دخپریدو نیټه : 2011-11-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
موسیقې په اسلام اوساینس کي(یوولسم څپرکی)
عبدالغفارجُبیر
دموسيقې بيولوژيکې اغيزې پرانسان باندی
دموسیقۍ یوه اغیزه داده چې داورېدلوپرمهال په انسان کی یوخوځښت راولی، چې کله انسان هیجانی کړی، اوپه دغه وخت کی انسان خپل حواس دلاسه ورکوی، چې ودې ته تریل (Thrill) وایی،چې دااحساساتی اوهیجانی حالت دسرڅخه پیل اوونوروټول بدن ته سرایت کوی، اوپاته دی نه وی چې دااغیزې په ښځواونارینه ووکی یوشان دی؛ چې داهیجانی حالت په موسیقۍ کی 96 سلنه ده، دلوبوپرمهال 36 سلنه ده، دسوال دحل کولوپرمهال 57 سلنه ده، په جنسی اړیکوکی 70 سلنه ثابته شوې اوثبت شوېده، چې دیادونې وړداده چې داهېجانی حالت نسبت ونوروته په موسیقۍ کی ترټولوزیات دی۔
(Goldstien, Avram(1980), Thrills in Response of Music and others Stimuli" Physiological Psychology Vol. 8, pp:126-129)
دلویدیځ ددوووتلوساینس پوهانوهریولکه، شمټ (Schmidt) او ټرېنر(Trainor) په اند چې دموسیقې داورېدلوپرمهال دانسان دماغ مختلفې برخې په خوځښت کی راځی چې دانسان داعصابودمختلفوناروغیوسبب کیږی، اوهغه داچې په دماغ کی دوینې جریان پوره بدلوم مومی، چې داعصابی تکانوسبب ګرځی، اوکله چې انسان دخوښۍ غزلې اورې نودانسان ددماغ چپه برخه اودغمګینوغزلوداورېدلوپرمهال ددماغ په راسته برخه کی حرکت اوخوځښت راځی، چې داپخپله داعصابولپاره نه زغمونکی حالت اوزهر دي۔
Music and Emotion Theory and Research, New York, Oxford University Press, 2001)
دلویدیځ دوومشهوروساینس پوهانوهریولکه، ګلیزیو(Galizio) اوهنډریک (Hendrick) په یوه ساینسی څېړنه (Journal of Applied Social Psychology) چې په 1972 کال کی چاپ شوه داسی لیکی:
موسیقې ډېرې بدې اغیزې لری چې ترغزل ویونکوئې اغیزې پرغزل اورېدونکی زښته ډېرې دي، اوداپه هغه صورت کی چې کله دغزلوسره رباب اویادموسقۍ نورالات هم ورسره وی۔
(The Effect of Musical Accompaniment on attitude, Journal of Applied Social Psychology vol. 2, pp, 350-359)
موسیقې دهرانسان حافظه داسی کمزورې کوی لکه دموږک حافظه، اوانسان تردومرواغیزولاندی راولی چې دانسان ټول حواس اوجذبات موسیقې وګرځی، اوبل هرشی ورته مالایعنی اوپوچ وګرځی۔
(Insight Magazine April, 27, 1987 pg 5-7)
دانسان په دماغ کی یوه برخه ده چې دغور، فکر، احساساتواوجذباتومرکزدی، اودانسان په دماغ کی یوه برخه ده چې دلمبیک (Limbic)ورته وایی اوپه دې لمبیک سیستم کی ایمګډیلا (Amygdale)، هپوکیمپس (Hippocampus) اوهایپوتیلمس (Hypothalamus) برخې شاملې دی،چې دلمبیک اعصابي سیستم لاندی دندې اووظیفې وسرته رسوی:
1: دجذباتوکنترول
2: دجذباتواواحساساتوپه مقابل کی رد عمل
3: دبدن څخه دکیمیاوې موادودخارجولوکنترول
4: دمزاج (Mood) کنترول۔
5: درد اوخوندحس کول۔
6: اوږدمهاله حافظه (Long-Term Memory)
که داهرڅه په یوڅوجملوکی راونغاړونودابرخه داعصابی مرکزغصه، نفرت، مینه، غم ، خوښې اوټول احساسات ترواک لاندی لري؛ کله چې دیوې ناروغۍ اویاموسیقۍ په وجه سره پکښې تغیرراشی نودې انسان ته خوښۍ په حالت خندا، اوپه معمولې ماتم سره ژړا، ژرغصه کېدل، فکراوپرېشانۍ ته ژرراتلل، روانې فکرونه، اوجنسی تمایلات اواحساسات ئې و ډېرولوړودرجوته راولی، چې دائې تاوانونه دی۔
(Cayman, Charles B.M.D. (Medical Editor),(1989) Home Medical Encyclopedia (The American Asso.) New York. Random House.
موسیقې دلمبیک سیستم هغه برخه متحرکه کوی چې هغه برخه دجنسی اړیکو، دشرابواونشیی موادوداستعمال په وخت تراغیزولاندی راځی، چې مطلب ئې دادی چې موسیقې انسان ودې ته هڅوی چې جنسی خواهشات ئې لوړ، دنشيی موادوداستعمال خواهش ئې لوړ اوپه پایله که دددې ټولولعنتی کړونواوشرابو معتاده شی چې داټولې قواوې موسیقې په خوځښت راولی۔
اوداهم دطب له نظره یوه معقوله فارمولاده چې په ځوانانوکی مردانه هارمونونه (Testosterone)، دعاموحالاتوڅخه 20 ځله زیات دی، اوهمدارنګه په ښځینه ووکی زنانه هارمونونه (Progesterone)، په هم دغه اندازه لوړیږی چې ددې څخه په څرګندډول سره په لاس راځی چې دموسیقۍ له کبله چې دلمبیک سیستم په زیات تناسب سره په خوځښت راولی، نوجنسی هارمونونه هم په حرکت راځی چې داپخپله وجنسی اړیکوته دروازه پرانیزی، چې داپه حقیقت کی دټولنې لپاره یولعنت دی، اویوالهی عذاب دی، اوکه داسی پېښیږی چې داهارمونونه دومره په حرکت راځی چې یوانسان که نروی اوکه ښځه اوهرڅه کوی، چې په دغه وخت کی خپل ځان هم نشی کنترولولای؛ چې داوزنا، بربنډتوب، عیاشۍ، فحاشي اوفسادته ښه راغلاست دی، چې داتجربې دلویدیځ دووساینس پوهانو هریولکه ګلیلر(Geller)، اوګریډینس (Greydanus) دي۔
(Aggression in adolescents: aspect of pathogensis" Journal of Adolescent Health Care Vol. 1(pp236-243)
نوربیا۔۔۔
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورور