مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پارلماني ټاکني اود نوي پارلمان په وړاندي پرتې دندي او ستونزي( لمړۍ برخه)

انجنېر ذکر يا- هالنډ

انجنېر ذکر يا-  ۲/۱۲/۲۰۰۵- هالنډ

لومړی برخه

پارلماني ټاکني :

دادی له ډېروخت نه وروسته افغانستان يو ځل بيا د پارلمان خاوند سو او د افغانستان د نوي دولت ټولي قواوي ( زما منظور په فزيکي لحاْْظ ددولت درې ګوني قواوي دي ) بشپړي سوي . زه په خپل وار ددغې تاريخي ارزښت  لرونکي پېښي په مناسبت د افغانستان ټولو خلګو او په خانګړې توګه ګټونکو وکيلانو ته مبارکي وایم .

د اوسني پارلمان په اړوند د افغانستان سياسي کارپوهانو او ډېر و روڼ آندو بېلابېلي څرګندوني کړي ، چي ځيني ئی د حد نه زيات خوشبينۍ نه ډکي او ځيني ئي هم د ټاکليو خوشبينیو سره سره يو شمېر اندېښنې څرګندي کړيدي خو ځينونوروکسانوبيا په پوره بې انصافي ددې پر ځای چي د ټاکنو د بهېر او هغو د پايلو مثبتو اړخونو ته ګوته ونيسي ، هر څه ته ئي منفي کتنه کړېده  .

زه هم ددې خبري په منلو سره ، چي د پارلماني ټاکنو او رائي شمېرني په بهېر کي ځيني تېروتنې سويدي او حکومت باید په راتلونکو ټاکنو کي دغه سهوي او تېروتني سمي کړي او د نوؤ تېروتنو مخه ونيسي ،په ټوليز ډول ددغه ټاکنو بريالي تر سره کېده يوه  ډېره  ارزښتمنه بريا بولم  .

زما له نظره پس له اوږده ځنډه د پارلمان رامېنځ ته کېدل ، خپله يوه لويه لاس ته راوړنه ده .  اودا چي افغان ولس يو ځل بيا ددې حق پیداکړ ،چي ولسي جرګي او مشرانو جرګي ته په خپلو رايو ټاکل سوي وکيلان ولېږي ، چي په راتلونکي کي د حکومت پر کارونو د کنترول حق تر لاس کړ ، يو لوی پر مختګ دی . دا کار به د خلګو او واکمنۍ تر مېنځ د متقابلواړيکو په جوړولو کي هم پوره رول ولوبولای سي . دا ځکه چي د ولسي جرګې او مشرانو جرګې وکېلان بايد په منظمه توګه د خپلو ټاکل سوي سيمو د خلګو سره ليدني کتني ولري ، د هغوی نظريات او ستونزي واوري  او د هغوی په ليري کولو کي پوره هلي ځلي  وکړي . زما له نظره ډېر وکيلان به ددې لپاره هلي ځلي وکړي ، چي د خپلو سيمو له خلګو سره ښې اړيکي ټينګي کړي ، او ددوی د ستونزو په حل کولو کي پوره هلي ځلي وکړي ،تر څو په راتلونکو ټاکنو کي بيا وکولای سي دخلګو نه  رايو تر لاسه کولو سوال وکړي . که دوی د خلګو غوښتني په نظر کي ونه نيسي او د هغو د پلي کولو لپاره هڅي ونه کړي نو بيا به هيڅ کله د خلګو په وړاندي  ددرېدلو جُرئت ونه کړي او که و ئی هم کړي خلګ به دوی ته رايې ور نه کړي .

د انتخاباتو نه مخکي ، د هغو په لړ او د ټاکنو د پايلو د څرګنديدلو نه وروسته يو شمېر کسانو پر دې انتخاباتو ډېري نيوکي کړيدې .

 يو شمېر کسانوداسي ويل ، چي په دې انتخاباتو کي د هغو تنظيمونو لوړ پوړي کسان او مشران ګډون لري ، کوم چي لاسونه ئي د خلګو په وينو سره او د کابل ښکلۍ ښار ددوی لخوا وران ويجاړ سو او نژدې ۶۰ زره د کابل اوسېدونکي ددوی لخوا ووژل سول او ددوی لخوا پر قومي بنسټ د جوړسوؤ تنظيمونو په واسطه د خلګو پر ناموس تېری وسو ، مالونه ئی چور سول او ډېري نوري ناوړي چاري وسوې .

يو شمېر نورو بيا ويل چي دادي کمونستان یو ځل بيا را څرګند سول او د خلګ دموکراتيک ګوند لوړ پوړي چارواکی ، چي پر افغانستان د شوروي په تېري او دروسانو په جنايتونو کي شرېک دي ، ددې پر ځای چي حساب ور سره وسي ، بيا ځانونه کانديدوي .

ځيني نورو بيادا ويل ، چي نړیوالي ټولني  او د افغانستان اوسني واکمنانو د طالبانو رژيم د تروريستي رژیم په نوم له مېنځه یووړ،خو نن بيا دطالبانو د رژيم لوړ پوړيو چارواکو ته ددې اجازه ورکول کېږي ، چي په ټاکنو کي ګډون وکړي ، چي دا کار په ۲۰۰۱ کال کي د نړیوالي ټولني لخوا د طالبانو درژیم نسکورول ، تر پوښتني لاندي راولي .

نور بيا دا اندېښنې لري ، چي د نشه يي توکو قاچاق وړونکي به په براخه کچه پارلمان ته لار پېداکي او دا پارلمان به د نشه ئی توکو د سوداګرو په پارلمان بدل سي .

دغه راز د ځينو کسانو سره داسي وېره هم سته ، چي پارلمان ته  به  په لویه کچه د پرديو هيوادونو جاسوسان لار و مومي . دا ځکه چي اوس زموږ هيواد ته د هري خوا څخه د مداخلو لاسونه را اوږد سويدي اود تېرو دوؤ نيمو لسيزو جګړو په لړ کي ډېرو هيوادونو د افغانانو په مېنځ کي جاسوسان وروزل ، نو دا هم شونې ده ، چي دغه ډول کسان به هم پارلمان ته لارومومي او هلته به دنورو هيوادونو په اشاره او پرديو په ګټه کار کوي .

خو اوس دادی ټاکني سرته رسېدلي دي ، نړيوالي ټولني د غه ټاکني د ځينو نيمګړتياوؤ سره سره ،  سمي او د افغانستان د شرايطو په پام کی نيولو سره ، په نړیوال معيار برابري بللی دی .او تقريباً د پورته يادسوؤ ټولو ډلو استازيو دغه پارلمان ته لارموندلې ده .

زما له نظره د افغانستان د اوسنيو شرايطو په نظر کي نيولو سره دا یو برابر پارلمان دی . داچي زموږ په هيواد کي دوه نيمي لسيزي جګړه روانه وه او له دېرشو کلونو نه وروسته بيا د لومړي ځل لپاره پارلمان جوړېږي ، نو دا به منطقي خبره نه وي ، چي موږ دداسي ايډيال پارلمان غوښتنه ولرو، چي په هغه کي د ي ټول پوهان او متخصصين وي او د پورته يادسوؤ ډلو سره بايدڅه وسي ؟ ايا هغوي بايد د هيواد نه وشړل سي ؟ آيا دغه کسان دخپل قانوني حق یعني دانتخابولو او انتخاب کېدلو حق نه بي برخي سي ؟

که چېري دغه پارلمان ته د جهادي تنظيمونو مجاهدين او پلويان ئی ، د دموکراټيک خلق ګوند او نورو کيڼ لاسو ګوندونو پخواني غړي او پلويان ئی ، طالبان او پلويان ئي او نور  را نه سي ، نو دغه پارلمان ته به څوک راځي؟ دادومره متخصصين به له کومه کوؤ ؟ او بيا که وي هم او خلګ رايه ور نه کړی ، نو په داسي حالت کي ايا دوی بايد د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ولسي جرګي ته ولاړسي ؟ که د يوه ګړي له پاره داسی فرض کړو ، چي ولسمشر د يوه فرمان له مخي پارلمان ته ټول متخصص او پوه خلګ انتصاب کړي وای ، دا به د ټولو لپاره د منلو وړ وؤ ؟ زما له نظره دا به نه يوازي سم او د ډموکراسي له اُصولو سره سم کار نه وای بلکي بيا به هم ټولو ته دمنلو وړ نه وای .

د بله پلوه که د يوه ګړي لپاره فرض کړو ، چي د مجاهدينو د تنظيمونو مشران او غړی ، او دغه راز نور کسان د کانديدلو د حق نه بي برخي سوي وای دا به څومره لانجې او ستونزي را منځ ته کړي وای او کېدای سوای خبره بيا وسله والو شخړو او کورنۍ جګړې ته رسېدلې وای . د بله پلوه ددموکراسي د اُصولو پر بنسټ او د افغانستان د اساسي قانون له مخي هم تر څو چي يو څوک د محکمې د حکم له مخي د کانديدېلو د حق نه بي برخي سوي نه وي ، بل هيڅ حوک او هيڅ ارګان ددې صلاحيت نه لري ، چي د هغه نه دي دا حق واخلي .موږ د خپل هيواد تېرو دېرشو کاونوته کتنه وکړو ، نو په دغه دوره کي هرچا چي واک تر لاسه کړیدی خپل ټول سياسي  او ايديالوژيک مخالفين ئي نفي کړيدي او واک ئي يوازي د ځان حق بللی دی ، چي پايلي ئي موږ ټول دادی وينو چي د مليونونو انسانانو وژنه ،معيوبېدل او د ټول هيواد ورانۍ او ويجاړۍ دی . په اوسني پارلمان کي به هغه خلګ يو خاي ( کېدای سي څنګ پر څنګ ) سره ناست وي ،کوم چي په تېرو وختونو کي ئي يو بل په توغنديو او  توپونو ويشتل ، خو اوس به يو  بل په خبرو ولي . آيا دا واقعاً يو ډېر لوی پرمختګ نه دی ؟ ددې نه مخکي چا کولای سوای ددې تصور هم وکي چي دا خلګ به يو دبل سره خپل مخالفت په خبرو کي وکي . آن کېدای سي ددغو دښمنو کسانو تر مېنځ نژدې دوستي هم وسي . دا خو د اوسني حکومت وياړ دی .   

خو زه په هيڅ صورت ددې هڅه نه کوم  چي ووايم ، چي د دموکراټيک خلق ، د جهادي تنظيمونو او د طالبانو د واکمنۍ په وخت کي د ځينو کسانو له خواجنايتونه نه دي سوي ، بلکي بېخي ډېري سوي دي . دوه نيم مليونه افغانان خو دکوم طبعي افت په پايله کي له مېنځه نه دي تللي ، د کابل ښار نژدې ۶۰ زره بې ګناه خلګ ، ماشومان ، ښځي اوسپين ږيري خو  د واک پر سر په جګړو کي ووژل سول ، آن تر ۲۰۰۱ ميلادي کال وروسته هم جنايتونه تر سره سول او په شمال کي په زرګونه طالب اسيران په  کانټينرونو کي ، د ټولو نړیوالو معيارونو خلاف په ډله ايزه توګه ووژل سول . په دې هکله خو فلمونه هم جوړ سوي دي . دغه راز په باميان ، مزارشريف ، هرات او نژدې د هيواد په ټولو سيمو کي دغه ډول زړه بوګنونکي پېښي سوي دي . خو په دې تور که احمد يا محمود تورن کېږي ، نو هغه بايد ثابته سي ، چي دغه يا هغه کس دا جرمونه سر ته رسولي دي او دغه ثبوت بايد په محکمه کي وسي . د هغه نه پرته پر هيڅ چا په قانوني توګه دا تور نه سي لګېدلای ، چي کوم جرم ئی کړی دی . یعني اصلي خبره په محکمه کي ده ، چي له بده مرغه اوسني محکمې او قضائی سسټم تر اوسه دې ته نه دي چمتو ، چي دغه ډول کسان دي محکمه کړي . زما له نظره ددغو جنايتونو د څېړلو او جنايتکارانو په سزا رسولو لپاره به ښه دا وي ، چي دپخواني يوګوسلاويا د جنايتکارانو د محکمې په شان يوه نړی واله بې پرې محاکمه جوړه سي او هغه ددغو جنايتونو په هکله خپلي څېړني ، ارزوني  او پرېکړي وکړي .

دغه تورونه ، چي يوه ډله بله ډله په ټوليز ډول مجرم او جنايت کاره ګڼي او بله بيا متقابلاً بله ، د افغانستان ستونزي او پرابلمونه نسي هوارولای او نه زموږ هيواد ته کومه ګټه لري او نه هم دغه چلند قانوني او حقوقي د حل لاره ده . ښه لا ره داده چي يو بل سره ومنو ،نه دا چي يو بل نفي کړو. البته زما منظور دا نه دی چي پر جنايتونو دي سترګي پټي سي او يا دي د هغه د تحقيق او څېړني ونه سي .

دغه راز ځيني کسان بيا دا نيوکي کوي ، چي پارلماني ټاکني سمي نه وې او ډېري درغلۍ پکښي سويدي ، چي يوه اندازه دا خبره سمه هم ده او د ټاکنو ګډ دفتر هم دا خبره مني ، چي د ټاکنو ځينو کارکونکو په ولايتونو کي غلطۍ کړيدي او له همدې امله ئي خپل څه د پاسه ۵۰  تنه کارکونکي له کارونو ګوښه کړيدي ، خو ددغو غلطيو له ارزوني او څېړني لپاره د کانديدانو او نوروخلګو در اپورونو پر بنسټ د هغو سيمو د رايو صندقونه قرنطين سول او هغه بيا له سره کنټرول سول او د درغليو د موندلو په صورت کي هغه رائی باطلي اعلان سوي .

خو ددې ټولو سره سره بيا هم کېدلای سي ځيني کسانو په درغليو رائی تر لاسه کړي وي او په نتيجه کي ئي پارلمان ته هم لاره موندلې وي ، خو دا په هيڅ صورت ددې مانا نه لري ، چي د ټولو ټاکنو پايلي او مشروعيت دي تر پوښتني لاندي  راوستل سي .خو ځيني کسانو بيا په ټاکنو کي دخلګو د ګډون کچه په عمدي توګه راټيټوي او په دې توګه هڅه کوي داسي و ښيئي چي ګواکي په ټاکنو کي په سلوکي له پنځوسو نه لږو کسانو ګډون کړیدی اود هغه داثبات لپاره داسي اعداد او ارقام  را وړي  چي خپله هم باور نه په لري .خو له نېکه مرغه اوس په افغانستان کي تر ډېره بريده ازاده سياسي فضا موجوده او هر څوک کولای سي د انتخاباتو دتنظيم د  ګډ دفترسايټ ته ورسي او په ټولو ۳۴ ولايتونو کي په پارلماني ټاکنو کي د ګډون کونکو شمېره وګڼي او خپل قناعت حاصل کړي .

دا خبره سمه ده ،چي په ځينو سيمو کي په پارلماني ټاکنو کي د خلګو د ګډون شمېره د ولسمشرۍ د ټاکنو د ګډون کونکو د شمېرې په پرتله لږ ه وه ، خو د ټول هيواد په سطحه په انتخاباتو کي د ګډون شمېره په سلو کي د پنځوسو نه زياته وه .

تقريباً د ټولي نړۍ په هيوادونو کي د پارلماني ټاکنو په پرتله دولسمشرۍ په ټاکنو کي ډېر شمېر خلګ ګډون کوي او په افغانستان کي هم داسي کار وسو .

زما په عقيده  دا ښه خبره نه ده  چي پارلماني ټاکنو کي نسبتاً لږ شمېر خلګو ګډون وکړ، کېدای سي په دې کار به حکومت او د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفترهم يوه اندازه ګرم وي ، چي اړين تبليغاتي کمپاين ئي مخ ته نه دی بېولی ، خو اصلي ګناه د هغو خلګو ده ، چي په انتخاباتو کي ئي ګډون نه دی کړی . حکومت اود انتخاباتود تنظيم ګډ دفتر خو پر هيڅ چا کوم بنديز نه وؤ لګولی ، چي دغه يا هغه کس په انتخاباتو کي د انتخاب کېدونکي او يا انتخاب کونکي په توګه نه سي کولای ګډون وکړي .

د بېلګي په توګه که د کابل ولايت او ښار د پارلماني ټاکنو بهير او د ګټونکو دلست  يو سرسري ارزونه وکړو :

-  په کابل کي د بل هر ولايت په پرتله زيات کسان لوستي دي او د لوړوزده کړو لرونکواو روڼ آندو شمېره د نوروولايتونوپه پرتله پکښې زياته ده .

-  دغه راز په کابل کي د بل هر ولايت په پرتله د ډله ايزو رسنيو ( ورځپاڼو ،اوه نيزو ، مياشتنېو، راډيوګانو او ټلويزيونونو ) شمېره هم ډېره ده او تبليغاتي کمپاين هم دبل هر ولايت په پرتله زيات په کي سويدی . خو که د ګټونکو وکيلانو لست ته وکتل سي نو په سر کي ئي هغه کسان دي ، چي د هغو تنظيمونو په راس کي وه ،کوم چي د کابل د ښکلي ښار دورانولو او دکابل د ۶۰ زرو شاوخوا خلګو دوژلو اصلي مسئوليت ئي په غاړه دی .دغه مسئله بايد په دقيق ډول وڅېړل سي او ددې علتونه ، چي ولي د کابل خلګو د روڼ آندو ، پوه او متخصصو خلګو په عوض داسي کسانو ته رايه ورکړه ، چي وړتيا ئي یا بېخي لږ ه او يا ئي هيڅ نه لرله .

خو زما له نظره په دغو ټاکنوکي  قومي فکتورډېر غښتلۍ رول لوبولۍ دی . د قومونو تر مېنځ ناندری هغه بدمرغي ده چي دميلادي  ۸۰ يمو کلونو  د پېل نه زموږ د خلګو په مېنځ کي په پراخه کچه د روسانو ، اېران او پاکستاني استخباراتولخوا لمن ور ته ووهل سول . ډېرو کسانو د پوهي ، وړتيا ، تخصص او وطنپالني پر ځای قوم پالني ته رايه ور کړه . که داسي نه وي نو په کابل کي خو ډېر پوهو خلګو هم ځانونه کانديد کړي وه، خو بريالي نه سول . داادعا خو څوک نسي کولای ، چي حکومت د ځينو په اختيار کي زيات امکانات ورکړي وه او د ځينو په لاس کي  ئي نه وه ورکړي . خو خلګو خپل انتخاب وکۍ . د بېلا بېلو هيوادونو په تاريخ کي داسي پېښي سويدي ، چي خلګو په خپل انتخاب کي اشتباه کړې وي . د ځيني دا ډول کسانو په انتخاب کي هم کېدای سي خلګو اشتباه کړې وي ، چي د انتخابېدو وړ تيا ئي نه لرله ، خو دا دخلګو انتخاب دی او موږ اړ يو چي هغه  ومنو او د انتخاب سوؤ وکيلانو د کارپايلو ته سترګي په لار پاته سو .  زما له نظره د پارلمان په هکله قضاوت هغه وخت بايد وسي ،چي که ئي مخ ته پرتي دندي په ښه توګه سرته ورسولې نو دا به خورا ښه پارلمان وي او که د هغوی په بريالي سرته رسولو کي پاته راغی ، نو دا به ښه پارلمان نه وي .        

 خودا به ظالمانه وي ، چي له دېرشو کلنو وروسته د لومړي ځل لپاره ټاکني تر سره سويدي ، او هغه بيا د ځينو کسانو له خوا د يو څو غلطيو په خاطرغېر مشروع اوغير قانوني و بلل سي . ايا دا ممکنه ده ، چي په يوه هيواد کي ، چی دوه نيمي لسيزي په دوامداره توګه جګړه پکښي تېره سوې وي او خلګ ئي د رائی ورکولو او رائی اخستلو کلتور نه بېخي پردي سوي وي  اوآن  د ټولني يوې ډېري لويي برخي په خپل ټول ژوند کي هيڅکله ټاکني ليدلي نه وي ، په لومړي ځل داسي ټاکني تر سره سي ، لکه په اروپائی او نورو ټيکاو لرونکو او پرمخ تللي هيوادونو کي چي تر سره کېږي ؟ زما په آند دا ممکنه نه ده او نه بايد داسي توقع ولرو. دغه  نيوکي زياتره د هغو کسانو لخوا کېږي ، چي خپله ئی ډيموکراسي په توره وهله اويا  دهغو کسانو له خوا کېږي چي هر هغه څه چي په افغانستان کي تر سره کېږي ( که ښه او ګټور هم وي ) ددوی لخوا تر نيوکو لاندي نيول کېږي او ردېږي  .

خو که دغه ټاکني په افغانستان کي د تېرو ټاکنو سره پرتله کړو ، نو دې پايلو ته رسېږو ، چي ددې ټولو نيمګړتياوؤ سره سره، زموږ د هيواد په تاريخ کي هيڅکله هم دومره ازادي او ددموکراسۍ پر اُصولو ولاړي ټاکني نه وي تر سره سوي .دا چي پارلمان ته دبېلابېلو ډلو استازيو لاره موندلې ده ، دا خپله د ټاکنو پر ډموکراټيک والي دلالت کوي او دا خبره ثابتوي ، چي حکومت او واکمنانو په هغو کي لاسوهني نه دي کړي . که نه نو پايلي به ئی داسي وای لکه د روسېي ، اېران ، چين او يا نورو غير ډموکراټيکو حکومتونو په شان .

 

خو ځيني کسان بيا دا اندېښنه لري ، چي د ولسي جرګې وکيلان ډېر غېر متجانس او په بېلابېلو ډلو او قومونو پوري تړلي  د بېلابېلو نظرلرونکي خلګ دي او دا به نه يوازي د حکومت د پلانونو په پلي کولو کي د هغه سره مرسته ونه کړي ، بلکي ستونزي به هم ورته جوړي کړي او پارلمان به د جوړونکي کار پر ځای ورانونکۍ کاروکړي .

زما په آند په دې برخه کي هم يوه اندازه زياتۍ سويدی .

لومړی خو دا چي په افغانستان کي هم په بېلابېلو ډلو او قومونو پوري تړلي د بېلابېلو نظرونو لرونکي خلګ  ژوند کوي او په پارلمان کي هم بايد ددغو ټولو ګروپونو استازي شتون ولري .

دوهم دا چي ددموکراسۍ مفهوم هم دادی ،چي په پارلمان کي بايد په يوه هيوادکي دمېشته ټولو قومونو ،مذهبونو، سياسي ډلو او اِتنيکي ګروپونو استازي شتون ولري ، که نه نو د ا خو به د هغو هيوادونو پارلمانونو ته ورته وي ، چېري چي کمونستي او توتاليتاري رژيمونه واکمن وي .

 د اخبره سمه ده چي دا پارلمان به داسي پارلمان نه وي ، چي هغه دي په ډېره ښه توګه وکړای سي د هيواد په اوسني حالت کي د ټولو ستونزو څخه د هيواد دوتلو په چاره کي د حکومت سره ډېره مرسته وکړي ، خو زه داسي هم نه ګڼم ، چي دا پارلمان به راتلونکي حکومت ته ( راتلونکۍ حکومت ځکه وايم ، چي د پارلمان د جوړېدو نه وروسته ، بايد وروسته  کابينه ،  پارلمان ته د اعتماد درائی اخستلو لپاره وړاندي سي ) ډېري ستونزي جوړي کړي . دا د راتلونکي پارلمان او حکومت تر مېنځ د همکارۍ په اړيکو پوري اړه لري . خو په ټوليز ډول ويلای سم ، چي اړيکي به دومره بدي هم نه وي لکه يو شمېر کسان چي ئي وړاند وينه کوي .

له پورتنيو خبرو نه په هيڅ ډول زما منظور دا نه دی ،چي د حکومت او راتلونکي پارلمان پر کړونو بايد نيوکي ونه سي ، بلکي برعکس زه په دې باور يم چي د حکومت او راتلونکي پارلمان پر ناسمو کړونو بايد اوهرومرو نيوکي وسي او نه يوازي نيوکي وسي ، بلکي په ډېره جدي توګه دي ترې نه وغوښتل سي  چي هغه سمي کړي .

زما له نظره يوه ددغو ستونزو او نيمګړتياوؤ نه په ټول دولتي سسټم کي د اداري فساد ، بډو او اختلاس شتون  او  مخ په زياتېدونکي نا امنۍ دي . زما له نظره د افغانستان خلګ او روڼ آندي ئي بايد د حکومت نه په ډېره کلکه او دوامداره توګه ددغو نيمګړتياوؤ د سمولو غوښتنه وکړي او په دغه لاره کي خپله هم د حکومت سره مرسته وکړي او دسمون دلارو په اړوند ئي حکومت ته خپل وړانديزونه هم وکړي . ځيني کسان خو لا داسي هم سته چي خپله په اداري فساد ، بډو او اختلاس کي ککړ وي ، خو پر حکومت نيوکي کوي ، چي ددغو ناوړو پديدو مخه نه نيسي .

دحکومت يوه بله نيمګړتيا دا هم ده ،چي وخت په وخت ددولتي رسنيو ( ورځپاڼو ، راډيو او ټلويزيون ) له لاري  خلګو ته پوره مالومات نه ورکوي او اکثراً خلګ  دحکومت له خوا په ډیرو کړو کارونو خبر نه وي ، ځکه نو داسي فکر کوي ، چي حکومت هيڅ کار نه دی کړی .

زما هيله داده ، چي موږ بايد دپوپوليستو سياستوالو په توګه نه بلکي د وطنپالو افغانانو په توګه د هيواد پېښي او سياسي بهير وارزوؤ او هر وخت د هري نيوکي سره يو ځای د هغه د حل لاري هم په ګوته کړو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery