مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ترهګر ۍ سره جګړه او د کلاوې سر !

هدايت الله هدايت - استراليا

هدايت الله هدايت - استراليا

نن  ترهګر ي او د دې شومي پديدې سره د جګړې او مبارزې جريان د نړېوال  سياسي او ټولنيز ژوند په  ډګر کې د يوې ډېري پېچلي او د ورځي په ډېري حادي موضوع باندي بدله سوې ده  .  په نړۍ کې د ترهګر ۍ شبحه لکه د سړې جګړې په څېر زموږ د نړۍ راتلونکې ډېره مشوشه کړې او د سبا دپاره اميدونه  يې د مينځه وړلو د ګواښ سره مخامخ کړي دي  . د سپټامبر د يولسمي ترهګر ي سهمناکې پېښي نه راوروسته نن دغه پروسه داسي شرائطو ته ننوتې ده  چې بشري ټولنه يې په هره شېبه کې و يوې بلي هولناکي پېښي ته په انتظار کې پرې ايښې ده . نن چې د نړۍ ټول  اطلاعاتي او خبري رسنۍ په خاص ډول راډيو او ټلويزيون چې د شتمنو ميليارډرانو په واک کې کښېوتي دي او د نړۍ ټوله  فکري ماحول يې په واک کې راوستی دی ، اوس ترهګر ۍ ته داشاني بڼه ور کوي چې ګواکې د دوی په وينا يوازي  هغه وخت  به پاې ته رسيږي چې هغوی دي پرټوله جهان لاس تير اوهغه دي  خپله کړي .

 هغه پراخه  په ظاهره  مبهمه  او پېچلې استراتيژي چې نن د امريکا او انګليس لخوا  د ترهګر ۍ سره د مبارزې تر نامه لاندي پرمخ بېول کيږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امريکايې او ناټويې  پوځې اډو د غزېدو او ځاي پر ځاي کېدو لړۍ يې روانه ساتلې ده، آيا دغه  بېساري پوځي پراختيا ، په رشتيا هم د يوه ترهګر  عمل د مخنيوی دپاره تر سره کيږي  اوکه د دغي پروسې تر شا نور ډېر څه پټ دي؟  د نړۍ ډېر خلګ اوس د ځانه سره دا پوښتنه  کوي چې  دامريکا اداره چې  د ترهګر ۍ سره د جګړې په بهانه په دومره شدت او وحشت سره عمل کوي او هر ځاي ﻻس او پښې غزوي آيا د هغوی نه په دې جګړه کې د کلاوې سر ورک سوی دی ! او که ددې جګړې لوری په  لوی لاس  غواړي ونورو ترهګرو کړو ته برابر او دا لوری بيا د ولسونو و   ځپلو ته  هوارکړي؟

د ترهګر (  ټروريزم)  پر پېژندنه  باندي  خواوس هم لوی بحث روان  او ددې ناوړه مقولې  پرسر باندي د   تفاهم  و رسيدلو ته ﻻ اوس هم  يو لوي واټن پروت دی . خو هېوادونه، ولسونه او د بېلابېلو افکارو خاوندان او د نن ورځي ټوله  هغه ښکېل ځواکونه چې د زور اوبه يې پر لوړه رواني دي  و ترهګر ۍ ته او د خپلو  او د نورو و ترهګرواعمالو ته بېلابېل توجيهات ورکوي او د خپلي خوښې  شجرې  ورته جوړَوي .  ددې سره سره دا خبره هم تل سوېده او اوس هم کيږي  چې  ترهګر خو ټ ترهګر نه دي زيږېدلي بلکه هغوی د مختلفو ټولنيزو ناخوالو او بې عدالتيو په نتيجه کې و دې ﻻري ته  راکش سوي دي، راکشيږي اويا داچې زياتره يې  پخپله دهمدې مغرورو او حريصو دولتونو لخوا چې  په نورو هېوادو کې د خپلو  ګټو دلاسته راوړلو او ساتلو   دپاره  چې و ترهګر اعمالو ته  يې ضرورت لاره، ﻻ پخوا يې  داشاني ترهګري  ډلي  په خپلو مالي او پوځي مرستو روزلي او داسي اعمالو ته   يې هڅولي وه .   هغه  وخت   دې ډلو ته  ټروريستان نه   بلکه نور ډېر وتلي نومونه ورکول کېدله  . دشوروي اتحاد د شلېدو نه وروسته لوېديځه نړۍ خاصتاً امريکا د خپلو زړو يارانو ( اسلامي بنسټپالو) څخه   په ګيلو او ګذاريو پيل وکړ. هغوی چې د "پرون آزادي بخښونکي جنګيالان"  اويا    " سرښندونکي مجاهدين" بلل کېدل نن په نړيوال ډګر کې د ترهګر ډلو دمخکښانو په نامه شهرت و موند او د هغوی موجوديت و نړيوالي سولي ته يو بالقوه خطره و ګڼل سو!

 

 

دبلي خوا کله چې نن بيا په ميليونونو انسانان  د همدغه متمدنه نړۍ په د ننه کې و واټونو او بازارونو ته راوزي او دنړۍ داوسنۍ غير عادلانه نړيوال اقتصادي او تجارتي سيسټم چې د سرمايې و پړسوب او د فقر و ژورتوب ته ﻻره غزوي، د هغوی  پر ضد راپورته کيږي او د پردې تر شا شيطاني نيتونه لوڅوي،  نوي ﻻري پرانيزي، پخواني فکري او مکتبي تناوونه شلوي، نړيوال اقتصاد ته انساني او عادﻻنه چلينجونه ورکوي .  او هغه کسان چې بيا بر الا  د  امريکا ، اسرائيل او انګليس او نورو هېوادو پر کړو او ظلموباندي   خپل  ځيګرونه څيري  او سرونه ټکوي ، خپله شديده سياسي کرکه بيانوي او  خپل نفرت په خپلې ځان وژني سره تمثيلوي ، په رشتيا داد کومو ستونزو او ژور ټولنيز انساني خروښ  ښکارندويه ده؟  دا د کومو رېښه داره او ژورو ټولنيزو ستونزو ،  بې عدالتيو او تيريو  د غميزو نه خبري کوي  کوم چې بشري  عواطف يې داسي زخمي سوي دی .  آيا دغه ولسي او پرګنيزه خښم به په راتلونکي کې لا نور هم و ورته  نورو  داسي  اعمالوته ﻻره نه پرا نيزي  چې پايلې به يې لا مخکي تر مخکي د ډېري اندېښني وړ وي ، درست لکه هغه څه چې په دې نيژدې اوونيو کې په فرانسه او د هغه په ځينو نورو ګاونډو هېوادوکې پېښ سوه او دبېنوايانو   خښم  د  ټولنيزه نا انډوليو، د تبعيض او تعصب قربانيان و بازارو او کوڅو  ته  را وه وتله او ډېر څه يې  د اور په لمبو کې لولپه کړل .

 

برژينسکي د جيمي کارټر د جمهوري رياست ددورې د امريکا د ملي امنيت مشاور  په هغه مقاله کې چې "د امريکا د مصيبت"  تر عنوان لاندي يې په لاټايم کې خپره کړېده وايې چې : « و امريکا ته بايد  د ډېري خواشينۍ ځاي  وي چې داروپا، ختيځي آسيا او ﻻتيني امريکا  هغه هېوادونه چې معمولاً د امريکا ددوستانو په کتار کې وه اوس د امريکا د سياست  په منتقدانو بدليږي او غلي شاني د سيمه ائيزو اتحاديو د جوړولو ﻻري چاري لټوي . د امريکا د سياست څخه دا ډول  بېګانګي کېداې سي چې و امريکا ته په يوه  دائمي تهديدونکی  حقيقت بدل سي  »  امريکا اوس په خپل  غرور اود نورو هېوادنو په چارو کې خپله بربنډه لاسوهنه تر هغه ځايه پر مخ بېولې ده چې نور نو ددې هېوادو د پاره د خپلواکۍ او ملي حاکميت مفاهيم پرکاغذ باندي د  بې معني تورو په څېر پاتي سوی دي. امريکا په لوی ﻻس  پر هغه ﻻر روان دی چې د غالبوزو په شيګَر ګينيو کې  خاشې  نه  بلکه وسله والي لاسوهني وهي  او هغه ته ان حقوقي او قانوني شجرې هم  ورکوي خو هرکله چې بياو چيچل سي  نو  دنيا پر دابله خوا را اوړي او د ترهګر او د ترهګر وسره دجګړې نارې سورې  او هنګامې راپورته کوي . آيا کېداي سي داشاني دوه مخيزه او فريب کارانه چلند، دمتمدني ټولني د جوړېدو معيارونه و ګڼل سي ؟ 

 

د ترهګرۍ هغه  پېښې  چې په نيويارک، لندن، شرم الشيخ، بالي، هسپانيه، اردن او د نړۍ په نورو ځايونو کې تر سره سوې او د زرګونو بېګناهو انسانانو د مرګ ژوبلي باعث وګرځېدلې، بې له شکه  ستر جنايت ګڼل کيږي .  دا ډول وژني او د بېګناه انسانانو په داشاني  زوروني او شکنجو لاس پوري کول هيڅ راز بشري، سياسي او مذهبي توجيهات نه مني او هيچا ته نښايې چې  داډول جناياتونه  چې ملکې  بني آدمان ځپي، هغه ته ښه ووايې . خو آيا دغه پېچلې مسئله او ددې قبيح کار محکوميت  د يوې شپُږي په خاطر و ټوله پوستين ته د اور په اچولو سره حلېدلاې سي!. آيا دغه اوسنی کمپاين چې امريکايانو او انګريزانو تر لاس لاندي نيولی او ډېر هغه ته په ډاګه دولتي ټروريزم هم وايې ، ددې ﻻنجې دبنيادي حل سره مرسته کولاې سي؟ ولسونه  خوپه دې باور دي چې هغه څه چې په نوموړي ځايونو او يا په عراق، فلسطين ، افغانستان، اونورو عربي او افريقايې هېوادنو کې تيرېږي هغه ډېرې پېچلي او بېخکي  رېښې لري . د بشريت  ټوله مترقي او متمدنه هېوادونه او ټولني خو په ډاګه داخبره کوي چې مخکې تر دې چې دا جګړه ائيږه  موډرنه  وسلوال د مرګ ماشين دي پر ولسونو او هېوادونو را مات  سي په کار ده د دې ټروريستي کړو دريښو دپيداکولو او له مينځه وړلو ﻻري چاري ولټول سي  او عملي او مسؤلانه بشري هڅي دي تر لاس لاندي و نيول سي !

 

کله چې  ترهګري  لړۍ خپل ځان و لندن ته ورساوه ، او دا ښکلي اروپائي ښار يې و لړزاوه او درنه مرګ ژوبله يې رامينخته کړه  نو په دا سبايې دانګلستان يو مشهور ليکوال رابرت فيسک د ګارډين په ور ځپاڼه کې وليکل : « کله چې موږ په عراق کې په ډله ائيزه توګه   وژني کوو نو څرنګه بايد دا  تمه ولرو چې هغوی دي په موږ پسې  پل راوانخلي »  همدارنګه يو بل ليکوال جورج ګالاوي ليکي چې « د عراق جګړه يوه غير شرعي جګړه ده کوم چې ددروغو پر بنياد تر سره سوه او دا پخپله يو ډول دولتي ترهګر ي ده . خو  فرق يې يوازي په دې کې دی چې ددې جګړې امر دهغه چا لخوا   صادر سو چې ښکلې درېشي يې اغوستې او نيکټايې ئې تړلې وه او  هغه  بل   بيا د  بن ﻻدن لخوا وه  چې  قبا او عبا يې په ځان کې او  د توري بوري  په سيمه کې اوسېدی  » .

 

په هر حالت کې ترهګر ي د انساني آرمانه سره بېګانه  او يوه شومه پديده ده  دغه کار که د دولتونو لخوا تر سره سي او که د افرادو لخوا، نړيواله کرکه را پاروي . نن په ټوله نړۍ کې اوس  ټوله په دې باور دي چې هغه سياست چې د امريکا او انګلستان  لخوا د مينځني ختيځ په سيمه کې پر مخ بېول کيږي هغه  پخپل ذات کې د کرکې او غوسې زېږنده ده اود ولسي  پاڅون  او مقاومت باعث ګرځې  . د مثال په توګه د۵۷کلو راهيسي  د فلسطين خلک د اسرائيلو لخوا پخپله خاوره کې قتل عاميږي خو امريکا سترګي ورباندي پټوي . اسرائيل دفلسطينيانو خاوره غصب کړېده د هغوی پر ملي او تاريخي مقاومت باندي  ايف شپاړس را الوزوي او بېګناه خلګ يې وژل کيږي . ددې هېواد پوځونو  تر پرونه  پوري  په لبَړ کې د فلسطيني ماشومانو د ډَبرو د ويشتلو ځواب  د زرهپوشه ټانکونو په مرميو ورکاوه او دهمدې ماشومانو پر کورونو يې بولډوزران را سمََوَ ل، خو دسپيني ماڼۍ او متمدني نړۍ مخکښانو  هغوی يا  ترهګر او يا هم دمتمدني او ډيموکراټيکي  نړۍ دښمنان بلل او ددغو ماشومانو وطني مينه يې په وينو کي لژنده کوله او ان  دغه عمل ته يې  لا هم زړه دی چې د ټروريزم سره د مبارزې عنوان ورکړي .

 

امريکا او انګرېزی واکمنانو دعراق غوندي بډاې اومستقل هېواد باندي د ډله ايزه وسلو د درلودلو په تور دنړيوالو په سترګو ګې خاوري واچولې، خپل زوريې وکاره وه  او ددې هېواد نه يې دادی د  وحشت او بزکشۍ ميدان جوړکړ.  په خپلواورغورځونکوبمو او بمباريو يې  دغه هېواد د خاورو خاکه کړ، ددوی د يرغل پر ضد ددې هېواد د مقاومت او دملي پاڅون خوځښت  يې د ټروريزم سره دمبارزې په نامه په وينو کې و لمباوه ، نفتي شريانونه  يې و ځانته کش کړل او خلګ يې په دې يا هغه نامه په خپلو کې سره واچول او ﻻ معلومه نده چې نور څه به کيږي، خو د نړېوالو نه غواړي چې هغه دي په سيمه کې دخپلي  متمدني او ډيموکراټيکې ټولني د  سمبول په څيرو ګڼي کنه نود ټروريستانو او ياغياتو په نامه به يې و ځپي  .

 

 دعراق په اړه د دې هېواد د بشري حقوقو د ريئس له قوله  ويل کيږي چې  د عراق د جګړې د پيل نه بيا تراوسه پوري د ۱۳۰ زرو نه زيات کسان وژل سوي دي چې تر نيمايې زيات يې ښځي او ماشومان دي . " ګری يانګ" دګارډين د سږکال د جوﻻي  په يولسمه ګڼه کې ليکې چې « موږ نه غواړو خښم، کرکه اوغضب دي يوازي د خپل ځان حق و بولو، زموږ وينه په هيڅ صورت د عراقيانو او افغانانو تر وينو ډېره نده سره.»  هغه زياتوي چې « بلير دلندن په حمله کې د پنځوسو تنو د مرګ او د اووسوو انګليسي ټپيانو مسئول ندی بلکه دا جهادي ترهګر وه چې په داسي  قبيح کار يې  ﻻس پوري کړ  او ګنهکاره  بلل کيږي. خو بلير بېله شکه  د يو لکو عراقي انسانانو د وژني مسؤل دی چې په هغه هېواد کې وژل سوي دي .»  دامريکا او انګليس پوځونو د عراق داشغال د هماغه سبا نه،  خپله ريښتنې " آزادي او ډيموکراسي" و خلگو ته وښودله. هغوی په زرهاو عراقيان  ونيول او زندانونو ته يې واچول او تر ډېرو شديدو  شکنجو لاندي يې راوستل . ښځي، نجوني او ان د هغوي اولادونه يې نه يوازي شکنجه کړل بلکه  ډله ايزه جنسي تيری يې ور باندي وکړ . امريکا د ګوانتانامو، ابوغريب او د بګرام په زندانو کې هغسي  کارنامې تر سره او په تاريخ کې يې پرېښودلې چې د بشريت پرلمن باندي به د همېش دپاره يو تور  داغ وي او  تل  به  ور باندي  وشرمېږي، خو د سپيني ماڼۍ واکداران، هغوی ته د ډيموکراټيک او بشري  ټولني د جوړېدو او د ټروريزم سره د جګړې او دخپلو دښمنانو د له مينځه وړلو په ﻻره کې خپل  لومړني متمدنه  ګامونه بولي!

 

نن د ترهګر ۍسره د جګړې په نامه  د آزادی او امنيت په مابين کې هغه توازن  چې د ډيموکراسۍ لومړنۍ خښته ده د ستر  ګواښ  او تهديدسره مخامخ کيږي . دغه دوه منل سوي اصلونه هر يو  تر بل جاريږي . په واقعيت کې دا آزادي ده چې دامنيت د ټينګولو په خاطرتر پښو ﻻندي کيږي .  امريکا  د بن ﻻدن سره د مرستي نه وروسته کله چې هغه ته يې اړتيا درلودله، اوس هغه په پوره امنيت  سره په خپلو غارو کې ناست دی، خو بېګناه انسانان په هر ځاي کې خپل امنيت د لاسه ورکوي  او تر بمباريولاندي راځي .

 

اوس خو تقريباً د يوه سره پر دې خبري باندي هم نظره  دي چې د ترهګر ۍسره جګړه داسي جګړه نه ده چې  درا وتلي ټانکو په مقابل کې دي يو هېواد  هم خپل ټانکونه  د ښار وواټونو ته را وباسي او  F16او B52 دو طيارې دي ور باندي لمبر کړي . داجګړه  ډېره پېچلې او بې جبهې جګړه ده .دا جګړه د خپل  هدف په ورکه ولو او نه پېژندلو سره بېګناه انسانان قربانۍ ته راکشوي ،  دا د انسان دژوند او د هغه د ټولو بنيادي ارزښتونو او حقوقو پر ضديوه چټله او غير انسانی جګړه ده. هغه ارزښتونه چې ددوهمي نړيوالي جګړې نه وروسته تر ﻻسه   سوې او د بېلابېلو ملتونو ، قومونو د بېلابېلو دينونو، مذهبونو او فرهنګونو سره په ګډه د يوه بل سره يې د سوله ايزه ژوند ضمانت کاوه ، هغه ارزښتونه  چې د قانون په مقابل کې د برابرۍ د يوه اوبل تحمل يې کاوه  او دکړکېچونو حالاتو په حل کې يې د ديالوګ او مفاهمې سوله ايزه چلند يې مانه او دغه مبارزه يې د سوله ايزو لارو او ا صولو پر مبنا پر مخ بېول کېدله ، اوس ولي داټولو ﻻسته راوړونو بل شاني رنګ واخيست او د  ترهګر ۍسره د نامعلومه جګړې په نامه  په نړۍ واله بدګمانۍ واوښتله ؟  څه پېښ سوه چې ټوله هغه  پخواني دوستان نن ترهګر سوه!

 

ترهګر خو په ټولو اديانو کې همېشه يو بنسټپاله او سخت دريزه  ميکروسکوپي اقليت وو او اوس هم دی چې هغه هم  د نورو هېوادو  دﻻس محصول دی او اصلاً دا همدوی وه چې د خپلو اهدافو د تحقق د پاره  يې جوړ کړ ل ، و يې وپړسول او نن يې دادی پخپله و ځانته بلا و ګرځوله!. نن څه پېښ سوه چې دنړۍ ځبر ځواکونه د زوراوزر خاوندان او س ځانته دا حق ورکوي چې د ترهګر ۍد ځپلو  پاره د انسانانو هغه لومړنی حقوق چې  دپېړيو په اوږدو کې يې د ولسونو دککريو په بيه ترلاسه کړي او هغوی هم منلي وه اوس  همدغه  نړيواله موازين تر پښو لاندي کوي او هغه په خپل زور سره بيرته اخلي .او يکړه ډيکټاټوري  پر ټوله نړۍ باندي حاکموي. د عفوي د نړيوال سازمان رئيسي تير کال په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو په هکله ويلي وه چې دغه سازمان ، دنړيوال ټروريزم سره په مبارزه او د امنيت په راوستلو کې د امريکا سياستونه   د هرډول اصولو نه ليري بولي  . هغې ويلي وه چې په  هر زمان او هر مکان کې دزيات  قدرت نه  استفاده په نړۍ کې و آزادۍ او عدالت ته جبران نه منونکي ضررونه رسولي دي او نړۍ يې په يوه نا امنه او ډېره خطر ناکه ځاي باندي اړولې ده . د امنيت دټېنګولو دپاره د امريکا داشاني سياست د هر ډول راتلونکې نه لېري ښکاري  .

 

 

 

نن و ټولي نړۍ ته جوته سوېده  چې د ترهګرۍ رېښې د فقر، ظلم، بې عدالتۍ، ټولنيزي ناانډولۍ او تجاوز په وجود کې بايد ولټول سي . ترهګري د هيڅ دين، مذهب او مکتب سره ماهوي اړيکه نلري .  د نړۍ عامه افکار  اوس  په دې باور  دي چې   د ترهګر ۍ سره  په جګړه کې دغه اوسني روان تلاښونو ماتي خوړلې ده .امريکا چې د ترهګر ۍسره د جګړې تر بهانې ﻻندي هر څه ته ﻻس اچوي اوخپل  پلانونه عملي کوي په دغه جګړه کې  دکلاوې سر  ځيني ورک سوی او  بشري ټولنه  د يوې پراخي غميزي خواته بيايې  . نن د نړۍ عاجلي غوښتني او د نړيوال سياست ډراما ټيکه پرمختياوي و داسي يوه حالت  ته رارسېدلي دي چې دا حالت نه په جګړې او تجاوز سره بلکه د  يوه نوي الګو او تفکر و تحقق ته  اړتيا لري، داسي الګو  چې  د ولسونو د سياسي ژوند په عرصه کې د نړۍ د دموکراتيکو اړيکو او غوښتونو په   ټينګولو کې مرسته وکړي او  نړيواله ټولنه د خپل ځانګړو ملي، ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو په  ساتلو سره د دموکراسۍ او  ټولنيز عدالت په تأمين کې  و يوه داسي  نوي جوړښت  خوا ته رهي کړي چې د انسانانو کتلوي ښېرازه او عدالت پکښې تأمين  سوی وي  .

 

د زمانې تاريخ  چې د پېړيو په وهلو سره يې زموږ و دَور ته ځان رارسولی دی  لکه د ډېرو څه  تکرار چې وليدل سوه  نو په يوېشتمه پيړۍ کې به هم، ولسونه و دغه نوي نسل  ته به بيا د دې خبري تکرارورښيئ    چې د نړۍ د ظالمو او حريصوواکدارانو او د هغوی د همفکره ﻻرويانو عمر چې  غواړي د نړۍ پر هېوادونو او دهغوی پر بېوزله ولسونو دي خپل د زور فرمان و چلوي او دهغوی شتمنۍ دي تالان  او د هغوی د خپلواکي او ملي حاکميت  او د بشري حقونوا صول او موازين  دي نقض  او د هغوی  دملي مقاومت  جذبات دي   په خپله ګټه  تر پښو ﻻندي کړي، نو  هغه وخت به  هم را رسېدونکی وي  چې ددې ولسونو د يووالي چيغه، د هغوی د دموکراټيک، سوله ائيزه او عادلانه پيوستون له برکته به  د  جګړې پر ضد جګړه کې به  په نړيواله  کمپاين کې به  حتماً د هغوی زوال هم ويني . دا خبره به  هم  ورسره يو ځاي سپينه کيږي چې وائې «که ولسونه داسي اراده وکړي چې  دا ژوند د هغوی ژوند دی نو دهغوی په وړاندي  به سرنوشت هم د تسليمۍ نه بغير بله چاره و نلري ». يوازي  هغه و خت به وي چې نه به  تيری وي او نه به  هم  ترهګر  ( ټروريزم) !

 

 د نوامبر ۳۰ مه  ۲۰۰۵

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery