دخپریدو نیټه : 2011-11-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د تلوېزون په واسطه د مسلمانانو هلاکت
رالېږونکې: ن.ف او ح.ق
د دوو خوندو پیغام د ټلوېزيون په اړه
نن ورځ په ډېرو کورو کي يوداسي لويه بلا، مصبت او ا فت وجود لري ، چي هغه دا لعنتي ډش ( ډي وې ډي ) او يا هم تلوېزون دئ ، تلوېزون يو داسي مضر شى دئ چي پر لار مسلمانان بې لاري کوي ، باعزته مسلمانان بې عزته کوي ، په هرکور کي ، چي تلوېزون وي پر هغه کور به فتنې اوري ، پر هغه کور به افتونه نازلېږي .
ځيني ناپوهه کسان وايي چي موږ د تلوېزون څخه سالمه استفاده کوو موږ خبرونه پکښي ګورو او د نړۍ په حالاتو ځانونه خبروو .
خو اې مسلمانه ! که ته هوښيار يې په خپل دين ، قران او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احاديثو ځان خبر که .
هو ! له تا څخه د ژوند اصلي مقصد پاته دئ ته په بې ځايه خرافاتو اخته يې ، د نړۍ حالات به وتاته کومه گټه وکړي او ستا بۀ څه په درد وخوري ، تلوېزون خو هغه ظالم شى دئ ، چي تا د هلاکت وکندي ته ور غورځوي ، ستا عزت درلوټي ، ځيني ناپوهه کسان فحشي او بې حياء ډرامې ګوري او بيا وايي ، چي دا خو کورنى سريال دئ او د دې کتل هيڅ پروانه لري او د دې څخه موږ کورنى ادب زده کوو ، خو ودې ته ادب ويل پخپله بې ادبي او بې عقلي ده ، داخو وجهالت ته د علم نوم ورکول او ګمراهئ ته هدايت ويل دي په دغه بې ځايه بهانو يې ځانونه د تلوېزون غلامان جوړ کړي دي زه و دې ته حيران يم چي د يو مسلمان په کور کي دي تلوېزون پروت وي او د ده ښځي دي و پرديو کافرانو او فاسقانو ته ګوري او د ده زاړه او واړه دي وپرديو فاحشو او بې حياء ښځوته ګوري.
نه پوهيږم چي زموږ ځيني مسلمانان ولي داسي د غېرت د ښايسته صفت څخه ناخبره سول؟ تاسو و ګوري کفارو د مسلمانانو د خرابولو له پاره څومره هلي ځلي کړي دي او په دې کي څومره بريالي سوي هم دي ، چي مسلمانان يې خطايستلي دي حتى تر داسي اندازي ، چي اوس يو مسلمان په يوه رسنۍ کي ناست وي او دا اعلان کوي ، چي تلوېزون ته خو په اوس وخت کي سخت ضرورت دئ او دا د ژوند يوه اړتياده . افسوز دئ پرداسي مسلمان ، چي ځان يې د پرديو ګوډاګي جوړ کړئ دئ د اسلامي امت د ذهن د خرابولو له پاره خويې د فسق رسنۍ جوړه کړې ده بيا هم اعلانونه کوي ، چي تلوېزون د اوسني عصر يو ضرورت دئ .
اې د شيظان غلامه ! ايا دا غفلت او جهلت راباندي لږدئ ، چي نور مولاهم د تباهئ و کندي ته ورغور ځوې ، هلاکت دي وي تالره ، چي په مسلمانانو کي فسق او فساد خپروې .
اې بدبخته ! پوسه چي ستا په اړه الله جل جلاله داسي فرمايي:
ژباړه: یقیناً هغه خلک چي په مؤمنانو کي د فحش او بدکارې خپرول خوښوي لري، دوی لره په دنيا او اخيرت کي درد ناکه عذاب دئ الله جل جلاله پوهېږي تاسو نه پوهېږئ ( سورة النور ايت ١٩ )
هرچاچي ځان د دغه ايت مخاطب جوړ کړئ د هغه له پاره همدغه بدبختي بس ده .
تلوېزون زموږ د ټولني د خلګو په خاصه توګه د ځوانانو پر ذهن دا ډول توري پردې غوړوي ، چي بيا به حق باطل او باطل به ورته حق ښکاري ، تلوېزون يوداسي لعنتي فتنه ده ، چي زموږ د ګران پيغمبر صلی الله علیه وسلم سنت طريقې له منځه وړي او پر ځاى يې د غرب ناولي، بويناکه او د زهرو څخه ډک رواجونه رامنځته کوي .
اې مسلمانانو ! دا اخرپيغام مي واورئ راسئ ، چي اوس خپل غيرت ، همت ، او مېړانه ښکاره کوو ، د کفارو د دغه مردار خور سوغات په مقابل کي سخته مبارزه وکوو او دغه لعنتي او لړلئ تهديب يې بېر ته ورو غور ځوو او دا توره تياره کورونه د قران او حديثو په رڼا سره ځلانده کړو.
---------------
دغه په زړه پوري ليک دوو خوندو د تعلیم الاسلام راډيو د ليکونو ډالۍ خپروني ته را استولی ؤ چي ستاسو سره مو هم شريک کړی.