مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تأریخي درسونو ته د نه پاملرنې د ناکامۍ بیه (ریچارډسن)

بروس ریچارډسن

ژباړه : رحمت آریا
اکتوبر ۲۰۱۱
تأریخي لڼدېزونه  اکتوبر ۲۰۱۱
 لېکوال : بروس ریچارډسن
 

 
افغانستان ته د بریتانېې پخواني سفیر [ شیرارد کـــَوپـَر – کولز Sherard Cowper-Coles] په خپل وروستي ( ۲۰۱۱ ز کال) کتاب [Cables from Kabul, The Inside Story of the West’s Afghanistan Campaign] کې لېکلي : امریکا اوس پوهېدلې چې د هغوی د یاغیانو ضد او د سیاسي مصلحت ملگری اوسنی ستر درستیز عبدالرشید دوستم طالبانو ته د غیر قانوني وسلو په قاچاق، د نیشه يي توکو په ترافیک او ...... کې ښکېل دی ؛ د تاﺋـید شوي جنگي جنایتکار او د شورویانو د همکار « لاسونه تر اوږو پورې په وینو رنگ دي» وگورﺉ [ هماغه پ پ : ۱۸۸ – ۱۸۹]
 
د امریکا د څارگرو مالوتو سرچېنه چې تش په نامه د اقدام وړ څارگر مالومات بلل کېږي په ټولېز ډول د پخوانیو کمونیستانو او د شوروي د همکارانو د ټولگې د رسوا شمالي ټلوالې د لږکۍ له پایڅوړو څخه راکتېږي ، همدا ډله نن د امریکا د نیواکگرو ځواک په چوپړ کې د مرستندوی ځواک په توگه کارکوي.... چې د افغانستان د دولت د څارگرې ادارې ولکه ېې په لاس کې او ډېري غړي ېې د شوروي په لاس د جوړ شوي خاد د څارگرې ادارې غړي دي. ددوی یوازیني محکومین پښتانه دي چې د طالب په غلط نامه په ترهگرۍ کې د ښکېلوالي په تور کړول کېږي؛ دا محکومین په څارگرې ادارې کې د برلاسې لږکۍ ډلې د ابدي دښمنو د غړو له خوا چې د خپلو سیاسي او اقتصادي برلاسۍ د ابدي کولو په لټه کې دي کړول کېږي.  
 
 [Open Society Foundation] د خپلې خپرې شوې څېړنې په لړ کې وايي : امریکا د پخواني خاد د فعالینو د څارگرو مالوماتو پر بنسټ پر غیر جنگي کسانو د شپې له پلوه عملیات ډیر کړي چې غواړي د راغلو مالوماتو د شونی څارگر ارزښت عملیه تمرین کاندي. و گورﺉ [ لمنلېک[1]]. د څېړنې لېکوال دې پاېلې ته رسېږي چې د بې گناهو ملکي وگړو د راټولو چلند چې ورباندې د یاغیانو د شک تور نه دی لگول شوې او ددې لپاره را ټولېږي چې د څارگرو مالوماتو سم توب او غلطوالی په زباد ورسوي« په څرگنده د یو انسان پر آزادۍ تېری او یو " غیر انساني" چلند دی ؛ دا ډول چلند د ژنیوا د کنوانسیون د درېمې مادې له احکامو سره په بشپړ ټکر کې دی». د شپې له پلوه عملیاتو کې چې څارگرې ادارې په ناڅاپه چاپه وهلو کې ښکېل کېږي تل د ملکي وگړو له وژل کېدا سره بدرگه وي. ددې تر څنگ د خاد د پخوانیو فعالینو له سرچېنو څخه تر لاسه کېدونکي مالومات چې د اوسني دولت په څارگره اداره کې کار کوي او د شمالي ټلوالې د لږکۍ غړي دي، په زباد رسیدلي چې بنسټ نه لري، ځکه دا مالومات په خپله خټه او تومنه کې یوازې او یوازې د قومي غچ اخېستنې پر بنسټ ولاړ دي او په هېڅ ډول د اعتبار وړ نه دي.     
 
بیا هم پورتنۍ یاده شوې مقولې ته په کتنې گورو چې افغان دولت تأریخي درسونو ته د نه پاملرنې د ناکامۍ په بېې ، د سړې جگړې د گوریلايي جگړو د جعلي اتل ارواښاد احمد شاه مسعود د تلین له لمانځنې څخه شهکار جوړولو ته په رسمي ډول ادامه ورکوي، که څه هم مخ په ودې پلټونکو ته ددولت دا گنگ درېز څرگند نه دی، خو دا د کومې حیرانتیا ځای نه دی چې د پرونۍ شوروي د همکاریو له ډډې را زیږېدلې او د نن ورځې امریکايي همکارۍ ته پالیاله ډله د پارلماني خبرو اترو د تگلوري ولکه په خپل لاس کې لري ، د رسنیو د کرښو  د خوځښت څار د همدې لږکۍ ډلې په لاس کې دی، لوړې دولتي څوکۍ له دوی سره دي چې د امریکا د وسلوال ځواک له بشپړ ملاتړه په برخمنتیا خپل راج چلوي. مگر په بل اړخ کې تأریخي آرشیفونه په خپل زړه کې ددې ډلې بل انځور نغښتی لري  چې  یوه بېلگه ېې لاندې په افغان جگړو کې د شوروي د یوه سرتیري [ ایوان شومیلایاف  Ivan Shumelyov] مرکه ده. دا کیسه د [ سرتیرود کیسې : The Soldiers Story] په کتاب کې راغلې چې په کې [ شوروي سرتیري افغان جگړه په یاد راولي Soviet Veterans remember the Afghan War] ؛ د کتاب لېکوالان [ انا هینه مه Anna Heinama، میجه لپنن Maija Leppanen او یوري یورچینکو Yuri Yurchenko] دي. دا ډول کېسې، د افسانې برخلاف ، حقایق او منطقی قیاس په زباد رسوي. دا کتاب په ۱۹۹۴ ز کال کې خپور شوی چې د هغه په ۱۱۲ او ۱۱۳ پاڼو کې لولو : 
 
شومیلایاف : 
 ( مخکې له دې چې زموږ سرتیري له افغانستانه ووځي، زموږ قطعه بغلان او سنمگان ته نېږدې په یوې سېمې کې پرته پرته وه  او د ۲۰۱ فرقې په اړوندې سېمې کې مو کار کاوه. احمدشاه مسعود په دغې سېمې کې د هغوی د گوریلایي سرتیرو بولندوی وو. مسعود له جنرال وارنینکوف سره په یوه وخت کې د مسکو په پوځي اکاډیمۍ کې زده کړې تر سره کړې وې. ویل شوي کله چې وارنینکوف خپله د زوکړې ورځ لمانځله، مسعود د هغه لیدو ته راغی او جنرال، د مسعود سوغات ومنل)، ( یادښت د  : Heinamaa, Lepanen, and Yurchenko 113-115). یو بل له څون او څار پرته حقیقت په یو بل کتاب کې راغلی چې په تأریخ کې  ښکلیو او په نړۍ والې کچې پیژندل شویو لېکوالانو ورڅخه په څوڅو ځله اخځ اخیستی دی. دا کتاب امریکايي راج نومیږي. وگورﺉ [ لمنلېک [2]] 
 
په اقتصادي ډگر کې د کابل بانک له شرمه ډکه وروستۍ رسوايي ده چې له ۹۰۰ میلیونو تر ۱.۸ بیلېونو ډالر په کې ورک دي، دا یوه داسې رسوايي ده چې په ریکارډ شوي تأریخ کې ېې ساری نه لېدل کېږي ؛ د نوموړو بې شمېرو ډالرو د ورکېدا څرنگوالي بږرکې پوښتنې رامنځته کړي دي؛ اوس څرگنده نه ده چې دا ډالر پيریانو خوړلي او یا په لوی په کې لاس غبن شوی دی. خو د رسوایۍ په زړه کې د لومړي مرستیال هېواد مشر محمد فهیم او د هېواد مشر کرزي د ورور، محمود کرزي نومونه یاد شوي دي. په دواړو تور لگول شوی چې دواړو ته ېې په میلیونونو ډالر د بې ضمانته پور په توگه ورکړ شوي دي. بله بېلگه ېې ارواښاد برهان الدین ربانی دی ؛ ویل کېږي چې رباني په خپله په میلیونونو ډالر د بې ضمانته پور په توگه تر لاسه کړي دي؛ یاد شوي ډالر د غوږپوڅو پر بنسټ د مک دونالد McDonald د خوړنځیو پر رانیولو باندې لگول شوي دي. رباني د لویدېزې نړۍ د یوه چړي په توگه هغه بله بیلگه ده چې د کلنتن، بوش او اوباما د ادارو په خیالي نړۍ کې د افغان سیاست د طیف د هر اړخېز استازي  په توگه سینگار او پنځول شوی دی خو حقیقې څېره ېې ایران، روسیې، هندوستان او امریکې ته د یوه پټ ورانکار ایجنټ [agent provocateur] په څېرې کې نغښتې وه.   
 
بې څښتنه ډالر، د بانکي شوکو له سیستماتیکې لړۍ وروسته، د کورونو او جایدادونو او یا د پانگې اچونې په نورو څانگو کې په ډوبۍ او متحده عربي اماراتو کې په پانگې واچول شول. د لومړنیو پلټنو پاېلې څرگندوي چې ددې شوکې یاد شوي گډونوال د شمالي ټلوالې د لږکۍ ډلې هغه غړي دي چې مخکې ېې لوړې دولتي څوکۍ درلودې او یا ېې لوړترینو دولتي مقاماتو ته لاسرسی درلود. نوموړي تورن کسان، د همدغو د سزا وړ او نابخښونکو سیاسي اړیکو او د امریکا د جنگي ماشین د ملاتړ له شامته، په دې وتوانیدل چې د هرډول پلټڼې مخه ډب کاندي او یا د رښتونې پلټنې مخې ته نه تېرېدونکي خنډونه رامنځته کړي.
 
یادې شوې تأریخي بېلگې له اره د شننې او وراشې وړ نه دي، ځکه دا د لسگونو پيړیو په اوږدو د جگړې د تأریخ یوه زړه خو مخ په ودې بېلگه ده. د بدې ادارې بېلگه یوازې په افغانستان پورې نه رالنډېږي، بده اداره په هر هغه ځای کې موندل کېږي چې هلته ټگمار او په چلوټو ککړ دولتي مأمورین وي، دا بېلگې د نړۍ په هر گوټ کې د تأریخ په هر پړاو کې لېدل شوې دي.  داسې ورځ به راشي چې افغان پرگنې به خپله پلټنه د رښتونو تأریخي ریکارډونو پر بنسټ وکړي، دوی به په خپل لاس له خپله منځه خپل غوره شوي رښتوني بچیان وټاکي او داسې رښتوني مشران به غوره کړي چې ددوی له منځه راپورته شوې وي. تأریخ ته په یوې ځغلندې کتنې باور لرو چې افغان پرگنې به هغه ځانغوښتونکي او ځان- گټي سیاستوال په رټلو لېرې وغورځوي چې خپل هېواد ېې د شخصي، اقتصادي او سیاسي گټو لپاره پر نورو باندې پلورلی دی. پای. 

----------------------------
[1] Gareth Porter, Inter-Press-Service, Minority Retribution Stirs Unease in Afghanistan, 8/19/11
[2] American Raj, Liberation or Domination, Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, 2008, p 196

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery