دخپریدو نیټه : 2011-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ابدالي واکمنان د تاريخ په پلوشو کې (٥
محمد نسيم نعيم زى
ابدالي واکمنان د تاريخ په پلوشو کې (٥
په تيرپسې ...
بيا احمد شاه بابا د ډيلي له نيولو نه وروسته لاندې ټاکنې وکړې: د هند لوى وزارت يې نظام الدوله ته، د اردو سپه سالارى يې نجيب الدوله يوسفزى ته، د سر هند مشري يې عبدالصمد ته، د وابى مشرى يې سرفراز خان ته، د ملتان مشري يې شجاع خان ابدالي ته پنجاب او سيند يې جهان خان او شهزاده تيمور ته امو کشمير واک يې نورالدين ته وسپارو او پخپله قندهار ته راغى.
کله چې احمد شاه بابا قندهار ته راغى په پنجاب کې د ابداليانو په خلاف پاڅون وشو، په دغه وخت کې د هند متقاعد وزير عزيز الدين د واک لاسته کولو په موخه د مرهټيانو (مرټيانو) سره يو لاس شو او دواړو په گډه بريد وکړ. د هند د ډيلي سپه سالار سهارنپور ته فرار شو د ډيلي واگې عزيز الدين او مرهټيانو لاسته کړې. جټانو او راجپوتانو هم د مرهټيانو سره لاس يو کړ او د هندوستان زياته برخه يې له افغانانو څخه خپلواکه کړه (لاسته کړه). د مرهټيانو د رييم پيشوا ((بالاجي باجي)) له پنجاب څخه د افغانانو د وتلو تصميم ونيو، خو ددې لوې سيمې ماليه د دوى پلاس کې ولويږي. نو دوه لکه د مرهټيانو فوځ يې دخپل وراره ((راکونات واو)) په مشرۍ تيار کړ او د ١١٣٧ لمريز کال د کب په مياشت کې يې عبدالصمد ممن زى ته ماتې ورکړه او د حمل په مياشت کې يې په لاهور بريد وکړ. شهزاده تيمور او سپه سالار جهان خان تر اټک پورې په شاشول او لاهور يې تر اټک پورې له لاسه ووت. دا وخت تقريباً ټول هندوستان له افغانانو نه خپلواک او د مرهټيانو په واک کې راغى. نصير خان د بلوچستان والي هم خپلواک حکومت اعلان کړ. احمد شاه بابا په بيړه په بلوچستان يرغل راووړ نصير خان د ((مستون)) په سيمه کې ماتې وخوړه او قلات ته لاړ، هلته کلابندشو اخر د شاه ولي خان په منځگړتوب يې سولې ته غاړه ټيټه کړه او وعده يې وکړه چې د پخوا په شان به د ابدالي واکمنۍ لاندې چارې په مخ بياييم (وړم). احمد شاه بابآ دا چې نصير خان يې پخوانى اشنا او ملگرى ؤ بيرته يې د بلوچستان والي وټاکلو او نورالدين خان يې د يو لشکر سره پنجاب ته وليږو. نور الدين خان له اټک نه تيرشو او وزيراباد ته ورسيد و.
مرهټيان (مرټيان) کله چې په هندوستان کې واکمن شول نو په هندي مسلمانانو يې سخت ظلم پيل کړ. هغه يې ديني او مذهبي مراسيمو ته نه پرېښودل. نو د هندوستان مسلمانانو د جيد عالم شيخ القران والحديث شاه ولي الله صاحب په مشرۍ احمد شاه بابا ته داسې ليک وليږو بسم الله الرحمن الرحيم: مسلمان پښتون بادشاه احمد شاه: السلام عليکم و رحمة الله: سرلوړي او بريالي اوسي. موږ د هندوستان مسلمانان د هند د مرهټيانو، راجپوتانو، هندوانو او جټانو څخه ډير په تنگ يو. مسلمان بادشاه دې زموږ غم وخوري او موږ ددغه ظالمانو له ظلم څخه د الله جل جلاله په توفيق وژغوره والسلام ستاسې ديني وروڼه د هندوستان مسلمانان.
احمد شاه بابا د اسلامي او پښتني غيرت له مخې د ديرش زره (٣٠٠٠٠) فوځ سره د بولان درې له لارې د پشاور په لور حرکت وکړ او احمد شاه بابا پشاور ته ورسيدو. شهزاده تيمور او سپه سالار جهان خان له اټک نه د احمد شاه بابا مخې ته راغلل او ورسره يوځاى د ((سابا)) په پنجاب کې د مرهټيانو قوماندان چې د احمد شاه بابا له راتگ نه خبرشو د احمد شاه بابا له رعب او ويرې يې پنجاب پريښود او د خپل ټول فوځ سره د ((سنديا)) د فوځ په لور يې سهانپور ته شاتگ وکړ ((سنديا)) او غازي الدين چې د احمد شاه بابا راتگ نه خبرشول ويره پرې گډه شوه فوراً يې د ډيلي په لور د خپل فوځ سره حرکت وکړ. ډيلي ته نږدې د احمد شاه بابا د لشکرو د مخنيوي لپاره يې سنگر ونيو او غازي الدين ډيلي ته لاړ هلته يې د احمد شاه بابا په مقابله کې درې ځواکونه يوځاى کړل: ١- سنديا د ډيلي سره نږدې دلارې په سرسنگر ونيو ٢- هولکو د جمناسيند چپ اړخ ته سنگر ونيو ٣- جنگوراو ځواک او غازي الدين ځواک د ډيلي له تخت سره او د دوئ ترڅنگ ددکن د مرهټيانو بې شميره فوځ . احمد شاه بابا ديرش زره فوځيانو سره سهانپور ته راورسيدو او د روهيلي افغاني سرداران سعدالله خان، حافظ رحمت الله، عنايت خان، قطب خان او د وندې خان يې د ښه راغلي لپاره د لسو زرو فوځيانو سره مخې ته راغلل. احمد شاه بابا د پښتنو سردارانو سره يوځاى د ډيلي په لور حرکت وکړ. شهزاده تيمور او جهان خان سپه سالار د لسو زرو فوځيانو سره د احمد شاه بابا په مخکې د پيشقررول، حرکت په حال کې ول ((سنديا)) د احمد شاه بابا په سرلشکر سخت يرغل راووړ ((سنديا)) له آس نه راکوز شو او په ډيره زړه ورتيا وجنگيدو. د احمد شاه بابا لشکر داسې ولۍ (ويره) پرې گډه کړه چې د سنديا زيات شمير فوځيان د جنگ په ميدان کې مړه ورنه پاتې شول او دوئ په تيشته سرشول. احمد شاه بابا تر ديرش ميله ددښمن لشکر تعقيب کړ دغه ماتې مرهټي ((جنگوراو)) او غازي الدين ته د اسمان تندر ښکاره شو ډيلي ته لاړل او له ډيلي نه هم په تيشته لاړل. خو ((ولگر)) په مکندره کې پاته شو. احمد شاه بابا د سورليو (سوارکارو) پنځلس زره فوځيان د شاه پسند خان اسحق زى په قومانده د شپې په تياره کې د جمناله سيند نه تيرشول او ناڅاپه يې د هولگر په فوځ بريد وکړ. هولگر که هر څومره منډې ترړې وکړې مقابله يې ونه کړاى شوې. فوځ يې ټول تباه او يوازې هولگر د څو سوو فوځيانو سره ژوندي له ميدان نه ووت.
احمد شاه بابا د ډيلي ښار ته ننوت. د راجپوتانو مشرانو اطاعت ته غاړه ټيټه کړه. سورج مل جټ او غازي الدين هم د حافظ رحمت خان په سپارښت وبخښل شول. احمد شاه بابا يعقوب علي خان او نواب محسن الملک په ډيلي کې پرېښودل او پخپله د جمنا له سيند نه تيرشو او پنځه ديرش کيلومتره ليرې قرار گاه يې جوړه کړه. په دې وخت کې د احمد خان پښتون او شجاع الدوله له خوا لس، لس زره عسکر او هم د عطامحمد خان او کريمداد خان په مشرى لس زره عسکر له قندهار څخه د احمد شاه بابا د مرستې لپاره راورسيدل.
د مرهټيانو ددرييم پيشوا ((بالاجي باجي)) کله چې د احمد شاه بابا له دغه پياوړي زړه ورفوځ، فتوحاتو د مرهټيانو له ماتې او د راجپوتانو او جټانو له اطاعت او تسليمي نه خبرشو، نو ټوله سردارانو ته يې امر وکړ چې: نوي فوځيان تيارکړي او دپښتنو په مقابل کې يې جگړې ته وليږي او هم يې د راجپوتانو مشرانو ته وليکل چې زموږ له فوځ سره يوځاى شي. دوى په څلورو مياشتو کې يو لوي فوځ له هندوانو، راجپوتانو او مرهټيانو (مرټيانو) څخه تيار کړ او سرقوماندان يې ورته خپل ورور ((سداشيوبهاو)) وټاکلو او خپل زوى يې ((ويسواس راو)) ددې لپاره ورسره وليږو چې کله ډيلي ونيسي نو ((ويسواس راو)) به په تخت کيني ولې خبر نه ؤ چې دا ارمان به تورو خاورو ته دده زوى له ځان سره وړي. په دې فوځ کې د دکن د مسلمانانو يو لوي قوماندان ابراهيم نامي هم د څلويښت زره فوځانو سره د مرهټيانو په ملاتړ برخه واخسته. د مرهټيانو دا لوى لشکر چې شمير يې تر درې لکه (٣٠٠٠٠٠) زيات ؤ ډيلي ته رانږدې شو د پښتنو لشکرې يې وليدلي. دا وخت د جمناسيند هم د مسنۍ په حال کې ؤ. دوئ پوهيدل چې پښتانه له جمناسيند څخه نشي راتيريداى نو په ډاډه زړه يې د گنجپورې په نظامي کلا (قلعه) بريد کړ. عبدالصمد خان من زى يې کلکه مقابله وکړه، خو څرنگ چې د مرهټيانو لشکر ډير زيات ؤ عبدالصمد خان په شهادت ورسيدو او د گجنپورې نظامي کلا (قلعه) مرهټيانو ونيوله. احمد شاه بابا احمد خان پښتون د مرهټيانو مقابلې ته وروليږلو چې د جمناسيند څخه تيرشي او په گنجپوري يرغل وروړى، هغه ؤ چې د احمد خان يو شمير فوځيان د جمناد سيند په اوبو کې لاهو (غرق) شول او يو شمير نور کله چې له جمناسيند نه تيريدل ددښمن له خوا په غشو وويشتل شول خو د دې سره سره د پښتنو فوځ د جمنا له سيند څخه تيرشول او د گنجپورې په نظامي کلا يې يرغل وروړ. مرهټيانو د پاني پت ميدان د ځان لپاره غوره کړ او د ميدان په شمال لورې کې يې سنگر ونيو او پنځه ويښت زره سوار کار يې د ښالک سره دلارې په سر د پښتنو فوځيانو د مخنيوي لپاره وگمارل. شاه پسندخان د احمد شاه بابا د فوځ پيش قراري چې سنبالک ته ورسيدو جگړه يې پيل کړه په اول ضرب کې يې د دښمن قوي صفت مات کړ ورپسې احمد شاه بابا هم پاني پت ته راورسيدو او د مرهټيانو د لوى لشکر په وړاندې يې سنگر ونيو.
نوربيا....