ژباړه : رحمت آریا
نوامبر ۴- ۲۰۱۱
افغان مقاومت ته د امریکا پټو مرستو، شوروي پوځي اقدام ته اړ کړ
لېکوال : بروس ریچارډسن
مرستې، د بهرنۍ پالېسۍ د یوې وسېلې په توگه ډېري وختونه بې شمېرې بېلابېلې بڼې لري لکه پټې ، څرگندې ، سیاسي ، اقتصادې ، پوځي او نورې مرستې ؛ د تأریخپوهانو په وینا همدا مرستې دي چې پر مرستې اخېستونکي باندې د یرغل لومړنی څرک او اردلی « منادي» وي. هېواد – مشر جیمي کارتر، د ۱۹۷۹ ز کال د جولای د مېاشتې په درېمې نېټې په کابل کې د حفیظ الله امین د شوروي پلوي رژیم د مخالفینو په پلوۍ د هېواد – مشري لومړنی لارښود لیک ( دایرکتیف) لاسلیک کړ چې له مخې ېې د رژیم مخالفینو ته د امریکا پټه مرسته رَسَول کېدله. په هماغه ورځ د هېواد مشر کارتر د ملي امنیت سلاکار زبیگنیو برژینسکي (Zbignew Brzezinski) هېواد مشر ته د یوه لیک له لارې ولېکل چې لاسلېک شوی لارښود لیک به د شوروي پوځي لاسوهنه راوپاروي. دې لاسوهنې کولای شوای د پارول شوې شوروي وسلوال ځواک ،د پارس د خلیج د ځان ستایونکو تیلي دښتو د کنترول لپاره، په یوه برلاسي گواښجن واټن « افغانستان –ژ» کې ځای پر ځای کړي. د سړې جگړې د کلونو د تاړاکونو په ترڅ کې د امریکا ددولت د پرله پسې هېوادمشریزو ادارو تصریح شوې زورواکۍ او هم یا برلاسۍ د پارس د خلیج پر ستراتیژیکو تیلي دښتو باندې د امریکا د کنترول او د پوځي حضور ننگه او ساتنه کوي. په اوسمهال کې بنسټېزه او د پام وړ پوښتنه دا ده چې د کارتر د ادارې دداسې پرېکړې تر شا کومې امنیتي انگیرنې یا کوم منطق پروت وو چې داسې یوه لوړ بیه قمار ته اوږه بنده کړي او د افغان مقاومت د ملاتړ لپاره د مرستې پېټی پورته کړي، آیا د بهرنۍ پالیسۍ جوړوونکي په دې ډاډه نه ول چې داسې یو گام به د شوروي غبرگونواله ځواب راوپاروي؟
د ریکارډ شوي تأریخ له پیله تر نن پورې هرې جگړې ته د « ولې» ځواب موندل د تأریخپوهانو، پوهنتونونو ، پلټونکو ژورنالیستانو او د نورو بیلابیلو ډلو د اکاډیمیک ژوند وینه جوړوي ... له دې امله د افغان – شوروي جگړه هم په همدې کړۍ کې رانغاړل کېږي او « ولې» ته ېې باید ځواب وموندل شي :
د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو د ۱۹۷۹ ز کال د دسامبر په مېاشت کې، د برژینیف دکتورینو پر بنسټ، د ددې ادعا په ټینگار چې د افغان دولت له پلوه پر افغانستان باندې د یرغل لپاره بلل شوی وو، او په کابل کې د کمونیست امین د رژیم د گواښجن دریز په پام کې نېولو سره چې پر وړاندې ېې د امریکا پټې مرستې نوې روانې شوې وې ، هېواد – مشر حفیظ الله امین ېې وواژه او پر ځای ېې ببرک کارمل د واکمنۍ پر گدۍ کښېناوه.
پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ ز کال د اوسمهال د بې شمېرو شته وو انگیرنو په منځ کې یوه شته او کم پیدا انگیرنه چې د شرحې تاﺋـید ېې د بې شمېرو پلټنو او لاسوندونو پر بنسټ شوی او اوس د تأریخپوهانو په منځ کې د یوه اصل په توگه منل شوې دا ده چې افغان مقاومت ته د مرستې ورکړه ددې لپاره په ډیر ځیر او پاملرنې مخکې له مخکې محاسبه او جوړه شوې وه چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو وسلوال یرغل راوپاروي. یو شمیر کسانو ته به په سرسري کاتو داسې و برېښي چې د امریکا د حکومت په اخېستل شوې گام کې د شوروي راپارېدل په پام کې نه ول نېول شوي او یا ظاهرا ًد امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ناڅاپه غبرگون محصول به ورته ښکاره شي، مگر برعکس د امریکا د حکومت دداسې اوچت شوي گام پایلې مخکې له مخکې په ځېر سنجول او ارزول شوی وو. د « سنجول شوې پالیسۍ» د فکري مکتب تأریخپوهان لا تر اوسه د هغو تأریخپوهانو د لیدلوري برعکس چې د شوروي د برید پر وړاندې د امریکا غبرگون یوازې د بهرنۍ پالیسې په ناڅاپه هېنداره کې ویني او ټینگار کوي چې د اخیستل شوي گام محاسبات مخکې له مخکې نه ول سنجول شوي، پر دغه ټکي شخوند وهي چې د امریکا محاسبه شوې پرېکړه مخکې له مخکې پر داسې یوه ټکي راچورلېدله چې د شوروي اتحاد پښه په یوې غرنۍ سېمې کې یوې اوږدې گوریلایي جگړې ته راوکاږي ، په داسې یوه هېواد کې چې له کرونولوژیکي اړخه د سترواکیو هـډ- ایره بلل شوی، په داسې ېوې سېمې کې چې د شوروي افسانوي پوځي وړتیا په به کې وازمویل شي او شوروي اتحاد به په داسې یوې جگړې کې راښکیل کړي چې بیرته وتل به ورته زښت گران پرېوزي.
د هېواد مشر کارتر د ملي امنیت د ربړه مار سلا کار زبیگنیو برژینسکي له ویناوو څخه زښت ډیر جگړه پال او له نېښونو ډک اغزن اخځونه اخیستل شوي دي، په دغو اخځونو کې چې یو ېې د « محاسبه شوې پالیسۍ» د فکري مکتب لید لوری او انگیرنه په ځیر تاﺋـیدوي، دده هغه وینا ده چې د ۱۹۸۰ ز کال په پیل کې ېې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل په غبرگون کې رسنیو ته د خبرو په لړ کې وکړه : موږ شورویانو ته د هغوی ویتنام ورکړی دی؛ خو برژینسکي په څرگنده له دې سترگې پټې کړي چې په منځنۍ آسیا کې پوځي ښکېلتوب به امریکا ته له اقتصادي او اخلاقي اړخه څومره فوق العاده بیه ولري او څومره به ورته گرانه پریوزي. د پارس په خلیج کې د امن ساتل د امریکا د پالیسیو په لومړیتوبونو کې ځای درلود، اوس کره شواهد ددې گواهي ورکوي چې د پارس په خلیج کې د کارتر دوکتورین د امن د ساتلو برعکس، دې ټکي ته تابع شول چې څنگه شوروي په افغانستان کې لاسوهنې ته راوپاروي، دا هغه تکتیک وو چې د احتمالاتو برخلیک ېې په دې بڼې ډېزان شوی وو چې د شوروي له اقتصادي ډډو څخه وېنې راوبهوي او « له پوځي اړخه ېې پښې په یوې پلنډۍ (باتلاق) کې راښکیل کړي». د کارتر په ادارې کې دداسې گواښجنې « اور بــَلــَونې» یا د جنگي چلوټې مخکښ یا مدافع وکیل د ملي امنیت سلاکار او شوروي ضد له کېنې ډک شخصیت زبیگنیو برژینسکي وو. وگورﺉ [ لمنلېک ]
د ۱۹۹۸ ز کال د جنورۍ په مېاشت کې برژینسکي د [Le Nouvel Observateur] له خبریال سره یوه مرکه کړې ده ، په دغې فوق العاده مرکې کې برژینسکي په دې وراشې «بحث» ټینگار کوي چې د کارتر ادارې په لوی لاس داسې یوې دسیسې ته لاس واچاوه چې افغان مقاومت ته د خپلې مرستې له لارې د شوروي متقابل ځواب راوپاروي: ددغې مرکې یوې برخې ته ستاسو پاملرنه راگرځوم :
پوښتنه : له ټولو گواښونو سره سره تاسو د پټو اقداماتو مدافع واست. مگر دا هم کیدای شي چې تاسو په خپله دې ته لېواله واست چې د شوروي پښه دې د جگړې ډگر ته راوکاږل شي، آیا دا مو نه څارله چې څنگه شوروي اتحاد په یوه ډول نه په یوه ډول راوپاروﺉ؟
ځواب : په دغو ټکیو ېې چې تاسو وایاست، داسې نه ده. موږ روسان یرغل ته را ونه پارول، مگر د هرې ورځې په تیرېدلو پوهېدلو چې هغوی به یرغل وکړي.
پوښتنه : په هغو وختونو کې شورویانو د خپل یرغل د توجیه لپاره ادعا کوله چې دوی په افغانستان کې د امریکا د لاسوهنې پر ضد جگړه کوي مگر د هغوی خبره چا نه منله خو اوس جوته شوې چې د شورویانو خبره تر یوې کچې د رښتیا پر بنسټ ولاړه وه. تاسو نن افسوس نه کوﺉ؟
ځواب : د څه شي افسوس؟ د پټو عملیاتو آیډیا تر ټوله یوه ښه آیډیا وه. پټو عملیاتو دا اغیزه درلوده چې روسان ېې افغان لومې ته راکاږل او ته راته وايي چې افسوس وکړم؟ په هماغې ورځې چې شورویان په رسمي ډول پر افغان کرښې ورواوښتل ما هېواد مشر کارتر ته ولېکل : اوس موږ ته هغه شېبه په لاس راغلې چې شوروي اتحاد ته د هغوی ویتنام په لاس کې ورکړو. مسکو په حقیقت کې د څه کم لسو کالو په اوږدو کې داسې یوه جگړه تر لاس لاندې ونېوله چې ددولت ملاتړ ورسره نه وو، مسکو په داسې یوې لانجې کې راښکل شو چې لومړی ېې د شوروي د سترواکۍ د اقتصاد ستنې سستې او په پای کې ددغې سترواکې بنسټ ړنگ شو.
پوښتنه : او تاسو په دې هم افسوس نه کوﺉ چې د خپلو وسلو او سلا مشورو د ورکړې له لارې مو د اسلامي بنسټپالو ملا وتړله او ، راتلونکي ترهگر، مو ورڅخه جوړ کړل؟
ځواب : د نړۍ تأریخ ته کوم ټکی ډېر اهمیت لري : د شوروي د سترواکۍ نړېدنه یا طالبان؟ یو شمېر راپارېدلې مسلمانان؟ او یا د منځنۍ اروپا خپلواک کېدل او د سړې جگړې پای؟
پوښتنه : یو شمېر راپارېدلې مسلمانان؟ مگر دا هم په څو څو ځله ویل شوي چې : اسلامي بنسټپالنه نړۍ ته د گواښ استازیتوب کوي؟
ځواب : دا اپلاتې « شطحیات» دي. ویل کېږي چې لوېدېز د اسلام په اړوند نړۍ واله پالیسي درلودله. دا لېونتوب دی. نړۍ وال اسلام شتون نه لري. اسلام ته له دیماگوژۍ یا احساساتو پرته، په معقول ډول وگورﺉ. اسلام د یو اعشاریه پېنځه بیلونو مسلمانانو په لرلو د نړۍ یو مخکښ دین دی. مگر تاسو د سعودي عربستان د بنسټپالنې، د مراکش د نرم چلنده اسلام، د پاکستان د میلیتاریزم، د مصر د لویدېز پلوې ټولنې او یا د منځنۍ آسیا د سکیولاریزم تر منځ کوم گډ ټکی وېنـﺊ؟ دا هغه څه دي چې عیسوي هېوادونه لا پسې یو موټی کوي.
خو وروسته برژینسکي په ساده او بې تزوېره توگه مني چې د شوروي له یرغل مخکې، په ۱۹۷۹ ز کال کې په افغانستان کې د هغه لاسوهنه دقیقا ً ددې لپاره په پام کې نېول شوې وه چې شوروي پوځي یرغل ته راوپاروي. د برژینسکي وروستنۍ او غوره انگیزې جیو – ستراتیژیکې وي چې له مخې ېې شوروي اتحاد کم زوری او په پای کې نړېده. وگورﺉ : [ لمنلېک ]
د برژینسکي او د خبریال تر منځ د نيښ لرونکې مرکې، ذهن کرختونکي له شرمه ډکه خبره، دا ده چې که د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د لومړیتوبونو، غوښتنو او یا ستراتیژۍ خبره رامنځته کېږي نو د یوه خپلواک هېواد او د هغه د وگړو ښېرازي په کې په بشپړ ډول په ډېرې بیرحمۍ او غرور له پامه غورځول کېږي او هغه ته له اره څوک پام نه کوي. ته په لوی لاس یو څوک را وپاروه او د افغانستان پر ورانۍ ډډه ووهه، ته په دې نه پوهېدې چې ستا د سیاسي برلاسۍ او گټې په غوبل کې به د دوه وو میلیونو انسانانو ژوند واخیستل شي، د یوې متمدنې ټولنې لپاره به دا یو وجداني عذاب وي چې څوک دې په دې ډول په سړې جگړې کې ستراتیژیکې برلاسۍ او گټې تر لاسه کړي. په دې توگه د ژنیوا په کنوانسیون او نورو کنوانیسونونو کې چې امریکا ېې هم په پای کې لاسلېک کړی د سړې جگړې د کلونو په ترڅ کې تش په نامه د ویل شوې « ساتنې / حراست» کولمې په بشپړ ډول را وایستل شوې. پای