مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خان شهیدژورنالستیک ژوند ته یوه لنډه کتنه

اجمل عالم زی


د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی ژورنالستیک ژوند ته یوه لنډه کتنه
نیټه : ۱۳۹۰ –۱۰ –۱۰ چی ۲۰۱۱ – د ډسامبر ۳۱
ځای: دافغانستان دسیمه ییزو مطالعاتو مرکز دخان شهید په اړوند علمی دوه ورځنی سمینار

د خان شهید عبدالصمدخان اڅکزي ژورنالیستیک ژوند ته یوه لنډه کتنه !

عبدالصمد خان اڅکزی چی په پښتنوکی تر شهادت وروسته په خان شهید مشهورشوی دی دجنوبي پښتونخوا دپښین ضلعی دګلستان په عنایت الله کاریزکې دنور محمد خان اڅکزی په کاله کې په جولای ۱۹۰۷ کی زیږیدلی دی .عبدالرحیم خان دخان شهید دژوند دفرهنګی اوسیاسی اړخونوپه بیان کې وایي ( عبدالسلام خان دخان شهید مشرورور دخپل ژوند په یوه لیکلی کتاب کې چی لاتر اوسه چاپ شوی هم نه دی لیکي .موږ ماړه خلک نه وو ایله ګوزاره موکیدله) .
 دعبدالسلام خان له لیکنی څخه څرګندیږی چې دشهید خان پلرنۍ سلسله په هغو خانانو او سردارانو کې نه راځي چی سوکاله ژوند او له هغه سره د آسونوکمندونه او دمریانو او ټوپکمارو ډلې یې ساتلي وي او دخوارو غریبو په غوښو او وینو یې خپل دسترخان او دروازه ښایسته کړې وي . بلکی دخان شهید او دده د اسلافو خاني دقوم په خدمت او دخلکو په لارښونه ولاړه وه .د دوی مشرتوب د دوی میړانې،پښتنی پت،اسلام دوستی ، وطن دوستی او دخلکو دخدمت پربنیاد رامینځ ته شوې وه . دعبدالرحیم خان په یوه چاپ شوې مقاله کې لیکل شوي دی (د خان شهید پلار نورمحمد خان او دهغوی دکاله اکثریت د دوهم افغان انګریز جګړې په دوران کې په ۱۸۸۰ م کال دمیوند په تاریخی جګړه کې له سردار محمد ایوب خان سره ملګری وو.)
 خودخان شهید او د ده دپلرونو ترمینځ داتو پیرموجود دی چی هغوی دکلاسیک استعمار د زمانې مبارزان وو او خان د استعمار د امپریالیستی دوران یو راویښ شوي مبارزو. له اسنادو څخه داسي ښکاریږي چی کله په ۱۹۱۹ کې غازی امان الله خان د افغانستان دخپلواکۍ په مقصد دغزا اعلان وکړ او پرنګي دغبرګون په ډول خپل دریم تیری پر افغانستان پیل کړ، خان شهید پردې مهال داتم ټولګی زده کونکی و او داسیي بریښي چی دخپلواکۍ لپاره د افغانانو له همدې پاڅون څخه خورا اغیزمن شو .دهغه ذهن دښکیلاکګرو دتسلط او پر افغانستان او هندوستان باندی دحاکمیت دعلتونو پلټلوته ورواوښت کله چی په ۱۹۲۹ کې غازی امان الله خان د استعمار او داخلی ارتجاع دګډو دسیسو په نتیجه کې له افغانستان څخه ووت . خان شهید چي دفکر او سیاسی بلوغ پخوالي ته رسېدلی وپه دې فکر شوچې دجنوبي پښتونخوا اوبلوچستان له سیاستونو څخه د ټول اشغال شوی هندوستان د آزادۍ مبارزې ته ور ننوزي د ډیورنډ دمنحوسی تش په نامه کرښی په جنوب کې دښکېل شویو افغانانو د آزادۍ مبارزه دهندوستان دلویي وچې له ضد استعماري مبارزې سره وتړي،هغه په همدي مهال دپښتونخوا له ستر مبارز خان عبدالغفار خان له هڅوسره خپلی هڅی یو کړې او د آزادۍ لپاره یې دهند له مبارزانو سره لاس وتا ړه.
دخان شهید دجدوجهد او مبارز ژوند قصه او دهغې مختلف اړخونه زیات دی او زه دیو افغان مبتدی ژورنالست په توګه دخان شهید دژوند یو اړخ یعنی دهغه اطلاعاتی او ژورنالستیکی هڅی څیړم او لادمخه ددې تقصیر لپاره چی زه دشهید خان په باره کې څنګه چې دهغه وړده دبیان او لیکلو حق نشم اداکولای. لکه چی وای: ستادښایست ګلونه ډیردي = لمن می تنګه زه به کوم یو ټولومه نو له تاسو درنو لوستونکو څخه بښنه غواړم.
 
خان شهید د آزادۍ لپاره دخپلو ارمانونو دخپرولو رسولو او دولس دعامه پوهاوی دلوړولو په مقصد د مطبوعاتو ارزښت درک کړی و او دهغه دتقویه کولو،روزنې اوپرمختګ لپاره یې خاصه پاملرنه درلوده خان شهید په هغه وخت کې چې دهر ډول مطبوعاتي اونشراتي وسایلو خاص کمی ؤ اوعامه ولس دمطبوعاتو په ارزښت هغسی چې لازمه وه نه پوهېده دپام وړ ګامونه یې دمطبوعاتو دپرمختګ دبیان دازادۍ او عامه پوهاوي دلوړولو لپاره پورته کړی دی. دخان شهید مطبوعاتي هڅوته که په غوروکتل شي دی په دې هڅو کې څلورهدفونه تعقیبوی. دښکیل شویو ولسونو بیدارول اوهغوی ته سیاسی شعور ورکول،علم او پوهني ته دخلکو هڅول اولیک لوست ته دهغومخ را اړول، په خلکو کې دملي،اسلامی او انسانی ارزښتونوتبلیغ او دپرمخ تلونکو ملی فرهنګ ترویج.
 لکه څنګه چې مو مخکې هم وویل خان شهید لاډیر ځوان وو چې د خپل ولس دازادۍ لپاره یې په فرهنګي اوسیاسي مبارزې لاس پورې کړ خان شهید دولس دشعور دبیدارولو او عدم تشد د نه ستړې کېدونکې مبارزې لپاره یې دوسلی پرځای قلم وکارا وه . ده لمړنی فرهنګي اوسیاسي فعالیت دخپل کلي (عنایت الله کاریز) دجومات له منبرڅخه پیل کړ په لمړي ځل یې د روژې په مبارک میاشت کې وروسته د تراویح له لمانځه څخه د ملا له خولې راوتلي د قران شریف مبارک ایاتونه اونبوي احادیث په پښتو ژبه وژباړل او دخلکوداستقبال وړ وګرځیدل خان شهید دجومات ملا ته هم وویل چې که چېرته غواړي چې خلک په خپل دین اومذهب ښه پوه شي نوباید په خپله ژبه ورته وویل شي ددې ترڅنګه خان دویناوو له لارې هم دتبلیغ کارپیل کړ ترڅووکولای شي خپل فکر له خلکو سره شریک کړي همداسی هم وشول او دده اصلاحی او رغونکو ویناووپرخلکو مثبت اغیزوغورځاوه . ښکیلاکګرو پرنګیانو چې دخان شهید ټول کړه وړه له نیژدې څارل ،دده دغه بیانونه یي ونه زغمل ،دی یي ونیو اوزندان ته یي حواله کړ.
 خان شهید خپل دوهم علمي اوفرهنګي حرکت د ۱۳۰۸ لمریزکال د دلوی دمیاشت په لسمه چې د۱۹۳۰ عیسوي کال دجون دمیاشتې له ۳۰ سره برابریږي د زندان له سلولونو څخه پیل کړ. دا هغه وخت وه چې خان شهید دهندوستان د (میرته) په زندان کې شپې او ورځې تیرولې خان ددې باوجود چی په بند کې له سخت ځورسره مخامخ و قران مجید یې په پښتوژبه وژباړه اوتفسیریې کړ کوم چې (ابوکلام ازاد ) په اردو ژبه ترجمه کړی و ده په زندان کې پرکړاونو سربیره دا ترجمه اوتفسیر چې ټول یې په خپل قلم لیکلی دی او دپښتو ژبې دثقافت له ډیرو مهمولاسته را وړنوڅخه ګڼل کېږي په ۱۳۲۷ هجري شمسي چې د ۱۹۴۸ میلادي کال سره برابریږي بشپړ کړ .خان شهید ددې په خاطر چې ولسي آزادي غوښتونکې مبارزې ته قوت ورکړي او وکولای شي چې په ښه توګه عامه پوهاوی رامینځته کړي دلمړي ځل لپاره په ۱۳۱۷ هجري شمسي کال چې له ۱۹۳۸ میلادي کال سره برابریږي دعزیز پرس په نامه مطبعه جوړه کړه کله چې خان شهید دامطبعه فعاله کوله نو په ۱۰۰۰۰ هندي کلدارویې ددې مطبعې وسایل دهند له( لکنهور) څخه راوړی وو. ده ددې پیسو دپیداکولو لپاره په ۳۰۰۰ کلدارې خپله ځمکه ګروکړې وه ۲۰۰۰ کلدارې خان اف کلات احمدیار خان ورکړې وې ۲۰۰۰ کلدارې سردار یوسف خان مګسی ورکړې وې اوپاتې پیسې هم په فرهنګ مینو خلکو ورسره مرسته کړې وه. خان شهید په دې ډول دصحافت رهبر او پښتو ژبې دعزت لپاره جنګیدلی او نه هیردونکي خدمتونه یې کړي دي. دې مطبعې په فعالیت شروع وکړه او د ستقلال په نامه ورځپاڼه یې راویستله . ددې ورځپاڼې ډیر مطالب په اردو ژبه خپرېدل یوازې یو یا څو مطلبونه په پښتو ژبه پکې خپریدل . دا مضامین اوسرلیکنې خان شهید په خپله لیکلې داچې ولې زیات مطالب په اردوژبه پکې خپریدل علت داو چې خان شهید د دریو لویو تنظیمونو یاګوندونو چې یو مرام اویوهدف یې تعقیباوو او ددرې واړو تنظیمونو ژورنالستیکی نماینده ګي خان شهید کوله نو استقلال ورځپاڼې هم دهمدې دریو لویو تنظیمونو لکه (کانګرس،انجمن وطن اونیشنل پارټي ) نماینده ګي یې کوله . دیادولو وړده چې په هغه وخت کې مرحوم محمد اکبرخان اڅکزي ددی جرات وکړچې ددې اخبار ګڼې دانګریزانو په مینځ کې په کورونوکې وویشي . نوموړي نشریې ته دوخت حکومت هیڅ نوعه اعلانات یا بله هره مالي مرسته نه ورکوله دا نشریه یوازې د آزادي غوښتونکو هندوانو اوسکانو په فرهنګي مرستوباندې چلېده.
 ددې ترڅنګ خان شهید خپلې لیکنې او مطالب په هندوستان کې یوې خپرونې ته چې د(یونایټیډ انډیا ) په نامه یادیده ورلیږل او په همدې توګه یې خپلې ادبي اوسیاسي لیکنې په کابل کې دهغه وخت ورځپاڼو اومجلوته هم رالیږلې اوکله ناکله بې دځینو لیکوالانو په لیکنو نقد اوتقریظونه هم لیکل خان بابا دژورنالست په نامه هغه وخت ډیر مشهورشو کله چې په ۱۳۱۴ هجري شمسي ۱۹۳۵ میلادي کال کې بلوچستان (کوټه) په یوه زلزله کې په بشپړه ډول ورانه شوه . ددې غمیزې په نتیجه کې ۴۰۰۰۰ زره انسانان له مینځه ولاړل . ویل کېږي په هغه وخت کې دکوټې ټول نفوس ۵۰۰۰۰ زره وه چې له دې پیښې وروسته یوازې ۱۰۰۰۰ کسان پاتې ول خان شهید په هغه وخت کې ددې انساني غمیزې په خاطر استقلال اخبار ۲۵۰۰ ګڼی چاپ اونشرکړ . له ۱۹۳۵ څخه تر ۱۹۳۷ م کال پورې هیڅ نشریې اومطبعې په بلوچستان کې دچاپ اونشر اجازه نه درلوده خان شهید هڅه کوله چې دمطبعې دفعالیت اودنشریې دخپرولو اجازه په رسمي توګه ترلاسه کړي نو په همدې خاطریې دنورو هڅوترڅنګ په ۱۹۳۸ کې دلمړي ځل لپاره یې د ((Journalist Association په نامه د ژورنالستانو یوه ټولنه جوړه کړه چې مشري یې هم خان شهید په خپله کوله ، ددې ټولنې دجوړیدو هدف دا ؤچې د ولس د فرهنګی، ادبي اوسیاسي شعور دلوړولو لپاره کار په قوت سره پر مخ ولاړ شي. په همدې خاطریي خپله مبارزه له پنجاب څخه پیل کړه انګریزي ښکېلاک ګر دخان شهید دمبارزې او دژورنالستانو د ټولنې ترسخت فشارلاندې راغلل چې په نتیجه کې انګریزان مجبورشول چې مطبعې ته دفعالیت اجازه ورکړي خو په دې وخت کې بیاهم خان شهید په بند کې شپې او ورځې تیرولې کله چې خان شهید له بند څخه خلاص شو نو په ۱۹۳۸ کې په رسمي توګه دخپلې نشریې اومطبعې دفعالیت اجازه غوښتلو لپاره یې رسمآ درخواست وړاندې کړ چې وروسته له ۱۰ میاشتو هلو ځلو څخه یې رسمآ دمطبعې دفعالیت اجازه ترلاسه کړه . په ۱۹۵۱ میلادي کال کې یوځل بیا داستقلال اخبار دوخت دحکومت له خوا بند شو چې په مقابل کې خان شهید او ملګرویې شدید عکس العمل وښود .
 خان شهید د ازادۍ دلارې دسیاسي مبارزې اوفرهنګی هلوځلو په نتیجه کې نه یوازې داچې یولوی ولس یې راویښ کړبلکې په علمي اوفرهنګي ډګرکې یې له ځان څخه ډیرې لاسته راوړنې په ځای پریښي دي ، لکه زما ژوند او ژوندون په دې کتاب کې خان شهید خپل ټول مبارز ژوند په مفصله توګه خورا په ښکلی طریقه لیکلی دی عبدالغفورلیوال د دی کتاب په اړوند په خپله لیکنه کې داسې وایي (په دې کتاب کې دګڼو تاریخی، سیاسي اوسیمه ییزو وقایعو ، پیښو اوحقایقو دخوندیتوب ترڅنګ چې خورالوی فرهنګي ارزښت لري له ژبني او ادبي اړخه هم په زړه پورې دی .دغه کتاب دخان شهید په ځانګړی لیکدود خپورشوی او دسوچه پښتو لیکنې خوږانداز لری د ویې پوهنې له نظره زما په شخصي اند دغه کتاب ګڼ داسې بومي ،اصیل اوسیمه ییز وییونه ، اصطلاحات اوترکېبونه لري چې په هغه مهال کې دچاورته فکر هم نه و.په حقیقت کې خان شهید په خپله دې لیکنه کې دتاریخ ،سیاسې پیښو او اجتماعي حقایقودخوندي کولوتر څنګ ژبنۍ پانګه ،ځانګړی لیکدود، فولکلوری ارزښتونه او ادبي نزاکتونه هم خوندي کړی دی ) خان شهید ددې با ارزښت کتاب دلیکلوتر څنګ دصمد خان ډکشنري په نامه له پښتوڅخه پښتو ته ډکشنری کتاب ، دپښتو ژبې دلیکلو رسم الخط چی خان شهید پر دی ډیر تاکید کاوه چی هرڅه ویل کیږی باید په همغه بڼه ولیکل شي په همدی توګه یې دپښتو ژبې دویلو تلفظ اومهارتونو په اړوند هم یوکتاب لیکلی دی . خان شهید به تل په دې ډیر ټینګارکاوه که چېرته غواړي چې ولس په خپل دین ، مذهب اواسلامي تعلیماتو ښه پوشي نو په خپله ژبه یې پوه کړي ، ددې په خاطرچې دې لارې ته یې خدمت کړی وي نو ګلستان سعدي یې په پښتو ژبه ترجمه کړ ددې کتاب ټوله ژباړه خان شهید دکوټې اومچ په زندانونو کې وکړه او بیا دا ترجمه شوی کتاب یې خپل پلار نورمحمد خان اڅکزي ته منصوب کړ دخان شهید استدلال په دې اړوند داو چې دا تعلیم اوسواد ز ما دپلار دزحمتونو نتیجه ده.
 په همدې توګه ددې په خاطر چې ولس دبیان په ازادۍ ، په خپله فردی ازادي او آزادي چې د خدای نعمت دی په اصل کې پرې وپوهیږي خان شهید د ((Future and freedom په نامه باندې د کانا ډایي لیکوالانو کارلیډ او جس کارسون اثر په اردو ژبه وژباړل چې نوم یې ورته د (ازادی افق ) کېښود داکار یې دجنرال ایوب خان په مارشالایي حکومت کې وکړ داکتاب هغه وخت خپورشو چې خان شهید په زندان کې شپې ورځې تیرولی په دې اثرکې د ازادۍ اصل څیړل شوی دی چې ازادۍ دغریب ،دسرمایه دار ،حکومتی چارواکو او عامه ولس لپاره څه مانا لري او توپیرونه یې څه دی ددې ترڅنګ دکمیایې سعادت په نوم د امام غذالي کتاب یې پښتو ژبې ته ترجمه کړی او په همدې بڼه یې سیرت النبي هم په پښتو ژبه وژباړه ویل کیږی سوانح حیات لومړی جلد مکمل شوی ؤ چې خان شهید په شهادت ورسید ځکه چې د آزادۍ دښمنانو نور دنوموړي دمبارزې تاب اوتوان نه درلود . په اخیرکی غواړم ووایم چی یوازی په همدی لیکنه کی دخان شهید فرهنګی او ژورنالستیکی فعالیتونه نه خلاصه کیږی بلکی ډیر داسی لیکنی او فرهنګی فعالیتونه شته چی یوبل ته سینه په سینه انتقال شوي او ترموږ لاندی رارسیدلی اویا داسی ژورنالستیکی اوفرهنګی فعالیتونه به وي چی له ما څخه په دې لیکنه کی پاتی شوی وی چی تروړاندی لابښنه غواړم.

ماخذ:
۱- دخان شهید په خپل لاس لیکل شوی کتاب (زما ژوند او ژوندون )
۲- د پروفیسور فیض الله خان پانیزی په اردو ژبه لیکل شوی کتاب (خان شهید عبدالصمدخان کی شخصیت ،علمیت اور ادبی خدمات)
 ۳- د اکادمیسین سلیمان لایق ناخپارشوی لنډ یاداشتونه.
۴- د عبدالغفورلیوال مقاله (دخان شهید عبدالصمدخان اڅکزی ژوند لیک )دننګ اوفرهنګ اتل په نامه کتاب صفحه له ۸ څخه تر ۲۱ پوری .
 ۵- دعبدالرحیم خان مقاله (دخان شهید دژوند فرهنګی اوسیاسی اړخونه ) دننګ اوفرهنګ اتل په نامه کتاب صفحه له ۲۱ څخه تر ۷۳ پوری.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery