال کې د تورکېې له شړونې بیرته افغانستان ته راوغوښت؛ کرزي پر دوستم باندې د جنگي جنایتکار له هر ډول لگول شویو تورونو څخه سترگې پټې کړې او ددې لپاره چې د زرگونو وزبکو راﺋـېې ېې تر لاسه کړې وې هغه ېې د وسلوالو ځواکونو د ستر درستېز په توگه وگوماره ، د هېواد مشرۍ د څوکۍ د قماري لوبې لپاره هر کاندید کولای شوای له دوستم څخه په دې توگه گټه پورته کړي.
د وسله والو ځواکونو د ستر درستیز په توگه د افغانستان د جنگسالارانو د سروال ټاکنه دا ټکی په زباد رسوي چې د مصلحتي واکمنۍ په پېڅه کې عدل او د هېواد او د هېواد د پرگنو گټې څنگه تر پښو لاندې کېږي.
پای
[1] Lahore: Sana Printing Press, 1997.
[2] Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, 2006, p162
[3] , a Search for Truth, Bruce G. Richardson, 2009, pp. 381-382