مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-07-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپيژنئ ! ٩٧ برخه ( غلجي=غلزي= غرزي)

دکتور لطيف ياد

 

غلجي په افغا نستان کې تر درانيو ورسته دپښتنو دويم ستر ټو لنيز ګرو پ دی چې دپښتني شجرو اوروايتونو له مخې دبي بي متو او لاده ګڼل کيږي چې دبيټ نيکه لوروه٠ دغلجي دقبيلې نوم د خلجي ، غلزي او غرزي په بڼو سره هم راغلي دی(١)٠
 
دغلجيانو په اړوند تاريخ پو هانو او ختيځ پيژندونکو بېلا بيلې ليکنې کړي دي٠ ځينې دوی ترکان او غزان بولي چې دغز نو يانو او سلجو قيانو دواکمنيو په وخت کې ا فغا نستان ته راغلي او دغزني او زابلستان په سيمو کې مېشت شوي دي٠ ځينو بيا دوی د مغولي چنګيزخان دزوم خالج خان دنا مه له کبله دوی خلجيان ګڼلي دي او ځينو هم دوی دهفتا ليانوبقايا او پا تي شوني بللي دي ٠
 دافغا نستان نامتومؤرخ ارواښاد علا مه عبد الحی حبيبي د پښتو اد بيا توپه تاريخ کې د غلجيو پښتنو په اړوند داسي کښلي دي:
 "خلجي، غلجي يا غلزي په اصل کې غرزی دی چې په دري ژبه کې يې کو هزاد بولي يعنې دغرو خلک چې دا کلمه په غرچ، غر چه ،غلچه او نورو ډېرو تا ريخي کلما تو کې شته او کله (غ) په ( خ) هم او ښتی دی او غلجی ، خلجی شوی دي او غلجي له لر غو نو زما نو دغزني په غرو او رغو کې اوسي او دزاولستان يا اوسني زابل پخواني خلک دي٠(٢)"
 بار تولد وايي:
"د غرج، غرچ يا غرش کلمه يوه پخوانۍ ار يا يي کلمه ده چې دمر غاب په ټا پو کې داريا ئيانو استو ګنځي ته ويل کيږي ٠"
 تو ماشک عقېده لري چې: د ګر Gar يعنې غر کلمه لر غونې با کتري کلمه ده او غر چه دغزني داريايي او سېدونکو نوم دی او له دې کبله خلج، غرج او غر چ دغره زوی يا غرزی دی ٠غر اوس هم په پښتو کې يوه ژوندۍ کلمه ده٠ داوستا په" هوم يشت" کې غر دګيري په بڼه راغلی دی چې په خرده اوستا کې هم ليدل کيږي او په سنسکرېت کې هم ګير او ګيري دغره په مانا دی٠ ان عربانو پخواني ګر شاه ته د( ملک الجبال) لقب ورکړی و چې په عربي کې جرشاه دی ٠ په پښتو کې غر څه ،غر څنی دغرني په مانادی چې دغر چه، غلچه او غلجي نوم هم له هغه ځايه راوتلی دی٠
 عربي جغرافيا ليکونکو هم دې ټکي ته اشاره کړې ده چې غر دجبل په مانا دغر شستان او غر جستان په تاريخي نو مو نو کې دخيل و٠ ياقوت دالبشاري په حواله وايي: چې غرج په اصل کې دغره په مانادی او خراساني مؤ رخينو چې داکلمې له خپلو هېوادوالو نه اوريدلي دي هم دغر جستان نوم په اصلي بڼه غر ستان ليکلي دی چې غر ستان د غره د اوسيدونکو او دوی داستو ګنې دځای نوم دی٠
 زموږ دهېواد مشهور مؤرخ منهاج السراج جوزجاني دعربي مؤر خينو پر خلاف دغر جستان او غرشستان پر ځای غر ستان ليکلی دی او دطبقات نا صري په زړو نسخو کې هم څو واره غر ستان ليدل کيږي(٣)٠
 
په هر حال غلجی يا غلزی يو پخوانی او لر غونی نوم دی چې مانا يې دغره زوی دی او دپښتنو غلجيانو لو مړنی نېکه غلجی با با و چې درې زامن يې درلودل چې توران، تولر او بولر نو مېدل چې دزامنو نو مونه يې هم زړو او لر غو نو اريايي نو مو نو ته ورته والی لري٠ دتور کلمه په اوستا کې هم شته او دانوم تر او سه هم په پښتو ژبه کې په بېلا بېلو بڼو( تور، تورانی، تورک ،توری او توره کي) شته٠ همداراز بولر يا بلور يوزوړ تاريخي نوم دی چې دګېلګته نيولی دنورستان تر سېمو خلکو باندې اطلا قېده او دبارتولد په وينا تر اوسه پورې هم دهغه ځای ځينې تور پوښه قبايل ځانونه بلور بولي او داکلمه تر اتلسمې پېړۍ پورې په چيني کتا بو نو کې ليدله کېدله٠
 دافغا نستان په تاريخ کې دغلجيو قبيله ځکه دزيات اهميت نه بر خمنه ده چې دوی داتلسمې عيسوي پيړۍ په پيل کې دميرويس خان هوتکي١٧٠٩-١٧١٥عيسوي تر مشر تابه لاندې وشول کولای چې په کندهار کې دصفويانوبيګلر بيګي ګرګين له مينځه يوسي اود يو خپلواک ملي دولت بنسټ کيږدي٠ همداراز دهمدې کورنۍ يو بل واکمن شاه محمود هوتکي په ١٧٢٢ عيسوي کال کې ايرانی شاه حسين صفوي دواکمنۍ نه را وپرزاوه او پخپله داصفهان پر تخت کښيناست٠
 غلجيانوپه هند کې هم واکمني چلولې ده چې بنسټ يې دسلطان جلال الدين غلجي له خوا په ١٢٩٠ عيسوي کال کې ايښودل شوی واورپسي ددغې کورنۍ نورو واکمنانو لکه: سلطان علا ؤالدين غلجي،سلطان قطب الدين مبارکشاه غلجي،محمود غلجي او غياث الدين غلجي په خپل وار سره پر هندو ستان واکمني کړې ده.
 دپښتو ژبې مشهور شاعر او دتوري اوقلم خاوند ستر خوشال خټک په خپل کليات کې په هند کې دغلجيانو دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی سلطان جلا ل الدين١٢٩٠-١٢٩٦ عيسوي په زغرده او صراحت سره غلجی بللی دی لکه چې وايي:
 بيا سلطان جلا ل الدين پر سرير کښيناست
چې په اصل کې غلجی دولايت و(٤)
دغلجيو دقبيلې وېش:
لکه چې دمخه وويل شول دغلجيو دټو لنيز ګروپ لوی نيکه غلجی بابا و٠ دغلجيو ټو لنيز ګروپ په لو مړي سر کې په دوو سترو ښا خو نو ويشل شوي دي چې لو مړی يې توران او دويم ابر اهيم دی٠ ددې لپاره چې توران دغلجي مشر زوی و نو ځکه دغه ښاخ لو مړی درجه ګڼل کيږي٠ دتوران ښاخ په دوو څانګو ويشل شوی دی چې لو مړی يې هو تک او دويم يې تو خی دی چې دغه دوه عمده ښا خونه بيا پر نورو ېرو څانګو باندې ويشل شوي دي٠
 دغلجي دويم زوی ابراهيم دوه زامن درلودل چې دهغه دشپږولمسيانو نه شپږ لوی ښا خونه رامينځ ته شوي دي يعنې: سليمانخېل،علي خېل، اکا خېل،سهاک، اندړ او تره کي٠
 
دغلجيو دټو لنيز ګروپ مهمې قبيلې په لا ندې ډول دي:
هوتک، توخي، اندړ، سليمانخېل،احمدزي،ابراهيم خېل ،تره کي،اټوال،ادين خېل،اکاخېل،الياس خېل،خروټي، امرخېل،اوريا خېل، حسين خېل، هود خېل،بابکر خېل، جبارخېل، کړوخېل،معروف خېل، ستانکزي، ستاني زي،پياروخېل،تره خېل،دولت زي، دستو خېل،څلوزي، زاري خېل،ټغر،جلال زي،څينزي،خدرزي،درې کوټي،دفتاڼي(دوتاڼي)،دينارخېل،زير ماني،ساک،سلطان خېل، شملزي،توتا خېل، ادريمزي، علي خېل،عمر خېل، عيسی خېل،قلندر خېل،کورم خېل، ګاړي،ملا خېل، ملک زي،نا صر،يو سف خېل، رستم خېل٠
 
دغلجيو دقبيلې داستو ګنې سيمې:
په اوسني وخت کې غلجي قبايل په افغا نستان کې يوه پر اخه سيمه په ولکه کې لري چې ددوی داستو ګنې سيمې زابل ،غزني ،پکتيکا،ميدان وردګ،لوګر،کابل،پروان، دپکتيا ځينې ولسوالۍ، دکابل او ننګر هار تر مينځ وادۍ اولغمان او ننګر هار دي٠همداراز دافغانستان په شمالي ولا يتونو لکه بغلان، کندز، بلخ، تخار، سمنګانو ،جوزجان، فارياب، سرپل، بلخ او هم دبادغيس او هرات په شااوخواکې هم غلجي پښتا نه استو ګنه لري٠
 دافغانستان سر بېره ډېر شمېر غلجي په نورو هيواد ونو کې هم استو ګنه لري٠ دتاريخ حيات افغاني په قول: د اېران په کرمان، نرمان،شمير جنس،اصفهان،د ازبيکستان په بخارا، هندوستان او دروسيې په داغستان کې هم غلجي پښتانه استو ګنه لري، خو دوی خپل دود،دستور او ژبه له لاسه ورکړې ده(٥)
 په افغا نستان باندې دروسانو تر ير غل وروسته ډېر شمېر غلجي پښتانه پښتو نخوا، سهيلي پښتو نخوا او پا کستان ته ليږ ديدلي دي دي چې ډېر شمېر يې په پېښور او کوئيټه کې دافغاني کډوالوپه پنډ غالو او يا هم په شخصي او کرايي کورونوکې ژوند کوي٠ نورشمېر يې دپا کستان په نورو لو يو ښارونو په تېره بيا په کراچۍ کې په مزدوريو او خواريو او غر يبيو اخته دي٠
 د غلجيو دټو لنيز ګروپ دهرې قبيلې پېژندنه په خپل خپل رديف کې شوې ده٠
------------------------------------------------------------
ماخذو نه او سر چينې :
١- دکتور لطيف ياد،پښتني قبيلې،١٩٧ مخ، دپېښور چاپ٠
٢- علامه پو هاند عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ لومړی او دويم ټوک،٤٠٥ مخ، دپېښور چاپ٠
 ٣-قدرت الله حداد،غرزی، غلجي او خلجی دتاريخپو هانو له نظره،دکابل مجله،٣ ګڼه،٤١ مخ،١٣٣٨ کال٠
 ٤-د خو شال خان خټک کليات،٦٦٩ مخ، دکندهار چاپ٠
٥- تاريخ حيات افغاني،٢٩١ مخ، دپيښور چاپ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery