مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-08-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپيژنئ! ١٠٢ برخه ( کاکازي)

دکتور لطيف ياد

 

کاکازي چې لوی ما موند يې هم بولي له اره تر کلاڼي يا تر کاڼي پښتانه دي اودماموندو دقبيلې يو ښاخ ګڼل کيږي او تر کاڼي په اصل کې ښاخي خيل پښتانه دي چې دپښتنودسړبن په ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري.
 
دتاريخي روايتونو پر بنسټ يوسفزي، مندړ او تر کاڼي يا تر کلاڼي په مجمو عي ډول دښخي يا ښا خي خيلو پښتنو په نا مه سره يا ديږي٠ داسي ويل کيږي چې ددوی اصلي ټا ټوبی دکند هار دار غستان په حدودو کې دغونډان او سره غره په شا اوخوا کې سيمه وه چې وروسته بيا دځينو ټو لنيزو عواملو په وجه له هغه ځا يه لومړی دغزني دمقر سيمې ته او تر هغې وروسته دکابل شا او خوا ته وليږديدل٠ په هغه وخت کې مغولي ميرزا الغ بيګ دکابل واکمن و٠ تر څه مودې وروسته دښا خي خيلو او ميرزا الغ بيګ تر مينځ اړيکي مخ په خر ابېدو او تر ينګلي شوې ٠همداو جه و چې ميرزا الغ بيګ د يو سفزيو او په مجموع کې دټولو ښاخي خېلو اته سوه تنه مشران ميلمانه او وروسته تر هغوی يې دوی بې وسلې او بيا يې ټول له تيغه تېر کړل ٠(١)
 
تردې خواشينوونکي او زړه بو ګنونکې پېښې وروسته ښاخي خېل دننګر هار خواته وليږ ديدل٠ترکلا ڼيو په لغمان کې واړول او يو سفزي،ګګياڼي او اتمانخيل (*)په ننګر هار کې او سېدل٠ وروسته دغه درې واړه قبيلې دخيبر دتاريخي درې له لارې لو مړی پيښور او بيا دخپلو استوګنې په او سنيو سيمو،سوات،دير او با جوړ کې مېشته شوې٠ تر کلا ڼي هم څه موده وروسته ميرزا الغ بيګ ته دلغمان دخلکو دشکايت په وجه له هغه ځا يه وليږ ديدل او با جوړ ته لا ړل چې تر او سه پورې هما غلته مېشته دي(٢)٠
 
په لغمان کې دتر کلا ڼيو دمېشته کېدو او بيا له هغه ځايه ددوی دليږد په اړوند ډېر تاريخي مستند رو ايتو نه شته، دبېلګې په ډول ابوالمحمود مو لوي هدايت الله سودروي وزير ابادي په خپل کتاب هدايت افغا ني(٣)کې او خان روشن خان په تذکره خان روشن خان کې(٤) دکاکا زيو او په مجموع کې دتر کلا ڼيو دقبيلې يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې دوی دلغمان په سره کلا او سه صده کې او سيدل چې دسه صده په نا مه کلی تر او سه هم دلغمان په ولا يت کې شته ٠
 
لکه چې دمخه مو وويل کاکازيو ته لوی ما موند هم وايي٠ لوی ما موند دماموندو دسيمې په جنوب ختيز او جنوب لويديز کې مېشته دي٠ په ختيز کې دلو يو ما موندو او سا لارزيو تر مينځ برېد(حد) د ملا سيد غر دی او دلو يو او وړو ما موندو تر مينځ بريد لوی خوړ دی(٥)٠
 
دلويو ماموندو يا کا کا زيو دمشهورو خيلو نو نومونه په لا ندې ډول دي:

دولت خېل، خلوزي، مسعود خېل،عمر خېل، يوسف خېل، سليمان خېل او مغدود خېل٠

١- په افغا نستان کې دکا کا زيو يا لويو ما مو ندو داستو ګنې سيمې دادي :

کاکازي يا لوی ما موند دافغا نستان دکو نړ ولايت په مرورې، شوړتن، بر کاڼي،دانګام او پيچ دره کې او سيږي٠
 ٢- په پښتو نخوا کې:

کاکا زي يا لوی ما موند د پښتو نخوا دباجوړ ايجنسۍ په غاښي، شبنتر، ذکي،کټوټ،ګيري،زري،ترخو،لغړۍ ،کالوزۍ،کږه، موخه او ميا نه کې او سيږي٠ همداراز په پېښوراو ايبټ اباد کې هم استو ګنه لري٠
 ٣- په سهيلي پښتونخوا کې:

دسهيلي پښتو نخوا په کو ئيټه او پښين کلي کا کا زي کې٠
٤-په پا کستان کې:

يو ډېر شمېر کاکازي دپا کستان په لا هور، کراچۍ، کشمير،جهيلم، بهلوال،سر ګودا، سيالکوټ،ديره غازي خان، چکوال،عيسی خيلو او مو سی خېلو کې استو ګنه لري٠
 ٥- په هندوستان کې:

په هندو ستان کې کا کا زي دپنجاب ايالت په ګرداس پور،بابل چاک، فيض الله چاک، ست کو ها، وزير چاک او دهاريوال کې استو ګنه لري٠ (٦)
 
دکاکا زيو دځينو مشهورو کسانو نو مو نه په لاندې ډول دي:

١- دپا کستان ډپټي اډيټور جنرال ريحان ملک
٢-بهادر يار خان سياسي شخصيت او دمحمد علي جناح ملګری
٣-غلام احمد بلور
٤-منير احمد خان
٥-ډاکټر اشفاق احمد
٦-جسټيس عبد الو حيد خان
٧-اسما جها نګير
٨-شعيب ملک دپا کستان دکر يکيټ ټيم پخوانی کپټان
٩-ډاکټر رضوان ملک(٧)
------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١ دکتور لطيف ياد، پښتني قبيلې، ١٠٨ مخ ، دپيښور چاپ٠
(*)اتمانخيل په اصل کې کر لا ڼي پښتا نه دي٠
٢-پير معظم شاه،تواريخ حافظ رحمت خاني،٦-٧ مخونه٠
٣- هدايت افغاني معروف په تاريخ کاکازي، دمولوي هدايت الله سودروي وزير ابادي تاليف، په اردو ژبه ١٠٧-١١٧ مخونه،١٩٣٣کال ،دوزير اباد چاپ ،لاهور٠
 ٤-تذکره خان روشن خان،١٧٦ -١٧٧ مخونه٠
٥-دپښتنو ټو لنيز-اقتصادي جوړښت،٣٢٥ مخ،دپښتو څيړنو نړيوال مرکز،١٣٦٢ کال،کابل٠
٦-http://en.wikipedia.org/wiki/Kakazai
٧-http://en.wikipedia.org/wiki/List_of_Kakazai_people

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery