دخپریدو نیټه : 2011-11-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سرمقاله : لېکوال : بروس ریچارډسن
بروس ریچارډسن
ژباړه : رحمت آریا
نوامبر ۲۰۱۱
واعظین :
د امریکا د متحده ایالاتو پخواني لوی څارنوال رمزي کلارک [1] لېکلي چې : « له دوېمې نړۍ والې جگړې وروسته تر ټولو ستر جنایت د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې رامنځته شوی دی.»
د ریگن د ادارې پخواني چارواکي پاول کریگ رابرتس لېکلي : « که موږ ( امریکا) په رښتیا صادق اوسو چې څوک انسانان وژني او ځوروي ېې نو دا په خپله امریکا، اسراﺋـیل او ستره بریتانیا ده.» نوموړی زیاتوي : « دا دی رښتونی شیطانی محور[2].» نوي محافظه کاران [3] چې نړۍ وال قانون ته دومره پاملرنه نه لري هم په زړه پورې خلک دي، کله چې هغوی پر یو شمېر سرټنبه وو هېوادونو لفظي برېد کوي نو د یوه څرخني خوځښت په کولو یو ناڅاپه بدلون مومي او له ځانه د سیاسي مصالحو د غوښتنو پر بنسټ د هېوادونو ملي استقلال ته درناوی هم ښيي. څرگنده ده چې ( د ورځې په نرخ سیاست چلول هر څه دي). کله چې امریکا پر افغانستان، عراق، سومالېې، یمن او لیبیا برید کوي خپل برید ته هر ډول توجیه مومي ان که د ملگرو ملتونو د نړۍ وال امنیت له قانون، د نړۍ والې محکمې هاگ او د نړۍ وال قانون د نورو بنسټونو له احکامو څخه سرغړونه هم وي. مگر کله چې روسیه د اوسیتیا [4] د سرحدي ستونزې پر سر په دوه وو نېمه خپلواکو سیمو کې د بیلتونپالو پاڅونونو د له منځه وړلو لپاره پر جورجیا برید کوي ، ټول په یوې خولې او همغږۍ ټینگار کوي چې د جورجیا استقلال ته دې باید درناوی وشي او روسېه دې محکومه شي. زموږ وروستني هېواد مشر جورج ډبلیو بوش چې د تل په شان ېې په ژبه مرچ دوړولي وي رسنیو ته د یوې غونډې په لړ کې وویل : « جورجیا یو خپلواک هېواد دی او د هغې د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی دې باید وشي.» کونډا لېزا رایس په هغه مهال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه هغې هم په دې اړوند وویل : « روسان باید خپل پوځي عملیات ودروي، روسانو ظاهرا ً ویلي چې دا عملیات به ودروي، مگر دا عملیات باید په رښتوني توگه ودرول شي ځکه رښتونې آرامي باید رامنځته شي.
لرغونی متل دی چې وايي : هغه څه چې زه کوم ته ېې مه کوه، خو هغه څه کوه چې زه ېې درته وایم
ښه ! که خبره رښتونې آرامتیا ته راوړوې نو ولې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي عملیات نه دروي؟ ولې د نورو هېوادونو لکه د عراق، لیبیا، یمن، ایتوپیې، سومالېې او د ایران په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه نه کېږي ، ولې د جمهوري غوښتونکو تر برلاسې واکمنۍ لاندې کانگرس، د رژیمونو د بدلولو لپاره د څلوېښت بېلیونو ډالرو په اندازې پټه بودېجه منظور کړې ده؟ امریکا په خپله په برالا له نړۍ وال قانون څخه په سرغړونې په افغانستان کې د ډله ېېزې وژنې وسله کاروي خو په بلې خوا کې روسېې ته په قفقاز کې د پوځي عملیاتو او په چین کې د بشري حقونو په اړوند نصیحتونه او لکچرونه ورکوي ؛ دې ته یوازې او یوازې له خندا ډکې او سربدالې دوه مخۍ بل نوم نه لرو.
روسیه دداسې بې ځایه لاسوهنې په بدل کې باید له همداسې یوه مشروع بندیز سره مخامخ شوې واي. مگر دا جگړه د جورجیا د احمقانه پلان پر بنسټ رامنځته شوه چې غوښتل ېې سویلي اوسیتیا په زور بیرته ونېسي. کله چې پر روسېې باندې په جورجیا کې د رژیم د بدلون تور ولگول شو، د روسېې سفیر په ځواب کې وویل، د امریکايي پانگوالۍ د تجربې پر بنسټ زما په اند « د رژیم بدلون یوه امریکايي اختراع ده.»
امریکايي بنسټ د خپل مصلحتي سیاست په حسن بلاغت، جورجیا ته د [ داؤود او جالوت] د حماسې په څېره کې د داؤود (ع - ژ) ونډه ورکړه. که د بهرنۍ پالیسۍ د تگلارې کرښو ته چې د بوش او اوباما سپېنه ماڼۍ او اړوندوې ادارې ېې ورباندې شخوند وهي په احتیاط وگورو نو ددغو ځان گټو ویناوو صداقت باید تر پوښتنې لاندې ونېسو. له هېڅ چا پټه نه ده چې د جورجیا دولت په ډیموکراتیک بنسټ ولاړ یو جمهوریت نه دی، دا دولت داسې یو اتوکرات دولت دی چې د مخالفو او گوتنیونکو رسنیو پر ستوني پښه ږدي او خپل مخالفین د جنایتکارانو په نامه یادوي. سره له دې چې د امریکا د هېواد مشریو دوه وو ادارو د جورجیا ملاتړ کړی ، خو حققیت دا دی چې د میخاﺋـیل ساکاشویلي[5] تر مشرۍ لاندې د جورجیا اوسنی دولت یو پولیسي دولت دی. همدا شان د افغانستان په سویلي برخو کې مېشت پښتانه دې د همداسې ورځې هېله ولري چې تر اوسه له بې شمېرو ډله ېېز بمباریو، د شپې له پلوه پر کورونو باندې چاپو او د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناتو د ځواکونو له نورو بې شمېرو ناخېړیو سره مخامخ شوي دي، امریکې د طالبان پر وړاندې د افغان ټولنې له بې ارزښت ترینو کسانو سره ټلواله جوړه کړ لکه رشید دوستم چې لاسونه ېې تر اوږو پورې په وینو او جنایت کې ډوب دي، یا د قاچاق سالارانو او د شوروي د جاسوسانو او همکارانو ټولگه شمالي ټلواله چې ډیر نوموتي کسان ېې د نورو تر څنگ ، مارشال فهیم، ډاکټر عبدالله عبدالله، قانوني او برهان الدین رباني دي.
د هېواد مشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند ډېری شوني کاندیدان په روان دباو باندې د نور اور د گډولو او په لنډپارۍ، د دلال « لابیست» رَندي شونمن Randy Scheunneman سلا مشورو ته په ځېر غوږ نېسي، رَندي شونمن په ناټو کې د جورجیا، پولند، لاتویا او استونیا د غړیتوب د تر لاسه کولو او په جورجیا کې د امریکې د پوځي لاسوهني په لاره کې په میلیونونو ډالره وگټل. که جورجیا د ناتو غړېتوب تر لاسه کړي امریکا به ځان په یوه برلاسي درېز کې احساس کړي او د جورجیا مرستې ته به راودانگي؛ خو جورجیا داسې یو هېواد دی چې امریکا په کې حیاتي گټې نه لري مگر په اټومي وسلو سمبال روسېې سره د ټکر وېره په کې زښته ډېره ده. دا هغه ځانگړتیاوې او د ړندې برلاسۍ د پاللو اړخونه دي چې د جگړو د پیل کرغېړن زیری ورڅخه په ډاډه زړه راپورته کېږي. لومړۍ او دوېمه نړۍ واله جگړه د هغو غلطو امنیتي پلانونو د پایلو په کړس کې رامنځته شوې چې سترې برېتانېې او وینستن چرچل فرانسې او پولند ته ورکړي ول.
ناټو باید منحله شي. ناټو ددې لپاره جوړه شوې وه چې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د وارسا د تړون د ټولگې پر وړاندې ودرېږي. د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه او د وارسا تړون دواړه اوس د تأریخ په هډ اېرې کې ښخ شوي دي. نړۍ وال د ناټو د گډولې اوسني جوړښت ته د امریکا د متحده ایالاتو د پانگوالۍ د ابزارو په سترگه گوري چې له خپل ټاکلي مأموریت څخه ېې پښې اوږدې غځولي او غواړي تر ټولې نړۍ خپل پانگوال کمربند کړۍ راتاو کړي.
په بل اړخ کې د تېلو سکالو ده. ولې تل د تیلو خبرې دومره ډېرې شاربل کېږي؟ د تیلو اوسنۍ څلور په سلو کې برخه د جورجیا د نللکېو له لارې رابهېږي. روسېې ته د اندېښنې وړ خبره د ترانس – افغان- نللېکې Trans-Afghan-Pipeline په ارزونو کې د روسېې د ونډې کنگل کول دي چې د امریکې ترمالي ولکې لاندې نړۍ وال بانک، په دوه وو شونو لارو کې د ایران، چین ، پاکستان او هند په گډون ېې بې برخې کړې ده. د تأریخ په دغه پړاو کې اوس پوهېږو چې پر افغانستان باندې د امریکا د برید موخه د پکتیا په سپین غره کې د اسامه بن لادن پر استوگنځي نه بلکه په افغانستان کې د رژیم بدلون وو؛ ځکه د همدغې وړاندېز شوې نللېکې ،(TAP) ، د جوړېدلو پر سر د امریکا د یونوکال د تیلو د کمپنۍ او طالبانو تر منځ اترې له ناکامۍ سره مخامخ شوې وي.
که ډېرۍ رسنۍ د بگۍ د آس په شان پر خپلو سترگو باندې استر ږدي چې یوازې مخامخ لاره ووېني، مگر ټوله نړۍ د بوش او اوباما ادارو ته د هغو پرتمینو او سپین سترگو مغرورو واعظینو په سترگو گوري چې د سیاسي او اقتصادي برلاسۍ لپاره تر ټولې نړۍ د پانگوال کمر بند د راتاوولو هلې ځلې کوي. امریکايي پانگوالي د سپېڅلتیا په داسې سپېنو رڼو جامو کې ښودل کېږي چې د خپلو بشرپالو هڅو په لړ کې غواړي دیموکراسي خوندي او د نورو انسانانو ژوند وژغوري. د نجابت په ویل شویو جامو ، د بشرپالنې په هڅو او د انسانانو د ژوند د ژغورنې په همدغو ډنډورو کې په افغانستان او عراق کې په زرگونو زرگونو ملکي کسان ووژل شول. واشنگتن اوس « د نجابت» یو بل « مأموریت» ته ملا تړلې چې په ایران کې رژیم بدل کاندي ؛ خو ددې په کولو شک نه شته چې په ټولې سېمې کې به ستر اقتصادي ناورین، او بې شمېره کورنۍ کډوالي رامنځته شي. پای.
-------------------------------------
[1] Ramsey Clark
[2] There’s your “Axis of Evil”.
[3] neo-conservatives
[4] Ossetia
[5] Mikhail Saakashvilli