دخپریدو نیټه : 2011-11-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپيژنئ ١٠٥ !برخه( کړو خيل)
دکتور لطيف ياد
کړوخېل له اره غلجي پښتانه دي چې ځانونه په احمد زيو ور ګډوي چې زياتره يې دکابل ولايت په شا اوخوا سيمو لکه خورد کابل، خاک جبار، چکړيو او دبت خاک په شا اوخواکې تر سروبي ولسوالۍ پورې ميشته دي٠
د کړو خيلو قبيله پر پنځو خيلو نو ويشلې شوې ده او دغه خيلونه په دې ډول دي: عنايت خېل، عبدالله خېل، دوران خېل، شريف خېل او ولي خېل ٠
عنايت خېل چې دکړو خېلو دقبيلې تر نورو خيلو نو په پر تله يې شمېر زيات دی او دمشر زوی اولاده ګڼل کيږي هم په پنځو کو چنيو څانګو ويشله شوي ده چې نو مونه يې دادي: فتح خېل، رحمن خېل ، دلوړ کورنۍ ، دطلب کورنۍ او دنذير کو رنۍ چې دغه څانګې زياتره د کابل ولايت دخاک جبار په ولسوالۍ کې استو ګنه لري ،خو ددوی نه يو شمېر يې دلوګر، کندز او تخار په ولا يتو نو کې هم استو ګنه لري٠
همداراز دکړو خيلو دقبيلې دشريف خيلو څانګه هم پر دوو خيلو نو ويشل شوي دي چې فقير خېل اوګودر خېل نو ميږي (١)٠
داسې مستند روايتو نه شته چې کړو خېل د امير شير علي خان دواکمنۍ له زمانې نه دمخه په نيمه کو چي ډول ژوند کاوه او ځمکې يې نلرلې ٠ په هغه وخت کې جبار خېل په هغه سيمه کې اوسېدل چې نن ورځ يې خاک جبار بولي٠ هماغه و چې دکړو خېلو او جبار خېلو تر مينځ چې هغی هم دغلجيو پښتنو يوه قبيله وه خپل منځي اختلافات را مينځ ته شول ٠ ددغو اختلا فا تو خبر امير شير علي خان ته ورسيد٠ امير شير علي خان دکړوخيلو او جبار خيلو دقبيلو مشران چې سعد الله خان کړوخيل او غازي ې اوارې کړي، چې دواړو غاړو دامير شير علي خان امر ومانه او سوله يې سره وکړه٠ ددې سولې دتړون له مخې دخاک جبار سيمه کړو خيلو ته ورکړل شوه او دهغې په بدل کې يې دننګر هار ولايت پورې اړونده سيمو جوکان او حصارک کې يې جبار خيلو ته ځمکې ورکړې ٠څر نګه چې په هغه وخت کې دکړو خيلو دقبيلې خلکو په خپل مينځ کې ډېر ټينګ يو والی درلود نو دامير شير علي خان موخه او مقصد داو چې په خاک جبار کې دانګر يزي ښکيلاکګرو په وړاندې يوه پياوړې دفاعي کر ښه رامينځ ته کړي او دانګريزانو په ټکولو کې فعاله ونډه واخلي چې همداسي هم وشول٠ کړو خيلو دانګريزي ښکيلاکګرو سره ډېرې جګړې وکړې او دکابل په بالا حصار کې يې دنورو پښتنو ملي مبارزينو سره يو ځای دکيوناري په وژلو کې هم ستره ونډه واخيستله٠
په دوو وروستيو پيړيو کې دکړوخيلو دقبيلې مشران :
لکه چې دمخه وويل شول چې دکړو خيلو دقبيلې يو ښاخ عنايت خېل و چې په کړوخيلو کې دقبيلې مشر توب تل دعنايت خېلو دښاخ په يوې څانګې فتح خېلو پورې اړه درلودله چې په دوو وروستيو پيړيو کې ددغې قبيلې ځينې مشران په لاندې تو ګه درپېژ نو:
علي مدد کړوخېل،دهغه زوی سعدالدين کړو خېل چې په سعدو کړوخېل سره يې شهرت درلود،دسعدالدين کړو خېل زامن هريو محمد رحيم کړوخېل او محمد شاه خان کړوخېل ول( چې دافغا نستان په تاريخ کې په غازي محمد شاه خان ) سره هم شهرت لري اودانګريزي ښکيلاکګرو يو سر سخته دښمن و٠ د محمدرحيم زوی بيرګډ عمراخان اودغازي محمد شاه خان کړوخېل زوی کر نيل ميرداد خان کړ وخيل٠ د پورتنيو مشرانو وروسته ددغې قبيلې مشري دمحمد رحيم خان کړو خيل د لمسيانو او دمير داد خان کړو خېل دزامنو په لا س کې وه(٢)٠
د ضيا الملت والدين ا مير عبد الر حمن خان ١٨٨٠- ١٩٠١ زيږديز دواکمنۍ په وخت کې کړو خيل تبعيد او فرار شول، ځکه چې هغوی امير عبد الر حمن خان دواکمن په تو ګه ونه مانه او هغه ته يې بيعت ونکړ٠ د دغې قبيلې يو شمېر د پښتو نخوا دتيراه د دوتوی سيمې ته وليږديدل٠ همداراز يو شمير کړو خيل دارګون په مير زکه او د ننګر هار په شينوارو کې هم دامير عبد الر حمن خان د پو ځ سره وجنګېدل ،خو کو مه سو به يې په بر خه نه شوه او دماتې سره مخا مخ شول٠
د امير عبد الر حمن خان تر مړ ينې وروسته يې چې زوی سراج الملت والدين ١٩٠١- ١٩١٩ زيږديز واکمني تر لا سه کړه دکړو خيلو دقبيلې خلکو ته يې فر مانو نه ولېږل چې با يد بېرته خپلو اصلي سيمو او مېنو ته را ستا نه شي چې دنو موړي فر مان له مخې کړو خيل دخپلې استو ګنې اصلي سيمو ته را ستانه شول٠
کړو خيل غير تي، ميلمه پا لونکي او په علم او پو هې مين خلک دي٠ دوی دهيواد په خپلو اکۍ مين او د پښتو او پښتو نولۍ سره زياته مينه لري٠ دافغان- انګرېز په دري ګو نو جګړو کې ددوی ځلانده او تاريخي کار نامې څر ګندې دي ٠
د کړوخيلو دقبيلې زياتره خلک دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي،خو يو شمېر خلک يې دولتي دندې هم
لري٠
دکړو خيلو دقبيلې يو شمېر نا متو کسان په لا ندې ډول دي:
١- دکړو خيلو دقبيلې قو مي مشر ښاغلي ولي خان کړو خيل٠
٢-د افغا نستان په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې اغلې شينکۍ کړو خېل٠
٣- افغان ژورناليست ښاغلی دانش کړو خيل٠
٤- دښځو دحقو قو مدافعه اغلې نو شيروان کړوخيل(٣)
دلته به بيځايه نه وي چې د کړو خيلو دقبيلې د ملي اتل اود انګر يزي ښکيلا کګرو پر خلاف د ملي مبارز غازي محمد شاه خان په اړوند هغه شعر ولولو چې دده په ستا ينه کې ويل شوی دی او دهغه وخت سندر غاړو به هم وايه:
کوز له لندنه ګور کيان(*) راغلل
په پښتو نخوا کې يې حملې کړې
محمد شاه خان غازي ور ماتې رسالې کړې
دکړو خيلو پر ځوانا نو يې نارې کړې
غازي محمد شاه خان
وروڼو راپاڅئ په وطن يې سترګې سرې کړې
بيا پرې ځوانانو د ټوپکو سرې لمبې کړې
محمد شاه خان غازي چې الله اکبر نارې کړې
دبا جوړ او به يې بيا په وينو سرې کړې
غازي محمد شاه خان
په هغې ورځې يې ور ګډې رسالې کړې
له سينه پورې يې خيمې دود او لمبې کړې
له انګريزانو نه يې ميمې(**) را ستنې کړې
له پر نګيانو سره يې نر مې بيا پنجې کړې
غازي محمد شاه خان
دپرنګيانو په چو ڼيو يې حملې کړې
نو يې ور تشې بيا توبرې کړې
دمشهديو، دکلدارو يې ولجې کړې
دبابو ګانو خيټي يې څيرې په نيزو کړې
غازي محمد شاه خان
دباجوړ له سينه يې پورې چې حملې کړې
د پر نګيانو يې پلتنې ور ستنې کړې
دشنو زمريانو يې سواتيانو نندارې کړې
د ګورکيانو په خيمو يې ولولې کړې
غازي محمد شاه خان
---------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١- لطيف ياد، پښتني قبيلې،٢١٤ مخ، دپېښور چاپ٠
٢- د اغلې نو شيروان کړو خېل نه دکړو خيلو دقبيلې په اړوند معلومات٠
٣- دکړو خيلو دقبيلې په اړوند زما( لطيف ياد) شخصي يا دښتونه٠
(*)-ګورکه چې کله کله دګور کهه په بڼه هم ليکل شوي دي له اره دنيپال هېواددګورکهه قبيلې ته منسوب دي او په همدې نا مه په نيپال کې يوه ولسوالۍ هم شته چې دهمدې خلکو داستو ګنې اصلي ځای ګڼل کيږي٠ کله چې انګرېزان دهند په نيمې وچې واکمني کوله په ١٨٥٧ زيږديز کال دهندو ستان ټول ولسونه او پرګنې که هندوان ول او که مسلمانان په ګډه سره دپر نګيانو پر خلاف پا څون وکړ چې ډېر شمېر يې شهيدان شول چې د١٨٥٧ کال پاڅون ته دهندو ستان په تاريخو نو کې ايام غدر هم ويل کيږي٠ ګو رکهه چې ډېر جنګيالي او د نښې په ويشتلو کې مهارت درلود انګرېزانو په خپل پوځ کې برتي يا استخدام کړي وو٠ همدغو ګو رکه وو د١٨٥٧ کال په پا څون کې دانګرېزانو په ګټه ډېر خلک ووژل٠ ګورکهه و نه يوازې په هندوستان کې دانګرېزانو لپاره وجنګيدل ،بلکې انګرېزانو په افغا نستان، پښتو نخوا، بر ما، بوټان او ان د تر کيې په هېواد کې هم دخپل ځان په ګټه وجنګول ٠ په لو مړۍ نړيواله جګړه ١٩١٤- ١٩١٨ کې دوه سوه زره تنه ګورکه د انګرېزانو په پوځ کې شتون درلود٠ دګورکهه پو ځيان دهند تر خپلواکۍ ١٩٤٧ کاله پورې په هندو ستان کې انګرېزانو ته ښه خد متونه وکړل او هغوی هم پرې ډېر باور درلود٠
دهند تر خپلواکۍ وروسته دګورکهه و پوځيان اوس هم دهند په پوځ کې شته چې ګورکهه ريجمنټ ياپلی پوځ يې بولي٠
(**) دانګرېزانو مير منې ٠