مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپيژنئ! ٩٦ بر خه (غر غښت)

دکتور لطيف ياد- استراليا

 

غر غښت د پښتنو په قبيلو کې يو مشهور ټو لنيز ګروپ دی چې په دغه ټولنيز ګروپ پورې يو شمېر قبيلې ، ښاخونه، څانګې، خيلونه او پښې تړ لې دي چې پښتانه يې غر غښتيان هم بولي٠ غرغښت په پښتنو کې يو مشهور نيکه تېر شوی دی او له پخوا زما نو نه مؤرخانو دده نوم او حال ليکلی دی٠ په پښتني عنعنه کې هم غر غښت يو خورا لوی پښتو ن او مشهور نيکه ګڼل کيږي٠ ددې عنعنې تصديق په بهرنيو مؤ رخينو کې ابو الفضل علامي( ١٠٠٦ هجري) چې دمغولي واکمن جلال الدين محمد اکبر ددربار نا متو مؤرخ اکبر او دشيخ مبارک ناګوري زوی او دمغولو ددربار دملک الشعرا ابوالفيض فيضي وروردی په دې ډول سره کوي :
 
" په پښتنو کې درې وروڼه بيټنی، غرغښت او سړبن ډېر مشهور نيکونه دي٠ (١) "

د تاريخي روايتو نو پر بنسټ غر غښت د ٣٨٨ هجري کال په شا او خوا کې ژوندی و ٠

پرو فيسور ولي محمد خان سيال کاکړ په خپل مشهور اثر" پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخوا کې" د غر غښتي پښتنو په اړوند داسې کښلي دي :
 
" غرغښت په اصل کې له دوو کلمو نه مرکب دی چې غر او غښت دی اودغه زړه اريايي کلمه د ګور ګښت،ګر ګښت او غر ګښت نه راوتلې ده چې مانا يې دغرو ګر ځيدونکي يا په بله ژبه دغرو او سيدونکي او موږ غر غښتيان دغروال او غر زيو په نو مو نو سره هم يادولای شو٠(٢)"
 
دروايتونو له مخې غرغښت نيکه درې زامن درلودل يعنې داني،بابي او مندو چې په دوی کې دداني داولادې شمېر دنورو په پر تله زيات دی او دداني په اولاده کې دکاکړو قبيله ډېره مهمه ګڼله کيږي٠ (٣)
 
غر غښتي پښتانه نه يوازې دا چې په افغانستان ، سهيلي پښتو نخوااو پښتونخواکې مېشته دي، بلکې دپاکستان دپنجاب په چهچه او هزاره او هندوستان کې هم ډېر شمېر غر غښتيان مېشته دي٠
 
په مجموعي ډول دغر غښتي پښتنو په ټو لنيز ګروپ کې دالاندينۍ قبيلې ډېرې مشهوري دي:
١- ساپيان
٢-کاکړ
٣-ناغر
٤-داوي
٥-ګدون يا جدون
٦-بابي
٧- مندو خيل
٨-پڼي
٩- خوندي
١٠- لودين
١١- مشواڼي
-------------------------------------------------------------
ما خذونه او سر چينې:
١-ابوالفضل علامي، ائين اکبري، لومړی ټوک،١٩١ مخ٠

٢-پروفيسور ولي محمد خان سيال کاکړ، پښتو او پښتانه په سهيلي پښتونخواکې، ٣٧ مخ ٠
٣-تاريخ حيات افغاني،٢٤٩-٢٥٠ مخونه٠
٤-http://en.wikipedia.org/wiki/Gharghasht

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery