دخپریدو نیټه : 2011-11-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپيژنئ! ١٠٦ برخه( کسايي ، کوټي ، کورم خيل)
د کتور لطيف ياد
کسايي :
کسايي دکاکړو دقبيلې يو ښاخ دی چې دسهيلي پښتو نخوا دشال په دره کې اباد او مېشته دي ٠ ابدالي احمد شاه با با د شال دره دبلو څو مشر نصير خان ته دهغه خد متونو په بدل کې چې ده ته يې کړي وو ورکړه٠ اوس دغه دره د بلو چستان يوه بر خه ګڼله کيږي(١)٠ د کسايي دښاخ يا دونه د مخه دکا کړو دقبيلې په بر خه کې شوې ده٠
کوټي:
محمد حيات خان له نن نه ١٤٦ کلو نه وړاندې په خپل مشهور اثر تاريخ حيات افغاني کې د کو ټي دښاخ په اړوند داسې ليکلي دي:
"د کو ټي ښاخ خلک له اره سيدان دي خو وروسته په وصلي تو ګه په بيټنيو کې ورګډ شول،ځکه چې دبيټ نيکه لمسی دوړسپون زوی ابر اهيم ديوه سيد زوی په زويتوب ونيو ه او هغه يې لوی کړ ٠ دغه ما شوم کوټي نو ميد چې دکو ټي ښاخ هم دده په نوم ونو مول شو٠ کو ټي دابر اهيم د اصلي زوی دوتا ڼي نه نيمه بر خه وا خيستله او دبيټنيو دقبيلې په يوې کورنۍ کې يې واده وکړ چې دمحسن شاه او او حسن شاه په نامه دوه زامن ترې پيدا شول٠محسن شاه دجنګ شاه او فيروز شاه په نامه دوه زامن درلودل، نو ځکه د بيټني له قبيلې نه وشميرل شو، خو سره له ې هم دوی ته سيدان وايي او په بنو کې يوه سيمه شته چې ورته "کوټي سادات" وايي چې او س هم ددوی اولاده او نسل هلته استو ګنه لري چې څانګې يې دميري خېل، سيني خېل او دولت خيلو په نا مه سره يا ديږي٠ ويل کيږي چې ددوی بڼې، وجود او نور فزيکي جوړښت دبيټني قبيلې له نورو ښا خونو او څانګو سره تو پير لري(٢)٠
کورم خېل:
دوی له اره غلجي پښتانه دي او ځانونه په سليما نخيلو ورګډوي٠ ددوی يو شمېر دننګر هار په ولايت مرکز جلال اباد په ښارکې استو ګنه لري٠ په نوموړي ولايت کې د ١٣٦٠ زيږ ديز کال دسر شميرنې له مخې ددوی ټول شمېر ٢٣٤٠تنه ښودل شوي دي(٣) چې ښايې اوس به يې په شمېر کې دوه برابره زياتوالی راغلی وي٠
-------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١-قا ضي عطاؤالله خان، دپښتنو تاريخ،لو مړی ټوک،٢٨٠ مخ،دکابل چاپ٠
٢- محمد حيات خان، حيات افغاني،٢٧٢ او٤٥٤ مخونه، دپيښور چاپ٠
٣-دکتور لطيف ياد، پښتني قبيلې،٢١٨ مخ، دپيښور چاپ٠