مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ایــږ تر سیوري لاندې ( دبروسریچارډسن لیکنه )

بروس ریچارډسن
 ژباړه : رحمت آریا
نوامبر ۲۰۱۱
لېکوال : بروس ریچارډسن
 
د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر د مېاشتې په ۷ نېټې د امریکا په مشرۍ د وسله وال ځواک پوځي ډلگیو او څارگرو ټولېو د تاجیکستان، وزبکستان، قیرغېزستان او روسېې له خاورو څخه د « خپلواکۍ د ټېنگښت » د  چورلټ بې شرمو « عملیاتو» د ځانگړو عملیاتو د مرستندویه ځواک د وڼدَه لوبوونکو په توگه پر افغانستان یرغل وکړ.  شک نه شته چې د کېدوني یرغل تر شاهماغه  د خانتما او په ځان غره د اخلاقي رښتونلۍ د مدعي پـــَــلـــَـدین په جامو کې ......امریکا درېدلې وه. [1]  
       
ډېره گرانه برېښي چې څوک دې د « خپلواکۍ د ټېنگښت » اصطلاح پر کلیو او بانډو باندې  د B-52 د بمب غورځوونکو د بمبونو له وریا [2] ، د منع شویو وسلو لکه د  سپینو فاسفورسو او د تضعیف شویو یورانیمو له کارَونې، د کروز توغندیو له ړندو بریدونو، پر کورونو باندې د شپې له چاپو، مسکو پلوې شمالي ټلوالې ته د بې خرته سیاسي ، مالي او پوځي ملاتړ له ورکړنگ، او د بهرنیو ځواکونو د نیواک په کړس کې د نه منلو کورنۍ او ټولنېزې کډوالۍ  او بې ځایه کېدنې ، اقتصادي تاوان او له اندازې وتلې بې حرمتۍ سره برابره وبولي. د سړې جگړې  پرونيو د یو بل وینو ته تږیو مېرڅمنو، روسېې او امریکې د لاسونو په یو کولو ، د منځنۍ آسیا د پخوانیو کمونیستو قطعاتو په ملتیا د پښتون واکه طالب رژیم پر وړاندې خپل ځواکونه له یو بل سره گډ اوپه گډه ېې یرغل وکړ، امریکې بیرته په هماغو مجاهدینو برید وکړ چې د هېوادپالنې تر نامه لاندې ېې تر پرون پورې د شوروي د جگړې په لړ کې د هغوی مرسته کوله، پر هغوی ېې گلونه شیندل،  هغوی ېې په ناز او ننواتو ستایل او تر ټولو ښې وسلې ېې ورته ورکولې.      
 
د سېمه ییز اهمیت له اړخه مهمترینه خبره د روسېې د پټو وسلوالو سرتیرو شتون دی چې د شمالي ټلوالې د ډلگیو د جامو/ یونیفورمونو په اغوستنگ ېې په بدلو جامو کې ونډه ولوبوله . که څه هم روسیه دا خبره په کلکه غندي او نه ېې مني ، مگر په بدلو جامو کې د روسیي سرتیرو د حضور خبره په خپله د همدغه واقعیت  شتون ته نغوته کوي؛ دغه انکار په خپله په افغانستان کې د وړیا جگړې په اړوند د روسېې د ولسي جرگې د ژورې کرکې څرگندویه ده، له دې کبله د روس وسلوال ځواک ته د روسي سرتیرو د څېرې بشپړه پټه ساتنه یوه اړینه  خبره ده.  د روسېې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف [3] په افغانستان کې د روسي سرتیرو له حضورڅخه  انکار وکړ او زیاته ېې کړه « د روس ولس نور نه غواړي چې بچیان ېې یو ځل بیا په افغانستان کې جگړه وکړي.» روسیه په ټولېز ډول په افغانستان کې د امریکې پر لاسوهنو گوتنېونه کوي، مگر په بل اړخ کې له ناتو او واشنگټن سره د چورلکو، د ځانگړو عملیاتو د پرسونل او د افغانستان په شمال کې د کرملین د جاسوسانو د ځالگۍ له لارې د څارگرو مالوماتو په برابرونگ او ورکرنگ کې په ډېر احتیاط مرسته کوي. پر دې برسیره،  روسېې شمالي ټلوالې ته پر افغانستان باندې د امریکا له یرغل مخکې، د بې شمېرو وسلو د محمولو په رسونگ او ورکړنگ کې ونډه اخیستې چې په کې د زَړو T-55 زغره والو شوبلو، د MI-17 چورلکو، د پوځي مهماتو د لېږدون د لاریو، د نورو درندو وسلو او توغنديو ورکړنگ گډون لري. د شمالي ټلوالې او مسکو تر منځ نرم او تاوده اړیکي اوږد تأریخ لري له دې کبله د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر د ۷ نېټې پېښې هم کومه هک پک کوونکې خبره نه ده چې د نور تفصیل او سپیناوي غوښتونکې اوسي.
   
د نړۍ وال قانون تر سیوري لاندې د روسي سرتیرو د جامو بدلون د « نیابتي جگړې False Flag» د عملیاتو په نامه پیژندل شوي چې د روسېې دا گام د نړۍ وال قانون له احکامو څخه څرگنده سرغړونه بلل کېږي. ویکیپیډیا  Wikipedia نیابتي جگړه د هغو پټو عملیاتو په نامه تعریفوي چې د یوه ولس د اغفال لپاره په دې بڼه ډېزاین شوي وي چې گڼې روان عملیات دوی نه بلکه نور څوک ېې کوي. دغه نوم د غلطلو رنگونو په نامه له یوې پوځي اصطلاح څخه اخیستل شوی چې  یو پوځي لښکر دې د عملیاتو په لړ کې د خپل بیرغ پر ځای د بل بیرغ پورته کړی وي :
 
دغه اصطلاح د هاگ د څلورم کنوانسیون د انډکس ۲۳ مادې نه ده منع کړې مگر غلط کارونگ ېې منع کړی دی. څرگنده ده چې د جگړې پر مهال « د نیابتي جگړې د عملیاتو» کارونگ په خپله منع دی. د ۱۹۴۹ ز کال د اگست د ۱۲ نېټې د ژنیوا د کنوانسیون پر « لومړي پروتوکول» باندې د ۱۹۹۷ ز کال الحاقیه پروتوکول په خپلې ۳۹ مادې کې : «  د یوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې د بلې ښکېلې غاړې د بیرغونو، یونیفورمونو، نښانونو او د مخالف لوري د پوځي نښو کارول منع کړي؛ په جگړې کې هېڅ ښکیل لور حق نه لري چې د ځان د خوندي ساتلو ، پټولو، ترحم او یا د بل لوري د عملیاتو د مخنیوۍ لپاره د مخالف لوري له یادو شویو نښو څخه ناوړه گټه پورته کړي.» په زړه پورې ده چې د امریکايي سرتیرو درسي کتاب [4]  په خپله وايي : « د یوې جگړې په لړ کې د خپل هېواد د بیرغ پر ځای د بل لوري د بیرغ ، د هغوی د پوځي نښو کارول او د  یونیفورم اغوستل نه باید تر سره شي.» له دې چې روسیه او امریکا دواړه د جگړو د قوانینو په اړوند د بې شمېرو تړونونو او کنوانیسونو لاسلیک کوونکي دي، نو د شمالي ټلوالې د ډلگیو په بدلو جامو کې د مرستندوی ځواک په توگه د روسي سرتیرو پلي کېدل له نړۍ وال قانونه څرگنده سرغړونه ده.  مگر ټول پوهېږو چې د نړۍ وال قانون احکام هغه مهال د پلي کېدلو وړ گرځي کله چې ددوی مخالف وسلوال لوری له قانونه سرغړونه وکړي... او یا یوازې هغه مهال پر قانون ډډه لگول کېږي کله چې د زبرځواکونو په منځ کې یو ېې له قانونه سرغړونه وکړي.  
 
روسیه یو ځل بیا پر افغانستان یرغل کوي :
د ۲۰۰۱ ز کال د نوامبر د مېاشتې په ۱۳ نېټې د شمالي ټلوالې او د روسېې د وسلوالو ځواکونو قطعات یو ځل بیا په گډه په کابل ننوتل؛ ویل کېږي چې روسي پټ سرتیري د ډگر جنرال رسلان سلطانوویچ آشیف [5] تر مشرۍ لاندې راغلي ول. دا هغه روسي سرتیري دي چې ډېرېو ېې په افغانستان کې د جگړو تجربې درلودلې او د تاجیکستان د  ۲۰۱ موتوریزه روسي فرقې په لښکرکوټ کې دېره دي. د افغانستان د بومي لږکېو ډلگي د مسکو پالو عبدالرشید دوستم، ملا داؤود او د فهیم خان د جنرالانو تر بولنې لاندې راټول کړل شول؛ دا د هغو کسانو نومونه دي چې د سړې جگړې له هماغو لومړیو ورځو را په دیخوا د افغان پرگنو په منځ کې د بدنام ترینو خاﺋـینینو په نامه پيژندل کېږي.
 
هماغسې چې انگېرنه ېې مخکې له مخکې کېدله له امرېکې سره د طالبانو پر وړاندې د روسانو د مرستې انگیزه د روسانو په هغې کړېدونکې وېرې کې نغښتې ده چې د طالب ډوله کمونیست ضد،  مذهبي – انقلابي سرښندونکي غورځنگ د لمنې له پراخېدلو څخه په کلکې وېرې کې لالهاندې لوڅې پوڅې کوي ؛ روسیه ویره لري چې بومي احساسات به راوپارېږي او ښايي د منځنۍ آسیا د سېمې د وگړو په منځ کې د دیکتاتورو، جبارو او ځپونکو رژیمونو پر وړاندې به وسلواله بلوا راپورته شي. د منځنۍ آسیا د بډاېې انرژۍ گـټې وټې پریمانه او روسیې ته زښت ډېر ستراتیژیک اهمیت لري. مسکو به له طالباني احساسه د راکټېدلي انقلاب د مخنیوۍ په لاره له هر ډول امکانه تر هرې شونې کچې چې وي، کار واخلي، ځکه په دې کې د مسکو د اقتصادي او ستراتېژېکو گټو د گواښ ترڅنگ د هېوادونو د ټولنېز نظم د بنسټېزې نړېدنې ویره هم په تېندوکو ده او په بل اړخ کې به د تیلو، طبیعي گازو او د لیتیم په شان د لسگونو زرو نورو گرانبیو او کم پیدا عناصرو کېندنه او پلټنه هم له ناورین سره مخامخ شي.    
 
د روسېې او امرېکې تر منځ د همکارۍ نوې رامنځته شوې اړيکي له حده وتلې نرۍ او ژر ماتېدونکي دي. روسېې لا وختي په افغانستان کې د امریکې د وړاندېز شوي پوځي حضور پر وړاندې خپل مخالفت ښودلی دی. بیا هم د روسېې وېره هماغه ویره ده چې له یوې خوا به له کلکې اقتصادي باېلې سره مخامخ شي او له بلې خوا به ېې اړېکې له داسې هېوادونو سره وشلول شي چې روسېه ېې د « خپلو اغېزو د کړۍ» بنسټېزه برخه بولي، په بل اړخ کې د نړۍ په گوټ گوټ کې د امرېکې پوځي او اقتصادي حضور ته په پام ، روسیه د ترانس افغان پایپ لاین په امکاناتو کې بې برخې کېږي ځکه نړۍ وال بانک او آی ایم ایف چې دواړه د امریکې تر مالي ولکي لاندي دي، د امریکې د ستراتیژۍ پر بنسټ روسېې ته د پام وړ مالي ونډه نه ورکوي.
 
د « خپلواکۍ د ټېنگښت عملیاتو» روسېې ته د « واخله او راکړه» د معاملې حالت درلود چې هم ېې امرېکې ته او هم ېې روسېې ته په هماغه مهال کې گټه رسوله. مگر له چین سره د روسانو اړیکي د شانگهای د همکارۍ د تړون د پایلو له کبله چې له دوه وو سترو آسیايي ځواکونو سره د پوځي او اقتصادي راکړو ورکړو لارې چارې  ډاډمنوي، وده کړې ده؛  دا تړون په بنسټېز ډول د آسیا په زړه کې د امریکا د هژمونۍ د شنډولو لپاره جوړشوی دی. ددې تر څنگ د افغانستان پر شمالي ډډو باندې ددوې اغېزې دومره بشپړې دي چې سړي ته د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې داسې سېمې ورپه زړه کوي چې د زبر ځواکو هېوادونو د منگولو په کړۍ کې راگیر پاتې وي. د ټولو عملي انگیرنو له مخې ویلای شو چې د افغانستان شمالي ډډې اوس د روسېې په را ایسار شویو برخو اوښتي دي. خو امریکې اوس په نړۍ کې یو پیکه انځور گـټلی او ورته د یوه نا ډاډمن پانگوال ځواک په سترگه کتل کېږي چې غواړي د « ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې» تر پوښښ لاندې  د خپل میلیتاریزم په زور خپله سلطه او د برلاسې واکمني لمنه پراخه کړي. 
 
افغان پرگنو ته  د جوړې شوې وړیا جگړې پایلې،  چې د امریکي د مغرور- پرتمین پانگوال د لیدلوري او له ځانه د جوړو شویو پروپاگندونو، څرگندو درواغو او اکاذیبو پر بنسټ رامنځته شوي، د ناپاېې جگړې او ناپایه تاوان، کرغیړن زیری لري چې په لړ کې به ېې خپلې شتمنۍ، خپله خپلواکي او مدني حقوق له لاسه ورکړي. پای. 
 ----------------------------
 
[1]  Paladin : کله نا کله د ۱۲ انډیوالانو په نامه هم یادېږي د شارلمان تر ټولو نامتو جنگیالي ول. دا وییکې له فرانسوي څخه انگریزي ته د ادب او شعر له لارې راغلی چې په خپل وار د روم د سترواکۍ د یوه چارواکي له نامه څخه فرانسوي ته راغلی دی. په دولسمې پیړۍ کې دا یوه دولس کسېزه وژونکي ډله وه چې د پاچا تر مشرۍ لاندې ېې د پاچا مخالفین په تورتم کې په پټه وژل. [ژ]  
[2] carpet bombing
[3] Sergei Lavrov
[4] American Soldiers Handbook
[5] Lt. General, Ruslan Sultanovich Aushev
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery