مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د تجزيې پلان - لومړی برخه

غلام محمد زرملوال

په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه

د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!   د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ

له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت د ولس او خاورې غاصبانو پنجابي پوځ او بيروکراسۍ تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                                                  

د افغانستان د تجزيې پلان:

لومړۍ برخه

په ١٩٨٦ زيږديز کال په بشپړه توګه څرګنده وه چې د شوروي مشر، ميخايل ګوربچوف، پريکړه کړې وه چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي. خو پرنګي، امريکا او پاکستان هغه پروسه شنډه او د جګړې د اوږدولو لار يې خپله کړه. د ملګرو ملتونو نا اغيزمن ظاهري هڅودوام درلود. پردې اړه امريکايي ليکوال، سيليګ هريسن، په تفصيل ليکي چې د ملګرو ملتو استازي، ديګو کوردوويز، د ١٩٨٧ کال په جولاى کې اسلام اباد، کابل، واشنګټن او مسکو ته يو پلان وړاندې کړ چې د "داسې يوۀ پراخ بنسټه حکومت" پر جوړولو غور  وکړي  چې په  هغه کې اووه تنظيمونه، د خلق ديموکراتيک ګوند، او په بهر کې د ميشتو افغانانو وتلي شخصيتونه برخه ولري.  ظاهرشاه ته پدې فورمول کې ځانګړى ځاى ورکړل شوى و او جوته شوې وه چې په حکومت کې هيڅ يوۀ ګوند ته هم، د مسلط ځاى ورکول د منلو وړ نه  وو. خو په داسې حال کې چې د افغانستان په جګړه کې ټولو سيمييزو او نړيوالو ښکيلو اړخونو هر يوۀ د خپلو موخو د ورته لاس پر وروړلو پرخوا له خپلو ځانګړو تګلارو سره سم عمل کاوۀ، نو د کوردوويز پر وړاندې کړي پلان ".. هيڅ بحث ونه شو.." 

نجيب د مجاهدينو لپاره د منلو وړ نه وو ځکه چې "پردى ګوډاګى" و، او له هغۀ سره به خبرې کول "د شهيدانو له روح سره جفا" واى.  دا رښتيا خبره وه  چې نجيب د مسکو له خوا په څوکۍ کينول شوى و او د مسکو په مټو يې حکومت کاوۀ.  خو دا هم رښتيا وه  چې د تنظيمونو مشران هم خپلواک نه وو.  واقعيت دا دى چې هغه لورى چې مسکو په قدرت کينولى و په هغۀ څوکۍ پورې سريښ و او هغه بل لورى، چې د امريکا او پاکستاني پوځي بيروکراسۍ په ستنو ولاړ و او په هيواد کې د حکومت کولو مدعۍ وو، تر پايه پورې د اتبار وړ يو بديل وړاندې نکړاى شو.  دواړو خواو،  ورته پر ايښودل شوو لومو باندې سترګې پټې کړې وې او د پرديو له خوا د پر ورکړل شوي "قدرت" په نيشه کې يې ځانونه ډوب کړي وو. دې ته يې پام نه  و چې که له پوهې او درايت څخه کار وانخلي نو "په جنګ کې ښکيلې دوه چوغکې به دواړه د پيشو خوراک شې"

د ١٩٨٩ کال د فبروري مياشت، له مورال او رواني پلوه، د کابل لپاره خورا غوره مياشت وه.  په لويديځ کې داسې توقع کيدله چې مجاهدين به د شوروي له وتلو څخه يوه ورځ وروسته، يانې د فبرورۍ په ١٦ نيټه، په کابل هوايي ډګر باندې بريد وکړي او دا به د نجيب د نسکوريدو پيل وي.  خو په هغۀ  ورځ  هيڅ  پيښه  ونه شوه. د مارچ د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې هم کوم څه ډګر ته راونه وتل. د نجيب د ځواک ښوونې مظاهرې، په هيواد کې د اضطراري حالت اعلان او د دفاع د عالي شورى اعلانولو- که له يوې خوا د نوموړي د حکومت د رښتينې ويرې ښکارندوى وو-  خو له بلې خوا يې په لويديزه نړۍ کې سياسي کړۍ ولړزولې ځکه چې هغوى په خپله خپل توقعات خورا لوړې کچې ته لوړ کړي وو.  د هغوى د لوړو شوو توقعاتو د ناسمتيا لامل دا و چې، کۀ څه هم د ډاکټر نجيب په حکومت او ګوند کې بيلابيلو ځواکونو خپل ځانګړي پروګرامونه او پلانونه لرل، خو څنګه چې اوس ټول د خپل مرګ او ژوند له سوال سره مخامخ وو، نو د مخالفينو په مقابل کې يې د يوې "يو موټې جبهې" او سياسي يووالي تظاهر په افغانستان کې د ".. بشپړې ګډوډۍ او انارشيزم" افواهات غلط ثابت کړل.  لويديزو جاسوسي دستګاو د نجيب پلويان "پرځمکه ناستو بتو" ته ورته بلل او د پروپاګند ادارو يې داسې صحنې انځور ولې چې: ".. د شوروي پوځونو له وتلو وروسته به  سملاسي مجاهدين د خلق ديموکراتيک ګوند د غړو، د هغوى د کورنيو، پلويانو، زړۀ سواندو او دولتي مامورينو پر مرۍ پرې کولو پيل کوي .."

هغوى له افغانستان څخه د شوروي په "ارام وتلو" هم خورا خواشيني وو.  زموږ له هيواد څخه د شوروي له  وتلو سره د امريکا، لويديځ او سيمييزو انډيوالانو له لاسه  تر بل هر وخت ګرانه تحفه وتلې وه او له همدې کبله  و چې د افغانانو له خاورې د سرۀ پوځ د وتلو په لار کې يې له هيڅ ډول خنډونو اچولو ډډه نه وه کړې. د روسانو پر وتلو پسې سملاسي  لندن او واشنګټن په افغانستان کې په نوې لوبه لاس پورې کولو بوخت شول.  امريکايي چارواکو، چې د شوروي پرضد د سوبې  تر لاسه کولو وياړ يې د ځان وبالۀ، اوس پدې پلان بوخت  وو چې څنګه په افغانستان کې قدرت ته د يوۀ "بنسټ پال" حکومت درسيدو مخه  ونيسي.  له نيويارک څخه په يوۀ راپور کې د رويتر خبري اژانس ليکي چې امريکايان پدې خبره سوچ کوي چې څنګه "افراطي مجاهدين" د سياست له ډګر څخه وباسي او لدې سره- سره چې په ظاهر کې: ".. واشنګټن مجاهدين هڅوي چې په بهر کې حکومت جوړ کاندي، خو د هغوى د په رسمي پيژندلو لپاره چمتو نه دى.."  امريکا او پاکستان دواړو پر پرله پسې توګه د تنظيمونو پر مشرانو زور اچاوۀ چې تر هغه پورې چې په "افغانستان کې د ننه يې د پام  وړ ځمکه تر لاسه کړې نه وي"، د په رسميت پيژندنې هيله دې ونه لري. 

له سياسي قدرت څخه د مجاهدينو د لرې ساتلو پر لور لويديز اوس په کلکه پتييلې وه چې په عملي کار پيل کړى او د هغوى پر ځاى د يوۀ بل بديل د پر پښو درولو پر لور جدي ګامونه پورته کړي. د رويتر اژانس د بوش د ادارې د لوړرتبه مامورينو له قوله وايي چې: ".. واشنګټن پريکړه کړې ده  چې د افغان د نوي ټاکل شوي حکومت پرځاى ... د آى اِس آى له ليارې افغاني باغيانو ته"  دپوځي مرستو ورکولو ته دوام ورکړي. له "افغاني باغيانو" څخه د واشنګټن پر مشرۍ د لويديځ هدف هغه يو شمير "مستقل"  قوماندانان وو، چې سي آى اِې او آى اس آى په افغاستان او سيمه کې خپلو وروستيو موخو ته د رسيدلو لپاره پر نښه او اجيران کړي وو. 

دا د افغانانو لپاره د خورا تورې اوغملړلې راتلونکې زيرى و. د شواهدو پر بنا د مارچ په ٣ نيټه په يوه غونډه کې، چې د پنجاب د ګورنر، نواز شريف، له خوا مجاهدينو ته د "شورا د برياليتوب"  په هکله د مبارکي ويلو له کبله جوړه شوې وه، پر افغانستان د بريد پروګرام څيړل شوى وو. ددې غونډې په بهير کې نواز شريف، له جنرال ضيا څخه په تقليد، وايي چې هيله لري ".. له دوى سره يوځاى به په کابل کې لمونځ وکړي.."

د مارچ په ٦ نيټه د جلال اباد ښار له ختيز لوري د توغنديو او درنو توپونو تر بيسارې بمبارۍ لاندې ونيول شو. د جلال اباد د ترلاسه کولو لپاره جګړه پيل شوې وه.
 
 د جلال اباد خونړۍ جګړه ښه او بشپړه پلان شوې ستراتيژي وه. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له راپور سره سم ".. پر جلال اباد باندې د مخامخ بريد امر د بينظير بوتهود حکومت له خوا د هغۀ هيواد د ملکي او نظامي مشرتابه د مارچ د مياشتې د ٥ نيټې په يوه غونډه کې ورکړ شو چې په هغې کې په اسلام اباد کې د امريکا سفير هم ناست و.." 
 په ختيز افغانستان کې د ننګرهار د ولايت پلازمينې،  جلال اباد، د نيولو د هڅو تر شا، چې  د افغانستان له لويو ابادو ښارونو څخه و او له دوه مليونه څخه زيات نفوس يې لارۀ، يو شمير غوره ستراتيژيک لاملونه پراته وو.  لومړى لامل يې دا و چې نوموړى ښار د افغانستان يوه ګڼ ميشته سيمه وه چې د "پاکستان" په څنګ کې پرته او هغۀ د ننوتو او وتو له کبله يې  ښۀ  او مناسب  موقعيت لارۀ.  دويم دليل يې دا و چې له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته د مجاهدينو د موقت حکومت لپاره، چې د پرنګي، امريکا او پاکستان د حکومتونو تر زورور فشار لاندې و،  ضروري وه چې د ځان لپاره د باور د پيدا کولو په ليار کې په افغانستان کې د ننه ځاى ولري.  د جلال اباد په شان د يوۀ لوى ښار د نيولو په نتيجه کې به له يوې خوا د تنظيمونو دا ادعا چې د افغانستان په سلو کې پر نوي خاوره يې تسلط لارۀ ا تباري شوې واى او له بلې خوا به يې ډاکټر نجيب ته ددې موکه نه واى پرې يښې چې د اولس په سترګو کې يې ".. د هرې ورځې له تيريدو سره زياتيدونکى اتبار لا نور هم پسې پياوړى شوى  واى.."  او دريم دليل يې دا و چې له پلان سره سم د مارچ  په ١٣ نيټه د سعودي عربستان په پلازمينه، رياض، کې د اسلامي هيوادونو د کانفرانس غونډه کيدله. داسې هيله  وه چې  جلال اباد به "ډير ژر په دوه يا درۍ ورځو کې" سقوط وکړي او هغه به ".. په راولپينډۍ کې د جوړ شوي منځ مهاله حکومت د کيناستو ځاى وګرځي.."  نو دا به په رياض کې د اسلامي هيوادو نوموړې غونډې ته يوه ښه ډالۍ وه  چې وړاندې شوې واى.

کله چې د مارچ په ٥ په جلال اباد باندې د بريد پريکړه - د نيويارک ټايمز د ٢٣ اپريل له راپور سره سم- ".. په هغۀ غونډه کې وشوله چې په هغې کې هيڅ يو افغان هم حاضر نه و ... ځکه چې ضرورت ورته نه ليدل کيدۀ.."، هدف يې دا و چې د مارچ په ٩ نيټه به ښار سقوط وکړي. د حکومت پر ودانيو به اسلامي بيرغونه ورپول شي او د جمعې په ورځ به هلته د افغانستان د اسلامي دولت د کابينې لومړى غونډه وشي. پاکستاني ډلييزه رسنيو راپورونه خپارۀ کړل چې ".. د مجاهدينو حکومت به ډير ژر په افغانستان کې د ننه خپله لومړنۍ غونډه وکړي.." ددې غونډې مخامخ راپور به د لويديزو ډلييزو رسنيو، ګرځنده تلويزيونو او فلم اخستونکو له خوا  جهان ته ورکړل شي. د برتانيا د "ازاد تلويزيون" نامتو جاسوس- ژورناليست، سنډيګال، له ".. يوۀ ټن څخه زياتو تلويزيوني سامان او الاتو سره.." ننګرهار ته رسيدلى و چې په جلال اباد کې د "حتمي وينو توئيدلو او تخريب" ننداره وکړي. د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د سعودي په رياض کې د اسلامي هيوادونو د کانفرانس غونډې ته "د اسلامي فتح" مبارکي ويل شوې وه؛ پرنګي او امريکا به پدې فتح کې تر ټولو زيات ځان ونډوال او شريک بللي واى، او د اسلامي نړۍ د دوستانو په توګه به يې د مسلمانانو په سترګو کې د لندن او واشنګټن د محبوبيت ادعا لا نوره هم پسې ګړندۍ کړې واى.

ايا پدې ګرده لوبه کې به د افغانستان برخليک څه واى؟

د افغانستان برخليک به له پرنګي، امريکايي، ايراني او پاکستاني نسخې سره سم پر دوو او يا څو ټوټو ويشل کيدل واى.  تر دې پروګرام لاندې به د ببرک کارمل، سلطان علي کشتمند او روسانو د "شمالي افغانستان حکومت" پروژې هم تحقق موندلى واى.  پر دې اړه د بينظير بوتهو د حکومت سلاکار، راجا انور د "افغان تراژيدي" په ٢٧١ مخ کې ليکي چې: ".. دا څرګنده خبره ده چې يو زيات شمير لويديز هيوادونه، امريکا، چين او پاکستان يوه اوږده موده د دې پيښې لپاره سترګې پر ليار وو او د هغوى د بهرنيو چارو وزارتونو د پيژندنې متنونه، چې د اسلامى حکومت د پيژندلو لپاره به يې وړاندې کوي، چمتو ساتلي وو. که چيرې داسې څه (يانې مجاهدين جلال اباد يا بل کوم ښار ونيسي)، نو افغانستان به په موقتي توګه پر دوو برخو- لکه شمالي او سهيلي ويتنام-  وويشل شي. د خلق ديموکراتيک ګوند به له کابل څخه تر شمال پورې سيمو باندې حکومت کوي او باغيان به پر ختيز ته پرتو سيمو باندې حاکم وي. د دواړو خواو ترمنځ به جګړه  دوام وکړي او که چيرې د جګړې په ډګر کې کومه پريکنده نتيجه تر لاسه نه شي، نو په وروستي پړاو کې به د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې اوربند وشي. او لکه څنګه چې د نورو ويشل شويو هيوادونو پر څير، دوه ټوټې افغانستان به دواړه د ملګرو ملتو غړي پاتې شي.."
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery