ژباړه : رحمت آریا
نوامبر ۱۱ ۲۰۱۱
لېکوال : بروس ریچارډسن
تأریخي بېلگه :
د ۱۹۹۵ ز کال د آگست د مېاشتې په ۱۴ نېټه د کي جي بي له دوه وو تنو کورناستو افسرانو اناتولي او پاوَل سوداپلاتف سره یوه مرکه تر سره شوه؛ دغو افسرانو کلونه وړاندې غوښتل په بوستون کې خپل گډ یادښت لېکونه ولېکي چې په پای کې د [Special Tasks, The Memoir of an unwanted witness…a Soviet Spymaster, 1994] تر نامه لاندې خپاره شول، یادښتلېکونه په خپلې پایلنېوۍ کې د یوې اصطلاح شتون ته نغوته کوي چې یاد شوي افسران ېې د [ ناویل شوې] جنگي چلوټې په نامه یادوي ؛ دا چلوټه د شوروي د وسلوال ځواک د تکتیکي چارو له پلوه یو جوړ شوی تکتیک ووچې وروسته په افغانستان کې هم وکارَول شو. د شوروي د پوځ د پاخه عمر دغه دواړه افسران د افغانستان په چارو کې هم تجربه لري چې اناتولي د جگړنۍ تر رتبې او مشر پاول د جنرالۍ تر رتبې رسېدلی وو. د شوروي د پَـير د تأریخپوهانو د مالوماتو پر بنسټ جنرال پاول سوداپلاتف یو وخت د کي جي بي یو ټیټ پوړی افسر وو چې د تروتسکي د وژنې پازوالي او د دویمې نړۍ والې جگړې په لړ کې د نازیانو د نیواک پر مهال ېې د گوریلايي جنگیالیو د یوې ډلې مشري په غاړه درلودله. جنرال سوداپلاتف د سړۍ جگړې د سېالېو پر مهال د شوروي د څارگرو د یوې ځالگۍ مشري کوله ؛ دې ځالگۍ دنده درلوده چې د امریکا د متحده ایالاتو د پټو اټومي چارو په اړوند مالومات را غونډ کړي او په دې لاره کې ېې څه نا څه بریا هم تر لاسه کړې وه. په څارگرو چارو کې ددوی تجربې او له خبرتیا او پوهاوي ډک چلند ته په کتنې چې په راتلونکي کې به نور مالومات هم وړاندې کړي، دواړه لېواله دي چې په افغانستان کې د مسکو د شوروي د پړاو پر پالیسۍ باندې له سره کتنه وکړي. وگورﺉ [ لمنلېک ]
دواړو څارگرو د خپلو مرکو په لړ کې [ ناویل شوي جنگي چلوټې] ته په څوڅو ځله نغوته وکړه چې موخه ېې پر ملکي بنسټونو باندې په لوی لاس سیستیماتیک بریدونه ول. همدا تکتیک د شوروي د څلوېښتم لښکر هره ورځنی سیستیماتیک چلند وو چې د نړۍ والو له سترگو ېې په پټه په افغانستان کې د جگړو د پرمخ بېولو پر مهال په غلچکۍ تر لاس لاندې نیولی وو ، په دې توگه نه د بشري اندېښنو په چارو کې چا ورباندې گوته نیولای شوای او نه ورباندې هر اړخېزه لاسوندېزه وراشه کېدله؛ شورویانو د خپلو کړووړو د پټولو لپاره هڅه کوله دداسې یوې منفي څېرې خاپ له ځانه پرېنږدي چې شته نړۍ وال قانون د هر هېواد پر وسلوال ځواک باندې د تر سره کولو بندیز لگولی دی. د کي جي بي د کورناستو افسرانو په وینا د یاد شوي چلند تر شا نغښتې پټه انگېزه د وگړو په منځ کې د یوې پراخې ویرې خپرول ول او دوې همداسې وکړل؛ څلوېښتم نېواکگر لښکر ته څرگنده او تر ټولو خوندي لاره د هغو مخالفو جنگیالیو په منځ کې د همکارانو تر لاسه کول او روزل ول چې لښکر سره د همکارۍ کولو ته چمتو ول، د مقاومت د ډلو په منځ کې د دا ډول همکارانو لاسته راوړل نه یوازې د څلويښتم لښکر امنیت خوندي کاوه بلکه د خپلو گومارل شویو همکارانو له لارې ېې کولای شوای له هر چا څخه خپل بېړنی غچ هم واخلي. د یادَونې وړ ده چې دغه چلند د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې په منځنۍ آسیا کې د شوروي یو ځانگړی تگلوری وو چې د سړې جگړې په اوږدو کې او له څون او څار پرته له هغې په راوروستو کلونو کې هم تر لاس لاندې ونېول شو. وگورﺉ [ لمنلېک ]
قانوني خوندیتوب :
د ټول ریکارډ شوي تأریخ په اوږدو کې په ډېریو کورنیو او نړۍ والو جگړو کې د ملکي وگړو پر وړاندې تاوتریخوالی او خروړېتوب رامنځته شوی دی. تیر تأریخ دا ناروین زیږونکی سبعیت په خپله منلی او په دې اړوند کومه ځانگړې وراشه او پوښتنه نه شته مگر د شلمې پیړۍ په اوږدو کې چې نړۍ د قانون د لمنې پراخېدنې ته مخه کوي، د نړۍ وال بشري قانون له لارې د بشر پر وړاندې د جگړې سبعیت ته بنسټېزه پاملرنه اړَول شوې ده. نړۍ وال بشري قانون یو شمیر تعاریف ، کتگورۍ او حالات رانغاړي چې د یوې هر اړخېزې او لارښودېزې بنسټ – ستـنې د بڼې په راخپلولو څرگندوي : آیا د جگړو پر مهال د تاوتریخوالي را زېږول قانوني دي یا غیر قانوني، هغه کسان چې د ملکي وگړو پر وړاندې دغه سبعیت راپاروي آیا د خپلو کړو وړو په ځواب کې د مؤاخذې وړ دي که نه، لاندې به یو شمېر ټکېو ته ځغلنده کتنه وکړو :
په [ نړۍ والو نښتو کې د جگړې د قربانیانو د تحفظ په اړوند د ژنیوا د کنوانسیون د ۱۹۷۷ زکال د الحاقیه پروتوکول ] پر بنسټ هغه څوک چې د قانون پر بنسټ [ ملکي] تعریف شوي له هر ډول برید څخه خوندي دي؛ پروتوکول وايي : ملکي وگړي باید :« له ټولو هغو گواښونو څخه خوندي وي چې د وسلوالو عملیاتو په لړ کې راپورته کېږي او نه باید د برید هدف ونه گرځي؛ په جگړو کې ښکېل هېوادونه اړ دي چې قانوني معایرو ته پاملرنه وکړي ؛ دا معایر څرگندوي چې جگړه دې څنگه پرمخ یووړل شي» نوموړې الحاقیه د هغو بریدونو د قانونیتوب تعریف کوي چې د ملکي وگړو د تلفاتو د مخنیوۍ لامل گرځي له دې کبله په جگړه کې هرښکېل هېواد اړ دی داسې گامونه اوچت کاندي چې د خپلو پوځي علمیاتو په ترڅ کې د ملکي وگړو د تلفاتو د کچې لمنه رالنډه کړي.
د ملکي وگړو پر وړاندې نړۍ وال تاو تریخوالی :
سره له دې چې نړۍ وال قانون په څرگندو ټکیو د ملکي وگړو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رازیږونې خنډ گرځي او هېڅ څوک له هغه څخه د یوه منع شوي نړۍ وال جنگي میتود په توگه کار نه شي اخیستای، مگر هماغسې چې د کي جي بي یاد شوي افسران د مرکې په لړ کې نغوته کوي تل له جگړه ییز خروړیتوب څخه په هر اړخېزه توگه کار اخېستل شوی دی. په ډېریو نړۍ والو تاوتریخوالو کې د ملکي وگړو پر وړاندې په لوی لاس د جنگي جرمونو د راپارولو پېښې موندل کېږي چې ترهگري، تری تم کېدنه، قومي چاڼ، جسمي کړونه او جنسي وحشت ېې غټې بېلگې دي. د جگړو پر مهال دا ډول چلند په خپلې کړۍ کې د سبعیت او توحش ډېرې برخې رانغاړي ، هغه کسان چې دغه خروړېتوب په لوی لاس لمسوي باید د ژنوا د کنوانسیون د ۱۹۷۷ ز کال د الحاقیه پروتوکول د ۵۱ مادې د حکم پر بنسټ له عدلي سزا سره مخامخ شي. په قانون کې تصریح شوي ملکي وگړي نه باید په ډله ېېزه او یا په یو گړې توگه تر برید لاندې راشي. هر کړه وړه چې یوازېنۍ او بنسټېزه موخه ېې د ملکي وگړو په منځ کې د ترهې خپرول وي، منع دي.
د « جنگي غراماتو» او « جنگي جنایاتو» سکالو چې له مخې ېې روسېې د خپل جنایت او خروړیتوب په بدل کې افغانستان ته مالي تاوان ورکړای وای هم د یو شمېر څرگندو لنډ الواکو افغان سیاستوالو او مشرانو د ځانځاني غوښتنو له پلوه چې له روسېې سره ېې پټې او بربنډې اړېکې درلودلې ، او هم د امریکا د نیواکگر ځواک د بهرنۍ مصلحتي پالیسۍ له کبله په ډېرې ناانصافۍ او نا پامۍ لوټ او تالا شوه. د افغان سیاستوالو په منځ کې یوه بربنډه بېلگه ېې ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې کړووړو ېې یاد شوي لوټ او تالا ته لاره هواره کړه او نړۍ وال قانون ېې له تشتپانیتوب « ابطال» سره مخامخ کړ؛ عبدالله په ډېرې بې شرمۍ د « جنگي جنایاتو د عدلي تعقیب » د معافیت بړستن د شوروي د څلویښتم لښکر پخوانیو قطعاتو او د ناتو / آیساف اوسنیو ځواکونو ته ور په ځان کړه .له اداري لید لوري یو بل له عدل لېرې اړخ هم شتون لري.... دا اړخ په علاج بخښونکې لارې روان د نړۍ وال منشور او مندیټ په لرلو نړۍ وال بنسټونه یا « نړۍ واله جنايي محکمه او ملگري ملتونه» دي چې یا په لوی لاس نه غواړي او یا دې ته لېواله نه دي چې روسیه د نړۍ وال قانون تر سیوري لاندې خپلې پازوالۍ « مسؤولیت» ته راوکاږي او افغانستان ته دې د جنگي جنایاتو د تاوان د ورکړې تر څنگ په جنگي جنایاتو کې ښکیل کسان د نړۍ وال قانون منگولو ته وسپاري، دا دریز د هغوی له پیژندل شوي درانده نړۍ وال عدلي نوم او مندیټ سره اړخ نه لگوي. په خواشینۍ اوس ډېري نړۍ وال، د ملگرو ملتونو په شان نړۍ وال بنسټونو ته چې د « شخړو د هواورولو» لپاره رامنځته او جوړ شوي ، د شخړو په هوارۍ کې د دغو بنسټونو د کمرنگې ونډې او په نړۍ والو شخړو کې د هغوی د پيکه ریکارډ پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو پالیسو د ابزارو په سترگه گوري.
په یوې پلټنې کې د غیر انساني او د « نه ویلو وړ» غیر قانوني تکتیک د شتون بېلگې رسوا شوي دي، پلټنه په افغانستان کې د ملکي وگړو پر وړاندې د شوروي د خروړیتوب له مخې څادر لېرې کوي؛ په دغه وحشت کې نه یوازې د ملکي وگړو پر وړاندې شوروي بې رحمي بربنډېږي بلکه د افغانانو د کرهنۍ د بنسټ د نړولو بېلگې هم راټولې شوي دي، د کرهڼې بنسټونه ځکه نړول شوي چې کرهڼه د افغانانو د ژوندون د پایښت بنسټېزه برخه ده. وتلي اکاډیمیسین او اقتصاد پوه ډاکټر م. صدیق نور زوی د شوروي د وحشي کړو وړو بېلگې راټولې کړې چې یوه بېلگه ېې دلته وړاندې کېږي :
« د ۱۹۸۷ – ۸۸ زو کلونو په اوږدو کې د شوروي د وسلوال ځواک له منگولو څخه انسانان څه چې ان څاروي هم خلاص نه ول. د شوروي له خروړيتوب څخه د راپورته شوي تاوان شمېره دومره ډېره ده چې د اندازې ټاکل ېې گران دي خو د ورانۍ په دغه شمېره کې د ۱۱۴۱۸ کلیو، ۱۰۴۵۱۲۱۲ کورونو، ۱۱۴۱۸ جوماتونو او د ۳۲۶۱ لومړنېو ښوونځیو له ورانۍ څخه یادونه کیدای شي چې د ملکي وگړو پر وړاندې د خپلو یرغلونو پر مهال ېې نړولي دي. ددې تر څنگ له دې چې د افغانستان د پرگنو ټولنېز ژوند په کرهنې پورې تړلی دی، شورویانو په دغې شمېرې څاروي هم وژلي دي : یولس میلیونه او څلور سوه پسونه چې د هېواد په کچه د پسونو ۶۵ سلنه جووړوي، څلورمیلیونه او یوسلو یو اتیا زره د قرقل پسونه چې د هېواد په کچه د قرقل د پسونو ۶۷ سلنه جوړوي، یو میلیون او اوه سوه او نهه دیرش زره غوايي او سخوندر چې د هېواد په کچه ۵۲ سلنه جوړوي او یو سلو اوه اتیا زره اسونه چې د هیواد په کچه د اسونو ۳۱ سلنه جوړوي. د ملکي وگړو پر وړاندې د شوروي د وسلوال ځواک دغه له انگیرنې وتلې ستره ترهه او خروړیتوب د هغوی د هوايي ځواک د اشباعي بمبارد او د زغره والو درندو وسلو له لارې تر سره شوې ده.». وگورﺉ : [ لمنلېک]
د تأریخي ریکارډ یوه بېلگه :
هماغسې چې شورویانو په منځنۍ آسیا کې د خپل سبعیت تأریخي ریکارډ کېښود اوس به پلټونکي په ویتنام، کمبوډیا، لاﺋوس، کوسوو، عراق او افغانستان کې د ملکي وگړو پر وړاندې د امریکا په لوی لاس د بریدونو ریکارډ هم ولېکي. د امریکا د اوسني مأموریت څرگند ټکی په دې رالنډ شوی چې وکولای شي د « پایښت لرونکي امن لپاره یو خوندي چاپيریال رامنځته کړي». لس کاله کېږي چې ناتو افغانستان ته په ظاهرد القاعدې د پایڅوړو د ریبلو لپاره تللې، مگر پایله ېې په دې واوښتله چې په خولۍ او چپن سینگار د امریکا په لاس د کښېنول شوي سړي تر مشرۍ لاندې یو طالب ضد رژیم رامنځته کړي. ددغه هېواد ډېري وگړي اوس دې باور ته نېږدې شوي چې آیساف ته تقریبا د نېواکگر ځواک په سترگه وگوري. په ځېر تر سره شوې څېړني او لاندني لاسوندونه ښيي چې امریکا نړۍ وال بشري قانون ته لږه پاملرنه کړې او یا دا چې د شوروي د نیواک له پړاوه کوم وړند ښه والی نه لري :
د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر د مېاشتې په ۱۷ نېټې [Global Research E-Newsletter] د [Operation Enduring Slaughter, 10 Bloody Years] تر سرلېک لاندې د [Felicity Arbuthnot] یوه مقاله خپره کړه چې لنډ ټکي ېې دا دي :
[ د (Globe and Mail, 1/19/02) د گزارش پر بنسټ ، د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر د مېاشتې له ۷ نېټې نېولې د همدغه کال د دسامبر د مېاشتې تر لسمې نېټې پورې د امریکا هوايي ځواک د ۴۷۱۰ هوايي بریدونو په لړ کې په ۲۸ میلیوني پرگنو باندې دولس زره بمبونه ووَرَول. ددغه هېواد ۴۲ په سلو کې وگړي د صفر او څوارلس کالو په منگ دي او دا ترهوري تنکي ځوانان به له دې وروسته په داسې یوه ترهېدلي ټولنېز چاپيریال کې لوی شي چې انگیرنه ېې زښته گرانه ده. په هاغه لومړیو کې مرستندویه توکي له بمبونو سره یو ځای ځمکې ته را ورغورځول شول. د مرستندویه توکو رنگ د خوشه يي بمبونو رنگ ته ورته وو. د هغو کسانو لاسونه او پښې چې د مرستندویه توکو په هیله ېې د روښانه ژیړ رنگ د کڅوړو په راټولونه کې بیړه کوله.... او دا بېړه ډېري وخت ماشومان کوي.... په هوا شول او یا ېې ټول ځان په هوا کې په ټوټو ټوټو والوت. تودې توسیدلې هېلې د ژوند په ورستیو ترهورو سلگیو واوښتلې. د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر او د ۲۰۰۲ ز کال د پیل تر منځ مهالني واټن کې د امریکا د هوايي ځواک الوتکو ۱۲۲۸ خوشه يي بمبونه وغورځول چې د یادو شویو بمبونو په خېټو کې ټول ټال نور ۲۴۸۰۵۶ بمبونه ول او د [Cluster Munitions Monitor] د گزارش پر بنسټ ۱۲۲۸ خوشه يي بمبونه د ۲۳۲ هوايي بریدونو په لړ کې د افغانستان په هر گوټ کې وشېندل شول.
د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر د مېاشتې په یولسمې نېټې امریکايي الوتکو د جلال آباد د نېږدې لوېدېز په ۲۹ کېلومتري واټڼ کې له خټو جوړ د خـُرَم په کلي باندې بمبونه په سیستماتیک ډول ووَرَول. ۲۰۰ کلیوال د خپلو کورنیو له ټولو غړو سره یو ځای د سرو وینو په ډنډ کې ولمبول شول. که یاده شوې ډله ییزه قصابي د ټول انځور یوه وړوکي ټوټه وي نو په راوروستو ۳۶۵۰ ورځو کې به څه تیر شوي وي؟]
د امریکا له پلوه د بدمرغو بې پیلوټو ښکاري الوتکو [Predator Drones] لاقیدې او بې پروا کارَونې، نه یوازې په افغانستان کې بلکه د پاکستان د فاټا په قومي سېمو کې د ملکي وگړو پر ژوند او د هغوی پر شتمنېو باندې زښته ناوړه اغېزه شېندلې ده. که په مسکو کې، ملکي وگړو ته په دومره لوړه کچه د تاوان اړونه د پالیسۍ جوړوونکو له سترگو پټه نه ده پاتې شوې نو نه شي کېدای چې په واشنگټن کې دې هم د پالیسۍ جوړوونکو له سترگو هم پټه پاتې شوې وي. که یوې خوا نړۍ د بشري ترمینالوژیو په لړ کې د امریکا د مأموریت اټکلنه کوي مگر له بلې خوا په پرېکنده شمېر نړۍ وال د [ ملکي وگړو پر وړاندې موازي ځاني او مالي تاوان اړَوَنه] هم په کلکه غندي، ولو دا چې دا اصطلاح ناڅاپي او یا غیر عمدي پېښو ته نغوته کوي. شک نه شته چې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه او اوس د امریکا تر مشرۍ لاندې آیساف دواړه خبر دي چې د هغوی د وسلوالو ځواکونو دَرَوگرو ماشینونو ملکي وگړو ته بې شمېره ځاني او مالي تاوانونه اړولې دي.
اوس دا کومه پټه خبره نه ده چې امریکا د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو ته پر افغانستان باندې د یرغل دروهه « دسیسه» جوړه کړه، امریکا دداسې یوې گوریلايي جگړو پایلو ته سترگې په لارې وه چې په لړ کې ېې یا د شوروي سترواکي کمزوري کړي او یا ېې بنسټ ور ونړولي. د همدې پرېکړې پایله د نېږدې دوه وو میلیونو افغانانو په وژنې واوښتله چې پرېکنده ډیرکی ېې ملکي وگړي ول. دا هم کومه پټه خبره نه ده چې د امریکا د هېواد – مشرۍ ډېرۍ ادارې د زړه له کومې د پښتنو پر ضد دي. له همدې کبله ده چې امریکا د افغانستان د بدترینو جنگسالارانو، خاینینو، د نیشه يي توکو قاچاق سالارانو له ټولگې شمالي ټلوالې سره په دې څرگنده هیله غاړه غړۍ شوه چې دا هېواد ددوی په ملتابه ځانته را ایل کړي، د هغوی فلسفه او تگلوری ددې متل پر ستنۍ راچورلي چې « زما د میرڅمن دښمن، زما ملگری دی».
په خواشینۍ باید ووایم : سره له دې چې د لاسوندونو شتون دې ته نغوته کوي : که څه هم امریکا د ژنوا د کنوانسیونونو او د بشري حقونو د نورو تړونونو په پای کې لاسلېک کړی خو د کنوانسیونونو او تړونونو د احکامو برخلاف ېې لاس د عمدي جنگي جنایاتو په جرایمو کې ښکېل گڼل کېږي ؛ له دې کبله تر څو چې د امریکا لاس له دغو تورونو څخه پاک نه وي گڼل شوی، دا به هم گرانه وي چې د روسېې پښه دې د عدل میز ته راوکاږل شي او ورسره دې سپینه چې ولې ېې په افغانستان کې په لوی لاس پر ملکي وگړو بریدونه کړي.... او ولې ېې په محاسبه شوې یومخېزې بې عاطفه گۍ غوښتي یو خپلواک هېواد ځانته را ایل کړي. عدل ته ، په جنگې جنایاتو کې د ښکېلو لوړپوړو سیاسي یوگړو کسانو، او یا له لوړپوړو سیاسي چارواکو سره د نېږدې اړېکو لرونکو کسانو د راکاږلو په لاره کې د ستونزې او یا ناشونیتوب یوه بېلگه د بلجیم د محکمې تورنلېک [ الزاملېک] دی چې د اسراﺋـیلو پر پخواني سروزیر ایریل شیرون ېې لگولی او په دې ېې تورن کړی چې د صبرا او شاتیلا په سیمو کې ېې د زرگونو فلسطیني وگړو د وژنې لارښونه کړې ده. ددغه کرغېړن جنایت په اړوند د امریکا متحده ایالات او اسراﺋــیل دواړه د عدلي تعقیب، د بندیانو د استراداد او پلټنو مخه نېسي. همدغې محکمې په عراق او افغانستان کې د تر سره شویو جنگي جنایاتو په تور د جورج ډبلیو بوش د ادارې د غړو د نېولو امر هم ور کړی دی. زه په هک پک والي دې پوښتنې ځواب نه لرم چې څنگه د بلجیم په شان له عدله خبر یو وړوکی هېواد به و کولای شي د امریکا ، اسراﺋـیلو او یا روسېې پر وړاندې د نیولو ورکړل شوی حکم به پلی کاندي. پای.
----------------------------------------------
د جنگي جنایاتو د مصطلحاتو او د نورو تأریخي پېښو په اړوند د لا زیاتو مالوماتو لپاره کولای شـﺊ لاندنۍ سرچېنه وگورﺉ :
Documents on the Laws of War, Edited by Adam Roberts and Richard Guelff, Second Edition Revised and Updated, 1989, Oxford University Press, Oxford, UK
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سبعیت ، وحشت او بې رحیمو په اړوند د لا زیاتو مالوماتو لپاره دا سرچېنه کتلای شـﺊ :
Afghanistan, the Great Game Revisited, edited by Roseanne Klass, 1990, Freedom House, NY