مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پلازمينى کابل کې د پښتو ژبې د ښوونځيو نه شتون

سخى جان د احمد شاه بابا مينې اوسيدونکى

هېواد ته دکډوالو د راستنېدو بهير ټکنى کړيدى

 

د مؤقت  حکومت په جوړېدو  سره چې د نسبي امنيت څخه برخمن ؤ په بهر کې د مېشتو افغانانو په زړونو کې پلرني هېواد ته د بېرته  راگرځېدو اميدونه را وټوکېدل.

په بهرنيو هېوادنو کې د کډوالو ستونزمن ژوند، د پلرني هېواد سره د هغوى مينه، او د بيارغونې  د پيل کېدو  په گڼو  وعدو سره چې بهرنيو هېوادونو ييې د ترسره کېدو لپاره  په ميلياردونو ډالره ژمنه وکړه، هېوادوال نور هم وهڅول چې خپل پلرني ټاټوبى  ته راستانه شي.

دجمهورى رياست د ټاکنو پر ترسره کېدو سره زموږ  د هېواد والو دا اميدونه او ارزوگانې نورې هم ځوانې شوې؛ خو که سړى د جمهورى رئيس کرزى  د حکومت تير څلور کاله په ځغلنده نظر وارزوي نو هغه څه ترلاسه  نه شو، کوم چې  خلکو ئې  توقع درلوده او جمهور رئيس  په خپل تبليغاتى کمپاين کې خلکوته وعدې ورکړې وې.

 دې او ځينې نورو لاملونو  په گډه  هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو بهير ټکنى کړيدى ، چې يو له همدې  عواملو څخه  د تعليم او فرهنگ  مينه والو لپاره په پلازمينې  کابل کې په پښتو ژبې د زده کړې نه شتون دى چې  ځما په څېر ډېر کډوال ئې بېرته راگرځېدوته زړه نازړه کړي دي.

 زه په پاکستان کې يو افغان کډوال يم او ماشومان مې پاکستان کې په يو نادولتي انگريزي ښوونځۍ  کې زده کړې ترسره کوي. لومړنۍ  قرباني چې زما اولادونو ورکړه هغه دا ده چې هغوى په پردۍ ژبه يعنى انگريزي هلته زده کړې پيل کړې چې په  پيداکوژيکى  لحاظ  به ئې خامخا  په هغو ناوړه اغېزه کړي وي، يعني هغه څه به ئې نه وي زده کړې چې په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) ئې زده کولاى شول، خو چا ره نه وه. لاکن دهغه افغاني احساس له مخې چې زما سره راسره  ؤ هغوى ته مې د کډوالو د نصاب کتابونه پيدا کړل او د انگريزي  لوست ترڅنګ  مې  هغوى ته ترشپږم ټولگي  د کډوالو تعليمي  نصاب په خپل کور کې تدريس کړ چې اوس هغوى ددې جوگه دي چې ليک او لوست په پښتو ژبه وکړي اويو څه هم د افغاني تعليمي نصاب  د اصطلاحاتو سره آشنا شي.

خو کله چې ما پرېکړه وکړه چې کابل ته يعني خپل پلرني ټاټوبى ته  بېرته  راوگرځم د بلې ستونزې  سره مخامخ شوم او هغه د ا چې په کوم ځاى کې چې زه او سېږم يعني احمدشاه بابامينه چې پخواني  ارزان قيمت بلله،  او ډېر ئې  خلک  يعني په سلو کې له (٨٠)  څخه زيات ئې پښتانه دي، هلته هم پښتو ښوونځۍ وجود نلري  او کله مې چې  زموږ د يو خپلوان څخه  چې هغه هم درې کاله  مخکې له پاکستان  څخه راکډه شوي ؤ  د ماشومانو د ستونزو په هکله پوښتنه  وکړه نو راته وئې ويل چې زما دوه زامنو په پاکستان  په يو شخصي ښوونځي کې  زده کړې کولې، چې ډېر ښه استعداد ئې درلود او په هغه ښوونځي  کې يو لومړى  او بل ئې کله دويم  او کله دريم مقام درلود. خو له هغې  ورځې  چې دلته راغلي يو او سره له دې چې په کور کې د ماشومانو سره په ليک او لوست کې مرسته کوو او کورسونو  ته يې هم لېږو خو په دې درې کلو کې  مو ايله دومره وکولاى شول چې ماشومان مو په ښوونځي بريالي شي خو په اخر نمره.

په لس ها وو تنه نور هم د ورته ستونزو سره لاس په گرېوان دى ما هم چې تېر اوړي  خپل ماشومان د گرمۍ د رخصتي لپاره کابل ته راوستي ؤ ترڅو د خپل هېواد سره آشنا شي. خو چې په فارسي نه پوهېدل نو په ښوونځي کې خو لا څه چې په کوڅه کې هم د خپلو همزولو  سره چې په فارسي ژبه ئې خبرې کولې د ستونزو سره مخامخ ؤ، نو تصميم مې ونيو  چې په نږدې راتلونکي کې وطن ته د بېرته  راستنېدو  څخه ډه ډه وکړم. ځکه  پرېکړه  مې وکړه چې لومړى بايد په تدريجي ډول  د اوړي په رخصتيو کې  هغوى ته د فارسي ژبيې کورس او يا کورني ښوونکى ونيسم، ترڅو په فارسي ژبه  د زده کړې جوگه شي، چې دا وار به هم ارومرو د هغوى په استعداد منغي اغېزه وکړي، چې په حقيقت کې به زموږ د وطن په آبادۍ هم منفى اغېزه وشيندي.

نو زما غوښتنه د چارواکو او په ځانگړې ډول  د پوهني د وزارت څخه  دا ده، ترڅو په احمد شاه بابا مينه کې چې ډېرۍ  خلک ئې پښتانه دي د پښتو  ښوونځي پرانيزي ترڅو له يوې خوا د زده کوونکو په استعدادونو د ناوړه  اغېزو مخه ونيسو  او له بلې خوا هېواد ته د بېرته  راگرځېدنې بهير بيا چټک  شي.

     په درنښت

 

 

د ننگرهار پوهنتون پخوانى استاد

سخى جان د احمد شاه بابا مينې  اوسيدونکى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery