مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له محرابه تر ټغره - ۴ برخه - د افغان علماو مقدسه وظيفه

غلام محمد زرملوال


د افغانانولپاره به پتمنه او د منلو وړ هغه سوله وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي
له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي
د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي

 
څلورمه برخه
د ځانمرګي عملياتو پيل:
د پاکستان پوځ او څارګري شبکې، د خپلو د دوديزو ترهګرۍ ميتودونو د په کار اچولو په ترڅ کې، چمتو شول چې د شوروي د اکمالاتي لارو د تړلو په موخه په ځانمرګي تخريبي عملياتو ډاډ وکړي.  خو دا ماموريت سخت ثابت شو ځکه چې د افغانستان حتى "ډېر اسلامپال  هم چمتو نه وو چې د ځان وژنې په عملياتو" لاس پورې کړي. د بېلګې په توګه، کابل شمال ته د سالنګ تونل د الوزولو لپاره، [کرنيل] يوسف د لارۍ بمونو د چوولو وړانديز وکړ داسې چې آى اِس آى به د تيلو په ټانکرونو کې د چاودېدونکو موادو په ايښودلو کې مرسته کوي او [افغان مجاهدين به د يوه ځانمرګي ماموريت په ترڅ کې هغه چوي.]  خو افغانان دې کار ته چمتو نه وو. لدې کبله د دې کار د تر سره کولو لپاره، لدې پرته چې د لارۍ ډرايور دې ته تيار شي چې ځان ووژني، بله عملي لار نه وه.  هغو افغانانو چې د افغان جهاد واکمن، کرنيل يوسف، روزلي وو، په يوه خوله د ځانمرګۍ بريدونو وړانديز رد کړ ځکه چې د دين پرخلاف و.  دا يواځې د سعودي عربستان، اردُن، الجزاير، او نورو هيوادونو عرب رضاکاران وو چې په يوه بشپړ بل کلتور کې لوى شوي وو، په خپله ژبه يې خبرې کولې، "او پداسې حال کې چې له خپلو کورونو او کورنيو څخه لرې په جګړه بوخت وو، د اسلام ځانګړى تعبير يې کاوه." همدا وګړي وو چې بيا وروسته يې د ځانمرګي بريدونو ښوونه کوله.  د افغان ملت رښتينو مجاهدينو، چې له خپلو کورنيو، ټبر، سيمېيزو او ټولنيزو پرګنو سره اوبدل شوي وو، په لوړه کچه په ځانمرګي بريدونو کې ونډه نه لرله. ډېرى وخت يې په پلونو او تجارتي لارو هم، که چېرې به د ملکي سوداګرو او کروندګرو لپاره د اهميت وړ وو، له بريد کولو څخه سرغړونه کوله. 

 په ١٩٧٠ کلونو کې د تکفير و الهجره په نوم يوه ډله، چې د القاعده "پيلامه" وه، په مصر کې وپنځېده. د هغوى مشر، مصطفى شُکرى، چې د مصر په جېلونو کې پوخ شوى و، څه ناڅه دوه زره غړي لرل. هغوى د سيد قطب کتابونه لوستلې او پدې هيله و چې يوه ورځ به له داسې يوه ځواک سره راستنېږي چې کفارو ته سبق ورکړي.  د مصر مطبوعاتو د مصطفى پالندويان د اهل الکهف [د سمڅو اوسيدونکي] وبلل.  څه موده وروسته د تکفير و الهجره غړيو په قاهره کې د ديني اوقافو يو پخوانى وزير، شيخ محمد الضحابي، پرې د تکفير د حکم پر بنسټ وتښتاوه.  په غبرګون کې يې د مصر پوليسو د تکفير و الهجره ډېر غړي ونيول؛ د هغوى مشر، شُکري مصفى، او پينځه تنه نور اعدام شول.

په قرآن کريم کې په جوته توګه ويل شوي چې مسلمانان بايد هېڅوک ـ له هغه چا پرته چې قتل يې کړى وي ـ ونه وژني.  قرآن شريف وايي چې که څوک يو تن ووژني، ".. لکه ګرد بشر يې چې وژلي وي ... جزا به يې د تل لپاره جهنم وي."  نو څنګه او پر کوم بنسټ د الجهاد پر څېر اسلامي ډلو ځواک ته د رسېدو پر موخه د مسلمانانو پرخلاف له تشدد څخه کار اخستل پرځاى ګڼل.  د دې په ځواب کې سيد قطب د يوه حديث شريف پر اساس وايي چې هر اسلامي مشر چې شرعۍ قانون نه پلى کوي، ذنديق بلل کېږې.  د ياد شوي حديث شريف پر بنا د يوه مسلمان وينه بايد، له درۍ حالته پرته، تويه نه شي:  قاتل ته جزا؛  د واده لرونکي له خوا زنا؛ او يا له اسلام څخه مخ اړول.

 په افغانستان کې د روسانو له ماتې، د ١٩٩٠ کلونو په پيل کې د شوروي او کمونيزم له نسکورېدو او د سړې جګړې له پاى ته رسېدو سره جوخت، بن لادن سعودي عربستان ته ستون شو او د سعودي استخباراتو په مرسته يې د طارق الفضلي تر کومندې لاندې په سهيلي يمن کې لومړنۍ جهادي ډله جوړه کړه چې د کمونيزم پرخلاف وجنګېږي. خو امريکا ـ له خپل سيمييز لاسپوڅي، پاکستان، سره په سلا ـ  له يوې خوا د افغان مجاهدينو د کمزوره کولو؛ او له بلې خوا د بن لادن پر ګډون هغو عرب رضاکارانو پرخلاف پر عمل لاس پورې کړ چې سي آى اې، آى اِس آى، موساد او لوېديزو څارګرۍ اجنسيو؛ او شهزاده تُرکي الفيصل تمويل،  وسلوال او افغانستان ته استولي وو.  له همدې ـ او په سعودي عربستان کې د امريکايي پوځونو پر شتون د نيوکو له کبله وو ـ چې اسامه بن لادن يې پرضد د "القاعده" پر نوم سازمان ته وده ورکړه او د لوېديز پر خلاف د جهاد غږ يې پورته کړ. په هغه فتوى کې، چې د سعودي د ټولواکې کورنۍ پرضد يې خپره کړې، بن لادن وايي چې سعودي عربستان ".. په شرعۍ قانون سترګې پټې کړې؛ خپل ولس يې له مشروع حقوقو محروم کړى؛ امريکايانو ته يې اجازه ورکړې چې د حرمين شريفين خاوره اشغال کړي؛ صادق ديني عالمان يې په ناعادلانه توګه بنديان کړي ... نو د دې کړو په بهير کې رژيم خپل مشروعيت بايللى دى."

سعودي ټولواکې کورنۍ کلک غبرګون وښود. د سعودي شهزادګانو پر اند خو جهاد يواځې په افغانستان او د پرنګي ګټو ساتلو په لار کې "فرض" و! نو د دې پخواني مجاهد او اوسني ترهګر د نابودولو په لټه کې شول. کله چې د سعودي حکومت له خوا ورته د ده د نيولو او بندي کولو په اړه مالومات ورسېدل، بن لادن د ١٩٩١ کال په اپريل کې پاکستان ته، او له هغه ځايه سودان ته ولاړ. په سودان کې دا مهال د ملي اسلامي محاذ مشر، ډاکتر حسن الترابي، قدرت ته رسېدلى و او د هغه هيواد په سهيل کې د "سودان د خلکو دازادۍ پوځ" له چريکانو سره، چې عيسوي مذهبه وو، لاس و ګرېوان و. (سودان بيا وروسته په شمالي او سهيلي سودان وويشل شو. او د ٢٠١١ کال د جولاى په نهمه نيټه د سهيلي سودان نوى هيواد وزيږول شو).

روهان ګُنارتنا ليکي چې سودان ته د نوموړي تګ دوه لاملونه لرل:  لومړى- دا چې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ اړېکي خورا خواږه وو.  د پاکستان د پوځ ".. څو زره تنو.." د ټولواکې کورنۍ د ساتلو دنده پر غاړه لرله.  نو د ده لپاره خطرناکه وه چې په پېښور کې ژوند وکړاى شي.  دويم ـ  په پاکستان کې د نوموړي اغېزه له هغه وروسته په کمېدو شوه کله چې يې د پاکستان په پارلمان کې له بېنظير بوتهو څخه د باور د رايو بېرته اخستلو د ناکام شوي تکل لګښت  ورکړى و؛ او ورپسې يې دوه ځله د هغې د وژلو هڅه کړې وه.

(ګورئ څنګه د ترهګرۍ ټول پلونه په پاکستان کې پيل او پايلېږي)

په پاکستان او بيا ورپسې په سودان کې د ټولواکې کورنۍ پرضد د فعاليتونو له کبله، د سعودي حکومت له خوا ورځنې د هغه هيواد تابعيت واخستل شو.  ابو خليل ليکي چې د سودان مشر، حسن التُرابي، چې په اکسفورد او سُربُن پوهنتونونو کې يې زده کړه کړې وه، د اسلامي او لوېديزو قوانينو دواړو پياوړى کارپوه؛ په عربي، انګريزي او فرانسوي ژبو يې بشپړه ولکه لرله؛ او د "نړۍ په اوږدو کې د بنسټپالو لارښود" و.  له همدې کبله وو چې بن لادن او تُرابي له يوه بل سره نږدې شول.  د سودان له ولسمشر سره د نږدېکت له خاطره، اُسامه بن لادن اوس د سعودي او امريکا يواځې يو کوچنى مخالف نه، بلکې د نړيوال نوم خاوند شوى و.

د واشنګټن لپاره د نوموړي ورځ پر ورځ زياتېدونکى شهرت د زغم وړ نه و.  سي آى اې تصميم لاره چې د بن لادن پرخلاف جدي ګامونه پورته کړي.  له دې کبله يې د سودان پر حکومت زور اچولى و چې هغه پرلاس ورکړي.  د امريکا او سودان د حکومت ترمنځ د پلاويو تګ راتګ او خبرو بن لادن شکمن کړ، او د لومړي ځل لپاره يې د خرطوم په خپل کور کې يوه امريکايي خبريال ته د مرکې موکه ورکړه.  په خپله مرکه کې بن لادن وايي چې: ".. وګړي تر هغه پورې چې ګنهګار نه وي ثابت شوي، بېګناه دي ... خو د افغان جنګيالو په اړه پر دې خبره سترګې پټېږي.  هغوى د نړۍ ترهګر بلل کېږي. دېوال ته د هغوى درول به د ترهګرۍ له ډېرېدو پرته بل څه پايله ونلري."  سټيو کُول: "د پېرېانو جګړې"، پښتو ژباړه - غلام محمد زرملوال-٤٦٨ مخ

سټيو کُول ليکي چې څو کاله وروسته دا مسئله چې ګوندې د سودان حکومت امريکا ته وړانديز کړى و که چېرې د بن لادن په هکله شواهد ولري، هغه به امريکا ته وسپاري ـ ناندرييزه شوې وه.  امريکايي مامورينو ويل چې سودان داسې وړانديز نه و ورمخ ته کړى.  خو د سوداني چارواکو پر وينا ".. امريکا ته مو وويل چې موږ به نوموړى، که پرضد يې قانوني دسيه موجوده وي، وروسپارو ... ورته ومو ويل که قانوني دسيه ولري ، بيولاى يې شئ." هماغه ځاى.

په ١٩٩٤ کال کې، کله چې ورڅخه د سعودي تابعيت واخستل شو نو ورسره د بن لادن ټولې شتمنۍ هم کنګل کړ شوې وې.  ويل کېږي چې د هغه کال  په فبرورۍ کې سعودي استخباراتو د نوموړي د وژلو يو ناکام تکل وکړ.  پر دې موخه د "تکفير والهجره" په نوم د يوه سازمان غړى د هغه د وژلو په نيت د هغه کور ته روان و، د پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې ـ مخه يې ونيول شوه. بن لادن هغه مهال په خپل کور کې نه و، خو کور ته يې پرې د ډزو له کبله تاوان اوښتى و. روهان ګنارتنا – ٣٤ مخ

پايله دا وه چې امريکا د بېلابېلو سياسي-اقتصادي زور اچونو له لارې، د سودان حکومت مجبور کړ چې بن لادن له خپل هيواد څخه وباسي.  هماغه و چې په ١٩٩٦ کال کې د آى اس آى په لارښودنه د برهان الدين ربانى د "اسلامى حکومت" په بلنه ـ چې څه لنډه موده وروسته د طالبانو د تحريک پرلاس له کابل څخه وشړل شو ـ  له خپل يوه ګڼ شمېر پلويانو سره افغانستان ته ولاړ. لارنس رايټ په خپل کتاب، "القاعده د ٩/١١ پرلور" کتاب کې ليکي چې حسن الترابي او بن لادن درۍ ورځې پرله پسې د شپې تر نيمايي پورې پدې اړه تودې خبرې وکړې. بن لادن ويل چې ده په سودان کې ډېره پانګه اچولې وه، د هغه هيواد حکومت حق نه درلود چې ويې شړي. ده د سودان پرخلاف کوم جرم نه و کړى، او په ټوله نړۍ کې داسې بل ځاى نه و چې چمتو و دى هلته ومني. ترابي ورته وويل چې بن لادن دوه بديلونه لرل: يو دا چې له هيواده يې ووزي او يا دا چې هلته پاتې، خو خوله پټه کړي. بن لادن ورته وويل چې ترهغه پورې چې ځوان اسلامپال په سعودي عربستان کې په ناعادلانه توګه بندي کېږي، دى چُپ نه شي پاتې کېداى. هماغه و چې له سودان څخه وتلو ته چمتو شو. Al-Qaeda's Road to 9/11 – Lawrence Wright – p221

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery