دعلامه بابا د اووم تلین په درشل کې
بسی دورباید که چرخ ظفر بیا رد کسی چون توباردیگر
رشاد پوهنه ،
په افغاني ادب کې دشلمې پیړۍ دیوه نوي (ادبي) او(فرهنګي) خوځون اوپاڅون پیلامه
پوهنوال دوکتورعبدالخالق رشید
********************
(۱)
د آراستوګنو(اصلي اوسیدونکو) داند او ژوند او مبارزې تیوري
« زما زویه ، زما تن د مځکې مور په لور ورګرزي او زما روح به زر د لوی چیف له روح سره میلا و شي . کله چې زه ولاړم ، دخپل هیواد په اړه دې سوچ وکړه ، تهددغو خلکو مشر یې ، ددوی سترګې تا ته دي چې لارښونه یې کړې ، په یاد دې اوسه چې ستا پلار کله هم خپل هیواد نه دي پلورلي
ته باید خپل غوږونه پټ ونیسې ، کله چې ته دخپل کور دپلورلولاسلیک ته وربلل کیږې ، په یوڅو نورو کالوکې به ستا شاخوا په سپینووګړو باندې ډکه وي ، دوی ستا دغې خاورې ته سترګې نیولې دي .
زما زویه ! زما و صیت کله هم هیر نه کړې ، دغه هیواد ستا دپلار تن په خپله غیږه کې نیولی ، دپلار او مور هډوکي دې کله ونه پلورې .» [د چیف جوزیف پلار دځنکندن پرشیبه]
شلمې پیړۍ اودهغې په ترڅ کې علمي اوفرهنګي څیړنودیوشمیرلرغونوملتونواوفرهنګونو دشته والي اودهغوی د کلتوري ارزښتونو دبیا راژوندي کولواو دبیلابیلو ملتو نو دملي هویت دخوندي ساتنې په برخه کې خپله لویه اوجوړونکې دنده په علمي توګه ترسره کړه ، په دغه برخه کې ډیروهغوولسونو هم دبریوپه لورخپله لاره وایسته چې دبیلابیلوعواملو په ترڅ کې له فرهنګي اوتاریخي پلوه بې هویته او دخپل شته والي له دغه تاریخي رمز څخه لرې پاتې کړل شوي وو او یاداچې دنورو فرهنګی هستیو دومره ترخپل اغیزاوستم لاندې راوستي وو چې نه یوازې یې له خپلوهغوڅخه خبرنه وو،بلکه هغه داسې ورته ښکاریدې چې ګواکي دا نه ددوی وې ، نه دوی په خپلو هغوتیرو پورې له سره تړلي وو او نه یې له هغوسره په یوه اوبل لامل ځان تړلای شو.
له دغوبې برخه کړل شویو ملتونوسره هم دشلمې پیړۍ علمي او تخنیکي پرمختګ دخپلونویوڅیړنو په برکت لویه مرسته وکړه او له نسلونواوپیړیو وروسته یې دخپلوتیروپه لور وروهڅول او دهغوی په لوریې په شعوري توګه متوجه کړل.
دلته یوه خبره دا هم وه چې یوشمیریرغلګروقومونو دخپلو ښکیلاکي موخواوهلوځلو په ترڅ کې د ځاني فرهنګی لوړتیا اوبرلاسی لپاره داسې پیرې اوکړه وړه هم راپیل کړل چې له هغو څخه یې موخه یوازې اویوازې داوه چې دځان دبرلاسي اوبادارۍ په خاطردملتونواوقومونو له معنوی وسیلوڅخه هم دځان په ګټه کارواخلي ،ماناداچې دوی باید ان دهغو له مخې هم محکومو ملتونوته داوښیی چې دوی نه یوازې له مادي اوپوځي پلوه داحق لري چې پردوی باندې برلاسي وي ،بلکې ان چې په معنوي توګه هم دوی داچانس او واک لري چې پرهغوی باید ځان برلاسي وښیي اودخپل دغه مصنوعي برلاسې له مخې باید محکومان اوهغوی چې اوس له خپلې مادي اومعنوي تیرې څخه لرې شوي او بې برخې شوي باید ددوی نوکران اوددوی خادمان وي .
دوی د خپلودغوناوړوکړو وړو ترسیوری لاندې داهم په پټوسترګو اوهم په زور پرهرچا زغمله چې دوی ګواکي دنړې پرمخ دتمدن بنسټوال او پاسوال دي اوهرڅه دوی دغې نړې ته ایجاد او ورډالۍ کړي دي، هغوی کله کله په دغه برخه کې دومره په افراط هم ورګډشوي چې ان دنورو انسانانو له کړو وړو او فرهنګي وړتیاوو یې انکار کړی اوهغوی یې له انساني دایرې ایستلي اود څلوربولو په کتارکې یې درولې او شمیرلي دي. هغوی نه یوازې داچې ځانونه یې دتمدني وړتیا له مخې بادارګڼلي ، بلکه په دغه ترڅ کې یې نژادې ، قومي ، ژبنې او نورې بدمرغۍ ، هغه چې دانساني شته والي اوخلقت له قانونمندۍ سره تل په توپیرکې وې کاراخیستی او دهغولپاره یې هم له خپلې خوښې سره سمه په خپل فکراو خیال جوړه کړې قانوني وړتیا په ګوته کړې ده.
اوسني پرمختللي تمدن سره له دې چې بشریت یې په ډیرو برخوکې له نویو کړو وړو او نویو بریاوو سره مخامخ کړخو په څنګ کې یې داهم بایدله یاده ونه باسو چې د پرمختګ په لوردغه خوخون هم دومره آسانه اوبې مطلبه نه و اونه دي لکه چې اوس په خپلې ظاهري څیرې سره موږ ته ځان ځلوي.
اوسني تمدن په خپلې ټولې وړتیا سره اوس هم بشریت دمځکې پرمخ په ډیرو سیمواووچوکې دبې هویتې اوله خپل اصل سره دبیلتانه په پوله درولی او ورمخه کړی دی ، یوازې دانګریزي ښکیلاک په دوره کې بشریت تر څلويښتو زیاتې ژبې دانګریزي ژبې په ځل اوبل کې بایلولې دي ،چې له هغوسره په یوه وخت کې په څرګنده ددغو ولسونو فرهنګ ،تاریخ ، ادب او دهنرټول ډولونه له منځه تللی دي ، چې تراوسه پورې ددغه فرهنګی اوانساني څپاو او ناورین عاملین دبشریت په وړاندې دبښنې سرنه ټیټوي او ځانونه یې داسې ناګاراچولي چې لږ ترلږه نه خپله اشاره ورته کوي اونه نورو ته اجازه ورکوي .
لویدیزفرهنګي ښکیلاک په تیرو د وو دریو پیړیو کې دخپل صنعتي برلاسي په خاطر دډیرو ملتونو دشته والي او هستیو خیال ونه ساته ، دهغو دورکې او بربادۍ پروایې ونه کړه اونه یې تراوسه په فکرکې دي ، دوی دلویدیزتمدن تر وزرو لاندې دنړې زیات ولسونه دجګړو په ترڅ کې نه یوازې له خپلو جغرافیو څخه بې برخې کړل ، بلکه دې ته یې هم ناچارکړل چې باید اړیکي یې له خپل لرغوني ټاټوبي اوتیرمعنویت سره پرې شي ، دوی یې له خپلو ګروهو اوباورونو څخه پردي کړل ، ددې پرځای چې دهغوی مذهب اومعنویت ته درناوي وکړي ، برعکس هغوی یې له خپلو پخوانیوارزښتونوڅخه لرې وساتل اوخپل هغه یې پرومنل ، دجنوبې آسیا، شمال امریکا زیات آراستوګني ولسونه په دغه ظالمانه معامله له خپلو لرغونو ګروهوڅخه پردې شول اوهغه څه چې دوی یې دایجاد، نمانځنی اوپا لنې ویاړ درلود ، هغه یې ګرده ترې واخیستل، خپله عقیده یې دخپلو سیاسي او مادي امتیازاتو په زورپرې ومنله. دجنوبی آسیا په اړه دنړۍ دخواخوږي بشریت لپاره داخبره په دې دحیرانتیاوړده چې دلته دزرګونو کلونو لرغونې باوري تګلاره (بودیزم ) دغو تش په نامه متمدنو ښکیلاکګرو په شلمه پیړې کې دیوې جدي مسالې په توګه چې باید په عیسویت یې واړوي ترلاس لاندې ونیوه اودهغې لپاره په دغه پیړۍ کې چې دموکراتیک شعاریې د انساني حاکمیت په نامه هرې خواته خورکړ په یوې توطیي باندې لاس په کارشول او په دومره سپین سترګۍ سره یې بودیزم دماتي منګولو ته واچاوه چې هیچا هم په دغه باره کې دا ونه ویل چې دوی ولې په لوی لاس دیوه معنویت اویوه لرغوني تمدن په وړاندې لاس په دغه سترجنایت باندې پورې کوي؟ (*)
---------------------------------------------------------------
(*) په هند او جنوبی آسیا کې دبودیزم په اړه ددوومذهبو پیروانو په خپل وخت کې د خپلو واکمنانانو په مرسته دورکې او اړولو درنې او نه هیرودنکې ناوړې کاروایۍ کړې په منځیوپیړیو کې هندویزم په هندکې او په معاصر وخت کې عیسویت په جنوبي آسیا ( هان ګانګ ، جنوبی کوریا ، فلیپین ) اونورو هیوادوکې .
په هرډول ، بشریت دتکنالوژۍ په دغه متمدن عصرکې دخپل معنویت په وړاندې داسې یوه غمیزه په سترګو ولیده ،چې تراوسه دملتونو دتاریخ په پاڼوکې دبشریت له شان سره برابره نه وه ، خودوی ترسره کړه اوڅومره انسانان چې په دغه پیړۍ کې دښکیلاکګرو ددغه حرص او آز قرباني شول ، دومره په یوه پیړۍ کې هم نه وو قرباني شوي .
سره له دې چې داکار یوشمیرتش په نامه په دموکراسې باوروترسره کړ، خودعلم اوپوهې پیروانو سره له دې چې ډیرګران ورته تمام شودهغو له عاملینوسره بدرګه نه کړ، کوم څه چې دغو رښتیانیو (پوهانواومفکرینو) په خورا شهامت سره په زړه کې ونه ساتل هغه داوو چې دنړې دزیات شمیرولسونو په وړاندې یې هغه تیروتنې اوغمیزې چې تردغه وخته ښکیلاکې ځواکونو اودهغو تیوریو دخپلو دوکتورینو په توګه پرکرسی کینولي وی دیوه بشري ناورین او تیري په توګه دعامه افکارو ډګرته راوایستې، اوهغه شیطانی نیتونه چې ددغو افکارو دتحقق په خاطریې پرانساني ژوند باندې دتوپیرونو پرزورواکمني کوله له یوه سره یویو په ډاګه او رسوا کړل .
ددغوڅیړنوپه ترڅ کې چې نړۍ یې په رښتیا هم له یوه څرګند بدلون اوڅرګندي هیښتیا سره مخامخ کړه هغه دآراستوګنو(اصلي اوسیدونکو)
Native people
ولسونو داندوژوند څیړنه دیوه داسې واقعیت په توګه وه چې تراوسه پورې له هغې سره چا تماس نه شونیولای ، خورښتیا پلووپوهانو، لیکوالو او روڼ اندو دغه کارته دزمان دیوه حقیقت اواړتیا په توګه پاملرنه وکړه اوپه دغه ترڅ کې یې ځانونه د یوه رسالت له مخې ددغه انساني مسوولیت په ډاګه کولو ته ونډه کړل .
اروپایی سپینومفکرینوهم داخبره ومنله چې د دوی ظالمو واکمنانو او متعصبو مذهبیونودنړۍ پرمخ له امریکا رانیولې ترافریقا او آسیا پورې دآدم دبچیانو په وړاندې دنیرنګونو داسې یوجال هم خورکړی وچې په هغه سره یې دنړۍ زیات شمیر ولسونه له خپلوروا مادي او معنوي حقونو اوان فرهنګی وړتیاوو او هستیوڅخه بې برخې کړي ول، دوی داهم وویل چې اوس ددې وخت دی چې باید ددغوظالمواوسني نسلونه د مظلومو ولسونو داوسنیونسلونوپه وړاندې ګونډې ووهي اوباید دخپلو ظالمو او حق پایملوپلرونو له امله له هغوی څخه په اوسنۍ پرمختللې نړې کې دیوهراړخیزانساني تفاهم لپاره ددغې تورې بشریت ضد جفا له امله نړیواله بښنه وغواړي.
د آراستوګنوولسونو مشکل اوستونزه یوه نړیواله ستونزه وه اوده ، په لویدیز په تیره دامریکا په وچه کې آراستوګنو ولسونو داروپایي لوړتیا غوښتونکو سپین توکمود څپاوونو په پایله کې ډیرې بدې ورځې ګاللې وې، همداوه چې دغې مسالي دټولنپوهنې ،بشرپوهنې، روانپوهنې اونورو علومو ژوره پاملرنه پرخپله خوا ورواړوله او ددغه کړکیچ په بیلابیلو اړخونو باندې ددغو علومو پوهانوپه بیلوبیلووچوکې بیلابیلې علمي خبرې او لیکنې راپیل کړې.
د دغو علمي خبرو او څیړنوپه ډګرکې یوه نیکمرغي داهم وه چې ددغې انساني غمیزې دروښانولوپه ترڅ کې یوشمیرخواخوږي دبرلاسو سپینوله منځه هم راپورته شول ، له دوي سره هم یوښه لامل داو چې آراستوګنوولسونو ځان په دغه زماني واټن کې په ډیرجرآت سره ځان ددې جوګه کړ چې باید دخپل هویت او پیژندنې په برخه کې له یوه اوږده ځنډ او ستم وروسته دخلاصون په لورګام واخلي ، په عمومي ډول دغه جرات د دوی دملتیا لامل شواودآراستوګنو خلکواندو ژوند په خپل واردلویدیزد ادب او ژوند په پاڼو کې یونوی څپرکې پرانیست .
په دغه اړه یوه خبره که څه هم دټوکې په بڼه په لویدیزاو ختیزو ټولنوکې ویله کیږي خو په اصل کې نوموړې خبره په خپل وار دیوه درانه اغیز لرونکې ده ،خبره داده چې وایی : (( کله چې سپین مبلغین راغلل ، له دوی سره انجیلونه وو او له آراستوګنو سره مځکه ، خو اوس له آراستوګنوسره انجیلونه دي اوله سپینو سره مځکه ... ))
دیوې دقیقې رښتیا په توګه داخبره دیوه ژورانساني درد اوغمیزې انعکاس بللای شو چې په هراړخیزه توګه دنړې پرمخ دهغه بشري ناورین لکه چې دمخه مو اشاره ورته وکړه څرګندونه کوي ، ماناداچې په دغه اړه چې هرڅه ویل کیدل او یا اوس هم ویل کیږي ، هغه ګردسره دهمدغو (آراستوګنو) ولسونودمسالې د برجسته کیدو په خاطر هلته اودلته ترسره شوي او ویل شوي دي اوداهغه انساني غږ اوپوښتنه وه چې دشلمې پیړۍ په ترڅ ، دنړۍ په بیلابیلو برخو کې ، دآراستوګنو(اصلي اوسیدونکو) استازو ، روڼ اندو، لیکوالو او فرهنګیانو چې زور ځواکوملتو، فرهنګونو او ژبو بې ملته ، بې فرهنګه او بې ژبوکړي ول واورید اوځواب یې کړ.
(۲)
آراستوګنی غورځنګ اونړیوال ادبیات
دآراستوګني اندو ژوند دعلمي تیورۍ په اړه یوه بله دپاملرنې وړ خبره دا ده چې دغه مساله یوازې په ټولنیزاوترډیره حده په سیاسي چاپیریال پورې تړلې پاتې نه شوه ، بلکه یوه بل پیاوړي ملاتړلوري ته چې هغه ادبیات او هنري ایجادیات ول، هم په خورا پیاوړتیا سره ورسیده ، اوپه دغه ډګرکې یې هم دیوې مهمې ،اړینې او ستونزمنې مسالې په توګه خپل ځای وموند، په هنراوادبیاتو کې ددغې انساني - حقوقي مسالې انعکاس سره له دې چې په هغه شان لکه چې په ټولنیزو علومو کې و، نه شو شمیرلای ، خو دومره ویلای شو چې ددغې مسالې اغیزپه ادبیاتواوهنري هستونوکې ترهغوهم ژوندی اوهم عاطفی و، په دې مانا چې نوموړې موضوع په ادبیاتوکې دیوې جالبې او حیرانونکې موضوع په توګه خپله عیني او ذهنې وړتیا وښوده ، په دغه ترڅ کې په سلګونولیکوال او شاعران له امریکا ترآسیا اونورو سیموپورې په بیلابیلو ژبوکې راوپړکیدل اوپر دغه نوې اغزنه اوکږلیچه جاده یې له ښکیلاکي او زورزیاتي دورڅخه وروسته دیوه نړیوال بهیر په توګه خپل اغیز په خپلودمونواو قدمونو باندې ویوست.
دهنري ادب پاسوالو په خورا جرات سره وکولای شول چې په خپلولیکنوکې پر دغه نوی بهیرباندې ورمخه کړي، په لاتینه امریکا او په خپله امریکا کې په سلګونو ادبې شهکارونه پر همدغه موضوع ( آراستوګني اندو ژوند ) باندې داسې را ایجاد کړل ، چې په هغوکې مرکزي ټکي او موخه همدغه موضوع ( آراستوګني ) اودهغې موضوعي کرکترونه وو.
په امریکا یی او کاناډایی ادبیاتو کې دغه بهیر دیوه پراخ شعوري ادبې حرکت په توګه رامنځ ته شو، دیوه ټولنیز، تاریخی اوجغرافیایي محرومیت د بیا اعادې په نامه یې د شلمې پیړۍ په زړه کې دیوه نوي ادبي رنسانس په توګه دلیکوالو اوهنرمندانو پاملرنه ور واړوله چې ډیره زر یې خبره په ټوله امریکایي وچه کې یوه انساني خپلواکه سراسري هنګامه شوه او له همدغه ځایه دغه بهیر په ډیره چټکۍ په ټوله نړې کې په یوه سراسري بهیرباندې واوښت، داسې چې ان دیوه جالب ادبی ډول (ژانر) پړاو ته یې ځان په ادبیاتوکې ورساوه . ددغوادبیاتویوپوه په د غه اړه وايي چې :
“ I think one reason why Native literature is so interesting is that while it is based on very old traditions ,as a literature it is quite young. As are the authors . A high percentage of the writers that we’ve included are under fifty, many under forty. That contributes to the feeling of innovation and yet always with a sense of tradition.
(Native literature in English , edited by Daniel and others , Canada , 1948 preface xiv)
« زه فکرکوم ، یولامل چې ولی آراستوګني ادبیات ډیرجالب او دپاملرنی وړدي ، دادی چي دغه ادبیات دزړو دودونو پربنسټ رامنځ کیږي ، دا دادپ په توګه ډیرځوان دي ، همداسي یې دلیکوالو سلنۍ زموږ په ګډون تر پنځوس راټیټ زیاتره په څلویښتو کې دي ، چي احساس او نوښتي هڅه یې تر زیاتی اندازې تل پر دودیز شعور باندې ولاړه ده .
په دغه برخه کې دنړیوالو لیکوالو اوکره کتونکو په اند یوه خبره ډیرمهمه وه اوهغه داچې په ادب اوهنرکې یې ددغو آراستوګنو خلکو معنویت انعکاس وموند همداده چې پوهانوپه دغه برخه کې دغه ټکي ته اشاره کوي چې :
… yes I agree with you that the majority of Native writing has
something that can be called spiritual.( Ibid p xiv)
« هو، زه له تاسره موافق یم ، آراستوګنه لیکوالي ، هغه څه ده چې کولای شو،هغه یومعنویت وبولو .»
دیوه رښتیانې فکت په توګه اوس لویدیزټولنپوهان او اد ب پوهان په دغه ټکي سره یوه خوله دي چې شلمې پیړې سره له دې چې بشریت ته یې له خپلوښیګړو سره ډیرې ستونزې هم راوزیږولی یوه داځانګړتیا درلوده چې تراوسه هم پرهماغه لوري روانه ده هغه داده چې دغه پیړې ډیره زیاته مادي پیړۍ وه ، ښایې څوک له ماسره داومنی اویانه ددغې پیړۍ په ترڅ کې دبشریت معنویاتو ته یې سخت او دروند زیان ورسید ، زه په دې باورنه یم چې ګواکي دمعنویت دکمزورۍ لامل په یوه نظام لکه سوسیالیزم او کمونیزم اویا امپریالستی تش په نامه دموکراسۍ باندې ور واچول شي ، پرهغونظامونوچې بنسټ یې په ورانکاره پانګواله ایدیالوژي اوماده پالنه باندې ولاړ و، نه داځکه چې معنویت کله هم دومره ټیټ ارزښت نه و اونه دی چې هغه باید دیوه نظام په واسطه کمزوری او یاهم له بی پروایی سره مخامخ شي ، دمعنویت په وړاندې مقابله او سیالي له فردي دریځ اواغیزه رانیولی ، بیاترکورنی ، ولسي او له هغه وروسته سیاسي اواقتصادي لاملونو ته رسیږي. فرد ، کورنې ، ټولنه ، ملت او نړیوالتوب داټول آرونه په دغه برخه کې دپاملرنې وړدي اوهریویې په دغه برخه کې خپل خپل اغیز لري .
لویدیزه ټولنه سره له دې لکه چې یادونه وشوه ، هرڅه لري ، په هرڅه پوهیږي ،خو په معنوی لحاظ یې ژوند دپرمختګ او وړتیا څه له ځان سره نه لري ، په دې چې په دغه ټولنه کې انسان ترهرڅه دمخه ځان له خپل اصل او له خپل تیر څخه دیوه تخنیکی ځل بل په بدل کې بیلوي ،انسان پخواني ټولنیز، عقیدتې اواخلاقي نورمونه له منځه وړي اودنويوهغو دپوره زده کولواو راخپلولولپاره عمراووړتخنیکي بوختیاوې یاري نه شي ورسره کولای ځکه نوپر هغه څه چې دی باید دهغو دمعنوي تجربو په رڼاکې وروزل شي هغه له لاسه ورکوي مانا داچې پرون یې له نن او نن یې له سبا سره خپل معنوي پیوستون دژوند په یوه ساحه کې هم نه شي ساتلای ، علامه اقبال دغه مساله په خپل اثر (رموز بیخودي ) کې په ډیره ظریفه ژبه تشریح اوانځورکړي په لاندې ډول :
کودکی را دیدی ای بالغ نظر کوبود از معنی خود بی خبر
نا شناس دور و نزدیک آنچنان ماه راخواهد که برگیرد عنان
ازهمه بیگانه آن مامک پرست گریه مست وشیرمست وخوابمست
زیروبم را گوش او درگیرنیست نغمه اش جز شورش زنجیرنیست
ساده و دوشیزه افکارش هنوز چون گهر پا کیزه گفتارش هنوز
جستجو سرمایه یی پندار او ازچراچون کی کجا گفتار او
نقش گیر این وآن اندیشه اش غیرجویی غیربینی پیشه اش
چشمش از دنبال اگر گیرد کسی جان او آشفته می گردد بسی
فکر خامش درهوای روزگار پرگشا مانند باز نو شکار
درپی نجچیر ها بگذاردش باز سوی خویشتن می آردش
تا ز آتشگیری افکار او گل فشاند زرچک پندار او
چشم گیرایش فتد برخویشتن دستکی برسینه می کوبد که «من »
یاد او با خود شناسایش کند حفظ ربط دوش وفردایش کند
سفته ایامش درین تار زرند همچو گوهر ازپی یک دیگرند
گرچه هردم کاهد افزاید گلش «من همانستم که بودم » دردلش
این «من » نوزاده آغاز حیات نغمه ی بیداری ساز حیات
ملت نو زاده مثل طفلک است طفلکی کو درکنار ما مک است
طفلکی ازخویشتن نا آگهی گوهر آلوده ﺉ خاک رهی
بسته با امروز او فرداش نیست حلقه های روز وشب درپاش نیست
چشم هستی رامثال مردم است غیر را بیننده و ازخود گم است
صد گره از ریشته یی خود وا کند تا سرتار خودی پیداکند
گرم چون افتد بکار روزگار این شعور تازه گردد پایدار
نقشها بر دارد و اندازد او سرگذشت خویش را می سازد او
فرد چون پیوند ایامش گسیخت شانه ی ادراک او دندانه ریخت
قوم روشن ازسواد سرگذشت خود شناس آمد زیاد سرگذشت
سرگذشت او گر از یادش رود باز اندرنیستی گم می شود
نسخه ی بود ترا ای هوشمند ربط ایام آمده شیرازه بند
ربط ایام است مارا پیرهن سوزش حفظ روایات کهن
چست تاریخ ای زخود بیگانه یی داستانی قصه یی افسانه یی ؟
این ترا ازخویشتن آگه کند آشنای کارو مرد ره کند
روح را سرمایه تاب است این جسم ملت راچواعصاب است این ...
(کلیات اقبال زموزبیخودی ص ۱۰۰ )
دعلامه اقبال په اند هم خبره پرهمدغه رمز باندې ولاړه ده ، همداده چې هلته انسان له یوې پراخې نړۍ څخه په یوه وړه او محدوده نړۍ کې راګیرکیږي چې په پای کې له هغې څخه دوتلو توان هم ډیرزر له لاسه ورکوي .
دغه اوږده کیسه او دغه اوږد بهیرپه لویدیزه ټولنه کې دم ګړۍ ددې لامل شو، چې آراستوګنو هنري ادبیاتو په غربي ټولنه کې خپله لاره ومونده چې لوی لامل یې داوه چې دغوایجادیاتودتخنیکی پرمختګواو وړتیاوو په زړه کې انسان دیوه پیاوړي معنویت په لور وخوځاوه ، دغه ټکی سره له دې چې ددغو ادبیاتو دڅیړونکو په خبره په پیل کې عام اوعملي اغیز نه درلود خو داچې دطبعیت او معنویت ځانګړتیا ورسره مله شوه ، نوبیا ډیر زر دخلکو دپاملرنې وړشول او زریې په لویدیزه ټولنه کې دیوې ځانګړی هارمونی او هم غیږۍ په څیره کې ځان دتخنیکي اومتمدنې ټولنې په زړه کې راوځلاوه. دغه هارموني اوراځلونه په لویدیزوادبیاتوکې یوه لوړتیا وه او یو نوښت و چې په دغه ټولنه کې ددغې ټولنې بې برخې کړل شوی انسان له خپلوبرلاسو ټولنیزوقوانینواو ژمنوڅخه په لوړه کچه او اوچته څیره کې ولید، داسې چې په خورا اوچتیا سره یې ځان له نړیوال ادب اوهنرسره مل کړ. هنرمندانو او ادیبانوهم دځمکې پرمخ له دغه ټکی سره ترهرڅه دمخه په یوې خواخوږۍ اوعاطفې سره چلند وکړ، دوی په عین وخت کې نړیوالو ته داټکی څه په خپله خوله اوڅه هم په خپله دامریکایی بشرپالوسپینوپر خولو په ډاګه کړه چې دسپینوله خوا پر آراستوګنوخلکوباندې څومره درانه تیري او درنې نارواوې شوې دي. دوی په دغه اړه هغه ټولې نارواوې ، بې عدالتۍ چې دواکمنو سپینوله خوا پردغو اصلی اوسیدونکو باندې په امریکا او نوره نړۍ کې شوې وې په ډاګه او په څنګ کې داهم ورسره په ګوته کړه چې دهغوی فرهنګ او په ټولیزه توګه ددوی انساني هویت په څه ډول له بې هویتۍ او ورکې سره مخامخ کړ او خپل هغه یې دهغه ځای ناستی کړ.دغو ټولورښتیاوو اوحقایقو په دغو ادبیاتوکې په خورا چټکتیا سره انعکاس وموند. کاناډایي نومیالی هنرمند ، لیکوال ، شاعر او سینمایی لوبغاړی چیف دان جورج ( ۱۸۹۹-۱۹۶۳) له اوږدې مودې را په دیخوا د آراستوګني غورځنګ پیاوړی غړی او مبارزو ، هغه د کاناډایی آراستوګني غورځنګ په پیاوړتیا کې لویه ادبي ونډه واخیسته اوهنري ایجادیات یې په دغه برخه کې په کمی اوکیفي لحاظ ډیرمهم ارزول شوي دي ،چیف دان جورج دغه مبارزه په ډیره مثبته توګه دخپلو آراستوګنوپرګنودحقونو دغږ داوچتیا په موخه لارښونه کړه ، دهغه لویه ځانګړتیا داوه چې ده د یرغلګرو سپینوپرهغو بریاوو باندې چې دعصردتمدن ستنې پرې ولاړې وې په هیڅ ونه شمیرلې ، دهغولپاره یې خپله غیږه پرانیسته اودهغو له منلویې ځان پریوه خوا نه کړ، خو په څنګ کې یې داخبره هم کړې ، چې ګواکي متمدن سپینان هم باید هغه ویاړونه له ادلون او بدلون سره مخامخ نه کړي ، هغه چې د دوی(متمدنو) لپاره د پوهیدنې اودرک وړ نه وي ،دده دمبارزې په مانا او تګلارې په رمز باندې دپوهیدو په خاطر دهغه دیوه شعرژباړه دلته را اخلو چي وایي :
« موږ ډیرڅه ستا له دود او کلچره واخیستل ،
هیله من چي تاسې به هم یوڅه زمو ږ له هغه واخلۍ ،
ځکه په هغه کې هم ښکلي اوښه شیان شته .
کیدای شي اوس هم هغه وخت راغلی وي ،
خو موږ ډاریږو چې کوم څه تاسې اخلئ ،
هغه به له لاسه ورکړئ...
زه باید هغه وسایل چی هغه د سپین وګړي بریاده دځان کړم ،
دهغوی زده کړه ، دهغو مهارتونه او دهغوی ټولنه .
که ته له څلوربولو سره وږغیږې ،
دوی به هم له تاسې سره خبرې وکړي
اوتاسې به یوبل وپیژنۍ ،
که تاسو له هغوی سره خبرې ونه کړئ ، هغوی به ونه پيژنۍ ،
کله که تاسې هغه ونه پیژنۍ ،
نوتاسې به ډاریږۍ ،
یوڅوک چې ډاریږي ،
هغه تل بربادي رامنځ کوي »
دویمه بیلګه :
او، لویی اروا ،
دچا چې غږیې دبادونوپه زوږ کې اورم ،
زه ، ستاد ډیرو ماشومانو څخه یو ،
ستا پیاوړتیا او پوهې ته اړیم .
ما پیاوړی کړه، خو نه چي،
پرخپل ورور لوی وګڼل شم ،
څو زه په دي وتوانیږم چې زه مې له لوی دښمن سره وجنګیږم :
(له خپل ځان سره )
------------------------------------------------------------------------
چیف دان جورج نومیالی او بی ساری لوبغاړی او د بریټش کولمبیا د تسلیل- وتوت قبیلی مشر، هغه په (ګیسوانوت سلاهوت ) کې د ۱۸۹۹کال د جولای په (۲۴) دشمالي ونکوور په سیمه کې زیږیدلی دی ، اود ۱۹۸۱ کال دسپتمبرپه ۲۳ دکاناډا په ونکوور کې مړشوی دی. دی د کاناډا آراستوګنی ټولنې له منځه را پورته شو ، ښه لیکوال، شاعر او دسینما نومیالی لوبغاړی شو، له ده څخه یو شمیر آثار هم پاتی دي چي مهم او دپاملرنې وړیی ( زما دزړه الوتنګ ) ، ( زما د روح الوتنګ ) اونور دي.
یوه خبره چې پرهغه باندې ټول پوهان باوري دي ، داده چې آراستوګنی ادبیات ، په تیره هغه چي په لویدیزاوختیزکې دیوه بهیرپه توګه د پوښتنې اوګرویږنې وړشول ، دهغو بنسټ د وینې (شفاهی ) ادب پرستنو باندې دلوړتیا او اوچتیا هسک ته ختلی دی ، همداده چې دغه ادبي بهیر په خپل ذات کې له اسطورو ، کیسو او انځورونو څخه ډک بهیردی او دهغو له لارې ځان له طبعیت اوانسان سره په هروخت او هرډول شرایطوکي تړلی شي ، دهمدغې ځانګړنې له مخې څرګنده ده چې دغه ادبیات دنسلونواو ټولنو د تاریخي ، فرهنګی اوهنري میراث د لیږد دنده له یوه پښت څخه بل ته په خپله ټوله سپیڅلتیا او هنري وړتیا سره لیږدوي. امریکا یی نیتیوو لیکوالو په دغه برخه کې ډیرحساس ګامونه پورته کړي اوهغه رښتیاوې چې هغه ددغوآراستوګنو خلکو د ژوند او تاریخ یوه برخه جوړوي هم دوی دادبیاتو په بیلابیلو ژانرواوهنري ډولونو کې را ونغښتې ، په دغو بیلابیلوموضوعاتوکې یوه هم دښکیلاکي څپاو خبره وه ، آر استوګنو ولسونو له خپلې خاورې، له خپل ژوند او له خپل چاپیریال سره مینه درلوده اوچې کله دهغو برخلیک د پردیو له څپاو سره مخامخ شوی ، دوی مقاومت کړی ، اوچې کله یې مقاومت هم په ماتې باندې پای ته رسیدلی په هغه ترڅ کې دوی ژړلي او دوی د خپلو دردونو دانعکاس لپاره دخپل ادب اوهنر چی هغه هم زیاتره شفاهی و پناه وړې ده اوهغه واقعیتونوکې په شعرونو اوکیسو ویلي دي لکه :
اصل انځور خو داو ،
چې دوی پرموږه باندې ،
په ( اس ټی جان) کي بریمن شول واړه ،
لاهم موږ آرام وو ، او دیږغوښه مو آرامه خوړه ،
ډی یو به کار ته تلو ،
ددې پرځای چې موږ (پارو ) ته ولاړشو ،
د دوی له لاسه بیا (نیرو ) ته ،
موږه ټول ورسیدو .
موږ به د دوی له لاسه ،
په ځار ځار چغو وکړو ،
ځکه دوی موږ ته ،
د ډوډۍ پرځای بیا ډبرې را کړې .
او تاسې دوی ته بیا خپل ژوند ورکوئ ،
څه چې د هغه ورکړه آسانه نه ده .
خوتا سې به بیا غلاما نو غوندې ،
د دوی په وړاندې سر ونه خوځوئ ،
خو ستا خاوره به ،
یوازې ستاسې سپیڅلتیا وي او بس !
( J.M. Bumsted
The people of Canada 1992 p 278)
د آراستوګني ادب دا ډول بیلګې له هم هغه مهال چې اروپایانود امریکا دوچې په لور ورمخه کړه ، ددغه ادب په حماسی او مقاومتي اړخ کې دیوې مهمې موضوع په توګه ځا ی نیولی چې یوشمیرپوهان بیا هغه دکلتورونو د دټکر لامل او پایله هم نوموي ، دوی د آراستوګني ادب د پیژندګلوۍ په ترڅ کې نوموړي ټکي ته په ژوره توګه ګوته نیسي او وایی چې دهغه لړۍ تراوسه هم ددغو دووکلتورونو ، چاپیریالونواو تضادونو په برخه کې روانه ده :
“ The Cultural contact between European and native Canadian was true Tragedy in the ultimate meaning of the term , for reconciliation of the two cultures was quite impossible, and the failure of reconciliation echoes still today.” ( ibid p 25)
« دآراستوګنوکاناډایانواو اروپایانو ترمنځ دکلتورخبره ددغه بهیرپه پریکړونې مانا یوه رښتیانۍ غمیزه وه ، ددواړو ترمیان پخولاینه هم ناشونې وه ، همداده چې د بیا پخولاینې انګازي ترننه پورته دي »
کیدای شي څیړونکي په دغه اړه بیلابیل نظریات ولري ،خوزه په دغه اړه په ډاډسره ویلای شم چې په لویدیزکې د آر استوګنوټولنو اوسنی ژوند تراوسه هم دیوه اوږده ستم او جبرله منګولوڅخه نه دی را وتلی ، په ټوله امریکا ، شما لی ، منځنۍ او ان په جنوبي کې د آراستوګنو خلکو ژوند اوس هم یوه تراژیدي ده ، دغه مظلومې ټولنې تراوسه له هرڅه لرې پاتې شوې او یا پاتې کړل شوې ټولنې او خلک دي ، دوی همدا اوس د متمدنو خلکو او ټولنو په منځ کې ځانونه دبشري بدمرغۍ له ډیرو بدو بیلګو څخه شمیري ، دوی تراوسه هم د ژوند له عادي آسانتیاوو څخه بې برخې دي ، دوی ته په خپله خاوره کې هرڅه خیراتي دي ... په داسې حال کې چې دوی له خپلې خاورې سره مینه لري اوترهغوی چې پردغه خاوره باندې واکمنی کوي اواوس یې د دوی دپلرونوخاوره دخپل پلاراو نیکه پرملکیت باندې اړولې ده دوی ډیر ټپریږي او دردیږي ځکه نو کاناډایي شاعر ته یوځل بیا ورمخه کوو چې دخپل پلار غږپه څه ډول ترخپلوراتلونکوپورې په رسوي او څه هیله ترې لري :
« زما زویه ، زما تن د مځکې مور په لور ورګرزي او زما روح به زر د لوی چیف له روح سره میلا و شي . کله چې زه ولاړم ، دخپل هیواد په اړه دې سوچ وکړه ، ته ددغو خلکو مشر یې ، ددوی سترګې تا ته دي چې لارښونه یې کړې ، په یاد دې اوسه چې ستا پلار کله هم خپل هیواد نه دي پلورلي ته باید خپل غوږونه پټ ونیسې ، کله چې ته دخپل کور دپلورلولاسلیک ته وربلل کیږې ، په یوڅو نورو کالوکې به ستا شاخوا په سپینووګړو باندې ډکه وي ، دوی ستا دغې خاورې ته سترګې نیولې دي .
زما زویه ! زما و صیت کله هم هیر نه کړې ، دغه هیواد ستا دپلار تن په خپله غیږه کې نیولی ، دپلار او مور هډوکي دې کله ونه پلورې .»
آراستوګنو لیکوالو او شاعرانو او دهغوی پلویانوکه ترهرڅه دمخه له یوې خوا په خپل وخت کې یوې داسې اوږدې غمیزې ته دپای ټکی کيښود له بلې خوا یې هغه انساني ارزښتونه چې انسان له طبعیت او کایناتي سستم سره په هم غاړۍ کې ایجادکړي وو، له هغه نوښتګرانسان سره چې دهغو ایجادګرو له بربادۍ او ورکې وژغورل ، خو په عین حال همدغه انسان له هم هغه چاپیریال سره چې دده په استوګنه اوپالنه کې یې ونډه د یادونې وړوه دبې توپیرۍ په ښکیل ورننوت ،دتخنیکي او مادي وړتیاوو په سیوري کې یې ځان دومره بایلود چې دیوشمیرپه وینا یې ان خپل فکري او معنوي تمایلات ګردسره له یاده وایستل. او ان چې په ځینو وختو کې یې دومره په بې توپیرې سره چلند ورسره وکړ چې پایله به یې له خندا اوتمسخره پرته بل څه نه وه ،په داسې حال کې چې دایو افراط و ، په هره ټولنه کې دهغې ټولنې لومړني شعوري انسان خپله لومړنۍ زده کړه اودخپل ژوند رمز اوراز له طبعیت او کایناتي سستم څخه زده کړې دی ، مینه ، لورینه ، وده ، خوشالی ، خواشينې ، قهر، اومهربانې ، وفا، جفا، کبر او غرور، انسانیت اوحیوانیت ، سرکښي ،زغم اونورټول مفاهیم هغه څه دي چې انسان دلومړی ځل لپاره په طبعیت کې لیدلي او بیا یې له هغه څخه کاپي کړي دي . داچې دهرې ټولنې ادبیات اوهنر ، دهرې ټولنې هنري ارزښتونه له همدغه ټکي سره په تړاوکې دي نوله همدغه رمز او رازسره یې وده کړې اود پرمختګ وروستي پړاو ته رسیدلي دي ، په اوس مهال کې چې انسان دتخنیکی پرمختګ پر وړتیا وو باندې دغرور تروروستیو پوړیو پورې ورسید څه باید ووایو چې هغه اوس بایدڅه ډول خوبونه ووینې ؟ نوره بربادي اوکه په تیرو باندې پښیماني ؟ اتوم خودنړې ډیرهیوادونه لري ، خو راځي په رښتینې توګه ووایو چې دوی اتوم دانسان لپاره دخدمت اوکه دهغه دبربادی په نیت جوړاو په پښو ودراوه ؟ څرګنده ده چې د بربادې اوخپل هم نوعه سره ددښمنې په نیت یې رامنځ ته کړ، وګورﺉ همدا اوس( ۲۰۱۱) په امریکا کې اقتصادي بحران ددی لامل شوی چې نور نو عادي خلک په خپل ژوند کې له سختواقتصادي ستونزو سره مخامخ شي ، اقتصادی کسر، ۴۹ ملیونه خلک بیکاره او بی روزګاره داټول څه هلته روان دي ، خو له دې سره سره دهغه هیواد وسلې جوړونکی کمپنې دیوې شیبې لپاره هم نه پرچاویږي اونه یې په بودجه کې کمی رامنځ ته کیږي ، همداسې په هند اوپاکستان کې هرکال په ملیونو خلک له لوږې اوبې وزلۍ مري ، خو حکومتونه یې هرڅه چې لري او یایې دخلکو له هډوکودمالیوپه نامه ترلاسه کوي ، هغه په وسلو او پوځیانو باندې خرڅوي ، شمالی کوریا اوایران هم داسې درواخلی چې عادي خلک یې څومره ستونزې لري ، خو له بده مرغه چې دوی له انساني منابعو څخه تراوسه هم دانسان دنیمکرغۍ اوهوسایۍ په برخه کې کارنه اخلي ... او انسان په دغه ترڅ کې تراوسه هم نه راویښیږي، اوتراوسه هم خپله وړتیا دتورې اوټوپک ترسیوري لاندې وینې ، په داسې چې دادڅوکسانودځان غوښتنې اوځاني ګټوخبره ده چې انسانیت کله هم له هغوی سره ددوی دنیتونو له امله یوه خوله اویوغږ نه و اونه به وي .
همداده چې دبشریت دپراخې غمیزې ترهرڅه دمخه په ډیره ښه اوانساني توګه د هنري پدیدو په ترڅ کې وشو ، د واک او قدرت خاوندانو چې د نړۍ د فتحې خوبونه وینې ، هغوی پر اتوم نازیږي خو دادب او هنر پیغامبران بیا برعکس هره شیبه ددغې ورستۍ سوبې پایله په عاطفی او معنوي بنیاد پورې تړي، هغه چې دوی ته دبشریت دتلپاتې والي په پراخ بهیرکې ژوندی او تلپاتې ښکاري . دلته یوازې یوه بیلګه یې دیوه انساني حقیقت په توګه ستاسې په وړاندې ږدم اوهغه داچي داچې همدا اوس امریکا خونړۍ واکمنان او ددغه هیواد د وسلوجوړولو کمپنۍ اجازه نه ورکوي چي د چاپیریال دککړتیا مخنیوی وکړي او انسانی دیوې شیبې لپاره په کې آرامه ساه وباسي ، خویو آراستوګنی شاعر دهغه برعکس نه یوازې داچې دځان اوهم نوع پوښتنه ورسره ده دخپل چاپیریال په وړتیا او سپیڅلتیا باندې د زړه له کومي مین دی او زړه یې پرهغه ناورین باندې چې طبعیت او دهغه مخلوق ورسره مخا مخ کیږي نلیږي.
۱
وړه ماشومه !
دمورتي دې واړه له شیدو ډک دي ،
ورشه هغې ته او ترې ویې روه،
ورشه هغې ته اوترې ویې څښه ښه ،
وخیږه دغره سرته
دغره له سره له روغتیاسره ،
د دژوند پر ستونزو لاسبری ومومه.
۲
دا د وړې چڼچنې مور وینه ده ،
وچه یې کاندﺉ دغه ،
دغه ،هغه وینه ده چې د یوې ونې له څانګې راوتی
وچه یې کاندﺉ دغه ...
۳
په کټ کې چې را کینم ،
دخړسهارله سندرې سره مې ،
دغه په پام کې وي ،
چې دتیارې په لوري پام ونه کړم
زه به مې خپل پام ،
دورځې دورځې په لور اړومه.
۴
ته، لکه ساحل کې را چورله مرغۍ
ته ، لکه وحشي بته
دپوټکی مخ دګرد ،
په زخمونوډک شوی ،
په چاودو باندی ډک دی ،
ورشه داټول پټۍ کړه .