مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ابدالي واکمنان د تاريخ په پلوشو کې (٤)

نعيم زى

په تيرپسې ...
د هندشاهنشاه محمد شاه يولک لښکر د وليعهد احمد شاه او صدراعظم فخر الدين خان په مشرۍ د احمد شاه بابا مقابلې ته راوليږو او د ((ماچى واره)) سره يې د احمد شاه بابا د لشکر د راتلو انتظاريست. احمد شاه بابا له بلې لارې د ديرش زره (٣٠٠٠٠) فوځ سره د لودهيانه له سيند نه تير شو او د سرهند کلا (قله) يې ونيوله. د هند لشکرې بيرته وگرزيدې، د گرزيدو په وخت کې چې ١١٢٧ لمريز کال د جوزا په مياشت کې بريد پرې وکړ په دغه بريد کې د هند صدراعظم مړشو دې وخت کې احمد شاه بابا ته خبر راغله چې مخالفينو دده په غياب کې لقمان ابدالى چې د احمد شاه بابا وراره کيږي دې ته وهڅولې چې د احمد شاه بابا په ځاى په قندهار کې واکوال شي. همدغه ورځې وې چې د هند د شاه د رنځورتيا خبر د هند لشکر ته راغله او ورپسې يې د مرگ خبره هم راورسيده نو دواړه لورې سولې ته تيار شوې. احمد شاه بابا د ديره اسمعيل خان له لارې قندهار ته لاړ او د هند لشکرې ډيلې ته لاړې. احمد شاه بابا کله چې قندهار ته ورسيدو لقمان خان ابدالي يې ونيو او بندي يې کړ او په بنديخانه کې مړشو. د بلوچستان والي حاجي خان بلوچ يې برطرف او پرځاى يې نصيرخان وگمارو. نصير خان د شيرسرخ د جرگې غړي او د احمد شاه بآبا پخوانى ملگرى ؤ. احمد شاه بابا په کال ١١٢٧ لمريز کې د هرات په لور د يوه لشکر سره حرکت وکړ. هرات ته ورسيدو د هرات والي عرب خان او بهبود خان مروي تسليم شول. د هرات خلکو خپلې برجداري کلاوې د احمد شاه بابآ په واک کې ورکړې. احمد شاه بابا د هرات ښار ونيو او اميرخان يې پانسۍ کړ او د هرات واک يې درويش علي خان هزاره ته وسپارو او خپل صدراعظم شاه وليخان يې د يو لشکر سره د افغانستان شمال ولاياتو ته وليږو څو په شمال کې ازبک مشران چې د مروى څخه تر بدخشان پورې د محلې حاکمانو په څير حکومت کاؤ او ماليات به يې راټولول او هم به يې له خلکو باج اخست او هر يو په خپله سيمه کې مطلق العنان ؤ او خلکو يې ډير محکوم ژوند درلود، له هر څه بې برخې او مظلوم ساتل شوى وه کله چې شاه ولي خان شمال ته ورسيده دده په رسيدو سره هر يوه مشر مرکزي حکومت ته غاړه کيښوده او له مروې څخه تر بدخشان پورې بيا تر باميان پورې ټول تسليم شول او په هر ځاى کې يې رسمي مامورين وټاکل چې د سيمې او ولس چارې په مخ بوزي او ماليات په صحيح توگه راټوله کړي او وروسته بيا په ١١٢٩ لمريز کال کې د اندراب، پنجشير، گلبهار، کابل او غزني له لارې قندهار ته ورغى احمد شاه بابا له هرات څخه مشهد ته ورسيدو او شاه رخ تسليم شو او د احمد شاه بابا له خوا بيرته د مشهد حکومت ورته وسپارل شو احمد شاه بابا ته بيا خبر راغله چې دده مخالفينو بيا مخالفت پيل کړى. احمد شاه بابآ فوراً قندهار ته راغى مخالفين يې ونيول او ټول يې پانسۍ کړل. احمد شاه بابا غوښت چې بيا په پنجاب يرغل وکړي خو ((ميرمنو)) د سولې لپاره مخې ته راغى او د سيالکوټ اورنگ اباد، گجرات او سپرسرور د سيمو کلنۍ ماليه چې يو مليون او څلور لکه روپۍ کيدى په ځان ومنلې او احمد شاه بابا بيرته قندهار ته لاړ. بيايې د نيشاپور دنگ اراده وکړه نيشاپور ته په رسيدو يې عباس قلى په مقابل کې مقاومت وکړ د لنډ مقاومت نه وروسته عباس قلى ونيول شو خو د احمد شاه بابا له خوا د څه شرائطو سره د نيشاپور حاکم وټاکل شو احمد شاه بابا بيرته هرات ته او له هغه ځايه قندهار ته راغى. احمد شاه بابا په دغه څلورو کالو کې د افغانستان پوله له پنجاب څخه ترعمان او اموسيند پورې وغځوله. ميرمنو د پنجاب والي په هغه يو مليون څلور لکه روپيو کې ځنډ راوست نوموړى به دوکالو کې يوازې څلور لکه روپۍ راوليږلې. احمد شاه بابا هارون ورليږو خو پاتې دوه مليونه څلور لکه روپۍ ورنه وصول او راوليږي. ميرمنو د پنجاب والي بهانى او عذرونه وړاندې کړل. احمد شاه بابا بيا د ((سکهجيون مل)) پوسيله ټينگار وکړ او ((ميرمنو)) دا ځل ٩ لکه روپۍ راوليږلې. احمد شاه بابا د ١١٣٠ لمريز کال په دريم فصل کې په پنجاب لشکر کشي وکړه له پشاور نه يې د حسن ابدال له لارې د خواجه عبدالله په مشرۍ کشمير ته لشکر وليږو خواجه عبدالله کشمير د بابري حکومت څخه پاک کړ او احمد شاه بابا د لاهور په لورې حرکت وکړ او د لاهور د شاهدرې په سيمه کې يې د پنجاب سپه سالار ((گورمل)) لشکرو ته ماتې ورکړه او ((گورمل)) په دغه جنگ کې ووژل شو او ((ميرمنو)) دوه مليونه روپۍ احمد شاه بابا ته ورکړې او تعهد يې بيانوي کړ، د پنجاب او ملتان ولايتونه يې د افغانستان يوه برخه و بلل. احمد شاه بابا دغه تعهد پاڼه د خپل استازي قلندر خان پلاس د ډيلي حکومت ته وليږله څو د هندوستان پادشاه يې لاسليک کړي او مهر پرې ولگوي. همداسې وشوو. له دغې ورځې وروسته کشمير، پنجاب، ملتان او سيند په افغانستان پورې وتړل شو. په ١١٣٢ لمريز کال ((ميرمنو)) د پنجاب والي مړشو او پرځاى يې وړوکى زوى محمد امين د احمد شاه بابا له خوا د پنجاب والي وټاکل خو د حکومت چارې د هغه مور ((مغلاني بيگم)) په مخ بيولې. دا وخت د ډهالي بادشاه، احمد شاه د شاه محمودزوى د عماد الملک غازي الدين صدراعظم له خوا له واک نه ولويدو او عالمگير ثانى يې په ځاى کيناوو. دا يو لاسپوڅى بادشاه وو او په کال ١١... لمريز کې يې وواژو او د مرهټيانو سره يې لاس يو کړ پنجاب د مغلاني بيگم له لاسه ووت او په کشمير کې هم خواجه عبدالله خپلواک حکومت اعلان کړ او په هندوستان پورې يې وتاړو.
احمد شاه بابا ددغې خبرې په اوريدو سره په همدغه کال (١١٢٥ل) فوراً د قندهار نه بلوچستان او سيند له لارې لاهور ته لاړ او او نورالدين خان يې کشمير ته وليږو نور الدين خان کشمير ونيو، سکهجيون يې بندي کړ. احمد شاه بابا له لاهوره د ډيلي په لور وخوځيدو د ډيلي د بادشاه له خوا د نواب نجيب الدوله افغان په مشرۍ د احمد شاه بابا په وړاندې لکشر وليږو خو نجيب الدوله د مقابلې په ځاى د احمد شاه بابا سره بيله جنگ يوځاى شو او ورپسې غازي الدين او پخپله عزيز الدين عالمگير ثاني د احمد شاه بابا هرکلى ته راووتل او تود هرکلى يې ورته ووايو. احمد شاه بابا بيله جنگ څخه د ١١٢٦ لمريز کال د جوزا په مياشت کې ډيلي ته ننوت او عالمگير ثاني خپله وريره شهزاده تيمور ته او صاحبه محل د محمود شاه بابري ميرمن خپله لور احمد شاه بابا ته په نکاح ورکړه.
نوربيا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery