دخپریدو نیټه : 2011-07-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ابدالي واکمنان د تاريخ په پلوشو کې (٢)
محمد نسيم نعيم زى
تير پسې...
ذوالفقار خان بيرته فراه ته لاړ. دهرات جرگې پريکړه وکړه چې په خراسان بريد وکړي، مشهد او نيشاپور دواړه ونيسي. دا وړانديز الله يار خان ونه منلو.جرگې ذوالفقار خان له فراه څخه راوغوښت چې د الله يار خان په ځاى واک ورته وسپاري. ذوالفقار خان د هرات په لورې حرکت راوکړ خو د الله يار خان له خوايې مخه ونيول شوه. اخير د خپل قوم او عبدالغني خان الکوزي په مرسته يې د هرات واگې په لاس کې ونيولې الله يار خان مايوس شو او مشهد ته ابراهيم د نادر افشار وراره ته لاړ، د هغه له خوايې تود هرکلى وشو او نادر افشار هم په ليکلي توگه ډاډ ورکړ ذوالفقار د هرات د جرگې وړانديز سره سم (٨٠٠٠) پوځ تيار کړ او په کال (١١٠٩) لمريزئى په خراسان يرغل ور وړ. د ايران عسکرو له ويرې څاگانو ته ځانونه واچول. ابراهيم د خراسان والي چې د نادرافشار وراره و ښارته يې پناه يوړه او د ښار ټولې دروازې يې د ذوالفقار د فوځيانو په مخ وتړلې. رضا قلى د نادر افشار زوى خپل پلار ته ددغې پيشې حال وليږو. نادر فشار فوراً د مشهد په لور حرکت راوکړ او ذوالفقار بيرته هرات ته راغى. نادر افشار په (١١١٠) لمريز کال د ديرش زره (٣٠٠٠٠) فوځيانو په ملاتړ په هرات لشکر کشي وکړه په دغه وخت کې سپه سالار سيدال خان ناصر د درې زره سوارو او پلي فوځ سره قندهار نه د هرات مرستې ته راغى، د نادر افشار په لشکرو يې بريد وکړ، د نادر افشار لشکرې وتښتيدې، د هرات او قندهار فوځيانو د ((ساق سليمان)) کلا (قلعه) دوهم نظامي مرکز جوړ کړ. نادر افشار بيا د يوې قاطع جگړې لپاره تياري پيل کړه، يوه پياوړي توپخانه يې د جگړې لپاره چمتو کړه او د جگړې په نيت بيا راوخوځيدو، د افغانانو لښکر هم د مخنيوي لپاره د دوئ په لورې مرش شو. دواړه لښکرې د شمس اباد دکلي سره مخامخ شول. په دې جگړه کې ددښمن توپخانې پوسيله درې زره افغانان ووژل شول خو بيايې هم له مقاومت څخه لاس وانه خست او د زمريو په څيريې ددښمن صفونه څيرل. نادر افشار امر وکړ چې د سيستان او کرمان له خوا د امام ويردي او محمد سلطان په مشرۍ فوځ ته حرکت ورکړي او ابراهيم ته يې امر وکړ چې فراه ته لښکر وليږي د قندهار او هرات اړيکې (دلارې اړيکې) قطع کړي خو علي مردان ابدالي د فراه حکمران د دوى لشکرې په (ده نو) کې د ماتې سره مخامخ کړې او محمد سلطان يې د فوځيانو سره په قتل ورساؤ.
دغه پيښې نادر افشار ډير په قهر کړ، دهرات په لورې يې ستر لښکر راوخوځاوه، د ذوالفقار لښکرويې په وړاندې کلک مقاومت وکړ اخير عقب نيشينۍ ته اړشول. نادر افشار ښار ته رانږدې شو او د ښارکړۍ يې تنگه کړه، د ابداليانو په منځ کې دښمن نفاق واچاؤ. د ښار کړۍ اوږده شوه خلک د خوراکي توکو څخه په تنگ شول. ذوالفقار جرگه کينوله د خپل منځى نفاق او کلابندي د خلاصون لپاره يې ورته وويل: تاسو پريکړه وکړه هره پريکړه چې تاسې وکړۍ ماته قبوله ده هغه به منم. په جرگه کې د الله يار خان پلويان ډيرول. هغوى ټينگار وکړ چې الله يار خان ته واک وسپاره. ذوالفقار خان ددوى وړانديز ومنلو او ورته ويې ويل: ورشۍ الله يار خان د نادر افشار په فوځ کې دي له هغه ځايه يې راولۍ چې واک ورته وسپارم. زه د ولس او قوم گټه تر خپلې گټې ښه بولم. يو هيت نادر افشار ته لاړ او د جرگې پريکړه يې داسې ورته بيان کړه: د مسلمانانو په وژلو کې گټه نشته کې هرات غواړى الله يار خان ته اجازه وکړه چې هرات ته راشى او هرات درته تسليم کړي. نادر افشار دا غوره چانس وبالو الله يار خان يې هرات ته وليږو او ورته ويي ويل: زما اطاعت به هروخت کوي الله يار خان هرات ته راغى او ذوالفقار خان واک ورته وسپاره او پخپله اسفزار ته لاړ او هلته له سپه سالار سيدال خان ناصر سره يوځاى شو. ذوالفقار خان او سيدال خان ناصر او ابداليان په مشوره کندهار ته شاه حسين راغلل سپه سالار سيدال ناصر د دو زرو (٢٠٠٠) فوځيانو سره فراه ته وليږو، دلارې په اوږدو کې خبر شو چې الله يار خان هرات نادر افشار ته سپارلى نو بيرته قندهار ته راغى. شاه حسين هوتک ذوالفقار او د هغه کشر ورور احمد خان بنديان کړل او الله يار خان ځان په خطر کې وليد، نوملتان ته لاړ او هلته مړشو.
نادر افشار په کال (١١١٧) هجري لمريز کې قندهار ونيو، ذوالفقار او د هغه کشر ورور احمد خان يې مازندان ته تبعيد کړل. ذوالفقار هلته مسموم شو او احمد خان د سياست ميدان ته راووت. احمد خان (احمد شاه) شل کلن ؤ چې د نادر شاه دربار ته يې لاره وموندله په ډير لږ وخت کې يې د خپل لياقت، پوهې او غوره استعداد له مخې د نادر افشار په دربار کې دومره باورلاسته کړ چې په دغه کم عمر کې ونادر افشار له خوا د ابداليانو او ازبکانو د قطعاتو مشر (قوماندان) وټاکل شو اودا دنده يې د نادر افشار تر مرگ پورې په پوره لياقت او زړه ورتيا په مخ بوتله او د فوځيانو په منځ کې يې پوره محبوبيت لاسته کړ. خو کله چې نادر افشار د قزلباشانو او افشارو د شپې له خوا په قتل ورسيدو احمد خان (احمد شاه) د نادر افشار حرم (عيال) د ايرانيانو له بې عزتي نه وساتل. حرم نادر افشار (زن نادر افشار ښځې) ددغه خدمت او حمايت په پاس کې احمد خان (احمد شاه) ته هغه د کوه نور الماس ورکړ کوم چې نادر افشار له هندوستان څخه راوړى وو
احمد خان څنگه واکمن شو؟
احمد خان (احمد شاه بابا) د هرات د واکوال زمان خان زوى. د ابداليانو د لوى نامتو مشر (رئيس) دولت خان لمسى دى. د خپل پلار د مړينې په کال (١١٠١) لمريز هجري د هرات په ښار کې زيږيدل دى چې دا وخت دده د پلار د مړينې نه وروسته د هرات د جرگې له خوا احمد خان ابدالي خپلواک وټاکل شو او د هرات د خپلواک حکومت واگې يې ورته وسپارلى. د احمد خان مور خپل دغه ماشوم زوى له ځان سره فراه ته يوړ. څو کاله وروسته د خپل مشر ورور ذوالفقار سره قندهار ته لاړ او هلته بيا د شاه حسين هوتک له خوا دواړه بنديان شول او بيا مازندران کې پاتې شو. احمد خان (احمد شاه) چې د شلو کالو شو د نادر افشار دربار ته يې لاره وموندله چې کيسه مخته ليکل شوى. کله چې نادر افشار ووژل شو د نادر افشار په حکومت کې گډوډى راغله. د قوماندان نور محمد غلجايى او احمد خان په مشرۍ د افغانانو شپږ زره فوځ د قندهار په لور حرکت راوکړ. قندهار ته راورسيدل. په قندهار کې د نور محمد غلجي په زيار او کوښښ سره د پښتنو او نورو لږکو قومونو او قبيلو د مشرانو يوه لويه جرگه په (١١١٤) لمريز کال د قندهار ښار د نادر اباد په نظامي کلا کې د شيرسرخ د زيارت سره راټوله شوه. جرگې نه ورځې د خپلواکۍ غوښتنې، يووالى او يو خپلواک ټولواک (بادشاه) ټاکلو په برخه کې زيات نظريات وړاندې کړل. د هرې قبيلې او قوم مشر غوښتنه وه چې ټولواک (بادشاه) شى نو ځکه يې د مقابل لورې نظر دا ؤ خو يوازې احمد خان ؤ چې غوښتنه يې نه درلوده او د چا نظر يې نه رداؤه. تر نهو ورځو پورې موافقې ته ونه رسيده اخير يې يو بې طرفه کس ته واک ورکړ او ټول په دې راضي شول چې دغه کس څوک وټاکلو هغه به بادشاه وي. دا يو روحاني شخصيت صابر شاه ؤ چې د يوې قبېلې سره يې هم تړاو نه درلود او ټولو ورته ښه عقيده درلوده. صابر شاه په مجلس کې پورته شو او ٢٥ کلن احمد خان ابدالي يې ټولواک (بادشاه) وټاکلو او د تاج په ځاى يې د غنمو وږى د احمد شاه په پگړۍ کې لک کړټولو مشرانو د بيعت سره يوځاى مبارکي ورکړه او د هر ډول مرستې وعده او ژمنه يې ورسره وکړه په دغه جرگه کې دغو قومي مشرانو گډون کړى ؤ: نور محمد غلجى، موسى خان اسحق زى. نصر الله نورزى، محب الله پوپلزى، احمد خان ابدالي او يوشمير نور مشرانو لکه نصير خان پوپلزى او....
نوربيا...