مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په مورنۍ ژبه دزده کړې اړتیا

پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ (جرمني)

دهستې فزيک پوه او دطبي فزيک متخصص پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ (جرمني)

دکابل پوهنتون پخوانۍ استاد

 

دپورتنۍ موضوع په هکله که اجازه راکړۍ نو غواړم چې زه هم په خپل وار سره يو څه وليکم  .

په دې هم زه باور لرم چې زما وړانديز او سم سيخې او یا په بل عبارت کلکې او نېغي خبرې به دډیروافغانانوپه زړه او فکر بدې ولګيږي . خوپه هر حال دازما شخصي نظر او عقيده ده .

لومړې بايد چې دپورتنۍ  ستونزي علمي او تاريخي تشخيص اوڅيړنه وشي او بيا يې درمل وشي

 

١- دپښتون قام دمورنۍ ژبې ستونزه زه په خپل فکر سره يوه روحي ناروغۍ ګڼم پښتانه  دروحي ناروغئ يوه داسې پړاو ته رسيدلي دي چې دپښتو ژبي نوم اخیستل ورته شرم بريښي، ددري ژبو کسانوپه منځ کې  په پښتو ژبه خبرې کول ډير غلط  اونا سم ګڼي دا ځکه چې دري ژبه ددربار ژبه ده او دبلې خوا ددې مخه نیسي تر څو دفاشيست نوم ورباند څوک کې نږدي. همدارنګه دغه راز فکرچې ګڼه  پښتو د افغا نستان دډيرکيو ژبه ده او په هر ډګر کې ورڅخه دفاع وکړي دغه پياوړتوب هم نه لري

 

بر سيره پردي چې ډير روڼ فکره پښتانه که دولتي مقام لري او که نه ديوه قام د تار يخي  هويت پيژندنې په اړوند  دمورنۍ ژبې په خاص اهميت او رښتوني حق باندې په اسلامي اونړيواله کچه پوره خبر دي او ژور علمي معلومات لري خو سره دهغې هم هيڅ ډول عملی پاڅون نه کوي. د بيلګي په ډول په قران شريف کې راغلي دي: ولا تنس نصيبکا من الدنیا : ژباړه : مه هيروئ تاسې خپل نصيب په دې نړۍ کي ( دبيلګي په ډول لکه ژبه کوم چې خداې هرقوم ته په نصيب ورکړې ده)

٢-دپښتو ژبې اصلي دښمن پخله پښتون دې او نه بل څوک

څرنګه چې د پاس دليلونوپه اساس دروڼ فکره پښتنو دناروغۍ تشخيص وشو نو او س به يې ددرمل يا علاج په هکله وړاند يز وکړم

١-  په پښتو کې يو متل دئ ( تر څوچې هلک وه نه ژاړي مور يې تئ نه ورکوي). دا په دې مانا چې بايد پښتانه پخپله د پښتود عام کولو لپاره را وپاڅيږي او قرباني ورکړي تر څو په ټول افغانستان کې لکه په ښوونځيو، عالي موئسسو، پوهنتونو دولتي دفترو اوبهرنيو سفارتونوکې يوازي پښتو دډيرکيو ژبو په   صفت په ملي او رسمي توګه وچليږي . دلته بايد چې دلوې پښتون ملي ښخصيت وزير صايب محمد ګل مومند علمي خبرې ديادولووړدي لکه چې وايي: (پښتوويل، پښتو ليکل او پښتو چلول)

٢- د کابل  ،خوست ننګرهار، کندهار ، هلمند اودهيواد په نورو ټولو ښارونو کې بايد دپښتو ژبې د رسمي اوچلولو په اړوند ولس او زده کوونکې په ګډه سره اوږد ې مودې لپاره مظاهري پيل او دوام ورکړي.

 

 ٣- دهيواد په ټولو ورځپانو کې او همدارنګه په نړيواله کچه د پښتو ژبې د حق نه ورکولواو تر پښو لاندې کولو په اړوند خپرونې وشي ، کنفرانسونه وشي او هر اړخيزه غوندې وشي اودولت و غندل شي او نيوکې ورباند ې وشي. نوموړو غونډو ته بهرني ژورنالیستان او ژب پوهان را وبلل شي . 

د ورته موضوع په اړه نور ډېر څه ددې ځای په کښېکاږلو لوستلای سی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery